ویدی ژبه
د دغه فصل په لومړيو برخو (۲۹مخ) کښی مو وویل چه په (آریا) او (آریائی کښی موضوع) اصلا او اساسا د هغو نژديکتو او قرابتو د تفصيل له کبله پيدا شوی ده چه د ځینو ملتونو په ژبو کښی لیدل شوی دی) نو وروسته بیامو په ٣٢ مخ کښی (د ژبو د مشابهت) ترعنوان لاندی دغی موضوع ته اشاره وکړه چه د هندو اروپائې د قومونو په ټولو ژبو کښی د سانسکریت او زند ژبو يوې له بلې څخه لږ توپیر او فرق کړی او زیاتره پخپل منځ کښی سره مشابهت لری د دغو دوو برخو له يادولو څخه مقصد د هغه تماس یادول دی چه تر دغه ځای پوری د ژبی د موضوع سره شوی دی او په دغه اساس بیله دې چه په جزئياتو کښی داخل شو څه قدری زیات په عمومیاتو باندی بحث کووه وموویل چه د هندو اروپائی د قومونو د ژبو مشابهت د آریائی کتنو او مطالعاتو موضوع منځ ته راوړه.
تفصیل دادی هر کله چه علماوو په ځينو بيلوبيلو قومونو کښی د ژبو مشابهت ولېد نو طبعا ئی حکم و کړ چه دوی یوه ورځ په يو واحد ځای کښی ژوندون سره کاوه.
هر کله چه دغه واحد ځايونه په هغو جهتونو سره چه د مخه مو وکتل د سردریا او اکسوس برنۍ حوزه او په هغی پوری متصلى ځمکی دی. آریائیانو په هغه زمانه کښی چه پخپله لومړنۍ څانگو کښی ژوندون کاوه طبعاً په يوه واحده ژبه ئی خبرې کولې چه هغې ته عموماً (هند و اروپائی) وائی هر هغه موج چه له اصلی خاورې ته جلا شوی او د آسیا او اروپا د غرب خوا ته تللی دی یا په جنوبی خوا کښی ښکته شوی او په باختر کښی میشت او ټینگ شوی دی او یا تر اوسه پوری هم پخپل ځای پاتی شوی او څه لږ د شرق خوا ته د تارم او سنکیانگ تر حوزې پوری خپاره شوی دی له دوی څخه د (هندو اروپائی) لويې کورنۍ پیدا شوی دی، او دغه دی په اروپا کښی د لاتین او ژرمن او اسلاو او پخوانی یونانی او د نورو کورنیو حال چه په دغه ځای کښی ور سره څه کار او غرض نه لرو، او د هندو اروپائی د هغی څانگی له ژبی څخه بحث کوو چه زمونږ د مملکت د پخوانی تاریخ سره په مستقیم ډول تماس او ارتباط لری پخوا مو وویل چه د هندو اروپائی هغه څانگه چه د لومړۍ ځانگو (د سردریا او آسوس له برنۍ حوزې او په هغی پوری له متصلو ځمکو) څخه جدا شوې او د جنوب خوا ته ښکته شوه او په بخدی کښی میشت شوه آریائی باختری کتله ئی جوړه کړه چه د (آریا) کلمه د تاریخی شواهدو په استناد د دوی په باب کښی تطبیق کيږى مدققين د دغی کورنۍ ژبه د (آیار) یا د (هندو ایرانی) یا په (باختری) نامه یادوی، او باختری کلمه هغه لومړنۍ تسمیه ده چه د ژبی د پوهانو له خوا ئی په دغه باب اطلاق شوی دی علماوو د ژبی له دغې کورنۍ څخه دوه لوی ښاخونه ایستلی دی چه معمولاً یو ته (هندی) اوبل ښاخ ته ئی (ایرانی) وائی او له دغو دواړو ښاخونو څخه هر یو پخپل اصلی کانون یعنی باختر او آریانا کښی پیدا شوی دی اود تکامل او انبساط نه وروسه د شرق او غرب دواړو خواؤ ته د آریائی مهاجرینو سره هند او فارس ته خپاره شوی دی.
دغه ډول هم نظریه ښکاره کوی چه د آریا یا باختری کورنۍ ژبه تقریباً په ١۴ یا ١۵ ق م پیړۍ کښی په هغو پراخو ځمکو کښی خبري ور باندی کېدلی چه له پارس او مدیا نه تر پنجاب پوری پرتی وی اوسغدیان هم پکښی شامل ؤ - په دغه حساب هم وينو چه د دې پراخی علاقی کانون چه د(آریا) ژ به پکښی ویل کېدله آریانا ؤ. د مخه مو وویل چه د دې ژبی شرقی او غربی کورنی چه د ژبی پوهانو دغه هندی او ایرانی بللی دی په اصل کښی او اساسأ په آریانا کښی پیدا شوی دی، په واضح ډول د دې مسئلی تشریح داسی کیدلی شی چه د هغو ژبو سر حلقه چه له هغو څخه وروسته د هندی او ایرانی لہجو کورنۍ منځ ته راغلی او جوړه شوی ده یعنی د (ودا) ژبه او د اوستا (زند) ژبه هره یوه د خپلو پخواو مکملو ادبياتو د نمونو او شواهدو سره په آریانا کښی منځ ته راغلی ده او د شرق او غرب خوا ته د هغو د خپریدو نه وروسته له هغو نه ځینی لهجی د هند په خاره کښی او ځینی لهجې د مديا او فارس په خاورو کښی پیدا شوی دی. او په دغه ځای کښی په دغه فصل کښی د سرودونو له ویدی ژبی څخه د سانسکریت تر پیدا کیدو پوری بحث کوو، وائى چه د هند و ایرانی یا آریا یا د باختری اصلی تنی څخه د یوی بلی ژبی د پیدا کیدو خوا ته تمائلات په پخوانی زمانو کښی معلومېدل تر دی چه د هند و آریانی (Indo-Aryen) ژبه منځ ته راغله او په ویدی سرودونو کښی ئی خپل شکل تثبیت کړ، او کیدلی شی چه دغه د (هندو آریانی) په ځای (ویدی) ژبه وبلـله شی.
دغه ژبه ئې په لومړیو وختو کښی ساده او عامیانه لهجه گنله مگر وروسته بیا ثابته شوه چه بیله شکه او شبهى نه یوه پخه او د علماوو علمې ژبه وه او تر یوی اندازی پوری ئی مصنوعی برخه هم درلوده مگر د هغی حد او اندازه ټاکلی نه شو، او (کرنا گل - Wackernagle) وائی چه (د روحانيونو په منځ کښی په داسی ژبی خبری کیدلی چه د آواز په لحاظ د ویدی سرودونو د ژبی سره یوه وه او د شاعرانه اصطلاحاتو د نه لرلو په سبب ئی له دغی ژبی څخه فرق درلود. موسیومیئیه دغه وائی چه هرکله د سرودونو ژبه يوه مذهبی ژ به وه نو په لغاتو کښی ئی ځینی تصنعات ليدل کيږى مگر داسی معلومیږی چه یوه ټاکلى لهجه وه او ځانته شکل او حیاتی دوره ئی لرله.
موسیو (وکرنا گل) داهم وائی چه سرودونه په دوهم او ثانوی شکل زمونږ په لاس راغلی دی. ويدى صرف ؤ نحو پخوانی شکل لری او په هغه کښی زیات ؤ کم د قبل التاريخ پخوانی اشکال لیدل کیږی دغه مسئله باید له یاده و نه وځی چه سرودونه نسبتاً په نوی عصر کښی د ژبی د ډيرو تحولاتو نه وروسته په لاس راغلی دی لکه چه د میئیه په عقیده د روایتی اسناد و متن د پخوانيو مؤلفینو د زمانی په نسبت ئی تحول او تغیر کړی او زمونږ په لاس راغلی دی او له دې جهته د (bh) او (dh)حروف د سرودونو په لهجه کښی یواځی په (h) ادا شوی او د (ر) ځای په زیاترو ځايو کښی (ل) نیولی دی.
سره د خپلو پخوانیو تمائلاتو د سرودونو په ژبه کښی هم د پراکرینیانو مظاهر یعنی د نورو ښاخونو د پيدا کېدو شروع لېدل کېږى، په دى کښى شک نشته چه د آریا یا باختری یا هندو ایرانی له ژبی څخه د څانگو څانگو کېدلو لومړى مظاهر هغی زمانی ته منسوبېږی چه ایرانی ښاخ په تشکل پیل کړی دی. وروسته بیا په ویدی زمانه او د مدرسې په شاؤخوا کښی ئی د ښاخونو منشعب کېدل او د نورو لهج پیدا کېدو دوام کړی دی، او پخپله د سرودونو ژبی له عامیانه لهجو څخه ډیری کلمی اواصطلاحات اخستی دی چه یو څه ئی د سرودونو د متن د ظهور په زمانه کښی په هغی کښی داخل شوی او یو څه هم د هغی د تثبیت په وخت کښی په زړونو او خاطرو کښی د هغی جز گرځیدلی دی، د ریگ و دا د زمانی نه وروسته د سرودونو همدغه ژبه په تدریج سره خپره شوی ده او د سانسکریت ژبه ورځنی پیدا شوې ده لکه چه دغه تحول په ویدی سرود او په وروسته آثارو کښی ښکاره دی په د غه تفصیل چه د ریگ لسم کتاب د هغه د لومړیو جزوو او د سرود پاټی مجموعو ترمنځ بين البينی شکل لری، او د ویدی او برهمانا او یوپانیشاد دا د بیان آخرانۍ برخه له هغی منظم شوی ژبی څخه چه په سانسکریت موسومه شوی ده ډیر توپیر او فرق نلری او ښکاره کوی چه څرنگه مرحله په مرحله د سانسکریت د ظهور خوا ته نژدی کیږو.
بیله هندوکش د شمال له مجهولو سرودونه چه په غیر مستقیم ډول په دغه بحث کښی د پروفیسر میئیه له ژبی نه هم ورته اشاره وشوه هر کله چه ویدی پخوانی سرودونه د آریانا په خاوره او د هندوکش په جنوب کښی منځ ته راغلی دی نو واضحه معلومیږی چه ویدی ژبه په آریانا په تېره بیا په جنوب شرقی آریا نا کښی پیدا شوې ده او له ویدی ژبی څخه د لهجو منشعب کېدل په همدغه ځای کښی شوی دی او په پای کښی هم وروستنی تحولات ئی د سانسکریت په نامه مشهور شوی دی.
نو ویدی ادبیات خاص بیا د ریگ وید د سرود برخه د آریانا دلومړۍ ویدی ژبی لومړۍ نمونه ده سانسکربت یو نوی نوم دی چه تر څلورمی قبل الميلاد پیرۍ پوری ئی هم خارجی وجود نه درلود او (پانینی) د صرف و نحو يو عالم چه په اصل کښی د اټک ؤ يوه ژی به چه (بهشه) ئی بلله له حشو او زوائدونه پاکه کړه او تر صرفی اونجوې نظام لاندی ئی راوستله او (سم کړی ته) یا برابره کړی شوې ئی وبلله او د سا نسکريت نوم منځ ته راغی.
د پښتو ژبی په باب کښی که څه هم تر اوسه پوری علمى مکمل تحقيقات ندی شوی مگر سره له دې دومره قدر وایو چه په دغه باب کښی چه پښتو له آریائی یا هندو ایرانی یا باختری ژبی څخه راوتلې ده څه شک او شبهه نشته - پاتی شوه دغه دوهمه مسئله چه آیا پښتو د آریائی با باختری ژبی په کومی یوې څانگی او ښاخ پوری تړلې ده. په دغه ځای کښی تر اوسه پوری د ژبی د پوهانو نظریات مختلف دی. ځينی دغه عقیده لری چه پښتو د ایرانی ژبو له جملې څخه ده. د دي نظریې د لويو طرفدارانو څخه موسيو ميولر (Muller .Ir) دى او وائی چه افغانی ژبه که چېری له زند څخه نه ده وتلې څه نا څه له بلې باختری لهجۍ څخه خو مشتقه شوې ده چه زند ئی یواځی محفوظه نمونه ده او د زند سره د پښتو رابطه هماغه ده چه اوسنۍ فارسی ئی د هخامنشی د فارسی سره لری دارمستتر هم به آوائلو کښی په دغه نظریه ؤ چه پښتو له زند نه جوړه شوی او راوتلی ده، وروسته بیائی نظریې ته څه لږ تغیر ورکړی او ویلی ئی دی چه پښتو نه له زند څخه بلکه له داسی ژبی نه مشتق شوی ده چه د زند سره برابره وه. لکه چه گورو د ميولر او دارمستتر نظریې تقريباً يو شى دى.
ځینی نور دغه عقیده لری چه پښتو يوه داسی حلقه ده چه د هندی او ایرانی کورنۍ ژبی سره نښلوی. د دي نظریې طرفدار او مدافع ډاکتر (ترومپ) دی او پښتو د هندی کورنۍ او د ایرانی ټولگی ترمنځ یوه مستقله ژبه بولی مگر د ایرانی لهجو په نسبت ئی پراکرینیانو ته ډېره نژدې شمېری ځینی نور داسې نظریه ورکوی چه پښتو اصلاً په ایرانی لهجو پوری تړلې ده مگر د هندی آریائیانو سره اوږد گاوند یتوب او مجاورت د دې سبب شوی دی چه پراکریتیان ورباندی تاثیر و کړی.
په هر حال حقائق چه په هر ډول وی په راتلونکو پلټنو او تتبعاتو سره به څرگند شی، سمدستی دومره قدر ویل کېدلی شی چه پښتو د آریا یا باختری ژبی څخه چه د مخه ئی تعريف وشو راوتلې او منشعبه شوې ده او دغه انشعاب و رځنی یا په مستقل او مستقیم ډول شوی دی یا د يوې بلې ژبی څخه جلا شوی ده چه د زند سره برابره وه یا د ځینو نظريو له مخې پخپله د زند له ژبی څخه مشتقه شوې ده. مسئله چه هر څنگه وی د ژبی د اصطلاحاتو به تعریف چه د مخه تر دې مو شرح ورکړه پښتو د باختری ژبو له جملې څخه ده او طبعاً باید د هندی او ایرانی لهجو خواص او مزایا پکښی موجود وی. همدغه دی د (داردیDardic) د ډلې د ژبو حال چه زمونږ د نورستان ژبی او پشه ئی او اورمړی او نوری پکښى داخلی دی. ځينی دغه عقیده لری چه د داردی دله د ایرانی ژبو له جملې څخه ده چه په آزا د ډول له هندو آریانی Indo-Aryen څخه مشتقه شوی ده، او ځینی دا وائی چه په اصل کښی هندو آریانی دی مگر ایرانی ډلی ورباندی تاثیر کړی دی، ځینی نورلکه گریرسن داسې فکر لری چه د دغو دواړو ډلونه په هېڅ يوې پورې اړه نه لری بلکه یوه آریانی لهجه ده چه د ایرانی او هند آریانی ترمنځ ئی انبساط موندلی دی او ډېره نوې نظریه هم د مارگنسترن نظریه ده چه د داردی ډله په دوو برخو تقسیموی یو (کافری) ډله ده چه د ایرانی سره ځینی شباهتونه لری او بله (صافه داردی) ده چه بیله شک او شبهی نه په هندی ژبو پوری مربوطه ده او کوم شی چه محقق دی دا دی چه ځینی عوامل ئی د ایرانی ژبو سره مشابه دی او ځینی ئی د هندو آریائی سره - په هر حال زمونږ مقصد د هند و اروپائی د ژبو د کورنيو جلا کول نه دی او یواځی په لنډ صورت مو د ویدی ژبی موقعیت بیان کړ، او په دغه ترڅ کښی دغه نکته هم څرگندوو چه د پوهانو د نظریو په تفصیل سره چه د مخه وشو طبعاً باید د آریائی ژبی او لهجې د داسې ژبو خواص ولری چه د هند و فارس په خاورو کښی د شرق او غرب په دواړو خو اؤ کښ څانگی خانگی اومنشعبې شوی دی.