32

حافظ ابرو

پښتو مقالات

 د افغانستان د تاريخ د اسلامي عصر په مختلفو دورو کښي ډير مؤلفان، پوهان او د مؤرخان تېر سويدي چي هر يو ئې پرخپل ځاي د پژندني او څېړني و دي. اوس زه د هرات یو خورا پوه او محقق لیکوال او مورخ در پېژنم، چی تر اوسه ئې علمى آثار نه دي چاپ سوي نو ځکه دي لږ پېژندل سویدئ.

 دا سری شهاب الدین عبدالله لطف الله بن عبدالرشید نومیږی چی په حافظ ابرو ځکه مشهور ؤ چی دو سره نښتی خوشنمایه ورځی درلودې، دده کورنۍ یوه خراسانی کولمه وه چی دی ۷۶۳ ه په حدودا کښ. ۴ هـ وفات سویدی.

 حافظ ابرو دخپل وخت عالم او لیکوال او مؤرخ او د قرآن حافظ و، دده عمر دامیر تیمور او دده دزامنو په دربار کښی تېر سوی اوپه ټولو سفرو کښی له هندوستانه تر استنبوله د امیر تیمور سره ملگری و اوپه.

: ۸۰۳ ه د حلب او دمشق په فتحه کښی هم ورسر و کله چی امیر تیمور مړ سو، نو دی د شاهرخ په دربار کښی ؤ او په ۸۱۹ ه ئې خپل د تاریخ کتاب د شاهرخ حضور ته وړاندی کی نو د ده ډسوېر . سفر او حضر کښی به په دربار کښی حاضر ؤ او دغه پادشاه دی کی چی نور کتابونه ولیکي.

 حافظ ابرو پخپلو سفرو کښي داسيايي سيمو په جغرافيا بلد سو، او د تاریخ لیکلو چم ئي زده کئ او ځکه چي د پادشاهانو په حضور کښي ؤ نو ټول سیاسى وقایع د ده تر نظر تُرُّدل او یا به له موثقو خلکو څخه اورېدل نو دده ليکني ټولي پر واقعيتو باندي بناء دي او خطا لږ لری، د ده ډېر داسی کتابونه هم لاس ته ورغلی وو، چی اوس. هغه نسته نو دی عادت لری چی د هر فصل په سر کی د هغو کتابو نومونه واخلی چی د ده تر استفادي لاندي وه.

 په ۸۱۷ ه کال يو د عربي جغرافيا کتاب د شاهرخ حضورته راوړل سو پادشاه حافظ ابرو ته امر وکی چی په پارسي ژبه یو بشپړ د جغرافيا کتاب و کاږي حافظ ابرو ډیر د جغرافيا عربي او پارسي کتابونه سره راټول کړل او ځکه چي پخپله ئې هم د ماور النهر تر زابل او کابل او ملتان اوسند او دهلی او بیا غربا تر روم اوشام او گرجستانه پوری ټول ممالک لیدلی ؤ، نو ​​ده په ۸۲۰ ه د شاهرخ په امر د خپلی جغرافیې لیکنه شروع کړه اولی په ۸۲۳  هـ ئي له تالیفه فارغ سو چی متاسفانه ددې . چی کتاب نسخه نده چاپ سوي مگر د دنيا په لويوخانو کښي ئي شپر قلمي نسخېسته. د حافظ ابرو په جغرافیا کښی لومړی ټوک د خراسان ممالک لکه عرب، روم،فارس،شام،کرمان، عراق او د دوی دشاهانو احوال بیانوی او په دې ټوک کښی مخصوصاً هغه برخه زموږ د غور او پژوهی و جنوب ده چی است. اوغانیانو احوال او د  دوي پادشاهان ښئی، خو تراوسه دا نه ده معلومه چی دغه اوغانیان . څوک وو؟ ولي اوغان بلل کېده ؟ که دوی د فارس د المظفر معاصر خلک و نو بیا په ۵۰۰ وروستیو کلو کښی څه سول؟ د فارس اکثر. مؤرخان د دوي حملې او جنگونه په کرمان او فارس او جنوبي ايران کي بيانوي. دکتاب ډیره مهمه برخه چی زموږ لپاره به خورا مفید وی دوهم ټوک دی چی په هغه کښی د خراسان په تفصیل سره ذکر سوده، او مخصوصاً دهرات او لقوابـو بیـان ئـې ډ ابرېظ دھپه په گټور. او د خراسان د شاهانو احوال هم ليكي او ځيني داسي وقايع پكښي بيانيږي چي په نورو كتابو كښي نسته او دا هگه حوادث دي چي د شاهرخ دربار ته به اين رسمي راپورونه راتل او د حافظ ابرو تر نظر به دھر ده نوځ . اسلامي دورې لپاره یو خورا معتمد مدرک کڼل کېدایسی او باید حتماً د افغانی پوهانو په همت ترتیب او تحشیه او پر نوی انتقادی ډول باندی برابر چاپ سی او زموږ د هرات د یوه دانشمند مؤلف دغه مغتنم اثر ژوندی سي.

 د حافظ ابرو بل مهم کتاب د ده عمومی تاریخ دئ، چی د شهزاده بایسقر میرزا شاهرخ د هنرمند زوي په امر په څلورو جلدو کښي ليکل سويدئ او مجمع التواريخ سلطانيه نوميږي.

اول ټول : د عربو او عجمو احوال چی شاهان، انبیاء، اولیا او د تیرو ملتو مشاهیر له آدمه تر خپله وخته پوری ښئی. 

دوهم ټوک : دحضرت رسول (ص) او خلفاء تاریخ دعباسیانو ترآخره پوري.

 دریم ټوک : د خراسان او د فارس د پادشاهانو احوال له صفاریانو څخه بیا د چنگیز خان تر عصره پوری چی په دې برخه کښی هم د.

صفاریانو، سامانیانو، غزنویانو، سلجوقیانو، خوارزمشاهیانو برخی زموږ د وطن په تاریخ پوری اړه لری او خاص بیا هغه برخه د غور وړ ده چی د غوریانو او خلجیانو پادشاهانو احوال لیکی دا جلد د ۷۳۶ هـ کال پر احوال باندی ختمیږي.

 څلورم ټوک : دا جلد چی زبده التواریخ بایسنقری نومیږی هم دافغانستان په تاریخ کښی داهمیت و دی، ځکه چی د ۷۳۶ ه څخه بیا تر ۸۳۰ ه پوری د ۹۲ کالو وقایع بیانوی او دهرات دلوي.پادشاه شاهرخ پر احوال باندی ختمیږی.

 د امیر تيمور فتوحات په افغانستان او خراسان کښي او د شاهرخ د دور حوادث مهم په تفصيل په زبده التواريخ کښي بيان سويدي چي ټول زموږ د تاريخ مهم او د لوستلو و قايع دي داکتاب د هر کال وقايع کيفه ضبط او دا ځکه شاهرخ دوره د خراسان د لوی سلطنت یوه درخشانه او ځلانده دوره ده او د خراسان سلطنت پایتخت هرات دئ او افغانی رجال او پوهان او هنرمندان اوسیاست او ادارې خاوندان د ایشیا ددغی برخی په حوادثو کښی غښتلی لاس لری، او حافظ ابرو هم خپل لیدلی او. واقعه ليكي، نو كه څوک وغواړي چي تر امير تيمور راورسته د خراسان تاريخ وليکي يا د د سيمي فرهنگي او سياسي او اقتصادي حال معلوم کي زبده التواريخ به اين مهم او گټور د معلوماتو منبع وي. 

حافظ ابرو د تاریخ لیکلو په نظر د قدیم مکتب یو سړى او درباری مؤرخ دئ، ټول لیدلی او کتلی وقایع په دې نظر لیکی چی خپل روزونکی باداران خوښ وساتی چند دده جغرافیه او مجمع التواریخ دواھد لیدلی او کتلی وقایع په دې نظر ليکی چی خپل روزونکی باداران خوښ وساتي چند جغرافيه او مجمع التواريخ دواړه د تاريخ دمحققانو لپاره ډیر داسي کار آمد او مغتنم  . مواد لري جی دغه کتابونه د تاریخ مدار کو په لړ کښي اوله درجه مومي، او باید .


حتما چاپ اونشر سي. د شاهرخ او د ده د اولادو زمان د هرات او خراسان د هنر او تاریخ لیکلو د رسانس زمانه، ده شاهرخ او دده شهزاده گان علم پالونکی او هنر روزونکی خلک و په همدغه دوره کښی هرات د هنر نوی ژوندون شروع سو، او داسی هنری آثار را پیدا سول چی د دنیا د هنر په تاریخ کښی ساری نه لری. 

 د تاريخ ليكلو باب  كښي  هم دغه دوره دیادولو وړ ده مطلع سعدين روضه الصفاء حبيب السير او ډير نور تاريخي كتابونه د هرات پوهانو وليكل چي حافظ ابرو ددوي په سر كښي درېږي.

 زموږ د وطن علمي ذخيرې هم لكه نور ملي ميرامونه تاراج سويدي، تر د حده چي اوس موږ په هرات او خپل وطن كښي د حافظ ابرو دكتابو يوه نسخه هم نه لرو مگر دا ويلاي سو چي شاهرخ غوندي زاده علم با پروه پادشاه او شه. هنر پالونکی شهزاده گان وو چی دوی حافظ ابرو او خند میر او میرخواند او جامی او عبد الرزاق غوندی عالمان او بهزاد غوندی هنرمندان ،وروزل او پخپله دغه بایسنقر شهزاده ماهر خطاط او هنر مند ؤ چی تراوسه ئي خط بناو هرات پر تاريخ. لیدل کیږی. 

حافظ ابرو هم د هرات د تاريخي ښار يو مؤرخ او ليکوال او تکړه سړي دئ چي بايد هيوادوال د ده شخصيت او آثار ويېژني او داسي ښکاري چي د هرات دغه لوي مؤرخ او پوه سړي  ۸۳۰ هـ پوري د، خپلو آثارو په لیکنه مشغول ؤ. وروسته نو ده درې کاله په راحت تبر کړی او تر ۸۳۴ ۵ کاله پوری چی تر دنیا تېر سو بل اثر ئې نه دی پژندل سوئی، او د عمر ۷۰ کاله ای تېر کړیدی د حافظ ابرو یو کتاب ذیل جامع التواریخ رشید په ۲۸۰. ۱۳۱۷ ش کال چاپ



سويدئ چيله ۶۸۸ ۵ کاله تر ۷۹۵ ه پوری وقایع بیانوی. او دغه کتاب د افغانستان د تاریخ یوه برخه ده.(۱)