32

دیوس Dyaus

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، دریمه برخه

په دې نامه آریائیانو يو رب النوع ستایه چه د آسمان او رڼا رب النوع ئې گاڼه او ټول نوراني او مفيد عناصر ئې ده ته منسوبوله. د دې نامه اصلي ماده ديو ده چه عنصر ئې له (ډ، ي، و) څخه مرکب دي، او دا ماده او اصل د ”ځليدلو او رڼيدلو“ مفهوم له ځانه سره لري، دا ماده په آريائي ژبو کي دوني عامه ده، چه اکثرو قدیمو اقوامو له دغي مادې څخه د خداي تعلي نوم جوړ کړي دي مثلاً هندي پخپله آریائيان لوي خداي جل شاڼه دییوس پاترPaterـ Dyeusبولي يعني لوي او اعظم.

په سنسكريت کي ډيوا، ډيواس د لمر او رڼا په معناؤ دي، او خورا ډيري کلمې له دغه ريښې څخه په هغه ژبه كي را وتلي دي، لکه چه ډنکن فوربس ليكي: ويدي ماده ئې ډيا Diya ؤ د څراغ په معنا.

 وگوري دغه کلمه په يوناني کي ذيوش Zeus او بيا زيوش، زیوس سوه، د لاتین ډووس او ډيوفيس او جوفيس او جو پټیر هم له دغي کورني څخه دي، په زړه الماني ژبه کي ذيو او په اسلاوي کي ډیواس، په ايتالوي کي ډيو د پرتگالي او هسپانوي ډيوس ټول له دغي ريښې څخه را وتلي اسما دي په نورو نوو ژبو کي ډيوډيوس، او ډيو هم پدغه ريښه اړه لري ډيويس Dious او ډيواين divine هم له دې کهوله دي.

په پښتو کي تر اوسه څراغ ډيوه divah بولو او دا کلمه دوني شهرت لري چه له پخوانو زمانو څخه تر اوسه په دې ژبه که ژوندي پاته ده، او سړي په ټينگه ويلاي سي، چه هم هندي او هم نورو آريائي ملتو دا کلمه له دې مځکي څخه وړې ده.

لکه چه ومولوستل: ډييوس اسماني رب النوع و، او په دغه تقريب دا نوم ټولو آريائي مللو د خداي تعالي لپاره غوره کړي و، ځکه چه رڼا له اسمانه څخه وه، نو گویا ډييوس آسمان وو، چه په مقابل کي يې د دې رب النوع د مځكي بل رب النوع هم موجود و. که د ډیيوس كلمه تحلیل کړو پښتو کلمه ډیوه به واخلو چه د چراغ او رڼا معنا لري، او د نسبت ادات (يز) به ورسره ونښلوو ډيويز Dyvis به سي، يعني رڼا وال، منور، د چراغو ډک، چه عیناً د آسمان ظاهري شکل هم دغه دي. او ډيوس Dyaus او ډيويز هم ډير سره نژدې دي، ډيوه په پښتو ادب کي ډيره راغلې ده لکه دا لنډی:

ته به د کوم مجلس ډيوه يې

زه د هجران په تاريکو کي ناسته یمه

ډیويز هم د آسمان د صفت په ډول مستعمل و لکه په دې لنډۍ کي:


 د توري شپې ډیویز آسمانه 

سترگي دي وزه که به لمر را خیژوينه!

دلته معشوقه له مين سره د شپې وصل شوي ده، نو نه غواړي چه ژر سهار سي او لمر را وخيژي، نو آسمان ته خطاب کوي چه اې د څراغ او رڼا خاوند آسمانه! که به لمر ژر را خيژوې نو دي سترگي ووزه!

 دغه ډيويز چه د آسمان د صفت په ډول راغلي دي، کټ مټ د هغو ټولو آريائي نومو ماخذ گڼل کيږي،

چه دمخه تیر شول.