د اکبر او يوسفزو ډغرې
د ډهلي د دربارسیاست د او، «چی خلک په جنگ سره واچوه او حکومت پر کوه» د هند غښتلی پاچا اکبر خو تش په کابل کې خپل ورور شاهزاده محمد حکیم سیال باله او هغه يې دلې د حمکران په توگه منلی و، خو دی د۹۹۳ ق د شعبان په دولسمه د کابل به بلا حصار کې مړ او د بابر په باغ کې د خپل نيکه د څنگه ښخ شو. نو اکبر پاچا د کابل د نیولو لپاره کنورمان سنگ له ډيرو لښکرو سره راواستاوه چې «گرده پښتانه او روښانيان قتل عام کاندي ».
د اټک او کابل ترمنځ خو تش دغه لویه لار او د پیښور ښار د ډهلی د حکمرانانو په لاس کې، نور پښتانه آزاد وو. او د چا حکم يې نه مانه، خپلو قومی جرگو د دوی اجتماعي چارې چلولې. خو کنورمان سنگ دلته یې له ظلمه بل څه ونکړل، نو په ۹۹۵ق دا کبر له درباره زین خان کوکه د کابل مرزبان شو، او ده شاه بیک د بگرام (پیښور) او اټک ترمنځ د لارو د ساتلو لپاره و گوماره.
بلې خواته کالوخان د سمې پښتانه سره ټول او د اکبر د لښکرو مقابلې ته تیار کړل. په۹۹۷ ق کال د ډهلی خوا ډیرې لښکرې د زین خان کوکه د ملاتړ لپاره تراباسین را اوښتې وې، چې د درو پلوويې پر يوسفزو بریدونه کول: لومړی لښکر د چکدرې پر سیمه دوهم برسدوم. دریم پرسوا بې.
د يوسفزو تکتیک دا و، چې ورو ورو پرشا ولاړشي، او اکبر شاهي غښتلی لښکر د غرو لمنو او جگو سیمو ته ور وخيژوي، او هلته يې پوپنا کاندي. په دې ډول نو د پښتنو او شاهي لښکرو جگړې. د باجوړ او سوات غړو ته رسيدلې وې چې د اکبر د دربار غټ غټ سر لښکران دلته د پښتنو به جنگي چلونو او يرغلونو کې اريان دریان پاته و، اونارې، بوغارې يې د ډهلي او اگری سرو کلاوو ته رسېدې!
اکبر پاچا په دې پوهیده، چې که د دغو خپلو لښکرو ملاتړ نه شي، او دوۍ د جنگ پر دگر پر پښوونه دروي، نو به د ده د رسوایۍ نغاره پر نغښت هندوستان و ډنگیږي. ده د سمدستي مرستې لپاره د دربار دوه تنه غښتلي غټان لکه راجه مهیش داس بيربل (د ده لوى وزير) او بل حکيم ابوالفتح يې د خوا ډيرو لښکرو په قیادت را واستول چې يوسفزي تس نس کا.
زین خان هم له دوی سر یو ځای شو او (د بل= دا برخه ونه لوستل شو) کنډ پر غاښي وروختل، په چکدره کې یې يوه جنگي جرگه وکړه، چې خپل لښکر تر ونير او لوړ سواته د يوسفزو د ماتولو او ايلولو لپاره خپاره کاندي. دلته نواس د یوسفزو جنگره ځوانانو، ښه غوړه او خوږه گوله خولې ته ورغلې وه، د اکبر دغه(دا برخه ونه لوستل شو) بډای او په تن پټ او په وسله بار لښکر د ډيرو پيسو او اسبابو سره لکه ښکلې او غونډه منډه کوتره، د غرو د بازانو منگولو ته ورغلې وه. تر بريکوټ چې ور تر شول؛ نو یوسفزو پرر او دا نگل. خو د اکبر پاچا لښکرو په جنگ جنگ کی ځانونه د ونیر پرلور تورسک ته و رسول، او هلته یې دوهمه جنگي جرگه جوړه کړه، او دا يې ومنله چې د کره پې له لوري تگ د کره کرتر جگ کنډو ختلو اسان دی. مگر يوسفزو ځا نونه په لوړو غرو او درو کې ساتل سمې او هوارې سيمې ته نه را شیوه کېدل. خو جنگي بهير يې گړۍ په گړۍ زياتيده او کله چې په دیلی کې د اکبر دا تیازرو لښکر و سره مخامخ شول، داسې يې سره و ځځيرل، چې يو هم ژوندی پاتې نه شو دلته راجه بیربل د هندوستان لوی وزیر او حسن خان بیټنی سر لښکر ووژل شول، او شاعر مزاجه ابوالفتح (چې تر يوه بوټې لاندې پټ شوی و) د زین خانه سره يې دوې پښې څلور کړې وتښتيدل. او درې ورځې وروسته اټک ته ورسیدل.
د يوسفزو په دغه غورځنگ او د شاهي لښکرو په پوپنا کيدو چې اکبر خبر شو په اټک کې يې زین خان او ابوالفتح سپک سپاند کړل، چې ولې يې د ده د لوی وزیر بيربل لاښ پریښی او دوی را تښتیدلي دي؟ پاچا خپل زوی شاهزاده مراد او زین خان وگومارل، چې د دغې ماتې کسات د سمي له يوسفزو څخه واخلي. نو يې په کليو کې ناستو اپلوه او بې وسلې خلکو باندې يرغلو نه پيل کړل، او د مردان په سمه کې یې د خپلو لښکرو لپاره په گړې کپوره او لنگر کوټ او هند کې د اباسین پرغاړه کلاوې جوړې کړې، او خپل جنگي یرغلونه يې پر يوسفزو او روښانيانو باندې له دغو جنگي سنگرونو څخه جاري وساتل (ربيع الاول ۹۹۴ ق فبروري ١۵٨۶م) د زین خان جنگونه د سوات او باجوړ پر بوښوله يوسفزو سره او په سمه کې تر تیراه پورې له جلال الدين روښاني (جلاله د روښان زوی) سره تر ۱۰۰۱ ق ١۵٩٢م جاري وو. خو سوات، بونیر، با جوړ د اکبر جوغ ته غاړه نه وه ايښې، او د راورټي په قول: که څه هم د اکبر گومارلو سرلښکرانو او جگړه مارو د يوسفزو په غرو اوسمه کې ډېرې وينې توی او کلې يې وران کړل، خو تر پايه يې پښې ټينگې نکړې او پښتانه یې د اسارت په زولنو ته کښې يستل شوای. نو اکبر چې خپل ۴۰ تر ۵٠ زره سپاره يې په دغو خونړيو جنگو کې له لاسه ايستلي وو، خپل يو بل معتمد او غښتلی قوماندان راجه تودرمل يې د لارې پر ساتنه وگوماره، او ده د محمد قاسم کابلي په مرسته د کابل لار خلاصه کړه، ا و زین خان کوکه یې کابل ته و رساوه.
په د غو جنگو کې چې د پښتنو مشران و مړل د ځينو نومونه دا دي: مردان خان د جلال خان زوی د امان رو مشر چې قبر يې په پنجتاو کې د شاه مردان څلى، بولي دوران خان د مردان ورور قبول خان نيډي خان سلیمان خان د ماما خان خضر زوی چې په پنجتار کې د «سلیمان بابا ډنډ» تر اوسه هم د ده په نامه يادیږي. د جلال الدين محمد اکبر اوږد پاچهی (۹۶۳ - ۱۰۱۴ق) د پښتنو سره په دغه اړ دورکې تېره شوه، تر د وروسته د ده زوی نورالدین جهانگیر (۱۰۱۴ - ۱۰۳۷ ق) هم په دغه ډول د روښانيانو پښتنو سره په غورځو پرځو کې و، او دوه واره کابل ته راغی، بيا چې يې زوی شاهزاده خرم (شاه جهان) د ۱۰۳۷ ق کال په دريمه خور د اگرې پر تخت کښيناست، د شمال له خوا د اوزبکو شاهانو لښکر تر هندوکشه را رسیدلی و، او د همدغه کال په شوال کې يې کابل هم درې مياشتې کلا بند کړ، شاه جهان لښکر خان مومند او مهابت خان د ۳۵ زرو سپرو سره د انغانستان پرلوري راوخوځول او د ۱۰۳۸ق د لومړۍ میاشتې په شپارسمه یې کابل ونيو او نذر محمد خان د غوري له لارې بلخ ته ولاړ په دغه وخت کې کمال الدین د رکن الدین افغان زوی له اټکه تر کابله پښتانه سره را وپاڅول او د ۱۰۳۸ق د لوی اختر په لسمه یې پېښور محاصره کړ، مگر سعید خان د پېښور او کابل حکمران د کمال لښکرې له پېښوره وايستلې، خو څو کاله پر له پسې د پښتونخوا پر سيمو د پيرروښان له لمسو سره په اړودوړ کې نښتي وو، او پخپله شاه جهان لومړۍ پلا د ۱۰۴۹ق په محرمه کې او دهمه پلا د ۱۰۵۶ ق په دوهمه خورکې، او دریمه پلا د ۱۰۵٧ق په لومړی خور، او څلرمه پلا د ۱۰۵۹ق به دریمه خور، او پنځمه پلا د ۱۰۶۱ق د دریمې خور په څلرمه کابل ته راغی، او له اټکه تر کابله لار يې په لاس کې وه، خو د ده جنگونه د اباسین له غاړو څخه تر کابل و قندهار او بلخه له پښتنو، اوزبکو، صفویانوسره جاري وو.