32

داحمد شاه بابا حماسیات

لوی احمدشاه بابا

 شعر او شاعری دملتو دافکارو ترجمانی کوی ، دغه یوه هنداره ده چه دهغه ملت روح انعکاس پکن کوی شاعر چه په هر . ډله او هر اولس کښې ژوندون کوی ، دهغه او لس اجتماعی ژوندون او اجتماعی جذبات او افکار پرده اثر کوی نو هغه وخت چه دی شعر وایی هغه ملی افکار او اولسی روح دده په وینا کن ښکاره کېزی ، او د ملتو بارز اوتینگ جذبات او روحیات تل ددوی د شاعرانو جنگ په ویناوو کښې ښکاره وی . شاعر که څه هم په خپله وينا كنې يو موضوع نه لا يوی ، او دملتو پر پسیکولوژی ( رو حياتو ) نه زغیبزی ؛ بیا هم دده هره وينا، له زړه څخه راوزی او د ده زره مركز او منبع د هغو احسا سا تو او جذبا تو دی ، چه شاو خوا و ته ئې موجود دی ، یادده په اولس کښې گرزی . په هغو ملتوکن چه دکار او عملیت روح غالب وی ، د شعر او له ويناوو څخه دغه ښېگړه ښکاره کېزی ، هغه اولسونه چه میل ئې وانز وا او خضوع او فلسفي تهوى له شعره لي هم دغه افکار را تویئیزی ! هغه اقوام چه ددوی عمر و نه په جگړو او تور بالی توب کښې تېرېزی ، ددوی اشعار تل له توری ، او جنگ او تنگه بحث کوی ! لنډې داچه په شاعری کنې داولس با رز اوتینگ صفات جلوه کوی ، او شعر د ملتو د روح څخه نمایندگی کولای سی ! دعربو په ادبياتو کنې دهغو وختوا شعار ، چه دوی په میرانه او تو ریالی توب پر دنیا قبضه کړې وه ، ډېر د مېړانی او تو ریالی توب په ښوا حساساتو د ك دى ، او ددوی دحماست نمایندگی کوی په پارسی شعر کنې هم لکه د جنگ او تنگ او رزم اشعار چه فردوسی ویلی دی ، د مغولوتر فترت وروسته هغه وینې حماسی افکار ، بیا لنز مونده کینزی ځکه چه په دغه عصر کښ هغه در زم او حماست افکار او هغه لور حربی احساسات ورك شوی دی ! ولی چه شاعر خود محیط او اجتماع له فكرا و احساس څخه متأثر کینزی لوچه به چاپېر او شاوخوا کې کوم شی نه وی ، دشا عربه فکر کنی هم لنز ورگرزی ! پښتون ملت خود اناً أو فطرتاً . دی یو توريالي اولس . دغه دتوری مینه او تنگیا لی توب ئې په خټه اختبکی دی دیښتنو ملی اشعار او ادبیات له رزمی او حماسی افکارو دك دي ، ددوی په اشعار و كنب تل دمېړو مېرا نی ، او دینگیا لیو غیرت ، او د تور بالیو توری ستایلی کبری ، او داختی ښکاره کیزی، چه داندا على ملت له توری سره مینه اری ؟ او په سر بازی او ، تنگه کنې څنگه دمېړو په څېر در بنزی معشوقه تل دمین به تنگه او مرا نه ناز کوی او وائی :


جانان می سر پر وطن کنینبود

یه تا ردز لفو به کفن و رله گندمه


بالعکس دبی تنگی څخه داسی بدوری ، چه پر تېره مینه هم پښیمانه کیزی : 


له سپینی توری نه دی تر پلود

 پر بیگنی در کړې خوله پښېمانه یمه 


داهغه ملی احسا سات دی ، چه دپښتنو " په ملی ادب » کنې اختنبلی ، او ددوی د ملی جذ با تو نمایندگی کوی ! دپښتوژ بی د شعر او ادب یوه لو او خوزه برخه هم دپښتنو شاعرانو حماسیات ، او د تنگیالی توب د ا حساسا تو خوا د . . د پښتو پلار خوشحال خان خټک په دې خوا کښې ښه اشعار لری ، چه دلته ئې دغه يوبيت کافی دی : 


دتو رو به میدان کنې چه سوداوی دسرونو 

هغه زمان می گوره، تل به سو روی دما آس 


احمد شاه با با خوهم یو پښتون شاعر دی ، دی خو دمیرانی دیگر بریالی قوماندان ، او غښتلي لښکر مشردی ، علاوه پر ملی او فطری میړانه او تنگه ، له کوچنیوالی تر مرگه دجگړو په میدا نونو کښې په پښتنوا له درېدلی ، او ډېری لوړی ژوری ئی لیدلی دی ، نوځکه ده دپښتنوا لی ډېر لو را و تینگ دحماست او غیرت احساسات پخپلو ویناوو کن ځای کړی ، خپل ملی جذبات ئي ټوله څرگند کړی دی ! دده له كلامه دغه ښکاره ده چه دا کلام دیوه پښتون ویناده او دداسی پښتون و یناده ، چه پخپلو ملی ښېکړو او حماسی جذبا توئی زړه ډك ، او د توريالي توب او ننگیالی توب مقدس ملی احساسات په سر کن لری ! مثلاً : 


را ته یو دی بحر و بر

که څمه وی که غر

به همت به ئی تسخیر کرم 

شاهانه په شان و فر

 پښتانه خو تل دا عادت لری ، چه څوك په قوت اوزور كن ورسره سم نه وی نو دهغه سره جنگ څه بلکه ناز هم همواری که څه سمه وی که غر ورکوی او دا خبره دپښتنوالی له لور جنابه سره مناسبه کی جار دشمن نه بولی ، چه یو ضعیف دښمن محوکړی ، یا پریوه بې وزلی غلیم باندی دمت زور ښکاره کی احمد شاه بابا دیښتنوا لی دغه عالیجنا بی او لور همت داسی بیانوی


احمد شاه که دهمت توره در واخلی 

بیا به و کړې په رقیب باندی ماتم 


مگر سره ددغه چه دی پرخان او پر خپله مېړانه اعتماد لری ، او رقیب تباه کولای سی بنا هم په دې ژبه ده ته وایی عدیده اعلام چه زما څخه لاس واخله که نه وی دتوری دروز لرم :


له «احمده» څخه لاس واخله 

عقید دی دتوری دی دروز دتوری دروږ


 داحمد شاه بابا دپښتنوالی دحماست ابتکاردی ! احمد شا با با ژوندون دتوری تر سیوری لاندی خوش لری او هغه فلسفه چه قوت ژوندون دی » په ښه ډول منی ، حاصل کی نوځان ته وایی چه ددغی فلسفی سره سم پر جهان بری و مومه


په بريښنا د توری ژوند کوه «احمده»

دیری جولان پر لور دهر دیار که







یادا : که تو بری ووری احمده » 

ته جولان كوه دځنگ

 

به پښتنواله کسی پت او تنگه هغه شیان دی ، چه تل ئې پښتون په سرساتی ، احمد شاه بابا دپښتنوالی: پرده دغه ښكره داسی تینگ ولاړ دی :


پر ننگ می خوڅه میرنه دی 

د بې ننگه ژوند جفاده

 لاس به وانخلم له تنگه

 که به تنگ پاته دنیا ده 

ببری چه سر پرې کړی «احمد شاهه » 

دهغو مینه رشتیا ده 


احمد شاه بابا دپښتنوالی په میرانه او دپښتنو په همت او شجاعت له هندوستانه تر ایرانه ټوله مملكتونه و نيول ، او د مردانگی دادئ ورکړ ، ددغو فتوحاتو په وخت کښې خپل حماسی اورز می افکار داسی ښکاره کوی :


چه برای کری می خدای لاس په رقیبانو

تر و به زه دهند پر لور په تماشه خم

چه دهند دملی کو فتحه میروزی شوه

نور ایران لره په توغ به نقاره ځم


پردا کړی داد دی خدای نی پښیمانه 

ترنگین می ایران لاندی شاهانه ځم


چه ځماد ولایت فتحه روزی شوه

 ترو به څه ديار له نازه کناره ځم


په دې ډول احمد شاه با با پخپلو لوړواوار تو فتوحاتو کښې خپل حماسی افکار ښکاره کوی او دپښتنو د زړه د ننگیالی توب جذبات پخپله وينا کنې ښه تصویر کوی. 


که می برق د دسپینی توری بیا بر یښنا کړه 

ستا به مهر به هر لوری عا لمگیریم


دا نظر پر تا د یاردی احمد شاهه»

 چه په فتحو دایران دهندوستان ځي



دخدای شکر مدام وايه احمد شاهه 

چه پر درست جهان دی دور نغارې دی