فیض الله بنیانی
مورخ - عالم او لیکوال
د هجرت په نهم قرن کی پوه مشهوره علمی کورنۍ په هند کی تېره سوې ده چی په جنوبی هند کی د علم او سیاست او ادارې او قضا له پلوه مشهوره و او دوی خپل ځانونه بنیانى گڼل او بنیان ته منسوب وو. اول باید دا خبره سپینه کړم چی دغه بنیان چیری و او دې علمى کورنۍ له کومه ځایه نشوونما کړې ده؟ د اسلامي دورې په جغرافي كتابو كي موږ د بنيان څرك نه مومو، او لرغوني جغرافياوال ئې يادونه نه كوي خو زموږ د وطن يو مشهور مورخ منهاج سراج جوزجاني چي د مغولو ناله تا پلي كره كتاب طبق تلي او. (۶۵۸ ه) لیکلی دئ د شار نوم اخلی او داسی وایی : چون لشکر مغل بر ملك حسن قرلغ در غور زدند او منهزماً غزنين و كرمان و بنيان بجانب بلاد ملتان و زمين سند آمد. (۱) منهاج سراج څلور ځایه لکه په حاشیه کی چی دمخو عدد راغلی دی بنیان راوړی او نکاره معلومی چی دا ښار د غزنی او ملتان تر منځ واقع ووو. ځکه چی کرماز په دوو زورو خو تر اوسه هم په دغه نامه د وزیرستان او تیرا منځ د شلوزان او اپریوب او کرمی سره مرتبط پروت دی (۲) او تر دغی سیمی چی ورت سې، نو د پخوانی بنیان (اوسنی بنون) شروع کیږی، او دا لار له غزنی او گردېزه څخه د بنون پر لوری غزنوی. په عصر کی د هند مشهوره لار وه او اکثر فاتحان به پر دغه لار تېرهدل.
اوسني بنون (پخوانی بنیان)دپکتیا د غرو او سپین غره تر سلسلې وروسته په سمه کي پروت دی او دسوق الچیشي پخوانۍ لار ده اوتر بنون وروسته نو د هند سمه خوړه شروع کیږی.
داسي ښکاری چی بنیان دې ښار هندی سوی نوم وو که نه وی زموږ د وطن یوه بل مورخ فخر مدبر مبارکشاه خو دې نوم کټ مټ تلفظ کیږی د پښتنو په لهجه (بنو) راوړی دی خلقی (۳) چی. ) بولو او د پښتنو د سيمي په زړه کي واقع دئ، د گومل او پېواړ لاري د غزني او گردېز له خوا ټولي پر دغه سيمه وروزي او د منهاج سراج له بيانه ښه ښکاري چي د ده عصرون بنبين هم. د احمدشاه بابا له عصره بيا د امير علي شحر عليخان تر زمانه پوري دغه مكه د افغانستان له شرقي ولاياتو خان یا سردار محمد اعظم خان دې ولایت ناب الحکومگان وو . اما دلته باید دا خبره هم ههره نه سی چی ځینو خلکو دغه بنیان یا اوسنی بنون د البلاذری عربی مورخ له بنه سره گډه کړئ دئ. البلاذرى وايي : چي مهاب بن ابى صفره د معاويه په زمانه كي په (۴۴) ه كال بنه او الاهوار) ته ورسودئ او د ازدي شاعر دا عربى بيت هم راوړي
الم تر ان الاز دلیله بینوا
بینه کانوا خبر جبش المهاب (۴)
دغه بنه او (الاهوار) ځینو لیکوالو اوسنی (بنون) او (لاهور) گڼلئ دئ، مگر د البلاذری الاهوار) لاهور نه سی کیدلای، ځکه اول خو البلاذری پخپله مشخص کوی چی دغه دوه کابل ځایون. لار خواهند ته د ننگرهار له خوا څخه پر پېښور او مردان وروتله نه پر بنون دوهم دا چی د عربو (الاهوار کټ مټ پښتو کلمه ده (اواره) او مقصد یې دغه اوسنی د مردان (سمه) ده چی بابر یې په تزوك. همواری یعنی سمه مځکه تعبیر کوی، او تر اوسه هم (بنه) د مردان په سیمه کی په دغه نامه استه چی په ټینگه د البلاذری له بیانه سره تطبیق کیږی، (۵) او هم دلته د کابل د هندو شاهانو دوهم پایتخت اوهند = وبه. اوسنی (هند) واقع دی، او دا هغه سیمه ده چی د سنسکریت پخوانی عالم پانی نی هم دغه ځای د (۳۵۰ ق، م) او چینی سیاح هیون تسنگ په اومه میلادی پېړۍ کی دغه عالم د تولد پر ځای هم یوه. لیدلې وه.اوس چی ښکاره سوه چی بنیان دغه اوسنی بنوندی نو به زه د. دغی سیمی یو نامتو پوهاند او لیکوال هم دروښیم :
صدر جهان فیض الله :
فیض الله د زین العابدین زوی او د حسام لمسی و، جنوب هندوستان د گجرات د شاهانو په عصر کی چی له (۷۹۹ تر ۵۹۸۰) پوری حکمرانان و قاضی حسام د خپل علمی لیاقت په باعث د دوی په دربار کی ډېر مخور و، او شد. د لوی وزیر مقام یې درلود، د ده القاب "ملك القضاه او صدر جهان" وه، او پخپله فیض الله لیكي "ملك القضاة صدر جهان لقب قاضی حسام صدر بنیانی جد مؤلف «بود» (۶) پخپله فیض الله دغی شاهی کورنه په دربار کی لوی قاضی او د سیاسی مقام خاوند و، او د محمود شاه بیگره بن محمد شاه بن احمدشاه بن محمدشاه بن مظفر شاه (۷) چی (ل) ۸۶۳ تر ۹۱۷ ه یې شاهی کړیده، (۸) په دربار کی صدر جهان او لوی قاضی او سیاسی سفیر و. دا خبر موږ ته نه ده ښکاره، دغه بنیانی کورنی کله د پښتونستان له دغی سیمی (بنون) څخه هند ته تلی ده مگر پخپله فیض الله لیکی چی زما و نیکه چی علما و، ځكه د فیض الله د ژوندانه زمانه د 855 حدود دي، نو چي ښايي د ده درې نسله دمخه زمانه یو قرن پخوا (750 ه) وي، او پسله (700 ه) دغه كورنۍ له بنون څخه هند و ته تللي وي.
د ده تالیفات :
صدر جهان قاضی فیض الله بنیانی په فارسی او عربی ډېر تالیفونه لری او معلوم تالیفونه یې دا دي
۱ تاریخ محمود شاهی : په ۹۰۷ ه کال فیض الله د گجرات له درباره دکن د بدر محمد آباد ته په رسالت تلی و او په دغه وخت کی ده د منهاج سراج د طبقات ناصری په ډول یو غټ تاریخى کتاب و کیښ، او طبقات. ناصری پاته برخه یې تر خپل عصره بشپه کړه، د دې کتاب څو مشهور نسخې په مشهور و کتابخانو کیسته چی یوه د برتانیا په موزیم او بله د هند په بانکی پورده (۹) او مایې یوه قلمی نسخه پښتونستان. سيد فضل صمداني (بالاماني) په كتابخانه كي ليدلې وه چي د هند د اسلامي دورې لپاره ډېر ښه ماخذ دئ او د محمودشاه گجراتی پاچا په نامه لیکل سوئ دئ، فارسی یې روانه او متوسطه ده له پخوانو فارسی تاریخو څخه یې ډېر مطالب پکښی اقتباس کړی دي.
۲ تاریخ صدرجهان : ستوری دا کتاب په دغه نامه یادوی، او دا نه معلومه چی هغه تاریخ محمود شاهی دی که به بل کتاب وی؟ خني محققين دا كتاب يو بېل اثر گڼي چي د محمدقاسم فرشته ماخذ هم دي، او سرپ چند په صحيح الاخبار كي دغه كتاب نوم اخلي.
(۳) فیض الله د خپل کتاب تاریخ محمود شاهی په مقدمه کی لیکلی چی ما د قرآن عظیم یوسفیر د "تفسیر "معظم په نامه لیکلی دی.
.۴ دستور الحفاظه د تاریخ محمود شاهی د مقدمه په حواله.
۵ خلاصه الحکایات
۶رسایل نظم و نثر عربی و فارسی
۷ مجمع النوادر : دغه کتاب یوه خطی نسخه ما په قندهار کی لیدلې و او اوس هغه نسخه د لاهور د پوهنتون د مرحوم محمود شيراني په مجموعه کي محفوظه ده، دا کتاب ده د عروضي سمرقندي د چهار مقالې په پیروی لیکلی او څلوېښت فصله لری، او د پوهانو او شاهانو او شاعرانو او امیرانو او وزیرانو قصې دي، په 903 ه چي فيض الله دمحمدآباد په ښار کي و، هلته يشاه دا، اوکی محمود چي. ډېر مفيد تاريخي مطالب لري.
(11)
دِ دُ کورنۍ ځنی نور تالیفات :
د فیض الله بنیانی له نوشتو څخه ښکاری چی د ده پلرو او نیکونو هم ډېر کتابونه لیکلی و او دغه د علم خاوندان په عربی او فارسی ډېر تالیفونه لري. په مجمع النوادر كي وايي : و نيز سيرت آباء اين داعي
چنان بود که مدت حیات خود از تصانیف فارغ نبوده اند، چنانك صدر العلماء بدر المحققين قاضی صدر الدین بنیانی فرجد این داعی تفسیر بحر المعانى و شرح كافيه كفاية الكافيه و شرح وافى نحو کافی و شرح قصیده كعب زهير و شرح قصیده برده و شرح قصیده قاضی عبدالمقتدر و شرح قصیده امالی و شرح علل خلیلی و چند کتاب دیگر ساخته است و اليوم آن كتب حجت علماست."
د فیض الله یو بل نیکه مولانا منهاج بن صدر بنیانی و، چی دا عالم هم د ډېرو تالیفاتو خاوند دئ او پخپله فیض الله ی د مجمع النوادر په یوه ځای کی داسی یادوی : مولانا شرح منهاج بن صدر مسلم بنی شرح بخاری و. العلم و شرح فصوص ساخته شده است، و گفت دران داده است .... و جمله تصانیف ا و از هشتاد گذشته است و بیشتر آن کتاب بنام سلاطین ماضیه یعنی بنام آباء در اصل ابن محمدشاه؟) حضرت سلطان العهد محمودشاه بن محمدشاه . گردانیده ... "...
د فیض الله د انشاء نمونه :
اوس چی تاسی د بنیان دغه عالمه کورنۍ اوپژنده، دلته به یو څو کرښی د فیض الله له تاریخ محمود شاهی څخه د نمونې په ډول رانقل کد: آورده اند که سلطان محمود همیشه در حدیث العلماء ورثة الأنبياء و در بودن قیامت و در نسب خود از سبکتگین متردد بود تا صحیح است یا نه؟ شبی تنها جائی میرفت و فراشی شمعدان زر پیش وی می برد، طالب علمی رادید در مدرسه کتابی مطالعه میکرد و از سبب تاریکی در وقت اشکال هر بار کتاب را پیش دکان بقال می برد و از نور چراغ أو حل الفاظ می طلبید سلطان را بر وی دل بسوخت و آن شمعدان زر به وی بخشید. همان شب حضرت مصطفی را صلى الله عليه وسلم بخواب دید که او را فرمود : يا بن سبکتگین ! اعزك الله في الدارين كما اعززت وارثی. هر سه مشکل او حل شد. (۱۲) *