د پټی خزانی له مخی په پښتنی کلتور کی د مور مقام
د افغانستان په قدیمه انسانی ټولنه کی له هغه وخته چی د قبل التاريخ د زمانو آثار ښکاره سوی، مور تل په احترام او درناوی لیدل سوې او دا چی اوس موږ د مور د ورځی په نامه یوه خاصه ورځ نمانځو، زموږ د تا ريخ د زړو عنعناتو سره تینگ اړیکی لري.
د مور احترام په زاړه افغانستان کی دونی ډېر و، چی پخوانو خلکو مور یوه ربة النوع منله، چی د هغې مجسمې د قندهار د منډی گک او د پښين او د شمالی ولایاتو په لرغونو آثارو کی پیدا سوی دی، او دوی عقیده درلوده، چی دغه د خير او برکت ربة النوع د مور د شفقت او پرورښت نمایندگی کوي او مور د خیر او برکت وسیله ده. نو ځکه د نمنځنی او پرستش وړ ده.
دغه د خير او برکت ربة النوع وروسته د اناهیتا په نامه د احترام وړ وه، او ځکه چی اوبه او رودونه هم د انسان لپاره د ژوندانه منابع وو، نو پخوانو آریائیانو داسی تصور کا وه، چې د رودو او اوبو او کښت او کرنی ساتونکې قوه هم دغه مور ده چی ا دیتا او اناهیتا بلله کېده. او تر اوسه هم د پښتو او دری «ادې یعنی مور» له دې ريښې څخه راپاته ده.
په پخوانو آریایی کتابونو کی د ډېرو مشهورو ښځو او مندو نومونه راغلی دی چی په دوی کی د علم او شعر
او سیاست خاوندانی هم وې، لکه چی موږ په رگویدا کی د څو تنو ښځو نومونه پېژنو، چی له دوی څخه د دې لرغونی کتاب سرودونه رانقل سوي دی.
په زردشتی دین کی هم د ښځی مقام لوړ و، لکه چی ځینی وختونه به دې ته دشاهۍ مقام هم سپارل کېده. د زردشت مور د دغدو په تاریخ کی لوړ نوم لري. او د افغانستان د لرغونی مدنیت په تشکیل کی د زردشت د روزلو په سبب د دې مور برخه خورا لويه ده.
په دغه وخت کی چی خلک په کورنیو او خانواد و کی سره تقسیم سول نو د هری کورنۍ مشره يوه ادې وه، چی هغه ئې کدبانو بلله یعنی د کورنۍ مشره. او دغی مشری ادې ته ئې «زن پادشاییها» هم ویله، چی لکه پادشاه داسی وه. د زاړه افغانستان او خراسان ښځی چی د حسن او اخلاقو او ښه مورتوب په گېڼو ښکلی سوی وې، په ایشیا کی یې خورا شهرت درلود،او هغه وخت چی عربی فاتحان دلته راغلل، نو دوی له دې ځايه ډېری ښځی بوتلې، چی د عربی خلفاوو په دربارو کی داخلی سوې، او د اکثرو عربی خلفاوو مندی په د مشق او بغداد کی دغه خراسانۍ مندی وې.
مثلاً مراجل د بادغیسی استاد سیس لور داسي ښکلې اومهذبه ښځه وه، چې هارون الرشيد په نکاح کړه، او د دې خراسانۍ مور په غېږ کی مامون غوندی علم اومدنیت پالونکی و روزل سو.
په اسلامی دوره کی موږ ډېری داسی میندی پیژنو، چی دوی په سیاست، علم پالنه او د فرهنگ او مدنيت په روزنه کی لویی برخی اخیستی دی. مثلاً حره ختلی د امیر سبکتگین لور او د سلطان محمود خور هغه با تدبیره او سیاست مداره ادې وه، چی په (۴۲۱هـ) کال کله چی سلطان محمود په غزنی کی وفات سو، نو دې ادې ژر سلطان مسعود ته خط و لیکه، او دایی تشخیص کړه چی د سلطان محمود په زامنو کی مسعود د سلطنت وړ دي، ابو الفضل محمد بيهقي د دې خط مضمون داسي راوړی دی:
«و امیر داند که از برادر این کار بزرگ (سلطنت) بر نیاید، و این خاندان را دشمنان بسیارندو ماعورات و خزاین بصحرا افتادیم.
باید که اینکار بزودی گیرد، که ولی عهد پدر است. و مشغول نشود بدان ولایت که گرفته است و دیگر ولایت بتوان گرفت...
و اصل غزنین است و آنگاه خراسان و دیگر همه فرع است.
تا آنچه نوشتم نیکو اندیشه کند و سخت بتعجيل بسيج آمدن کند تا این تخت ملک و ما ضایع نمانیم و بزودی قاصدان ر اباز گرداند که عمت چشم براه دارد.»
( تاریخ بیهقی صفحه ۱۳)
د غزنی میندو ترسیاست او جهانداری علاوه د علم په روزنه کی هم غښتلی لاس درلود، د(۴۲۰هـ) په شاوخواکی په دغه ښار کی یوه ادې اوسېدله، چی نوم ئې ریحانه د حسين لور وه، دې ادې د ابو ریحان البیرونی مشهور پوهاند سره علمی روابط لرل او د دغی ښځی په غوښتنه او سپارښت ابو ریحان په علم نجوم کی خپل در ی کتاب کتاب التفهيم و ليکه او داسی ښکاری چی دا یوه عالم پروره ادې وه.
(کتاب التفهيم ص ۱)
د غوریانو په کورنۍ کی هم مندی روزلی سوی دي، چی له هغو څخه يوه ماه ملک د محمد بن سام لور وه، دا ملکه په جلال الدنيا و الدين سلطان الملکات ملقبه وه، او د دې د پالنی او روزنی په غیږ کی منهاج سراج غوندی عالم او مورخ وروزل سو، وروسته په ډهلی کی د هند قاضی القضات او لوى مدرس سو. منهاج سراج وایی:
«و آن ملکه جهان این ضعیف را در حجره پادشاهی خود، چون فرزندان در پرورش پادشاهانه داشتی... و در نظر مبارک او تربیت یافتی.»
(طبقات ناصری ۱/۳۱۹).
دهنر او آرټ په پالنه کی هم د مندو برخه په خراسان کی وینو، د هرات د تیموری خاندان ځینی ښځې داسی وی، چی مدارس او معابد به ئې جوړول.د مشهد د حضرت امام علی بن موسی رضا (رض) دمزار یوه برخه د گوهرشاد په امر او مصرف جوړه سوې ده، چی یقینا د بنا او تزیین او رصانت له رويه د خراسانی هنر یو شهکار دی.
د ملی مشرانو په روزنه کی هم د افغانی مورسړی پروره لاس دونی کار کړی دی چی دلته زه یوازی د څو تنو مشهورو مندو برخه په څو واقعو کی يادوم:
زموږ د وطن په تاریخ کی حاجی میرويس خان هوتک د آزادی دلارۍ یو ملی قاید بلل کیږی.میرویس په کندهار کی د پښتنو د ملی حکومت بنیاد کښېښوده، د پردو د غلامی ځنځیرونه يې وشلول، او اته کاله ئی په ملی توگه د خپل قوم رهنمایی وکړه ميرويس يو ملت ساز شخصیت و، د ده فکر دا ؤ، چی یو ملت جوړ کړی.
د میرویس د شخصیت په جوړولو کی د ده مور نازوانا لویه برخه درلوده دې خپل زوی په داسی ډول وروزه، چی د لویو کارو د انجام لپاره تیارسی. دې خپل زوی ته دا خبره ورښوولې وه، چی په ملی ژوندانه کی لوی کار کوم دی؟ اوڅنگه باید چی دی خپل قوم د پردو له جوغه څخه آزاد کاندی؟
دا قصه د پټی خزانې مولف محمد هوتک داسی لیکلی ده:
« حاجی میر خان چی و زېږیدىء،مور ئې په ديانت او
عبادت سره لوی کا.
... او هر کله به ئې ده ته نصیحت کا، چی زویه!
ستا په مخ کی دی لوی کارونه! نو چی لوی سې، د خدای
عبادت او د خلقو خدمت کړه!
ته خدای پیدا کړی یی، د دې د پاره چی لوی کارونه تر
سره کړې ،او خلق الله په خدمت ستا آرام و کا»
(پټه خزانه ۱۷۸مخ)
و گوری چی یوه افغانه مور څنگه د خپل زوی په زړه کی د خپل ملی تلقین اثر پریږدی؟ کله چی میرویس خان د خپل ملت مشر سو، ده د خپلی مور هغه وصیت نه و هېر کړی او محمد هو تک لیکی:
«حاجی میر خان علیین مکان به هر وقت ویل: چی
زما مورماته د لويو کارو وصیت و کا زه باید هسی کارونه وکړم.»
«چی په ۱۱۱۹ سنه هجري ئي قوم د ظالمانو له ظلمه وژغوره، نو ئې سجده د شکر وکړه او وې ويل:
خدایه! دا هغه کارو، چی ماته مورسپارلی و او وصیت ـ
ئې کړی و. دا خو ستا د عبادو او بندگانو خدمت و، چی ما ترسره کا.»
(پټه خزانه ۱۷۸مخ)
نازوانا د سلطان ملخی توخی لور وه، چی په ۱۰۶۱هـ کال زېږېدلی وه، دا ميرمن لکه چی یوه سړی پروره ښځه وه، د پښتو شاعره او عالمه هم وه. او کله چی موږ د خپل ملت د آزادی تاریخ گورو، نو د دې مېرمنی ادې کار نامه کورټ نسو هېرولای.
زموږ په تاریخ کی یوه بله مور چی ننگیالی زوی ئې پخپله غیږ کی روزلي دی زرغونه انا د لوی احمد شاه بابا مور ده.
زرغونه هم یوه سړی پالونکې مور وه، دې احمد شاه غوندی زوی خپل ملت ته وروزه، چی د اوسنی افغانستان مؤسس دی.
زغونې د احمدشاه لارښوونه او پالنه په داسی ډول کړې وه، چی دی د دونی لوی همت او عالی فکر خاوند سو، چی نه یوازی افغانستان بیاجوړ کړي، بلکې ده د پښتنو زوړ تاریخ په هندوستان کی هم تجدید کړ، او يوه لويه امپراتورى ئې په آسیا کی جوړه کړه.
کله چی احمد شاه د کندهار اوسنی ښار د خپل پایتخت په ډول جوړاوه، پر دی ښار باندی ئې يوه محکمه کلا راوگرزوله، او د دفاع لپاره ئې سنگرونه او برجونه هلته جوړول.
زرغونې خپل زوی ته وویل: «ښار جوړ که! مگر دلته د ځان لپاره سنگرمه جوړوه!
دنیا پراخه ده، د پښتنو پاچهی تر بنگاله وه،! ته باید جهان د خپل عدل او احسان په رڼا روښانه کړې، نه چی د کندهار د کلا په مورچل کی ځان وساتې!» د زرغونې دې خبری احمدشاه دونی متاثر کړ، چی د افغانی زاړه عظمت د تجدید په فکر کی و لوېد، او په دې لاره کی بریالی هم سو او داسی ئې وویل:
چی د هند د ملکو فتحه می روزی سوه
نور ايران لره په توغ په نغاره ځم
(احمد شاه بابا)
کله چی احمد شاهی لوی مملکت د ده د لمسو په وخت کی ضعیف سو، او له هری خوا خطرونه پر راغلل.
د یوه لوی اختر په ورځ د هلمند د نادعلی په یو محکمه کلا کی تقریباً شل تنه تکړه ځوانان سره راغونډو و، د دوی مور «لو ادې» نومېده، او دې مور داسی غښتلی او تکړه زلمی روزلی وو لکه وزیر فتح خان او امیر دوست محمدخان!
دا بارکزی وروڼه د مملکت خطرناک حال ته ملتفت وو، دوی سلا سره کوله چی څه وکړو؟ لوادې راغله، زامنو ته يې وويل:
«له کشمیره تر هراته دا لوی مملکت ستاسی همت ته گوری.
که ئې بل څوک نسی ساتلای! تاسی و لاړسیء، او دا مملکت وساتيء!»
د انگریزانو او افغانانو په لومړی جنگ کی ۱۸۳۹م د سردار پاینده خان یوه لور چی حلیمه نومېده او د خپل زوی په نامه «د مددخان مور» مشهوره وه، داسی یوه عالی همته مېرمن وه، چی قرآن په بغل کی به کور په کور گرزېده، او خلک به ئې د پرنگی مقابلې ته تشویق کول.
موهن لال لیکلی، چی دا مېرمن موږ ډېره تعقیب کړه، مگر په لاس نه راغله. دا له سرای خواجه څخه رهی سوه، کور په کور په ټول کوهستان کی وگرزېده او ځوانان ئې د جنگ میدان ته رااستول. او په دغه ډول د تگاو او نجراب له خوالغمان ته ولاړه او ټول خلک ئې جهاد ته تیار کړل.(دامير دوست محمدخان ژوند)
دا حلیمه د مددخان مور د امیر دوست محمدخان خور وه، چی په ۱۲۸۲ هـ کال په لغمان کی وفات سوه، قبر ئې د مهتر لمک په هدیره کی دی. او دا هغه افغانه مور ده چی په یوه سر د انگریزانو په مخالفت کی ولاړه وه، او غازیان یې جنگ ته رااستول.
په دی ډول زموږ په تاریخ کی داسی ډېرې مندی سته، چی د احترام او يادولو او نمنځنی وړ دی.