زرتشتر سپنتمان

د افغانستان پخوانی تاریخ دریم

د ویدی زمانی له ريشيانو څخه تر زرتشتر سپنتمان پورې:

(ویدی تهذیب) چه دوهم فصل مو د هغه د بیلو بیلو ارخونو د بیان د پاره وقف کړاو د باختری کتلی د آریائیانو د مدنی ژوندون لومړنی مظهر د هندوکش په دواړو خواؤ کښې دی د هغو پوهانو د ذكا او نبوغ محصول دی چه دوی ته به (ریشییان) ويل کيدل. او په هغه فصل کښې چه تیر شو زیات ؤ کم د دوی او د هغه لوی رول په باب کښې مو بحث و کړ چه په ویدی جامعه کښې ئې په غاړه درلود. ریشییان یا د ویدی زمانی حکما هغه کسان ووچه په هر لحاظ جامعی ته لارښود نه د دوې په غاړه وه او د کورنۍ له کوچنی کانون څخه د پادشاهانو تر د باره پوری د ژوندانه په ټولو چارو کښې ئې د آریا خلکو ته ښې او تیکې لاری ښودلی. ریشییان یواځی شاعران نه وو بلکه د زمانې په هر کار باندې پوهیدل او په قومی، اجتماعی، مذهبی، سیاسی، ملی او نژادی چارو کښې ئې تبحر او پوره معلومات درلودل او دغه ټول کارونه به ئې د آریا د کتلې د فائدی د محور نه گرچا پیره څرخول. ريشییان د دیانت په لحاظ روحانيون او دينې علماوو، او د آريا معتقدات ئې د قبل التاريخ له زمانو څخه سره گډ او حل کړل او په ویدی زمانه کښې ئې يو داسې اساس منځ ته را ووړ چه د مخه مو وليد. 

ریشیبین په اجتماعی لحاظ د لويو لارښودونكور اومقننانو په حيث گڼل کېدل او د آریائې اجتماعې نظام تشكيلات او د هغه اصول او مقررات د دوی له خوا وضع او کيښودل شوی وو.

ریشییانو د نژادی مفهوم او ملی ژوندون په لحاظ خلکو ته لارښودنه په غاړه اخستى وه او سعيه ئې کوله چه قوم پخپل منځ کښې سره يو او متفق وی او د هغه وينه او عرق د پردیو له ګډون څخه ساتلی وی او دوی به په خپلو پر له یسی کوششونو آريائې روحيات تقويه کول او كوشش ئې کاوه چه د آریا فرد او جامعه پخپله د دوی د ژوندانه د ټاکلو او مشخصو مميزاتو، تهذيب او د عنعناتو په فضا کښې وروزل شی.

دغه شیان چه مونږ بیان کړل له ویدی سرودونو نه واضحه معلومیږی چه ریشییانو په صحیح صورت آریائې جامعې ته له هره حيثه د لارښودنې وظيفه په غاړه اخستې وه. له کورنۍ نه نيولې تر عشيرې، او قبیلې، کلی او قريې، اړ تر ښار او پاچائې دربار پوری په ټولو ځايو کښې ریشییانو مخه او نفوذ درلود مگر له دغه خپل نفوذ څخه به ئې د کلدې د روحانیونو په شان پخپله فائده او گټه کار نه اخست او د هغو په شان د ځان د پاره په اقتدار او آمریت قائل شوی نه وو او له دې کبله په هر باب کښې د دوی لارښودنو ښې نتيجې ورکړی دی.

دغی رویې څه نا څه زر کاله (له دوو زرو ق م كلونو نه تر يو زر ق م كال پوری) دوام وکړاو د اجتماعی رفورم د یوې لويې دورې د مباديو د پيدا کيدو د پاره ئې په هر لحاظ زمینه برابره کړه او لوی پوه او حکیم ریشی د زرتشتر سپنتمان په شان پیداشو. هغه کسان چه ویدی سرودونه ئې په هر لحاظ کتلی او په معنوی روحیاتو کښې ئې ښه ځير او دقیق شوی دی او دې موضوع ته ئې هم پام دی چه سرودونه عموماً په سینو او دماغونو کښې ساتل کیدل، پوهیږی چه د باستان د ریشییانو شته والی او د دوی د افکارو نتيجې د زرتشتر سپنتمان او د اوستا د کتاب د پيدا کېدو په لاره کښی څومره لاس او دخل درلود. څرنگه چه د ویدی زمانی ریشییانو د آریا د قبل التاريخ زمانی د حیاتی، فکرې او مذهبی مبادیو له يوې سلسلې څخه استفاده وکړه پخپله د دوی افکارو هم چه په مجموعی ډول د یو مقصد خواته متوجه وو او له هغو نه پیدا کېدونکی نتیجه هم ضبطېدله په ډېره زیاته اندازه د زرتشتر د لوړ شخصیت او د اوستائی قوانینو په پیدا کېدو کښی لاس درلود. دغه ډول تاریخی پیښی چه په یو محیط کښی نوی ذهنیت او فکری انقلاب پيدا كوى عموماً ځينى عوامل غواړی او دغه عوامل د پيړیو په تېرېدلو کښی د آریانا په چوکاټ کښې ریشییانو او د دوی سرودونو برابر کړل.

کوم شی چه دغه نظریه ثابتوی پخپله د ویدی او اوستاد سرودونو د متن مشابهت دی، او دا صحنه معلومیږی چه زرتشتر سپنتمان د ویدی زمانی له پخوانیو مقرراتو نه هغه شی اخستی دی چه د خپلی زمانی او د آریانا د جامعې د حال سره ئی موافق باله، نو ځینی ئی توضیح او ځینی ئی تبدیل کړی او بعضی ئی ساتلی او نوی او تازه فکرونه ئی ور باندی زیات کړی دی. 

د افغانستان په پخوانی تاریخ کښی دغه پېښه او د هغې پر له پسې والی بل ځل بیا هم تکرار شو او بيا د يوې ټاکلی دورې نه وروسته چه دلته په دوو زرو کلونو اټکل کېږی په څلورمه هجری پیړۍ کښی له هغی منبع نه چه ددغو ټولو فکری جنبشونو منشأ ده د دقیقی او د ځينو حكما وو او شاعرانو په شان یوسړی سر اوچت کړ او د آریانا د باستانی بزمی او رزمی عنعناتو ژوندی کولو او د هغی د مقتدرو پادشاهانو د کارنامو يادولو ته ئی اقدام وکړ. لکه چه یو څه وروسته د (زراتشترا) د شخص په باب کښی به وگورو چه له هغو ترجمو څخه يوه ترجمه چه (هوگ Haug) ئی د ده د نوم دپاره کوی (نمانځونکی) د (نمانځنی د سرودو لوستونکی - ویونکی) دی، او هر کله چه (گاتونه) هم د (سرود) معنی لری او د شعر په ژبه ويل شوی دی نو داسې نتیجه و رځنی اخلی چه زراتشترا په اصل کښی شاعر هم ؤ - ومو ویل چه گاتونه د سرود معنی لری دار مستتر په فرانسه کښی د خپلې اوستا د زند د ترجمې د لومړی جلد په ۹۷ مخ کښی د دې موضوع په شاؤخوا کښی تشریحات ورکړی دی او (گاتونه) یعنی د اوستا ډېره پخوانۍ برخه ئی په (سرود او هغه شی چه ویل شوی دی) ترجمه کړې ده او وائی چه ژبه ئی د اوستا د نورو برخو په نسبت ډېره پخوانۍ ده او زیاتره کلمی ئی په عاميانه زند کښی نه بلکه په ویدی ژبه کښی لېدل کېږی او دغه یواځی د اوستا برخه ده چه په نظم جوړه شوې ده، ځینی وید پیژندونکی علما ډېری پخوانۍ مفکوری پکښی پیدا کوی. له دغو بياناتو څخه څو مطلبو نه په لاس راځی او په دغه ترڅ کښی په اوسنی او حاضر بحث پوری مربوط بللی شوچه زرتشتر هماغه د ویدی زمانی د حكماوو او پوهو ريشييانو له جملی څخه دی، څرنگه چه دغه د ویدی وروستۍ دورې د ريشيیانو او د اوستائی زمانې د حكماوو ترمنځ د ارتباط عامل بلل کېدلی شی، گاتونه د اوستا ډېره پخوانۍ برخه هم ده که د شعر په لحاظ ده او که د ژبی او د ویدی سرودونو او د اوستا د نورو برخو ترمنځ د تسلسلی حلقی د مفهوم په لحاظ د دغه مهم بحث د مطالبو له توضيح څخه لنډ مقصد دا دی چه ویدی زمانی، ویدی ریشییانو، ویدی افکارو او نظریاتو، ویدی ژبی، د ویدی زمانی سیاست د فکری او اجتماعی انقلاب دپاره زمینه برابره کړه او دغه کار د باختر د یو هوښیار حکیم زرتشتر سپنتمان په لاس وشو چه اوس د ده د شخصیت په باره کښی بحث کوو.

زرا تشترا، زرتشتر سپتمه يا زرتشتر سپنتمان: د اوستا د کتاب خاوند په (گاتونو) کښی چه د دغه کتاب ډېره پخوانۍ برخه ده د (زراتشترا) یا (زرتشتر) په نامه یاد شوی دی او ځینی وختونه د(سپتمه) کلمه هم د ده د نوم سره یو ځای شوی ده او (زرتشتر سپتمه) ګرځېدلی دی چه وروسته بیائی و رځنی (سپنتمان) جوړ کړی او (زرتشتر سپنتمان) ئې بللې دی دغه دوه كلمې (زراتشترا) او (سپتمه) هره يوه ځانته ځانته جلا معنى لری، او دلته مونږ اوس د دغو کلمو په شاوخوا کښې تر یوې اندازې پوری د مدققينو نظريې بیانوو: مدققينو معمولا د (زرتشتر) كلمه له دوو برخو نه جوړه شوې بللې ده او په بیلو بیلو صورتونو ئی هغه تجزیه او ترجمه کړی ده. فرانسوی دارمستتر د کلمې لومړۍ برخه (روت) او دوهمه ئې (شتر) بللی او ټاکلې ده، دی (زرت) له (زراتو) نه مشتق بولی او د هغه نه ئې په ژيړ سره ترجمه کړې ده بارتولمه د دې كلمی لو مړی برخه (زرنت) بللي اود (زور) معنى ئې ورځنی اخستی ده.

دغه دوه تنه او يوه ډله نورو مدققين دوهمه کلمه همدغه (شتر) بولی چه تر اوسه پوری په فارسی کښې موجوده ده په دغو دوو تعمیرونو سره چه تیر شول د مرکب نوم معنی د(ژیراوښ خاوند) یا د( زور اوښ خاوند) کیږی ډاکټر (ف، موار Miller.F) د (زراتشترا) نه د (جری اوښانو خاوند) ترجمه کړی ده. او (بورنف) د زند د مطالعاتو مؤسس د (زراتشترا) كلمه په دغه ډول دوه برخې کړې ده چه یوه ئی (زرت Zarath) او بله ئی (اشترا Ushtra) ده او هر کله چه لومړۍ د کلمه په (ژیړ) سره ترجمه کړو نو د (ژیړ اوښ خاوند) ورځنی په لاس راځی. مگر یو بل سړی چه (هاگ Haug ) نومېږی څرگندوی چه د باختر په پخوانۍ زمانه کښې به (ژیړ) ته (زیری تا Zarita) ويل كېدل، په دغه ترتیب د (بورنف) د نظر یی اساس ګډوډ او متزلزل شوی دی.

(هاگ Haug ) د (زرت) او (اشترا) کلمی په بیلو بیلو صورتونو تجزیه او ترجمه کړی دی. یعنی د لومرۍ د کلمی نه ئې په (زور - پیر) (زړه - دل) او په (صفت کوونکی - نمانځونکې) سره ترجمه کړې ده او دوهمه کلمه ئی نه د شتر نه بلکه له (ايوتارا Uttara) نه مشتقه بللې ده او په (اعلى ) سره ئی ترجمه کړې ده چه په دغه ترتیب د (زراتشترا) ترجمه داسی کېږی: (هغه څوك چه اعلی زره لری) یا (هغه څوك چه شاعر او د مدحې او نمانځنی د سرود ویونکی دی) او دغه تعبیر زمونږ د پخوانی بحث سره ډېر موافقت کوی، ځکه ومو ویل چه زرتشتر له هماغو پوهو او هوښیار و ريشيیانو له جملی څخه ؤ چه د ویدی زمانی په آخر کښی د آریانا د اوسېدونکو په فکری او حیاتی زمینه کښی انقلاب پیدا کړ. هر کله چه (گاتونه) یعنی د اوستا ډېره پخوانۍ برخه هم په یوه سلسله سرودو باندی مشتمله ده او د ویدی باستانی سرودو په رویه او نمونه جوړه شوې ده. (هاگ) دغه عقیده لری چه پخپله زرتشتر هم شاعر ؤ، او هر کله چه اوستا خاص بيا (گاتونه) له (مانتراسپتا Manthracepta) یعنی له ( پاکوخبرو) نه عبارت ؤ چه زرتشتر د هرمزد له خوارا وړی وې اوطبعا بايد د دغو خبرو راوړل د شاعر د نورو فضائلو په جمله کښی هم وی او لکه چه پخوا مو بیان وکړ هر کله چه گاتونه (سرود او هغه شی چه ویل شوی وی) معنی لری، بیله دې چه نور دلائل راوړل شی ویل کېدلی شی چه زرتشتر یو تن مقتدر ریشی ؤ. با ید دا وویل شی چه (هاگ) د (زرتشترا) د کلمی ترجمه ( په اعلی لارښودنې) سره هم کړی ده. سربیره په دې په نورو مختلفو صورتونو سره ئی هم د دغه نوم ترجمه کړې ده لکه: د غنیمت په لاس راوړونکی دولجې په توگه د اوښ  په لاس راوړونکی، طلائی ستوری اوداسې نور اونور.

بله کلمه د سپمته یا سپینته یا د سپنتمان کلمه ده چه د زرتشتر لقب او معنی ئی (سپین) يا (د سپینې کورنی څخه) یا (سپين نژاد) دى، او ځينو دغه سپینوالی ته معنوی مفهوم ور کړی او هغه ئی په (پا ك روح) سره ترجمه کړی دی. په هر حال لکه چه بنداهش د زرتشتر د نسب سلسله او کورنۍ بیانوی د ده د تیکونو څخه یوتن (سپیتمان) هم نومېده په دې كښی شك نشته چه د سفید کلمه چه په (پښتو) کښی د (سپین) معنی ورکوی په دغه کلمه کښی موجوده ده.


*         *        *

هر کله چه د دغو كلمو معنی تر يوې اندازې پوری بیان شوه نو د تبصرې په ډول د هغو په شاؤخوا كښی ليكو: كه چېری د هغې وظيفې په لحاظ چه زرتشتر په آریائی جامعه کښی سرته ورسوله، وکتل شی نو د صفت کوونکی، د نمانځنی د سرود ویونکی او د اعلی لارښوونكى معنى د ده د نوم سره ډېره موافقه ده، ځکه چه ده د باستان د ریشییانو په شان د نمانځنی او ستاینې سرودونه جوړ کړی او ویلی دی او خلك ئی د مخصوص مقصد او هدف خواته را اړولی او د آریانا په آریائیانو کښی ئی نوی ذهنیت پیدا کړی دی. ډېر امکان لری چه د (شتر) کلمه د ده د نوم په یوه برخه کښی داخله وی لکه چه ځینی مدققین همدغه نظریه لری بخدی اوښ (شتر) د اوښ په نسل کښی یو ډېر مهم، ډېر ښکولی او ډېر قوی اوښ دی چه په ټوله دنیا کښی شهرت لری، او دوه کوپان لرونکی اوښ په ټوله دنیا کښی د (بکتریان اوښ) په نامه هم یادېږی.

د آریانا پخوانی تاریخ ښکاره کوی چه دغوائی، اوښ او د آس کلمو د دغه مملکت د آریائیانو په نومونو کښی لوی لاس درلود، او دغه کلمی د لويو کسانو او کورنیو په نومونو کښی لیدل کېږی، د ( کیومرث) نوم هغه لومړنی سری چه اوستائی نوم اخلی په اصل کښی له دوو کلمو (گواومرد) نه جوړ شوی ؤ چه د هغو له یو ځای کېدو نه (گومرد) جوړ شوی دی، او کرار کرارچه پخوانی مفهوم ئی له یاده وتلی او هېر شوی دی د نورو نومونو د شباهت له كبله ئی ورځنى (كيومرث) جوړ کړی دی. د اسپه باختری شاهی کورنۍ او د هغی د غړو نومونه لکه اروت اسپه (لهراسپه) اویست اسپه (کشتاسپه) او داسې نور ښه مثالونه دی او ښکاره کوی چه ځینی پادشاهان او لوی کسان (د چالاکو اوچڼکو آسونو د لرونکو) او د داسی نورو په صفت یاد شوی ده. 

نو دغه هېڅ غرابت نه لری او کومه لیری خبره نه ده چه د اوستا د کتاب خاوند د (ژیراوښ خاوند) یا د (زوړاوښ خاوند) په نوم یاد او بلل شوی وی.

د زرتشتر خپلوان او منسوبین: د مخه د زرتشتر د نوم او د هغه د لقب او د هغو د معنی په باب کښی بیان وشو، په دغه ځای کښی غواړو چه د ده د ځينو پیروانو او منسوبینو او د خپلوۍ د تار او تعلقاتو په شاؤخوا کښی څو کرښی وليكو:

په دیارلسم یشت یا فروردین یشت کښی د زرتشتر د ځينو خپلوانو او متعلقينو نومونه یاد شوی دی. د ده د پلار نوم (پورو شسپه Paurushespa) او د ده د تیکه نوم (پتیراسپه) او د ده دڅلورم یشت نوم (هچا تاسپه -Haechatacpa) یاد شوی دی، ځینی د ده دولسم یشت (مانو چیترا) ته رسوی. په اوستا کښی (مانو چیترا) د (ایریو Airyu) زوی دی او (ایریو) د (تری تونا) زوی دی چه د (پارا داتا) یا د بلخی (پیشدادیانو) د پادشاهانو له جملی نه دی سربیره په دی هر كله چه د ده د پلار او تیکه او د څو پشتو نومونه د اسپې په  کلمه تمامیږی نو واضحه ویل کیدای شی چه زرتشتر د باختری شاهی كورنۍ له اولادې څخه دی. اوستا وائی چه زرتشتر دری زامن او درې لونې درلودلې، زامن ئی د (ایست و استر) (اوروتت نرا) او د (هور چیترا) په نومونو یاد شوی دی، او کثرۍ لور ئی (پور چیست) نومېدله. زرتشتر چه له نجيبی کورنۍ څخه ؤ د باختر د نجباوو سره ئی خپلوی وکړه او ځان ئی ورنژدې کړ، له هغوی نه ئی لورو کړه او هغوی نه ئی لورور کړه لکه چه د (فراشترا) د (جام اسپه) د ورور لور ئی په نکاح اخستی او واده کړی وه، جام اسپه د کشتاسپه د باختر د پاچا وزیر ؤ اوخپله پیغله لور (پور چیست) ئی جام اسپه د فراشترا ورور د باختر د پاچا وزیر ته ورکړې وه. د اسپه کلمه چه د ده د تیکونو د نومونو په آخر کښی راغلې ده او هغه خپلوۍ چه د باختر د وزیرانو سره ئی کړی وې سربیره په دغه واضحه دلیل چه د ده شجره پیشدادی یا د پارا داتا پادشاهانو ته رسیږی نور عوامل هم شته چه د هغو له مخی ویل کېدلی شی چه زرتشتر د باختر له نجیبو خلکو څخه ؤ. په دغه ځای کښی زیږېدلی او روزل شوی دی او د خپلو ټولو خپلوانو او متعلقينو سره په دغه ځای کښی اوسیده او په همدغه ځای کښی ئی د خپل آئین او مسلك اساس كيښود.

په تصوری روایاتو او نکلونو کښی زرتشتر: سره د دې چه باختری اوستا د زمانی د پېښو له کبله له منځه تللې ده مگر سره د دې په هغه شی چه گاتونه د پخوانۍ اوستا ډېره صحيحه برخه شاهدی ورکوی زمونږ په نزد د باختری زرتشتر سپنتمان د اوستائی آئین د مؤسس په نوم او د ده په شخصيت کښی هيڅ شك او شبهه نشته، په دغه باب کښی چه ځینو اوهام پرستانو دغه سړی وهمی او خیالی گڼلی او د ده په نامه ئی عجیب او غريب نكلونه او افسانی جوړی کړی دی ویل کېدلی شی چه زیاتره دغه نظریات بی اساسه، خیالی او له حقيقت نه خالی دی، او ټول د نکو او افسانو په جمله کښی حسابیږی، او تر يوې اندازی پوری د دغو تصوراتو علت د زرتشتر د ژوندانه د زمانی ډېر پخوانی والی او قدامت او هغه انقلاب دی چه زمانی او د پردیو سلطې د مقدونی استندرد فتوحاتو تر زمانی پوری، پیدا کړی دی. او هر کله چه د باختری اصل اوستا زیاته برخه له منځه تللې ده او وروسته بیا په پارتی اوساسانی زمانه او حتی په (۹) مسیحی پیړۍ کښی یعنی تقریباً د اسلام د مقدس دین د پيدا کېدو نه درې سوه کاله وروسته د نکلونو او افسانو، د حافظو اوسينو څخه یو نوی شی منځ ته راغلی دی او نوی الحاقات ور پوری شوی دی طبعاً یوه توره پرده یه حقائقو باندی پریوتله او په نتیجه کښی نه یواځی نكلونو او افسانو د (زرتشتر) شاؤخوا ونيول بلکه نژدې وه چه بیخی د بلخی (زرتشتر) له شخصيت نه انکار وکړی او دی یو وهمى او تصوری شخص وبولی بلخی زرتشتر لکه چه د اوستا د پخوانيو برخو له روښنائی څخه معلومیږی هغه څوك دى چه د ده لنډ شرح حال او د ده خپلوان او منسوبين او د هغه د زيږیدنې او روزنې ځای وویل شو، هغه شی چه د افسانی او تخيل عالم او د لارې لېرې والی او نه معلوماتو منځ ته راوړی ځينی گډوډ او متناقض نظریات دی چه پخپله ئی د نکلونو اوفسانو شکل پیدا کړی او د داستان په جمله کښی شمیرل کیږی دلته مونږ د هغو په بیانولو پیل کوو: