افغانستان ته د اسلام راتګ
او د خلفاوو دوره د اسلام له پیدایښت څخه لا د یوې پېړۍ څلورمه برخه نه وه تېره شوې او ستر خلیفه حضرت عمر د اسلامي خلافت پر مسند ناست و ، چې د عربو زړه ور او جهان نيوونکي لښکر د پارس د ساسانيانو زړه شهنشاهي له پښو وغورځوله او ساساني وروستني پاچا درېیم یزدگرد د جلولا تر جګړې ( ١٦ هـ کال ) او د نهاوند تر جنگ ( ۲۰ هـ کال ) وروسته خراسان ته راغی او د ماوراءالنهر له خاقان څخه یې مرسته وغوښتله ؛ خو څه لاس ته ورنه غلل . د اسلام خلیفه حضرت عمر ، احنف د قيس زوی په یزدگرد پسې وګماره او احنف د خراسان ځمکه په روغه ونيوله . دا مهال د افغانستان د لوېديزو سيمو او د غور ساتندوی په مرو کښې ماهوي سوري و ، چې د فردوسي او طبري په وينا د خراسان حکمران ګڼل کېده . د عربو حكمدار احنف چې په یزدگرد پسې و ، یزدگرد په مرو کښې ماهوي سوري ته پناه یوړه ماهوي د ماورای آمويه له واکمونو سره دیزدگرد د اړیکو له ټينګيدو څخه ووېرېد او یزدگرد یې د یوه ژرندګړي په لاس وواژه ( ۳۱ هـ - ٦٥١ م ) او خپله واکمني يې د فردوسي په وینا تر بلخ ، هرات او بخارا پورې پراخه کړه ، د ده د لښکر سپه سالار کرسیون بخارا ونيودا سوري کورنۍ د محلي اميرانو خورا نامتو کھول دی . خو احنف ، ماهوي سوري هم له خراسان او مرو څخه د جيحون هغې خواته وشاړه او د ژوند تر پايه د مروالرود په څلور فرسنګۍ کښې يې د خلافت له خوا د خراسان پر یوه برخه حکومت کاوه ، خو د ماهوي له ماتې سره د سوري اميرانو کهول له منځه لا نه ړو چې وروسته به یې مفصل ذکر راشي د جنوب له خوا هم د عربو بريالی لښکر د البلاذري په وينا د خراسان تر دروازو طبسین ( د طبس تر کلا او د کرین تر کلا ) پورې رسېدلی و ، چې د افغانستان د اوسني گرمسير په لویدیځ برید پورې نښتی دی او د هغه لښکر مشر عبدالله د بدیل خزاعی زوی و . د فاروقي عهد په پای کښې ( ۲۲ - ۲۳ هـ کال ) د عربو د لښکر یوې برخې د عبدالله بن عامر په مشرۍ د کرمان ترنیولو وروسته پرسجستان ستان ) باندې هم یرغل وکړو ، او د سیستان ساتندوی د زرنگ ( معرب يې زرنج ) په ښار کښې چې د سیستان مرکز و خان کلا بند کړ ، خو دا چې د اسلام لښکر د کندهار او هند ( سند ) تر شاوخوا پورې پرمخ ولاړ نو ځکه د زرنگ ساتندوی روغه وکړه او زرنگ د مسلمانانو لاس ته ورغی ، او هغه لښکر چې ، له سيستانه ختیځ خواته پرمخ تللی و ، د ارغنداو په ناوه کښې د رتبيل له لښکر سره ( چې د مخه يې يادونه شوې ده ) ونښت ، او هغه وواژه ، چې البلاذري يې د هېواد ارتوالی د " هیاطله " په نامه تر هراته يادوي ( ۲۴ هـ - ٦٣٣ . م ) .