32

د صائتو حروفو ټول ږغونه

د پښتو ادبیاتو تاریخ ږغپوهنه Phonology ، پنځمه برخه

له لوړو پلټونو څخه موږ د پښتو د صايتو حروفو ږغونه په دې ډول ضبط کولاي شو، يعني حركات د مختلفو صايتو حروفو سره دغه ږغونه لري:

(الف)

-١ الف د حرکت په شکل ( زور) دي لکه کر،بل، بر، چه د( ک، ب) صوت ښکاره کوي.


۲- الف تر زور وروسته ولاړ الف. لکه کال، بار چه دمخه حروف ئې زور لري. 

۳- الف تر الف وروسته لکه آس، آره چه دمخه حروف ئې هم زور لرونكي الف دي.

۴- الف د پڅ حرکت په شکل، چه زورکی دي، لکه کر،بل، بر، چه د (ک، پ) صوت په منځني ډول ښکاره کوي، او په پښتو ليک کي اكثراً (هـ) نمايندگي کوي.

(و)

۵- لنډ معروف واو د حرکت په شکل چه ( پیښ) دي لکه کر (کور) بر ( بور) چه د (ک، ب) صوت ښکاره کوي او لنډ ږغ لري، او کله د کلماتو پاي ته هم راځي لکه پاو، نياو. 

٦- اوږد واو مجهول چه له دوو پیښو څخه جوړیږي، لکه کور، بور چه اوږد ږغ لري.

۷- واو چه دمخه ئې زور وي، لکه ځور، بور، چه د (او) ږغ لري.

۸- واو چه دمخه زورکي وئ لکه کټو چه د (او) ږغ لري.

(ي)

٩- لنډه معروفه يا د حرکت په شکل چه (زیر) دي لکه تیر،پیر، چه د (ت، پ) ږغ ښکاره کوي، او کله ئې

ږغ د کلمو په پاي کي مطلق وي، لکه پاي، ځاي.

۱۰- اوږده مجهوله یا‍‍ء چه له دوو زیرو څخه جوړيږي، لکه تېر، پېر چه اوږد ږغ لري.

١١- یاء چه دمخه ئې زور وي لکه ښی، تی چه د (ای) ږغ لري.

-۱۲ یا چه دمخه زورکی وي لکه ښی، تی چه د (ای) ږغ لري.

له لوړي څېړني څخه تاسي د صايتو حرفو ۱۲ شكله زده کولاي سواي، دغه دوولس شکله، پر اساسي درو ږغو بنا كيږي، ځکه چه صايت حروف او د دغو ږغونه د ژبي د فونیک phonics (ږغپوهني) اساس دي نو سړی کولای سي، چه د مقایسې او پر تللې لپاره کار ځيني واخلي.

د دغي لوړي خبري د څيړني لپاره لاندي پښتو حروف علت او ږغونه ئې له سنسكريت او اوستا سره پر كيږي، چه د دغو ژبو سره نزدیوالي او د پښتو اصالت ښه ځيني معلوميږي.


مقایسه

مشهور انگلیسی مستشرق هـ جولیس اگلنگ H Julius Eggeling د ایډنبرگ د مقايسوي فیلولوژي پروفيسور، د سنسكريت د صايتو حروفو په باره که داسي ليکي:

"له هندي ايرانيو دورو څخه (چه آریائی اقوام لا سره گډ وه) د دوي د ژبو حروف علت vowel system په ارث پاته شوی، او تغير ئې ندي کړي، اما فقط هندي ايراني لنډو دوو مركبو صائتو حروفو په دې ډول تغير کړي دي:

له دوو صائتو توريو څخه مرکب آريائي ږغونه چه ای ai او au وه، او په اوستا كي اې +ae او ao لوستل کیده، هغه وخت چه د هند گرامر پوهانو واخيسته، نو ئې په اې E او O تبدیل کړه، اما هغه اوږده ږغیز مرکبات چه آي ai آو au وه په لنډ دول ئي ai-au وويل. 

مثلاً د اوستا ډئيو daevo د سنسکریت ډيوه devah

د اوستا هو مو houmo د سنسکریت سومه somah

د اوستا يوكسايس uxsais د سنسكريت يوكتهي ukthaih 

د اوستا گاوش gaush د سنسکریت گئوه gauh

د هندي ايراني دورې د واويل سيستم سادگي له دې څخه ښکاري، چه فقط د aa (ا) ږغونه دوني ډير او قوي وه، چه د هندو اروپائي ټولو صائتو توريو پر ځاي ولاړ وه، مثلاً د E-O-A-U پر ځاي فقط A اود د E-O-A پر ځاي فقط AT ویل کیدئ، او دغه دوولس هندو اروپائي ډفتونگه Au-ou-eu-ai-oi=ei=au-ou-eu-ai-ei-oi ټول د سنسکریت په څلورو ږغو Au-Ai-O-E کي سره يو ځاي کيږي.

له لاندي جدول څخه د اصواتو مقابله ښه معلوميږي:


هند و آروپائي                                سنسکریت

E-i                                          i=oi-e 

لکه یوناني leipi چه وروسته rekah=recati         

loipei وروسته elipa سو    aricat                



په دې ډول د سنسکریت واویل سیستم له قديمه پر دغو ږغو باندي بنا دي.

A:A-I.E.Ai.U.O.AU.R.Ar

د اوستا حروف علت هم د سنسکریت سره تقريباً يو او نژدې دي، او اساساً پر اوږدو او لنډو ډولو باندي ويشل کيږي او کوم تنوع چه لکه سنسکریت دا ژبه وروسته د حروف علت لامله مومي، او له پښتو سره لږ اختلاف پیدا کوي هغه هم ښائي چه د محيط او زمانو اغيزه وي. د پښتو د صائتو حروفو ۱۲ ږغونه چه دمخه وليکل سوه، په لاندي ډول له سنسكريت او اوستا سره سميدلاي سي:

(الف)

۱- زور په سنسكريت او اوستا کي سته، خو د زیر او پيښ تر منځ يو صوت لري. نو ځکه باید د پښتو زورکی ته نژدې وگڼل سي، اما اساساً زور او زورکی د پښتو له پلوه دوه بيل ږغونه دي، چه د کلماتو معاني هم اړوي لکه: تِل، تَل، بِل، بَل او نور. د الف وچ ږغ هم عام دي.

۲- د الف اوږد ږغ (آA) هم سنسكريت هم اوستا لري او د دې لپاره چه له هغه بل الف څخه ئې تفريق وسي نو په دواړو ږغو كي بيل شكل ځان ته لري.

(و)

۱- واو معروف د حرکت په شکل (u) په دواړو ژبو کي لکه پښتو شته، او ځانته بيل شكل هم لري.

 ۲- د واو، بل صوت (u) په اوستا او سنسكريت کي سته، چه په پښتو کي دا ږغ نسبتاً اوږد او د مجهول واو په شكل دي، چه نزدې دغه مجهول آواز ته ئې هم دغه ژبي لري.

۳-تر واو دمخه که زور وي دا رغ په سنسکریت او اوستا دواړو کي سته (au).

۴- تر واو دمخه چه زورکی،راسي دا صوت هم په تخميني ډول (ښائي چه کټ مټ نه وي) په دغو ژبو کي سته ځکه چه د اوستا هغه (au) په سنسكريت کي بل ږغ لکه (ai) مومي چه دغه پښتو ږغ ته نژدې دي.

(ی)

١- لكه واو، يا هم دغسي ده چه معروف ږغ ئې د زیر په شکل په دروسرو ژبو کي سته، او په سنسکریت او اوستا که بيل شكل هم لري.

۲- بل ږغ ئې اوږد دي چه موږ مجهوله يا ورته وايو، او په سنسكريت او اوستا کي دا ږغ هم تقریباً پښتو ته نژدې سته.

۳- تر یا دمخه چه زورکي راسي، دا صوت هم په تخميني ډول په دواړو ژبو کي سته. 

۴-تر یا دمخه چه زور وي، دا حرف په دواړو ژبو كي بيل ږغ او شكل لري.

توضيح: ځيني حروف علت چه په سنسكريت کي سته، لکه خفيف لام او (ر) غالباً دا هغه نوي اثرونه دي، چه پر سنسکریت باندي د هند په ورشوگانو کي سوي دي، که نوي اساسي صايت حروف ئې د پښتو سره مشترک دي.


صامت (صحیح) حروف Consonants

ټوله ژبي ځيني صحيح حروف هم لري، چه ږغونه ئې د صائتو حروفو په کومک ښکاره کیږي. دغه صامت حروف د ژبو اساسي ږغونه دي، چه په اکثرو ژبو کي سره مشترک دي، او ممکنه ده چه ځيني ژبي مخصوص صامت توري هم ولري.

دلته تر هر څه دمخه باید په دې پوه سو، چه د ژبو په صوتي سيستم کي د محيط او اقليم او اجتماعي ضرورياتو اثر دوني دي، چه په نزدو اقلیمو کي دغه ږغونه سره اوړي لکه ژبه چه احتیاج پیدا کړیده دغه ږغونه هم ضرورت منځ ته را باسي، مثلاً يو توري په یوه ځاي کي خلق يو راز وائي، بل ځاي هغه توري بل ډول ږغ لري، دغه طبيعي احتياج دي چه ژبي او د ژبو ږغونه سره اړوي.