حافظ رحمت خان د )خلاصة الانساب( ليكوال
نواب حافظ رحمت خان د شاه عالم خان زوی د محمود خان لمسی د شهاب الدین کوټا بابا کړوسی دی چي اصلاً د کندهار د ښوراوک بړېڅان دي، شېخ شهاب الدین روحاني سړی ؤ او د پېښور د يوسفزو مرشد ؤچي تر اوسه يې مزار د سرحدي صوبې په هزاره کي دی. تر ده وروسته يې کورنۍ مشهوره سوه او په بدایون او بريلي کې د پښتنو مشرتوب کاوه او د علیحضرت احمد شاه بابا په عصر کي د دې کورنۍ مشهور مشر حافظ رحمت خان ؤ، دی عالم فاضل ليكوال او شاعر سړی ؤ او په روهيل کهنډ کې حکمراني درلوده. حافظ رحمت خان د مشهور نواب علي محمد خان افغان ملگری ؤ او دواړه علمي او ادبي خلک وه چي علم يې ښه روزلی، مگر علي محمد په دغه وخت په (۱۱۶۲هـ) وفات او هغه وخت چي اعلیحضرت احمد شاه بابا هند ته ولاړ نو حافظ رحمت خان هر وار له ده سره ښه ښه کومکونه وکړه او د احمد شاه بابا د رشتین ملگری او مرستی ؤ، د پاني پت په جگړه کي هم دې نوموړي پښتون د خپل ملگري احمدشاه بابا د سره ټينگه ملگري وکړه او په (۱۱۸۸ هـ) کال په یوه جنگ کي شهيد او په بريلي كي ښخ سو.
حافظ رحمت خان عالم، ادیب، لیکوال، متدين او شاعر او مؤرخ سړی ؤ ده یوه مفصله کتب خانه هم درلوده چي دکتور اسپرینگر مشهور مستشرق د هغو کتابو فهرست په (۱۸۵۴ع) یو جلد نشر کړ او دى وايي چي دا کتابونه څلوېښت صندوقه اواکثرهم پښتو وه لويه برخه يې په (۱۸۵۷ع) د لکهنو په فساد کي برباد سوه. حافظ رحمت خان د پښتو او پاړسو د شعر دیوان هم درلود، ډار مسټټر وايي چي ددغه دېوان وجود ماته د هند پښتنو په ټينگه ووايه او جان اسټريچي لیکي چي ماته له هنده ځني پاړسو غزلي راورسېدې چي هغه د حافظ رحمت خان وي، علاوه پر دغه ډار مسټټر وايي چي ماته په رامپور کي يوه پښتانه د پښتو اشعارو يوه مجموعه راکړه چي د حافظ رحمت خان او نورو پښتنو سردارانو اشعار پکښې وه او دغه مجموعه اوس د برټش موزیم په شرقي آثارو کي ساتلې ده، یو د حافظ رحمت خان شعر په دغه مجموعه کي د حاکمو طبقو غندنه وه حافظ رحمت خان د پښتنو په تاريخ کي يو کتاب کښلی دی چي خلاصه الانساب نوميږي او د لندن په برټش موزیم او په هند کې نسخې سته. د دغه کتاب یوه نسخه په پښتو ټولنه کي هم سته او تر لمبر (۱۲۳۴) لاندي خوندي ده.
مؤلف د دې کتاب په لیکنه کي د اخوند دروېزه تذکره الابرار او مخزن افغاني خانجهاني، او تاریخ شېرشاهي او نورو کتابو ته حواله کوي. د اعليحضرت احمد شاه بابا رض تعالا عنه د درې سفره هند ته يادوي او په ښه نامه يې ستايي. کله کله د خوشحال خان په بیتو هم استناد کوي. کتاب له لومړي مخه تر (۷) حمد و نعت دی، وروسته د خپل نیکه شېخ کوټا بابا تگ هند ته بیانوي او د سړينو بړېڅو انساب ښيي له (۳۴) مخه دوهم فصل او د بېټني د اولاد بیان شروع کیږي په (۳۶) مخ کي در ېيم فصل او د غرغښت بیان دی نور کتاب تر (۵۶) مخه اخلاقي مضامين او د تسنن په ملتيا خبري اتري دي. دی وايي: چي دغه کتاب ما له دې جهته وليکي، چي د هند پښتانه خپل اصلیت هېر نه کړي او د خپلو اجداد و په حال خبر وي. د کتاب ژبه پاړسو ده په عربي جملو او خبرو هم ډېر مشحون دی. راورټي مستشرق د پښتو گرامر په مقدمه کي دغه کتاب نواب الله یار خان ته منسوبوي چي د حافظ الملک زوی دی مگر دا خبره د دې مستشرق غلطي ده او نه ښايي چي موږ په خطاوزو. د خلاصخ الانساب تالیف د ختم تاریخ رجب ۱۱۸۴ ق کال دی چي د حافظ رحمت خان تر شهادت ۱۱۸۸ ق څلور کاله دمخه تالیف سوی ؤ چي په (۱۹۷۳ م) کال پښتو اکاډیمی د ښاغلی روشن خان یوسفزي په همت په (۱۶۳) مخه کي د پښتو ترجمې سره چاپ کی.