32

يوسفزی او انگریز ، دسوات ذوی امارت

د خوشحال خان سواتنامه د مقدمې او تعليقاتو سره

د سوات سیمه د نونسم قرن په لومړیو لسیزو کې د پښتنو د ديني او سياسي حرکاتوه يوه مهم مرکز په توگه داسې مشهوره شوه، چې په لندن کې په انگريزانو د هغې څارنه کوله او سید جمال الدین افغان په خپل کتاب تتمة البيان کې هم د دغو خلکو د جهاد په یادونه او ستاینه، خپله خوښي او ویاړنه ښکاره کوله.

د اتلسم قرن په وروستنۍ لسيزه کې، دیر، سوات د شاميزي (دووړي=دا برخه ونه لوستل شول) د کلي په يوې شپني صافي کورنۍ کې ميا عبدالغفور د عبدالواحد زوی وزیږبږید چې لو مړی يې د خپل کاله گورواني کوله، بيا يې د علم اوطريقت په زده کړه لاس پورې کړ څو چې د ۱۸۲۸م په شاوخوا کې په پوهه اوستانه توب داسې مشهور شو، چې ډیر خلک یې شاگردان او مريدان شول. ده نقشبندي طريقه له پیښوري حضرت جي او قادري طريقه له    صاحبزاده محمد شعیب څخه په دولس کاله زهد او تقوا کې زده کړه. بيا چې په ۱۲۴۳ ق کال د هندي مجاهدینو بهير د کابل له لوري را ورسید، او د دوی سره په تبليغي او عملي جهاد گډ شو. بیا سوات ته ولاړ، د سوات او بونير او باجوړ او دير په زرو مریدان یي منظم کړل، او به ۱۸۳۵م کال د امیر دوست محمدخان سره د  شیخان په کلي کې د سکهانو سره په جهاد کې شامل و. کله چې امیر بیرته کابل ته ستون شو ، نو د سوات اخوند صاحب سوات ته ولاړ او په سید و شريف کې دیره شو. 

اوس نو انگريزانو په پیښور کې خپله چوڼۍ جوړه کړه، استعماري چارو ته یې لاس ورته کړ، نوې لارې چارې یې راوړې، او خپل اقتدار یې په منظمه توگه خپراوه د یوسفزو په سمه کې يې د ملکانو او خانانو سره خبرې اترې کولې، او دوی یې د خپل استعماري منظم طاقت ترجوغ لاندې را ښکل.

اخوند صاحب خو یو مدبر او د پښتنو په ژوند او روحیا تو روږدی رهنما و. ده د سوات او بونیر او باجوړ د پښتنو يوه لويه جرگه راوغوښته. دوی يې ټوله پخپله روحاني جاذبه او اغیزه ناکه وینا سره ونښلول او په ۱۸۵۰ م کال يې دستانې اوسیدونکی سیداکبرشاه چې د سیداحمد بریلوي ملگری اودو (مساوړدا برخه ونه لوستل شو) سری و، د خلکو لپاره د «شرعي امام» په توگه وټاکه او په خپله اخوند «شیخ الاسلام» وگڼل شو. او له پردو پرنگیانو سره یې ده «جهاد» فتوا ورکړه، چې د پرنگي لاس د سوات خاورې ته را اوږد نه شي. خو له بده مرغه سیداکبرشاه ژر په ۱۱ می ١٨۵٧ م کا ل مړ شو او د ده زوی سید مبارکشاه یي پرځای ودریده ، او په خلکو کې اړودوړ ولويده. خو د اخوند صاحب به همت د خلکو جرگې راغوښتلې شوې، او په سمه او لوړه کې د پرنگیانو سره د سواتيانو او گردو یوسفزو او پښتنو ډغرې روالې وې. په اکثرو غزاوو کې پخپله اخوند او سیدمبارکشاه هم شامل وو لکه: لومړی، په ۱۸ د جولای ١٨۵٧ م د نارنجی اول جنگ، چې د محمود زو رحیم خان او خدوخیل مقرب خان او مددخان يې د سمې مشران وو. او د سوات د اخوند صاحب مریدان له دوی سره په جهاد کې ولاړوو. دغه رحیم خان د نمیرخان زوی خلکو د «رزړو هوښيار » باله چې تردې جنگ وروسته په کرونو کې د جنگ د شهیدانو له کورنیو سره چي د مرستې لپاره «دشهیدو نډه» و ټاکله. 

دوهم: د پنجتار جنگ: د هند مجاهدينو يوه ډله د مولوی نعمت الله په مشرۍ د يوسفزو د پنجتار په منگل تهاڼه کې پراته وو. مير بازخان د مقرب خان دا کا زوی د دوی ملگری و. او انگریزانو ته یې ماليه نه ورکوله. د سوات اخوند صاحب هم خپل مجاهدین له دوی سره ملگري کړل او پر پرنگيانو يې يرغلونه کول. له پيښوره میجر جنرل سډني کاټن او میجر واکسن د ډیرو پلټنو سر راووتل او په اپریل ۱۸۵۸م د دواړو خواو ډغرې سره شروع شوې. میر بازخان د جنگ پر میدان شهیدشو. دمجاهدینو قاید گرفتار او په دارشو. کلی یې وسوځل شو. او د نارنجی کوزه خوا يې ونړوله، بره نارنجی یې د پیلانو ترخپړو لاندې سره گډه وده کړه.

دریم: امبیله: د يوسفزو د سمې شمالي څنگ ته د سدوم پر شرقي شمالي اړخ چې بونير ته لار وروزي یوشپږ  میله اوږد جگ کنډو پروت دى، چې امبيله يې بولي او سوق الجيشي اهميت لري. دلته د بونیر، سوات، او هندي مجاهدينو او يوسفز و او گردو پښتنو لښکرې سره يوځای شوې وې. مجاهدین د مولوي محمد عبدالله او ملک عيسى خان جدون په مشری راغلل، په سوابی کې یې پر ټوبی حمله وکړه او پرنگیان یې وتښتول. د سوات اخوند صاحب هم له خپلو غازيانو سره راورسید د۱۷۶۳ م د اکتوبر په دریمه لسیزه کې سخت جنگونه ونښتل. د دیر، باجور، سوات، بونیر او شاوخوا غازيانو په میړانه درې څلور هفتې پر پرنگیانو داسې زغل کاوه، چې انگریزي قوماندان نیول چمبر لين يې د اوو زرو مسلحو فوجيانو او توپخانې سره داسې په غار ننه يستل، چې پخپله چمبر لين ټپي شو او ۹۰۸ تنه پرنگیان مړي په میدان کې پراته وو او پښتنو به ويل: 

د امبيلې گېد  ړماړه شول

چې يې خوراک ود گوره  وو لړمونونه

پرنگيانو په امبېله کې داسې ناورین لیده نویې په ۱۸ نومبر ۱۸۶۳ م دونې لښکر میدان ته راوستل، چې اخوند صاحب هم پنځلس زره غازيان د دوی مخې ته ودرول، د دسمبر تر ١۵ پورې داسې جنگ جاري و،  او د ونې خلک ووژل شول چې دغه ځای «قتل گړ» وباله شو. 

د پښتنو تاریخ لږ ليکل شوی دی او که څه شته، هغه هم د پردو او پخپله پرنگيانو ليکنې دي. خو پښتنو پخپلو کلو او بانډو کې عوامي شاعران درلودل، چې په پښتو به يې د ځينو واقعاتو په بيان کې بدلې او چا ربيتې ویلې. د سوات د جنگونو او د اخوند صاحب د غزاگانو بدلې هم ډيرې دي. مثلا احمد گل د ټکرى اوسیدونکی د بونیر د جنگ په يوه چاربيته کې اخوند عبدالغفور ستايي: 

غزا پسې راغلی دی په گور یې الله نور که 

مو لا دې مشرف په هر طرف عبدالغفور که!

غزا پسې يې راوستل گوجر له بیلچې نه

صاحب لره راغلي دي خطونه له مانجې نه

زهیر شو پرنگی چې شو خبر له دې لا نجی نه

مسواک يې ذوالفقار، ملک به په و ينو باندې سور که

غزا پسې...

تر بور شو د انگریز، د صاحب څو مره خزانه ده؟

خوراک یې شکرانه، جمه يې واړه زرغونه ده

قلعه يې چارچوبۍ په جماعت کې یې ستا نه ده

منگل به د انگریز په وينو رنگ لکه باتور که 

اکبر شاه هم د اخوند صاحب د ملایانو څخه و. هغه د قتل گړ معرکه په يوه بدله کې بیان کړې ده. چې څو برخې یې دادي:

راغلي غازيان د پرنگي په دغه گړ باندې 

اوري قتل گړ باندې

راغلي غازيان غزاله واړه لور په لوره عالمه 

گډ يې کړ په شورعالمه 

دا شادو مخي  خدای ورکړي دي په کورعالمه 

اخلي به ترې پور عالمه 

توره یې نه وه، ډزيې ورکړ په لوړ باندې 

او ړي قتل گر باندې

یوبند وروسته د اخوند صاحب د ملایانو شهادت داسې ښيي: 

مولیان مړه شول را مدد شي اې د سوات صاحبه!

اوښې مې څاڅي برسات صاحبه!

پ عاجزانو باندې شوی دی پسات صاحبه!

شو بونیر میرات صاحبه!

لکه بلبلې چې پريږي په لگړ باندې

اوړي په قتل گړ باندي  

په پای کې وايي:

نه حصار یږي مومنان ترينه خطرنه کوي

توپې پرې اثر نه کوي

ځان پرې غازي کړي چې څوک دين د پيغمبر نه کوي

بد دی چې باور نه کوي

زه اکبر شاه ملا ورځمه په ملاتړ باندې

اوري قتل گړ باندي

په دغسې بدلو کې د غزاو ځينې جزويات لاهم ښکاره کیږي. د بونیر د جنگ په چاربيته کې چې د پکلۍ تر نگړی حمید گل ویلې ده، د انگريز په لښکر کېړگوره او سیکان دواره ښیي:

د انگریز پلتنې راغلې کلکتې نه

ور سره ځينې سيکان، د بل گوره وو

د پښتنو له لښکرو سره بونیر وال، چمله وال، ملکا وال گرده ملگري وو. د سوات له قاشقاره هم غازیان راغلي وو. په دغه بدله کې وايي:

د باجوړ زلمی پرواړه کړل تمام

چې لښکرې ور له راغلې له قاشقاره 

د نواب جان په یوه چار بیته کې د بونیر د جنگ پهلوانان لکه اخوند صاحب او دبر کلي ناصرخان او د سیلمۍ او سوات يوسفزي او د سور کاوې شپږ مياشتني جنگونه ستایل کيږي چې کسر يې دا دی:

په سر د قتل گړ پرنگي ډیر و که ارمان

شوه چیغه د خطرپسې

په سترگو يې تياره شوه چې ليدل به يې غازيان

 ثم راغی سراسر پسې

داسې څو بدلې د هارو بهار په۱۴ تر۳۱ مخونو کې ډارمستتر د هغه وخت د شاعرانو له خولې کښلي او چاپ کړي دي چې د سوات او يوسفزو او تر قاشقاره د غزاگا ڼو او غازيانو او ځينو وطن فروشانو نومونه او کار نامې پکې ثبت دي.

د طالب گل له يوې چاربیتې څخه دغه یو بند د جنگریز حالت ښه روښانه کوي: 

په پرنگ باندې معامله شوله تر ډيره 

بيرته تښتي که چا ور کړه وله لار

توبه گیر شوسوات، له سمې، له بونیره 

ډیر عالم شو په کنډو کې ترې مردار 

دا چمله یې کړه د دوی له مرگه تیره 

چې راتله به پښتانه پرې وار په وار

چې د سوات عالمو وکړ ورته پام 

باجوړو له پرنگي وکړه قتلونه

(هارو بهار ۲۷)

د پرنگيانو څوارلس لوی منصب داران هم به امبیله کې غازيانو وويشتل. پرنگیانو ملکا د دغه ځای د يوه خاين ملک زيد الله خان په ملگري وسواځه، او پرنگی قوماندان د دغه خیانت په مقابل کې ده ته خپله تفنگچه وبخښله. خو په ۱۸۶۸م پخپله د ده قومی پښتنو دی په همدغه وسله وواژه: 

تو هم شب را بسر کی می بری ای شمع کم فرصت!

گرفتم سوختی پروانه آتش بجانی را

پرنگیانو د ولیدل چې په توره او ټوپک او توپ اواورد پښتنو سره په دغو غرو کې ډغرې وهل اسان کار نه دی. نو یې ډېر لاس وپښې ووهل. چې په پښتنو کې بيلتون واچوي او دوی پخپله سره وجنگوي. له بده مرغه خو پښتانه پخپله هم يو له بله ډير سره خوري، او کورنيو جنگوته تياروي د۱۸۶۸م په فبروري کې د بونیر يو څو خانان د هندي مجاهدينو سره یو ځای د سوات د خلکو او اخوند صاحب سره د جنگ په نيامت را      وخوځيدل چې د اخوند صاحب لښکر بريالي شول او هغه خلک وتښتيدل او د اخوند اقتدار پر بونیر او چغرزو باندې لا هم تنگ شو. 

د بونیر او غرنیو پښتنو اشوزو، دولت زو، نورازو او نورو قبيلو يرغلونه د پرنگیانو پرسیمو او سدوم باندې تر ۱۸۷۷م پورې هم جاري وو. چې يو مشريې عجب خان د مردان د چارگلۍ ملک او د ملا ميرو روښاني لمسی و. دی پرنگيانو جرگې ته راوباله، په دې چم یې ونيو او په ۱۸۷۸م کال يې په د ار وځړ او ه. د سوات دغه د غورځنگ او پاڅون دوره هغه وخت تیره شوه چې د سوات روحاني مجاهد قايد اخوند عبدالغفور په ۷محرم ۱۲۹۵ ق = ۱۲ جنوري ۱۸۷۷م په سیدو شریف کې وفات او هورې ښخ شو. د اخوند صاحب شخصیت او درايت او روحاني نفوذ د سوات د تاریخ وروستنی ځلانده پاڼه ده. ده په پښتو يو مناجات هم منظوم کړی و او  دیر مجاهد او مشهور شاگردان یې لرل چې له هغو څخه ملا نجم الدین د جلال آباد د هدي صاحب ( متوفا ١٣١٩ ق ) ا وعبدالوهاب دماڼکي شریف پیر د پښتوعقايد المؤمنين ناظم (متوفا ۱۳۲۲ ق) اوملا ابوبکر د غزني پاسنی ملا او فيض محمد د کابل د موسهي اخوند او د کابل د شمالی خوا د تگاو میا حمید الله او د تیمل گړو ملا او د دیر شاه بابا او د کربوغې ملا او د کنديه ملا او کشر میا گل جان او د شاشو برسوات ملا اود مترا ملا او نور په زرو مریدان او مجاهد شاگردان وو. چې د ارشاد سلسلې يې تر اوسه لا هم چليږي.

اخوند د کابل له درباره او افغاني شاهانو سره هم صمیمانه پیوستون درلود. او تل به یې خطبه د افغاني پاچا په نامه ویله. افغانی سکه هم هلته چلیده او خلکو یی زانونه په افغانستان پورې تړلي گڼل. او دا ټول د اخوند صاحب همت او مجاهدت و چې د سوات سيمه يې له پرنگ څخه خپلواکه ساتلې او هلته یې اسلامي احکام او اسلامي حکومت د متفرقو او سرکشو قبیلو په اتفاق چلاوه. او د کابل استاځي به هم ده ته ورتلل. لکه چې په ۱۸۷۶ ق چې امیر شیر علي خان خپل سفير احمد خان ماکزی د جلال آباد حاکم، سوات ته واستاوه. خو اخوند دونې عاقل سړی و، چې د افغانستان د شاهزادگانو په داخلي چارو او شخړو کې دې لاس نه واهه او گردو خلکو ته به یې د اسلامي ورورۍ لارښووه. په ۱۲۹۰ق کال امیر شیر علي خان خپل وليعهد عبدالله جان په یوه فرمان کې اخوند صاحب ته معرفي کړ، او هغه هم ومانه او د مبارکۍ ليک یې کابل ته راواستاوه (دوشنبه ۱۴ شوال ۱۲۹۰ق) چې يي دغه منل ليک د کابل په شمس النهار کې چاپ شوی دی. او ځکه چې د دغو ځايو خلکو تل ځانونه له افغانستانه سره نښتلي گڼل، نو په ۱۲۹۲ ق کال چې د باجوړ د فیض طلب خان او د ناوگۍ د غلام حیدر خان اختلاف شو، د امیر شیر علي خان په توصیه يې دغه شخړه سره سمه کړه او روغه يې وکړه او هم په ۱۲۹۱ق کال د چترال د میر زوي نظام الملک د امير شير علي خان دربار ته راغلی و. د اخوند تر وفات وروسته په سوات کې د جهاد نغری سوړشو. په ۱۸۹۷ م د سالار زو او بونیر زلمو پر مله کند برید وکړ، خو پرنگیانو اوس اخوند غوندې کلک او غټ مقا بل نه درلود دو لس ورځې جنگ و، بیرته د انگریز راج ټينگ شو، او په ۱۹ جنوري ۱۸۹۸ م دا شخړه وشليده. خو پرنگیانو پر گردو غرونو باندې خپله قبضه ټينگوله. ملکان ، خانان او نوابان اوغټزمینداران او روحانيان يې گرده په سوات، چترال باجور، دیر، بونیر، کوهستان، تالاش، چهلاس، ترامب او الايي او پکلۍ پوري د ځان ملگري کول او د زوي په ډول به یې د خلکو وينې زبيښلې.