لمړى وينا
د اعلیحضرت احمد شاه بابا لند سوانح ، په دمخه پانو کښ پښتنو ته وړاندی شوه، اوس زه غوارم چه داحمد شاه بابا پر شاعری اودده پروینا باندی څېر نه و کړم . اودی دیو. مقتدر او مفلق شاعر ، پوره عالم ، بصير اجتماعی سری محقق فیلسوف ، سترگه ور متصوف په ډول د روښیم حكه چه دی تر اوسه فقط دیوه نامتو جهانگیر او فاتح، او حربی سړی په ډول پېژندلی شوی دی) زه به په لاندی ليکوکن دده پر علم ، ادب ، سیاسی او اجتماعی افکارو ، او فلسفی او علمی مقام باندی تبصره وليکم ، او په هر . ی کن به د ده وینا، دمثال او برهان په څېر دروړاندی کړم، بنایی چه د پښتنو ددغه لوی اجتماعی ځای مصلح ، اوښا غلی بریالی . د پلار توب حقوق ، څه نه څه پر ځای شوی وی دادی چه خم اصل مطلب ته :
د تو ری ا و قلم خاوند
لکه دمخه چه مووویل تر اوسه دنیا ، احمد شاه با بایه دې ډول پېژنې ، چه دخپل عصر تو ریالی او بریالی سری و و ده دخپلی نوری او میرانی به سیوري کښې د افغانستان او سنی دولت تشکیل کړی او شا و خواني په خپلو ز رو طبیعی حد و دو کس خپور کی . احمد شاه بابا دهند او ایران او بخارا په مملکتو کن هم فتوحات وكړه ، مگر هلته ئې دهغو ځايو پاچهان پرېښووه ، نودی دمنځنۍ آسیا مشهور فاتح او شهنشاه وو . داخو دده دتوری برکت و و اودی د خپل عصر ډېر نومیالی فاتح او بریالی و و مگر راسی چه اوس موز دده د قلم خواهم لنرڅه رونیه کړو او دا ښکاره کړو ، چه احمد شاه بابا دعلم او ادب له پلوه . څه مقام در لود ؟ اوده علاوه پر خپلو سیاسی او حربی خدمتو پښتنو ته څه علمی اوادبی خدمتونه کړی دی ؟ احمد شاه بابا لکه د آسیا د مخنی فاتحین ) چنگیز ، مور (نادر) یوازی پخپلو جنگی تشکیلاتو او سوقیا تو سره جهانگیری نه ده کړي ، بلکه ده د خپلی نوری سره قلم ، او د خیلی سربازی او توریالی توب سره علم او فضيلت تقوا اوادب هم ملگری در لوده ، ځکه نودی موز د آسیا یوازی دلاورا و نامتو بریالی (فاتح ) نه کنو، بلکه ددي خاوری یوز بر دست ادیب، پوه عالم ، عادل یا چا ، لور شاعر، اجتماعی مصلح ، دینی پیشوا، روحانی مقتدائی هم بولو، که زموز لا ندى ليکونه وکتل سی ، دغه خبره به تاسی ته ښه او په ټینگه مد لله سی .
د احمد شاه بابا شاعری اوادب
تر احمد شاه با با دمخه د پښتو شاعری او دده سبك
هغه وخت چه ز موز پښتون پلارا عليحضرت احمد شاه بابا به رونق در ژوندی وو ، دپښتو شعر هم یم قرن لود ، تر ده د مخه نیمه پیری مرحوم خوشحال خان خټك دپښتو ژبی پلار دپښتوادب يو مشهور ادبی مکتب پرانتلی وو چه له دغه مکتب څخه ډېر نومیالی او د کمال خاوندان را و تلی وه احمد شاه با با هم دخپل شعر به ظاهری او مادی ډول ، دخوشحال خان خټک په مکتب كتب فيض موندلی او له دغی ډلی څخه گڼل کیری یعنی دوينا طرز ، او د کلام ډول ، او د شعر سبك ئي هغه دخو شحال خان سبك دى ، ساده والی ، گران او پیچلی استعارات نه لری وينائي خوزه او دلکشه ده، په شاعری كني لکه دپارسو ژبی د هندي سبك » خاوندان صرف خیال پرست Ideatliste او مشکل پسند نه دی . بلکه هغه سبك چه لوى مؤسس ئي خوشحال خان خټك دى . تعقیب کوی . دغه سبك موز په پاړسو كښې د غزني دسبك » سره مشا به کولای سو له خوشحال خانه تراحمد شاه بابا پوری لنز عمر یعنی تقریباً نیمه پیری تېره سوې ده ، مگرد غه څلو پښت پنځوس کاله د پښتو داد ب په تا ریخ کښې د بر اهمیت لری زه ویلای شم چه په د غه پنځوس کاله ه کنې د پښتو اللہ داد ب گل زرغون شوی اوسته ئې خورا ټينگه شوې وه ، ځکه چه تر خوشحال خان دمخه پښتو ادب حنی مخصوص سبکونه در لوده، چه د عروضی اوقافیه وی شعر تر اساسو نه وه لاندی ، مگر تر خو شحال خان را هیسته موز وینو ادیب چه پښتو ژبی ډېر مقتدر او پیاوزی ادباء او شاعران موندلی ، اوداد ب بیرغ ئې د منځنی آشیا » په غرونو کنې رپېدلی دی ! نود غه پنځوس کاله د پښتو داد پ په تاريخ کښې ، دزرو کا لو ا هميت لری ، په دغه پنځوس کاله کنی موز دپښتونخوا په غرو کښې د پر اور ، ژ بی و یو نکی ( شعراء ) وينو ، دختكو ادبی او علمی خدمتونه هیڅکله نه هیر بیزی ، چه دا كورې څخه ددوی زړه و رونکی زغونه د پښتو په شاعری او ادب کني وارو بد وشوه ، د خوشحال خان خټك د پلار توب پاخه او استادانه اشعار دا شرف خان هجری له درده او سويه د ك زغونه ، د عبد القادر خان خټك روح پرور مضامین ، د کاظم خان شکند شيدا ، او علی خان ، او را و نور و خټکواد ببانو بر جسته او قیمتی شعر و نه له په دغه نیمه پیری کنی منځ ته راغلی دی ! علا وه پر دغه د مهمندور حمان ، او د قندهار دکو عبدا لرحيم او د کاکړو پیر محمد اونور زبردست او اور ژ بی د پښتو ادیبان په د غو وختو کنې لرو ، او د پښتو بلندی. ژ بی شعر کا واد ب دوی خورا هسك توب او اور تيا ته رسولی دی (۱) چه زموز غازی پلا ر احمد شاه با با هم دژبی له د غو حقیقی خد مت کونکو څخه دی ! احمد حمد شاه بابا لکه د پښتنو واجتماعياتو او سياسيا تو او عمومی ژوندون نه چه لور لوړ خدمتونه کړی دی د پښتو و علم اواد ب او شعر ته ئې هم گرانبها او د کټو دك خد متونه کړي ، او د ملی ژبی په لویو اد يبا نوکن گنل کینزی .
داحمد شاه با باد کلام عمو می ښېگری
ترول او دزړه د کوئی آوازدی ، شعر د انسان دزړه او دماغ ترجمانی کوی او د عواطفوا و احساسا توله چینی څخه زیری نو هغه زړه چه مرکزا و منبع دبوا حساساتو او پا کو جذ با تو او ښو عاطفووي ، سليم شعر ، اوسمه و نیا او اثر بخنبونکی زغ خنی را وزی ۱۰ حمد بن عمر چه به نظامی عروضی لکه موز چه دمخه په پخوا نیو نشراتو كني مفصلاً ليكلى وه (۱) شاعری دانسان د فطرت زغ سمرقندی مشهور ، او له پوهانو څخه د شپر می هجری پیری دی (حدود ۵۵ ه) لیکی چه :
شاعر بنائي سليم الفطرة عظيم الفكرة صحيح الطبع
جيد الرو يه دقيق النظر وی ۰ ۰ ۰ ۰ نوسی رفتار په دغه صفتو نوچه عروضی د شاعر دپاره لازم گنلی دی ستاش زموز غازی احمد شاه پوره ستایلی وود احمد شاه با با د با چهی حیات او دعدالت رویه او د ده ملت خواهی سخاوت او لوړ همت او عزم او بیاد ده مېړانه او ښندنه دلالت کوی چه ده لوی فکر او سمه طبع او نری نظر او سلیم فطرت در اود نوځکه دده شاعری رشتینی شاعری ده او ويل يې دزړه له کو می دی ! داحمد شاه بابا په شعر کنی، دده لوړ فکر هسک همت دپښتنوالی جذبات دشا هنشاهی جگ افکار د بخشنی او بندنی هسک عواطف دتور بالی توب بر جسته احساسات د جهانگیری دشجاعت عزم دايمان او عقیدې ټینگار دعشق سوزان در دو نه دمینی ددینا عجیب او غريب گذار شات ښکاره دی! دتوری پر میدان . یو بر یا لی او تنگیا لی سر باز دی میرا جنگ او تصوف دينتنوالی پر دگر تو بشیر پستون د یو بشیر پښتون د ی د دیانت او ایمان په خوا کنې لوی متدین او متشرع روحانی دی دسیاست او مشر توب له پلوه دخپل عصر لوی سیاسی مشر او فاتح دی. دغه ټو له خواوی دده په وینا کنې سته و په اجتماعى دنيا كني تكره مورا ليست Moraliste دی ، دده و بنا اخلاقی مزایا لری ؛ ويل ئې ساده او دلکش او مؤ ثر دى شعرى صنائع أو بدیعی فنون هم دده پر وينا اثر لری د تصوف له دنيا څخه دی ډیر زیبزی ځکه نو د ده د کلام لو برخه هم د تصوف له اصطلا حانو ډکه ده توریالی توب؛ شجاعت سربازی؛ ښه اخلاق سخاوت تواضع ا و نور ښه خویونه ستایی ، او خپل ملت ته ئې تشويق ور کوی. حماسی احساسات ئې هم خو را لورا و تند دی کله دیوه بر بالی در بی قوماندان په ډ و ل د توریالی توب په ستاینه او تشویق کنې خوازه مضامین وا بی کله دوطن دحب تبلیغ کوی ؛ او پښتا نه ملی وحدت ته را بولی او کله دعلم و خوا ته ښه تشویقونه فرمایی. داحمد شاه با با ویناله تعقید اوا بها مه څخه تشه ده خپل لورا فکار او د سوی زړه زغ په ساده او خوز والفاظو خر گند وی گران تشبیهو نه نه لرى، له و بنا څخه ئې دپښتنو الی بوی را احی، محبوبه هم دپښتون په دود ستایی او د تصور او تخیل په دنیا کښې هم دپښتنوالی تر حدود نه و زی! داد احمد شاه با با دکلام عمومی مزا یاوه و س به نو لیز از دده د کلام پر مهمو برخو څه بحت خبر نه هم و کوچه بنا غلو ويونکوته ښه ښکاره سی. ترټو لو دمخه دده له دغه يوه بيته ئې د شعر حقیقت بښنه څرگندیزی چه دده شاعری تشه وینا نه وه بلکه دزړ . له منځه څخه ئې زغ را وت :
بی له عشقه شعر وا بي
له ويلو شرم نه که !