سوات
د هندوکش د جگو او په واورو پټو څوکو او سردر و سلسله د افغا نستان په زړه تیره شوې او د شمال ختیځ پلو ته، د پښتونخوا د شمالي غرونو هغه سیمې او لوړې ژورې جوړوي، چې د قره قروم او د ردستان له ښکلو درو سره نښلي. او له دغو غرو څخه څپاند سیندونه لکه کابل، کونړ، پنج کوړه، اباسین، پنجشیر، غوربند او نور راوزي، چې په ختيځه شما لي څنډه کې د پښتونخوا ختيځ شما لي بريد ته د پکهلی د سيمې د يوه اړخ د کاشان له درې څخه د کونار روڼ او څپاند سيند راوزي، او دا گرده ژوند بخښونکي رودونه، نه يوازې د پښتونخوا شمالي برخې بلکه د پنجاب سیمې هم خړوبوي.
په دغو بهاندو او غورځندو سیندونو کې یو سوات نو میږي، چې د دردستان او بلور له لوړو سيمو څخه را بهیږي، او له اشو کالامه بیا تر هغه ځایه چې په نسته کې د کابل د سيند سره نښلي، اوږدوالی یې (۶۰) میلو ته رسي. دا يوه داسې ښکلې او د ليد وړ سيمه ده. چې د شمالي پښتونخوا په غرنیو برخو کې يې ښکلا او ځلا هيڅوک نه شي هېرولاى.
د سوات نوم د تاریخ له پلوه هم خورا لرغونی دی. کله چې آريايي قومونه له باختره او د هندوکش له شنو اوښايستو لمنو څخه درې زره کاله د مخه، ختيځ پلو ته و خوځېدل، نو د دوي د لرغوني کتاب ريگويد د سيندونو په سندرو کې کله چې د کابل، کورم، گومل، اباسین نومونه ستايل کيږي، د سوات رود د سو یتی Sueti په نامه ياديږي. او په یوه بله سندره کې هم دغه سيند سواستو Souvastu بلل شوی دی او د دغو دواړه یادونو څخه دا ښه ښکاري چې د آريانو د لېږد په وخت کې دغه سمسوره سیمه ودانه وه. او دغو لېږديدونکو خلکو بوژند له او پکې میشته شوي وو.
* * *
د ریگوید تر عصر را وروسته چې اريايي قومونه د هند په شما لي خوا کې خپاره او ودان شول، د سنسکریت د ژبې لوی پوهاند اوگرامر ليکونکی پا ڼی نی PANINI چې د ۳۵۰ ق،م شاوخوا کی د اټک پر غاړه اوسیده، دی هم وایی چې د سواستو Suvastu رود د خپله معاونه سره GAURI ( پنج کوره ) د گند ها را په شمالي خوا کې له اډهیانه UDDIYANA څخه را بهیږي. چې د پنډ و کبله PANDU KAMBALA (= پنډ + کمبله) په نامه بې شړۍ مشهورې وې. د هند يو مشهور پوهاند اگره والا لیکی: چې د پا ڼی نی په وختو کې دغه دواړه رودونه سوات او پنج کوره مشهور وو. چې د گندهارا په لوړه څنده اډيانه کې بهېدل. د سوات دغه بها ند او فياض رود په مها بهارته کې د بهيشمه BHISHMA په نامه یاد شوی و (فصل ۹) چې آریان ARRIAN یوناني مؤرخ د ١٧۵ م په شاوخوا کې سواستوس SUASTOS بللی دی، چې د بودا يي ليکوا او په ټول دا د مملکت یوه سیمه وه او لرغونی پایتخت يې د ارشته پوره ARISHTHA-PURA په نامه د سوات اوسنی چار باغ و.
د سوات جغرافي موقعيت داسې و چې د پښتونخوا د شمالي څنډې د غرونو په لمنو کې د هند لويو لارو ته نږدې په يوه زرغونه او ډېره ښکلې سيمه کې پروت و، او آريايي خلکو د ریگوید د زمانې را پدې خوا، د دغو غرو او رودو سره مینه در لوده، او پکې میشه کیدل به. دغه خلک چې د خپلو اجتماعي پړاونو تیریدلو په سلسله کې له کوچي ژوند د زراعتي او کليوالي ژواک ته رسیدل، نو د دوي لپاره د سوات غرونه او سمسورې سیمې تر گردو نورو ځايو خورا ښه هوساتون گڼل کېده، د کر پټي، او رشو پراخه وه، او به او هوايې هم خورا په زړه پورې او د سهلووړوه، د الاڅه کوې چې د جهانگیرانو اوپرغلگرانو له څپوا و آزاوه به لا هم خوندي وو. د۳۲۶ ق،م کال ژمی و. چې اسکندر مقدوني فاتح د کونړ په سیمو کې د اسپيزي (يوسفزيو) سره وجنگېد او له دغه ځایه پر باجوړ او چکدره ور تېر شو، سوات يې تر مساگې پورې ونيو، وروسته د اتک له لارې پر اباسين ورواوښت او ټکسيلا يې ونيوله. د سکندر برم پردې سيمو باندې تشه يو تېرېدونکې وراوه. خو تر ده وروسته د ده پاته دوي جنرالان په باختر او پښتونخوا کې پېړۍ پېړۍ د اقتدار ملونې په لاس حکمرانان وو. او له ختیځه پلوه د هند د موریا کورنۍ غښتلې پاچهي د چندراگوپتا په مخکې جوړه شوه (۳۲۴ ق. م ) او د هندي کلتور اغيزې يې په پښتونخوا کې د يونانيو رشو او دودونو سره گډې کړې، چې وروسته په ۲۶۰ ق م مهاراجه اشوکا دبودا دین هم ورسره خپور کړ. او په دې تهذيبي اختلاط کې د سوات سيمې د گريکو بوديک مدنيت اغيزې مومي او بيا چې د ميلادي کلونو په پیل کې د کوشاني قومونو اقتدار او مدنیت خپریده، اود کنیشکاد ژمي پايتخت پیښور، سوات ته ورڅرمه و، نو د کوشاني کلتور د ېر آثار تر اوسه لا هم د سوات له هره گوټه څخه راوزي.
* * *
د ميلادي لومړيو دروڅلورو پيړيو په ترڅ کې د سوات سیمه د بودايي کلتور د سمسور تا به او غوړیدلو ځای و. او کله چې به له نورو ليرو هيوادو څخه بودايي بهبڼ ( راهبان ) د زیارت لپاره را تلل، نو به دوی د سوات بودایی مقدس مقامات هر ومرو ليدل، لکه چې درې تنه چيني بودایي راهبان په لاندې ډول سوات ته راغلي او پخپلو يون ليکونو (سفرنامو) کې یې د سوات يادونې داسې کړي دي.
په ۴۰۰ ، کال م د چین بودايي زایرفاهيان، له چانگان څخه د بودايي مقد سو سیمو د زیارت اود ديني نايابو کتابو د ټولونې لپاره په يون پيل وکړ. او تر ۱۴ کالو سفر وروسته به ۴١۴ م کال نانکن ته ورستون شو.
فاهيان له کاشغره د اباسین سیمو او گندهارا ته راغی. بنون، هډه، جلال آباد پیښور کې ترسواته و ليدل، دی وایی: چې اوچینگ (اودیانه) د هند د شمالي برخې پیل دى او ټول خلک د منځني هند په ژبه ږغيږي، جامې او کړه وړه يې هم د منځني هند خلکو ته ورته دي، د بودا دين دلته ډیره وده کړې ده او د راهبانو د هستوگنې لپاره ډيرې سنگها را مې شته، چې شمير يې پنځوسوو ته رسيږي، او د کوچني يون ( هينا يا نه) په مذهب اړه لري او خلک وايې چې بودا د خپلې پښې يو بل ( سنډ ) دلته پرښوولی و. چې د لیدونکی د عقيدې سره سم به کله اوږد او کله لنډيده.
دلته يوه جگه او خورا ښو په تیږه هم وه. چې بودا خپلې جا مې پرغوړولې وې، او په هم دغه سو- ھو- تو کی بودا د کوترې د نجات لپاره خپله يوه ټوټه غوښه باز ته ورکړې وه او خلکو پر دغه ځای باندې يوه زر نگاره سټو په جوړه کړې وه.
بل چيني زايرچې په ۵۱۷ کال يې دې سیمو ته سفرو کړ سونگ بن دی. دی وایې چې د اودیانه او بلور په درو کې يې د اوسپنې درانه او غټ خنځیران د پلونو په تو گه استعما لول او د دې ځاى حکمران غو ښې نه خوړې. د بوټو غذایی خوړه، د بودا ټينگ دروږي و.
سونگ ین د سوات بودايي متبرکات یو پوښي او د بودا د هغو پلونو (سنډونو ) زیارت ته ځي، چې د مخه یې د فاهيان په سفر نامه کی هم ذکر شوي و. هر ځای معابد، بودتو نونه او د بمبڼو ټا ټو بی ویني او په سوات کې د بودا یې دنيا عجایب بیانوي.
تر سونگ - ین یوه پیرۍ را وروسته د چين يو بل بودايي مسا فر هیون څنگ دی. چې په ۶۲۹ کال د لوېديځو هيوادونو په لیدنه کتنه را ووت. او به ۶۴۵ کال بیرته خپل وطن ته ستون شو. ده د بودایی غټ یون ( مهایانه) ۱۲۴ ټوکه کتابونه په دې سفر کې موندلی و. چې پر ۲۲ آسو يې چين ته ورسول او خپل ياد داشتونه یې په يوه کتاب کې و ليکل، چې سی- یو - کې نوميږي يعنې د « لويديځې نړی يادونې».
هيون - څنگ د ۶۳۱ م (۹هـ) د جنوري په لومړی ورځ په اودیانه کې و. او له دې ځایه چې اوس يې مردان بولي سواستو Su-FA-SA-TO ته د مارچ په اونه ورځ ورسید: او بیا په اپریل ۶۳۱م (۱۰هـ) تکسیلاته ولاړ.
د هیون - څنگ د سفر وخت په پښتونخوا کې هغه زمانه ده، چې د اسلام د دين رڼا لا دې سيمو ته نه وه رارسېدلې. د هجرت نهم کال و، او دلته د بودا د دین کوچنی او غټ مذهب خلکو مانه. گندهارا او اودیانه (مردان) اوسواستو (سوات) د بودا بي دین مراکز وو. او په سوو سوو بود تونو نه د بودایی راهبانو اوستانو څخه ډک وو.
هيون - څنگ چې کا پیسا ته راغی د دې ځای حکمران یو کشتریه ( له لښکري ډلې ) څخه ډير هوښیار سړی و، رده د هیواد قلمرو ۱۲۰۰ میله و، پر لسو نورو هیوادو يې حکم جاري و هر کال به یې د بودا یوه سیمیله ۱۸فټه جگه مجسمه جوړوله، او د بودا مذهبي لويه جرگه (موکشامها پریشاد) به یې هم سره راغونډوله. سل بودتونو نه به شپږو زرو بمبڼو ډک وو. تر پيښوره او اټکه یې حکم چليده. هیون څنگ د سوات د سیند پر دواړو څنډو يوزو او څلورسوه سنگها را مې ښيي، چې د ده په وخت کې ځينې ورانې شوي وې او پخوا اتلس زره راهبان پکې اوسېدل. دې سيمې څلور پنځه ټیینگ ښارونه لرل او د حکمران ناستون
یې منگالا نومیده،چې اوسنۍ مینگور، به وي. د دې ښار شمال ختیځې خواته د اپالالاناگا ډنډ د سوات د سيند سرچینه وه او بيايې لويديزې خواته د بودا د پله (سنډ) زیارتگاه او د چيني د وچولو تیزه او د سهاوانا بود تون او د بودا د لرغونو ژوند و نونو متعدد یادگارونه اوستویی د هیون څنگ په سفر نامه کې يا دشوی دي. چې د سیمې د خلکو عقیدوي او بدلی حالت او په خرافاتو کې غوټې وهل ښه څرگندوي.
د هیون - څنگ په قول سوات ۶۰۰ لی (۱۰۰ میله ) له پیښوره شمال ته پروت و چې اوچنگ - اودیانه یی باله او دا د سنکریت کلمه او جانه ده چې معنایې لوی باغ یا خورا زرغونه او سرسبزه سیمه ده. او چاپیرایې ۵۰۰۰ لی (۸۳۳ میله) و. چې ترسوات رود گرده لاندې سيمې پکې شمېرلې کېږي: لکه پنج کوره - با جوړ- سوات بونیر. او په همدغه سیمه کې د بودا يوه د لرگي غټه مجسمه ۱۰۰ فټه جگه ولاړه وه چی د اشوکا د سلطنت په ۲۴۳ ق م کې درول شوې وه.
* * *
تر اسلام د مخه د سوات شهرت او وداني او فرهنگ په لور ډول د هندي او نورو مقامي ټوکوڅخه يو گډ او مخلوط ژواک و، چې د پښتونخوا تېر تاریخ او فرهنگ کړه وړه هم کټ مټ دغسې وو. دلته د کوشان له کورنيو څخه مختلفې دلې او له يفتلیانو څخه یا ته کورنۍ د پښتونخوا په گوټ گوټ کي د حکمران په تو گه پاتی وی. لکه چې د کابلشاهانو کورنۍ له کابله تر اباسین پورې د اقتدار خاونده وه، او شمالا هم د دوی اقتدار تر سواته خپور و. او د دې مقصد لپاره اوس یو ژوندی سند هم شته، ځکه د سوات په بريکوټ کې یو ډبرليک په سنسکریت او سره د اناگری خط په ۱۸۹۷ م پيدا شو، چې اوس د لاهور په موزيم کې دی. پر دې ډبره دا سې کښلي دي.
« د ستر حکمدار او تر گردو شاهانو غټ، لوی پاچا سري جيه پاله د یوه په پاچهی کې. »
دغه جیه پاله ( جيپال) هغه کابلشاه دی، چې د پلار نوم يې بهيم ديوه و، اود ۳۰۰ هـ په شاوخوا کې يې پاچهي کوله. جيه باله په ٣۴٩هـ = ۹۶۰ م پاچا شو، او د العتبي په قول په ۳۹۳ ق يې خپل ځان وسوا څه ( ٢ ) دغې کورنۍ د امیر سبکتگین د غزني د پاچا سره ډغرې ووهلې، او کله چې ډغرې وو هلې ، او کله چې له کابله بې کوره شو نو يې بيا د اباسین پر غاړه په ویهند (هنډ) کې دوهم پایتخت جوړ کړ، او له لغمانه تر پکهلی پورې د سوات په شمول د دوی مملکت و، خو د سلطان محمود پر غلونو دوی نونڅه کړه، څو چې د دې کورنی پنځم پاچا بهیمه پاله د البيروني په قول په ۴۱۸ ق (۱۰۲۶م ) ووژل شو.
دا خبره هم د هيرولو نه ده چې د اسلامي عصر په شروع کې یوکابلشاه ( يا وهمن مردان شاه) له زاوله ترا با سینده (حدود ۲۰۰ م ) حکومت لاره، چې پر سکه یې: (بگ خوتای و همن مردان شاه) په پهلوي رسم الخط کښلی دی (۵) او ښايې چې د دې کابلشاه هیواد به هرومرو تر اباسینده پورې اوږد و، او د سوات جنوبي سيمه به د مردان په نامه د ده په هیواد کې شامله وه. نو ځکه ده ځان (مردان شاه) گانه، او دغه د اوسني مردان نوم به هم له هغه وخته پاته وي. چې د سوات بهاند رود هم په دغه سيمه کې د کابل په رود گډيږي.
دغه سیمه چې اوس یې د يوسفزو سمه يعنې اواره مځکه بولي، عربو ( الاهوار) بللې وه، او د اسلام رڼا هغه وخت د لته خپره شوې وه چې د کابل اسلامي فاتح عبدا لرحمن بل سمره په ۴۴ ق خپل سپه سالار مهلب بن ابي صفره ( فارس الفرسان ) دې سیمې ته راواستاو، او ده د کابل او ملتان په منځ کې بنه او الاهوار و نيول او يوه عربي شاعر وويل:
الم تر ان الازد ليلة بيتوا
بینه کانوا خیرجيش المهلب
که څه هم د بنه او الاهوار املا په خطي نسخو کې کرغيړنه شوې او په ځوډ و له راغلې ده، خو زه دلته د يوسفزیی افغان لیکوال سره متفق یم، چې د البلاذري بنه باید اوسنی بنه ډهيري وي، چې د سر دان په توتالی کې د نهر گو ما تې څخه، دوه میله ليرې يوه د خاورو غونډی ده، چې د لرغون ښاروران کنډرو نه هلته تر اوسه لاهم ليدل کيږي. اما د عربي الاهوار خو په ښکاره دغه پښتو نوم (هوا ره) د، چې اوس يې د يوسفزو سیمه بولي.
* * *
اوس خو نو دا ښکاره شوه چې د اسلام رڼا د لومړی هجري پیړي په منځ دغې سيمې ته رارسيدلې وه. چې د سوات او د کابل د رودو د پيوستون ځای دی. او له دې څخه هم سړی ويلاى شي، چې په دريمه او څلور مه هجري پيړۍ کې به د غزنويانو د يرغلونو سره سم د اسلام دين په سوات کې هم خپور شوی وي چې لاندې خبرې هم دغه راښیی:
حدودالعالم ۳۷۲ ق:
په اسلامي دوره کې تر لوړه ذکر شوو يادونو وروسته د يوه جوزجاني ليکوال ليکنه هم شته. د دې ليکوال نوم نه دی معلوم، خو خپل کتاب حدود العالم من المشرق الى المغرب يې په ۳۷۲ کال په دري ژبه کښلی دی. چې يوه خطي نسخه يې په شوروي اتحاد کې په ۱۹۳۰م په عکسي توگه چاپ شوه.
په دې کتاب کې د سوات ذکر، نیغ نه دی راغلی. خو د شاوخوا سیمو نومونه يې راوړي دي مثلا د اوسني سوات د شمالي غرو سوات د بلور په څرگندونه کې وايي: « بلور، نا حيتيست عظیم و این ناحیت را ملکیست و چنین گویند که ما فرزند آفتابیم و تا آفتاب برنیاید از خواب بر نخیزد و گوید که فرزند نباید که پیش از پدر خیزد و آنرا بلورین شاه خوانند و اندرین ناحیت نمک نبود، مگر آنکه از کشمیر آرند.»
(حدود العالم ، د بار تولد عکسي چاپ ــ لنین گراد ۱۹۳۰ م )
محمد حیدر دو غلات، بلور د شرق له خوا د کاشغر او یار کنداوله شماله د بدخشانه سره نښلوي. لويديځ ته يې لغمان او کابل او جنوب يې د کشمیر سيمې گڼي. له دې څخه ښکاري چې د بلور سیمه ډېره پراخه وه. د کشمير د غرو له لمنو څخه شروع بیا د اوسني نورستان تر کښتو درو پورې را رسیده. او اوسنی سوات گرده پکې را نغښتی و. دا چې د دې غرنی سیمې حکمدارانو خپله کورنۍ په لمر پورې نښلو له هیون څنگ تر حدود العالم درې سوه کاله دمخه دا قصه اروېدلې او ليکلې ده، چې د چین یوه شهزادو (پیغله د پو- له ـ سو ( پارس ) يوه پاچاته و دوله کېده خو د يوه اړو د وړپه سبب، دلته د يوه غره پر څو کوو ساتله شوه چې څوک لاس وروانچوي مگر ما پښین له لمره يوڅوک را شيوه شو او دا يې برالبه کړه، او له نسه یې دغه کورنی را پيدا شوه. چې سر اوريل سټين دغه ځای د پامير اوسنی قزقرغان ( قلعه دختر ) گڼي.
په همدغه کتاب کې په دغه وخت کې دغه جوزجانی مؤلف د بنير په باب ليکي: «بنیهار: جاییست پادشاه از مسلمانی نماید وزن بسیار دارد از مسلمانان و از افغانان و از هندوان.»
بل ځای د سمرقندان به بيان کې وايي چې دا لوی کلی د ماوراء الهنر سرحد دی او هندوان، وخیان، تبتیان او مسلمانان پکې اوسي.
له دې ټولو شهادتونو څخه ښکاري چې د اسلام رنا له لومړی پیړۍ څخه بیا تر۳۰۰ق پورې د سوات د غړو شمالي څنډو او جنوبي سمو سيمو ته رسېدلې وه.
(۵۰۰ ق) په شاوخوا کې د سوات سیمې په کشمیر پورې نښتې وې، او هلته يو دغسې حکومت و، چې عناصر يې برهمني هندي + د اسلامي فرهنگ په گډون وو. د کشمیر مورخ کلهڼه پخپل کتاب راجه تر نگینۍ کی د هغه ځای د هندو حکمرانانو کورنی او احوال راښيي. مثلا هرشه د یوه ( ۱۰۸۶ - ۱۱۰۱ م ) سيمها د ېوه (۱۲۸۶م) و غیره چې د دوی په حکم داري کې مسلمانانو کشمیر ته مخه کړه، او له شاوخوا څخه هجرتونه ور شروع شول په ( ۱۳۲۰م - ۷۲۱ ق) ډېر د سوات خلک د کشمير په حکومتي چارو او اسلامي فرهنگ خپرولو کې لگیا ښکاري. يو له دغو سواتيانو څخه «شامیر» نومیده، چې د کشمیر د حکمدار ریتچن صدرالدین (۱۳۲۰-۲۳م) وزیرو او وروسته يې له او داینه د ېوه (۱۳۲۳-۳۹ م) او ملکې کوته رانی (۱۳۳۹م) څخه قدرت په لاس کې ونيو. او په (۷۳۵ - ۱۳۳۴م) يې د سلطان شمس الدین به لقب (طاهر میرزا) په کشمير کې د سواتي کورنۍ د سلطنت سټه ټینگه کړه او د عدالت او مساوات پر لارو چارو یې حکومت چلاوه. د کروندو څخه يې يوه شپږ مه ماليه اخيسته (وفات اگست ۱۳۴۲م ).
د شاه میر سواتي کورنۍ لږ تر لږه دوې پیړۍ پر ټول کشمير پاچهي وکړه زمباور د دغې حکمرانې کورنۍ
شجره داسې راوړې ده:
شمس الدین شاه میر۷۳۵ ق. *
هندال ۵- قطب الدین(۷۷۲ق.) ۳-علی شېرعلاءالدین(۷۴۰ق.) ۲- جمشید(۷۳۸ق.) . ۴- شهاب الدین(۷۵۳ق.)
۶- سکندر شاه بت شکن(۸۱۳ق.)
۷- علی میر خان (۸۱۳ق.) ۸- شاه خان زین العابدین (۸۲۰ق.)
آدم خان ۹- حیدر شاه حاجی خان (۸۷۲ق.)
۱۰- حسن شاه (۸۷۴ق.) ۱۲- فتح شاه (۹۲۳- ۸۸۸ق.)
۱۱- محمد شاه (۸۸۶ق.)
لور ۱ د کاشغر د حکمران سکندرماینه ابراهیم
۱۳- نازک شاه (۹۴۲- ۹۲۴ق.) ۱۵- اسماعیل ۹۶۲ق. ۱۴- ابراهیم (۹۶۰- ۹۴۱ق.)
لکه چې تاسې وليدل د شاه میر سواتي د اخلافو حکمراني په کشمير کې تر هغه وخته وه چې د جلال الدین اکبر په لویه پاچهي د کشمير سيمې هم زر گډ ې شوې خو داسې ښکاري چې د سوات او بلور، چیلاس، چترال، باجوړ، کونړ او کافرستان سيمي به د ځينو محلي سلطانانو او ملکانو تر فيودالي نظام لاندې وې. ځکه چې د دغو سيمو خلکو اوس له کوچي توبه، د کلو او بانډو ژوند هم شروع کړی، او لومړني زراعتي ژوند ته ور داخل شوي وه.
دغه سلطانان د کونړ د پيچ په دره کې اوسیدل. او د اخوند درویزه په قول دری خپل اسلاف د سکندر ذوالقرنین توکم ته منسوبول. او د حکمرانی خند يې د کشمیر تر څنډو پورې رسیده، او یو له دغو څخه سلطان پکهل بن کھجا من بن هندو (۸۰۰ ق شاوخوا ) و. چې نوم یې تراوسه د پکهل پرسيمه باندې د پښتونخوا په شرقي شمالي څنده، (ضلع هزاره) کې يادېږي. او د کونړ په درو کې يې پر غره یو ډبر ليک هم پاته دى. وايي چې تر پکهل وروسته د ده زامن په سوات کې سره ونښتل او ډېر جنگونه یې سره وکړل، خو سلطان بهرام د کھجا من بل زوی لغمان او ننگرهار ونیول او د سپين غره په لمن (پا ېین) کې يې ځان ته ناستيځ ( پایتخت، جوړ کړ او تر کشميره يې پرگرد کونړ او سوات نغاره ږغيده. تر د وروسته سلطان تومنا هم د بهرام به توگه پر دغو سیمو حکومت کاوه (د ۸۱۵ ق شاو خوا ).