32

پښتو ولي هندي يا ايراني گڼلې شوې ده؟

د پښتو ادبیاتو تاریخ

تاسي دمخه ولوستل چه ځني پوهان دې ته هم تللي دي، چه پښتو د آريائي ژبو له هندي کهوله، يا د ايراني

کورنۍ څخه ده، د دې راي علت هم هغه دي،لکه دسامي توب طرفدارانو چه ويلي دي دوي لیدلي دي، چه د پښتو ډیر گرامري خاصیتونه او لغات د هندي او ايراني ژبو سره ورته دي، نو ځينو ايراني بللې، او نورو بيا هندي گڼلې ده. مگر موږ دلته د خپلو تيرو ليکونو په رڼا کي په ټينگه وایو:

. لکه ډیرو پوهانو چه هم دا خبره منلې ده، پښتو نه هندي ده او نه ايراني. بلکه له اصلي آريائي ژبي څخه

مستقلاً او مستقيماً زيږيدلي ده، او لکه د اروپا اوسني پوهان چه وائي: د هندي او ايراني ژبو د اتصال حلقه هم ده. د کتاب په راتلونکو برخو کي چه پښتو د ويدا او اوستا سره پر تله سي دا خبره به په ښه ډول څرگنده سي.