32

پښتو ادب د اجتماعي څېړنو لپاره

پښتو مقالات

ټولنه او اجتماع په موجوداتو کښي يو خاص ناموس دئ، چي سي وتلاى. 

یو ژوندی جسم که انسان وی که حیوان یا که کوچنی ذره بیني ،میکروب دا ټوله له خورا وړو کیمیاوی ټوټو څخه جوړ سویدی، چی دا ټوټې هم د بیخی کوچنوټو ذراتو څخه مرکبی دی. او دغه ذرې هم یو له بله د ټولنی او تجاذب طبیعى خاصیت لری او دغه خاصیت او یو له بله سره نښتون په دوی کښی د ژوندانه حرکت پیدا کوی او کوچنی او لوی ژوی (حیوانات) ددوی اجسام ځيني ترکيب سوي وي. نو لکه د ژوندیو اجسام چی د ژوندانه د مجموعو څخه جوړیږی، دغسی هم هر جسم او هر فرد له نورو سره نښت او یو ارتباط لری او دغه د اجتماعت له پوهانو له خوا حتی په خزندو چینی اوجو او حیواناتو او مرغانو اوگانو وحشی. هم ښوول سوی دئ. (1) انسان هم ددغي طبيعي سلسله یوه کړۍ ده، مگر د بشري اجتماع بنياد نظام اجتماعي ايښو سوئ دئ او ځکه چي يوازي دده ژوندون مشکل دئ، نو تل د ټولني په سيوري کښي خپل ځان له ناوړو واقعاتو ژغوري


 لکه د انساني انسانو د روحي تحقيق لپاره چي د روحياتو علم د (سایکالوجی) په نامه موجود دی. دغسي هم د انساني ټولنو د زوحياتو لپاره اجتماعي او څېړنی لري.

 طبيعي پوهان خو انسان د رنگ پر اقسامو ويشي، مگر اجتماعي فلاسفه ملتونه د روحياتو پر اصولو باندي سره بلوي. دوی وایی چی هر ملت خانته بېل فکری او عقلی یا روحی ممیزات لری، لکه ددوی جسمانی خاصیتتونه چی گوښی گوښی دی، دغسی هـم ددوی عقلی خصایص او روحی ممیزات سره بېل دی اومل دایخصتونه ددوی قومیت" جوړی "او. (۳) او د هر ملت ثقافت او مدنیت هم له دغو عناصرو څخه تشکیل کیږی چی د علم الاجتماع په اصطلاح ئي اجتماعي نفس يا ملي روح" بولي، او دا هغه جذبات او مشاعر او ذهنيات او تخيل او اوهام اوايد او نفسي حالات. چی یا ملت له بله بېلوی او د فکری وحدت تر سيوري لندي وده كوي. (4) د هر ملت تاریخ ددوی د روحیاتو ښکارندوی او د نفسی خصایصو هنداره ده، هره لوړتیا او، بری او هر کښته توب او پرزیده چی یو اولس ته ور پھښیږی دغه ددوی د روحیاتو اغیزه او نتیجه ده. دکتور گوستاولوبون وای : که انسان ناببره پردی هیواد ته ولاړ سی، لومړی شی چی دی ئه هلته وینی د هغه قوم خپلی اخلاق او روحیات او مشترک جنسی صفات دی چی په ولو وگړو کښي. څرگندیږی، او دا راښی چی هغه اولس ځانته یو بېل "روح" او اجتماعی (نفس ئی هم گوښی دی. (۵)  د دې علمي خبري مثال د دنيا په ټولو ملتو كښي څرگند ليدل كيږي، په ټوله دنيا كښي يهوديان كاغ او طماع او گټندوي او پول پرست دي تاتاري توكمونه په تالا او يرغل او سخت ژوند ښه.


پوهیږی، د انگلیسانو په ملی روح کښی متافت او کلکه اراده سته. آمریکاییان ملی روح ډېر لری. هندیان روحانی ژوند او د تصوف افکار خوښوی او دغه خصایص (بارزه یا اخلاقی او عقلی نوامیس چی د ملت اجتماعي نفس خني جوړيږي، حقيقتاً د ملتو د ارتفاع يا لوهو باعث گرهي او خورا درنې اغزه هم لري. (٦)

 د ټولنو د (اجتماعي نفس په تشكيل كښي تل دوه مهم سببونه لويه برخه لري : اول وراثت دئ چي ملي خصايص له اسلافو تنخه اخلافو ته را نقليږي او دا په فرنگي اصطلاح (Atavism) بولي. ، د ملت نفسي صفات لکه : جسماني صفات ټنیګ وياو په وراثت سره تل د یوه پښته بل پښت ته ځی د پلرو نیکو آثار د هر ملت په روح کښی دایم او کلک پاتیږی که څه هم زمانه او محیطونه د ملتو روحیات او ملت ژوندون لاری ور اړوی، ت په دغی د. روحیات او ارثی نظامات په خورا سوکه ډول اوښتل مومی چی مشاهد هم نه وی. او مزايا د محيط په اختلاف تغير كوي مثلاً : هغه آريائيان چي تقريباً ۲۵۰۰ کاله پخوا د پښتونخوا څخه د هند تودو اورشوگانو ته ور شوه سول، هلته ددوی رنگونه عادتونه او ټول خصایص هم و گرخیدل مگر هغه ډلي چي په دغو غرو کښي پاتي سوې، خصايص ئـي بيـل دي، دوي خپل قومي او هيوادني ملكات او جذبات او اجتماعي نفس لري ځكه چي ادبيات يعني ژبه - شعر - متلونه - قيصه او نور ادبي روايات تل د هغه ملت د اجتماعي نفسي او ملي خصايصو هنداره وي، نوا كه . د یوه اجتماعي نفسيات او جذبات مطالعه کړي، نو ددغي څېړني لپاره په ادبياتو کښي ډېر ذخایر او مواد لاسته ورتلای سي


ژبه:

  ژبه د هر ملت پر عقلیت له دې پلوه دلالت کوی چی په هر عصر کښی د عقلی ذخایرو یو مهم مظهر ژبه ده، ولی چی ژبه په یوه پلا نه ده پیدا سوې او نه له اسلافو څخه اخلافو ته دغ ده سیپش. د خپلو ابتدائی اړتیاو لپاره ځنی الفاظ جوړ کړل، وروسته چی نوی شیان مینده کېدل، نوی نوی کلمات هم ورته جوړېدل، کله چیان ورکېدل، نومونه ھې هم له منخه وتل په دھم را دھ منخه وتل نوه شید. کښي سير کوي، دغسي هم د ژبي اشتقاقات او تعبيرونه د هغه ملت د لوړتيا سره سم وده کوي مثلا: که د فرانسوي ژبي يو د سلو کالو د مخه قاموس وکتل سي، نو به د راديو او تلويزيون نومونه نه خبر مي دهد. ثابتوي چي فرانسويانو هگه وخت داشيان نه پيژندل په دې ډول هره ژبه د هغه ملت پر عقلیت ښه رڼا اچوی، او د هر مملکت د طبیعت یا محیط اثر پکښی کیږی پښتو ژبه هم ددغو ټولو محافظاتو تر اغېری دوزې لاندی ده پاتو دڵه پخوا د. که نو د بهری حیواناتو لپاره نومونه نه لری بالعکس ددوی په ژوندانه کښی مالداری او پوونده او گی ډېره وہ حیات ئې په غلو او د پسونو په محصولات پس کاوه، نو دپاره ډ نوع همېر نومونه نومونه لری هر راز پس او. ددوی د حمل و نقل لویه ذریعه وه نو ددې حیوان لپاره هم ډېر نومونه سسته ، او دا د اجتماعي او حياتي محيط اثرونه دي. د طبيعي محيط اثر هم پر ژبي خورا ډېر دئ مثلاً : پښتانه ډېر په غرو کښي ميشه وه نو د ډبرو نومونه د اقسامو او اوزانو په اختلاف خورا ډېر دي لکه ډبره،ګټه .تیږه .پړښه ، غرگي، کاڼي ،شگه ،سنګر ،لپاڼکي ،شاخه او نور...........


په دغه ډول د طبیعی او مادی شیانو لپاره ډېر او مترادف نومونه لری لکه : غر، شاگی، پوزه، غوندی توره دیگر د معنویاتو او عواطفو اولی عشقو لپاره ھوند کلمات، نسته ځکه چی دوی یو مادی سپ. رخاء او نعمتو نومونه لږ دا شیان په پښتنو کښی لږ وه، مگر د نول،ویر ناورین بخول نومونه متعدد لری. د هجومي کشفو نومونه هم ديځکه چي لكه : يرغل، تالا، غدي، زغل چور چپاو ډېر دي. له اخلاقی پلوه هم ډیر بد اخلاق په پښتنو کښی نه وو، نو ځکه د هغو نومونه لکه : دله،دیوث،قلتبان زن بمزد په پښتو کښی نه لرو کردۍ هر روز دیرک بېل بېل نوم لری پڪه چی. هگه کلمات چی قوت او قدرت پکښي پروت ويسته لکه : غښتلی پیاوړی،گرندی،زغرد، کروړ، کلک، اما ضعیف لپاره موضوع کلمات لږدی ولی چی پښتانه ټوله غښتلی توریالی وو. د ځینو موجودو طبیعى مناظرو لپاره ښه ښه نومونه وو، ځکه چی د قدرت د لاس ښکلی شیان د دوی تر سترگو لاندی وه، لکه : رڼا، روښنائی، وړانگه، پلوشه رباء دیا چی د. د بارانو لپاره څو نومونه ست لکه پسته،وور هښمه رسه،شیگره، شبیه پونه ورینگی او نور په مملکت کښي لوړي ژوري ډيري وي نو دې دوو حالتو تـه ډېر الفاظ سته لکه،لوړ،بر،پورته،هسک،پاس اوچت جگ یا بالعکس : کښته، کوز شوه، ځوړ، څوړ، لاندی. د پښتو د لغاتو او کلماتو مطالعه دا ښکاره کوی، چی پښتانه عقلاً او فكراً حقيقيون Realists، وو يعني د خيالي او وهمي شيانو خواته ميل خورا لږ وو، د دوي ابيات هم ساده او سپېڅلي طبيعي وو، خیالیت Idealism لږ پکښی ښکاري


مثلاً : د پښتو ژبی تذکیر او تانیث چی پر افعالو او ضمایرو یا کلماتو باندی په شدت جاری دي دا راښي چي د پښتنو عقليت هر شي ته داسي سترگه گوري چي هغه نظر ورته ښايي، او دغـه. خاصيت ئې په ادبي ژبه کښي هم خورا ښکاره دئ، لکه : په فارسي ادب کښي شاه شاه خوبان د معشوق لپاره استعمال سوي و او دا ځکه چي شاعر او عاشق به ټول اقتدار د شاهانو په په ډيگالي د معشوق په له شاه باله سنایی غزنوی وايي :

 نه ازین جا نه از آنجا ، دل من برد مهی

 زین گهرخنده نگاری و شکر بوسه شهی

 ځکه چی په فارسی ژبه کښی د مذکر او مؤنث فرق نه ؤ، نو ​​دغه شاه طبعاً مذکر وکانه سو او د شاعر د عشق طرف هم پسر او کافر. بچه و گرزېده :

 هر زمانی با سنایی در خرابات ای پسر !

 صد لباسات عجب دانی زهی کافر بچه

 دا د عشقبازۍ يو غير طبيعي جريان و چي د معشوقي پر ځای معشوق او د محبوبی پر ځای محبوب او گل پسر او کافر بچه ودرېد، او داسی ښکاره سوه چی د هر شاعر ممدوح او معشوق یوازی مذکر جنس دی مگر دا خبره ډېرهه ممکنه وه چی کوم شاعر به په طبعی سوق یوغ شعر د کومی پینه. کښي هم ويلي وي. خو په ژبه کښی د جنس فرق نه و، نو ځکه شاهد، شاه، بت، صنم، سروسهی، آفت عقل وجان او په سوو نور د معشوقانو نومونه ټول پر هغه گل پسر او جنس مذکر اطلاق سول. اما پښتانه د ادب او عشق او تعبیر پر میدان ریلیزم ته مایل وو دوی هغه د فارسی او عربی تعابیر واخیستل، مگر هغه ئې ټوله د خپلی ژبی پر طبیعت برابر مؤنث کړل او د دوی اجتماعي نفس


دلته په ادب کښی یوه ښکاره اغزه وکدل. مثلاً : لکه په فارسی ادب کښي چي "شاه" د مذکر معشوق صفت و دغسي "محبوب" هم استعمال سو بیدل وایی : 

بید ماغی مژده پیغام محبوبم بس است

 قاصد آواز دریدنهای مکتوبم بس است 

کله چي محبوب په ادبي ژبه کښي استعمال سي، مطلب ئي حتماً نارينه دي، ځکه چي يو بل شاعر غوښته چي له خپلي ښځي معشوقې څخه شکوه وکړي نو ده په دې بيت کښي د محبوب پر خای محبوبه یاده کړه :

 محبوبه چو بی وفا بر آمد

 شرمنده انتخاب خویشم 

د پښتو په ادب کښي هم شاه محبوب استعمال سول مکران پښتنو اجتماعی مزاج دغه کلمات په مذکر ډول نه سوای منلای او حتما ئې د پښتو ژبی احکام پر جاري کړي، له شاه څخه ني موشها شهه شهه محبوب محبوبه. دواړی کلمې په پښتو ادب کښی داسی ډیری استعمال سوې اوس ئې هیڅوک پردی نه بولی احمد شاه بابا وایی په خوا راغله محـ بوبا عجب ښکار کا دلربا چی ئې سر په مینه کښ هغو یووړه محــــ د شهی استعمال هم ژیر و د شهر اودو په سپین . هویت له ژبي او ادبه څخه د پښتنو تجربو او څرگنديږي. مثلاً : زهره هگه استوری دی :


  ځنی پښتانه ئې میلمه سترگه بولی دا ځکه چی دوی به ماښام ضرور مېلمه ته منتظر و او یوازی به ئې ډوډۍ نه خوړه، نو دا د ماسترام ستوری دوی مگهه، یعنیستر و مههه." ځی په دېډول که د پښتنو لغتونه او کلمات او ادب له روحی پلوه تحلیل سینو د پښتنو اجتماعی روحیات ښه څرگندوی پخوانو پښتنو خو د حقیقت او ریلیزم خوا درلوده دوی خیلی نومونه لږ ایښوول یعنی هغه شیان چی ددوی په حیات لوده مگر د پښتو صرفاً به نحو او فقه اللغه دا ښکاره کوی، چی د دوی د عقلیت دایره هم بیخی تنگه نه وه، ځکه چی فقط مشتقات او. مطالب دومره ډير دي چي پر اکثر و انساني روحي حالاتو باندي ښه دلالت کوي او د دوي عقلي ارتوالي څرگندوي مثلا په فارسي کښي خنديدن د يوه روحي کيفيت د ښکاره کولو لپاره ست چي نور اقسام تعريض په زهرخند شکر کیږی مگر د پښتو خنده خنده او مساء، مسبدل فرق لری، لومړی حال عام او دوهم خاص دئ، چی معنی ئی تبسم او لبخند دی. بعلاوه پر دې ،هنبدل ،شهدل کېدل هم د خندا مختلف انواع او خاص کلمات دي چي په ترکیب سره نه دي جوړ سوي. په هڼېدل کښی لږ څه بیباکی او په شپېدل کښی مستی او په کټېدل کښی د خندا نهائی حال ښوول کیږی، چی په عربی قهقهه بولي. الفرد فویه فویه ۱۸۳۸ - ۱۹۱۲) (م) فرانسوی د روحیاتو محقق لیكی چی جرمنیان نیاز پر وخت ضری كلمات جوړوي، کانټ او هيکل خانته د له پلوه ځني کلمات جوړ کړی دی (۸)، عربی ژبه هم له دې خوا آرته سوې ده، نولدکه Noldke آلمانی مستشرق وایی چی د عربو شاعرانو ډېر لغات پخپلو


اشعور کښي په کوم تقريب په ځينو معناوو راوړي و وروسته لغت ټولوونکو خلکو پر دغو کلماتو دو الفاظو گمان وکړ او په خپلو کتابو کښي درج کړي، مثلاً : هيصم او هراس چي. کلمې بيلي معناوي هم لری. (9) دا خاصت تر یوې اندازهې په پښتو ژبی او ادب کښی هم لیدل کیږی چی له اجتماعي او جغرافی محیط څخه پيدا سوي دي، او اوس د پښتنو د روحياتو په پلټنه کښي ښه کار ځني اخيستل کيږ. او لکه سید جمال الدین افغانی چی وای: د پښتنو صوری هیکل او د تندیو،کوتونه د دوی جسمانی قوا او حماسی شوکت ښکاره کوی، دغسی د پښتو ژبی آهنگ او رغونه او کلمات او د ژبی د ورندوالی او صلابت دا راد. او روحیات خورا کلک او درانه او غښتلی دي. (۱۰) مثلاً په پهتو ادب کښی پهتون په خاصه معنی استعمالیږی، چی د انسان صفاتو جامع سړی ته وای که وویل سی چی پلانی پښتون سری دی، دلته خو یو دا ښکاری چی دغه سری پښتون ملت په منسوب دى. معانی هم پراته دی چی هغه سړی رحم لری، عاطفه لری، دلاور دن غیور دی، غریب پالونکی دی او نور او نور ... په آخر کښي ددغي کلمې څخه يوه ډېره جامعه او د ډيرو معناؤ ډيرو معنايو ډيرو، بله کلمه "زيږيک" او دا هم د پښتنو په اخلاقی قاموس کښی د ټولو انسانى ښو صفاتو جامعه کلمه ده نو د پښتو ژبی آهنگ او فقه الصوت او ادبی ساختمان او وینایی جوړښت ددې ژبی د ویونکو روحیات او نفسی. جذبات او اخلاق په ښه ډول څرگندولاي سي.

 شعر :

 د هر ملت اشعار ددوی عقلی ژوندون ښه ښکاره کوی، اخلاق، دودونه، دیانت عقلیت او نور روحي خصایص ئې ښئي په شعر


کښي د ملتونو اجتماعي نفس او روحي ساختمان او فکري بنيه داسي ښکاري لکه په هنداره کښي چي هر څه ښکاريږي.

 د پښتو اشعار خو دوه ډوله دي : يو هغه او شعرونه اول بدلي دي في موږ ئې لغړ او سپېڅلي ملي مال بولو او بل هغه شعرونه دي چي پښتنو شاعرانو د عربي يا فارسي ادبي ژبو شاعرانو پھو. فیوی او فکری اغېزې لری. هغه اشعار چی د وزن او قافیې او نورو خصوصیاتو له رویه بشپر پښتو دي، هغه ټوله ددې قوم د عقليت او تفكر نتيجه ده، مگر هغه اشعار چي په عروضي ډول دي او د نورو ژبو له اشعارو سره دي اولي سوي او. ، په داسی شعرونو کښی هم د پښتونوالی عقلیت اغزه کړې او تر خپل اولسی اثر ئې لاندی کړی دی. د شبلی نعمانی په قول : عربی شاعر تل د نفس عزت او خپل غرور ساتی، مین که څه هم خپلی محبوبا ته اړ وی او وصال ئی غواړی، مگر دی د گدا په څېر نه دی مصداق جانباز دی مگر غلام نه دئ، د مینی. ته تیار دی مگر ذلیل نه دئ، مثلاً یو عربی شاعر خپلی مینی ته داسی خطاب کوي :

 فلا تحسبی انی تخشت بعد کم

 و لا اننی بالمشی فی القید احزق.

 یعنی دا گمان مه کوه چی زه به تا پسی خاشع سم، او نه به په بند سره له یونه پاته سم (۱۱)

عربيشاعر داسي نظایر ډېر لری چی په لندی بیت کښی هم شاعر د قوم په مړانه او دلاوری فخر کوی او هغه د خپلی معشوق له خولي داسي ښني : 

اذا اسود جنح اللیل فلتان ولتکن 

خطاک حفافاً فان حراسنا اسد (۱۲) 

(عمر ابن ابی ربیعه)


یعني : ماښام چي د شپې وزر تور سي نو ته راسه ، مگر پلونه ورو ورو ږده چی زموږ ساتنوال زمری دی په شرقي شاعري کښي ځني داسي مثالونه همسته چي شاعر ډېر ځان سپکوي او خپل وقار او شخصیت د معشوق په مخ کښي له لاسه باسي، لکه : 

سحر آمدم بکویت بشــــــــــــار رفته بودي 

تو که سگ نبرده بودي، بچه کار رفته بودي 

مگر د پښتو ادب که کله په تقليدي ډول داسي نموني ولري پخپل اصلي رنگ كښيو ممتاز اوك شكل لري، او عظمت شاعر خان دوني نه سپكوي او خپل غرور او نه بايلي مثلا خوشحال خان خود عشق پر ميدان قربانت حاضر دي، مگر د خپل نفس،لوړتيا او عظمت هم په عاشقانه ژبه محبوبا. ته داسي ښئي:

 مرگ لره ئې واړه د ډهلي لښكر راغلئ 

ته لا د خوشحال په مرگ خان روغ نه گڼې ننگ کړې 

سربازي او توريالي توب هم په عشق کښي داده سره ملگري دي او د رقیب مخی ته توره په لاس ورځي

 په درست جهان به نه وي يو دما غوندي رسوا بل

 ورځم توره وکښلې چي مين واروم په تا بل

 اوس نو له دغه بیته سره د یوه بل شاعر دا مضمون پرتله کی چی وایی :

 فلک بحال من خسته دل جفاها کرد

 که سگ بجان گدایان بی عصا نکند

 یو بل شاعر په عشق کښی دونی پټ پته کوی چی معشوق نوم نه اخلی او د نورو خبر په ترڅ کښی د خپل نا قط یار پوښتنه هم کوي :

 بهر مجلس که جا سازم حدیث نیکوان پرس

 که حرف آن مه نامهربان را در میان به


اوس نو ددغه روحی حالت په مقابل کښی د خوشحال خان دغه عشقی صراحت ته وگورئ :

 زه خوشال کمزوری نه یم چی به ډار کړم

 په ښکاره نارې وهم چی خوله ئې راکړه

 د پښتو شاعر پر ځان ویسا Self Help او په پښتونواله کښی ددغه مزیت اندازه له دې بیته ښه ښکاری چی خوشحال ویلی دي :

 د مزريو مړنتوب په لښكر نه وي

 مټ ئې هر كله يوازي پر خپل ځان وي 

متلونه:

 کله مثل څخه په پښتو کښي متل عين هغه شي ته وايي چي په عربي ئي مثل بولي، ښايي چي متل له عربي پوهان وايي چي يعني مثل مثل او مثل او دا كلمه له عربي جوړه سوې او پر ټولو حکمتو او لندو قصو او اساطیرو اطلاق سوه. (13) د پښتو ادب یو مهم ټوک دغه متلونه دی، چی په لنډو ویناو کښی حکمتونه او د گټی خبري ځای سوي وي په متلو کښي د ملتو د روحياتو خورا ښې ملت نکتې پرتې وي او ځني پوهان وايي. کوي، ولي چي اشعار د داسي خلکو له کومو راوزي چي فکر او ذهن او عقليت ئه تر عوامو لوړ وي اما متلونه د عوامو له تفکره حکايت کوي او د متلو الفاظ لکه اشعار مصنوعي او پالش سوي نه وي اوامو د عوامو په ژنه وي. د وگړو ږغ گڼلی سی او پر روحیاتو ای دلالت تر شعر ټينگ او د ويسا و وي متلونه د اجتماعي ژوندون او د دوي د عقلي هویت ښکاره کوونکی دي په مختلف و اوضاع و احوال او کيفياتو کښي د تجربو او ازميښتو نتيجې دي چي په لنډو کلماتو کښي ځاى سوي


دي. مثلا د پښتو متلونه دي : پردۍ ښې نيمه خوا دي" يا "پردي كټ تر نيمو شپو دئ له دغو څخه موږ پوهيږو چي د پښتنو پر خپل ځان او خپلو ملي ښېه شيهه و دو هري وي. دو باندی ئې اتکاء نه کوله، او دا یوه مستقله او تکړه اولسی روحیه ده چی یو قوم پر خان متکی و او پخپلو ښېگڼو ویاړی هغه قوم نه مری. د پښتو بل متل دئ : "جنگ" په وسله کیږی او ننگ په غله" لـه دي متله لندي خبري استخراج كُردلاي سي : د پښتنو اجتماعي ژوند پر دوه رکنه ولاړ ؤ : اول له ځانه څخه . دفاع دوهم یو له بله سره په روغه ژوند کول، چی په دې متل کښی اول ته جنگ او دوهم ته ننگ ویل سوئ دئ. ددوى عسكري احساس په دفاعي او خصمانه حركاتو كښي، او د ننگ جذبات په خپلوي او روغه كښي د ژوندانه مدار،و سله په دوي كښي مهمه او غله هم د اړتیا شی و. دي اجتماعي اړتيا دوي زراعت او كرني ته پاڅول نوئي په اخلاقو كښي زراعتي روحيه او د كرني قدر كول داخل سول، دا كه څه هم د زړو آريائيانو ده اوستا ددوي زراعتي حالت ښه څرگندوي (14) ر از سو، او د پښتنو د روحیاتو سره سم د ننگ دپاره یوه وسیله سوه او له دغه څخه موږ ته څرگندیږی چی د پښتنو د اجتماعي ژوندانه اساس ننگ و، نو د ننگ دپاره غله او کښت ضرور ؤ، او دھی ھو. د پښتنونخوا وگړی اکثر کرونکی او زراعت پیشه کړل. پر پچه وخوت کشمیر ای ولید" دا بل متل دی او دا راښکاره کوی چی پښتنو په عین ملی غرور او د ځان په ویسا کښی خپل حد نه ورکاوه یعنی په لږ څه له هوله نه وتل، او نې بځایه تکبر،کاوه دیو لو کارو لپاره ئي لوي


. وسایل پلټل او یووه جزوه ابزار ئې د مهماتو لپاره کافي نه گڼله. "د ډیرو لرگی د یوه غوزی

 د اجتماعي تعاون روح څرگندوي او د کولکتيويسم اساس په اجتماعی کارو کښي ښئي. 

کله کله په پهتو متلو کښي د فلسفې گراني خبري هم راغلي، او دا ښئي چي د پښتنو عقليت سوچ بدوي او غرني نه ؤ، د دوي په فکر کښي ژور توب هم موجود و، مگر طبيعي رنـگ نـې درلود، د. صنعی او موضوعی پوهنو صیقل نه و وهلی مثلا : دا فکر چی جهان زموږ د اعمالو د نتیجو د انعکاس ځای دئ، او هر سړی ته د خپل عمل او خپلو چارو جزا او مکافات رسیږی په انساني اجتماع کښي دازو فکر ډېر. الدين بلخي وايي :

 این جهان کوهست و فعل ما صدا

 این صداها باز گـــــــردد سوی ما

 پښتنو دغه اجتماعي قانون په يوه متل كښي لنډ ښوولى دئ

 چي مه کوه په ما _ و به سی په تا"

 په دې ډول د پښتو هر متل یوه حکمی او گټه وره اوجیزه ده چی ددوی روحیات او اجتماعي ژوند ښه ځنی ښکاره کیږی.

 قصي :

 لکه شعر او متلونه د پښتنو قصی او روایات هم د دوی د نفس اجتماعی ښکارندویی دي. د روغي ژوند ـ د جنگ دودونه _ د عشق او مینی حالات او روحی ،جذبات ددوی ذهنیت او افکار _ د ملگروه او رفاقت لاري او حالونه _ شاعرانه حیات _ شرافت ـ د ننگی سره عشق - توریالی توب - دفاعی او هجومی احساسات _ د ښخو شریفانه اخلاق - لندې دا چی پښتنی قصی ددې ملت روحیه


 ډول څرگندوی. د پښتو قصې او نقلونه د ځینو پهلوانانو Heroes پرسیرت او کردار مشتمل دي او شاعرانه سپېڅلي خوا لري، چي په دواړو کښي د دوي د اجتماعي نفس بڼه ښکاري، او ددغو قصو نارې چي پُل دَليه. کښی خورا مهمی دي. دکتور گوستاولوبون وايي قصي ډېر ځله تر تاريخ صحيحي وي او د ملت حقيقي مشاعر څرگندوي. قصې هغه حوادث دي، چي د حکايت کوونکي عاقله خان په متاثره سوي وي. (15) د پښتو ادب په دغه خوندوره برخه کښي يوه قصه د پتې بړېڅ او رابيا ده، چي د بست د زاړه ښار اوسېدونکی وه، دا دواړه مینان په پُلُو واقعه پُره، پُرُکُدِی ه شامليږي او توريالۍ دي ، هغه وخت چی له شپېتو تنو ملگرو څخه یوازی پتی خان او دده مینه را بیا پاتیږی، نو سهار رابیا پتې خان ته په دې ناره سره د جنگ  تشویق  کوي او وایی :

 سر د سره پالنگه هسک که پتې خانه ! 

را بیا گلی پنده ورته کــــــــــره سپریږی"

 چی پته خان لا له خایه سر نه و راپورته کړئ رابیا د جنگ لپاره پر آس سپره و او د غلیم مقابلی ته تله، نو ئې پر خپل مین. داسی ناره وکړه :

 سر د سره پلنگه هسک کړه پتې خانه

 رابیا گلی پنده ورته کړه سپره سوه"

  پتې خان په داسی حماسی ږغ ځواب ورکئ 

 که تتی دگواریو سانگي تتي

یا مي خور يي ! یا می مور يې

څو ئي نه کړم ،پر دا سپبنه سینه پڅي

په پای کښی پتې خان یوازی د جنگ پر میدان پاتیږی، نو داسی وایی :


که بوتی هندوستان می بوتی بوتی 

په سپیتانه کی خلاص نه ســـــــــــو

 اوس را واړوه د سپینو چړو موټی.

 په دغو نارو کښی د خلکو جنگی احساسات او د روح کلکوالی او ددوی د ښځو روحی او معنوی غښتلوالی او نه ماتېدونکی اجتماعي نفس ښکاری، چي د پښتني اجتماعي مزاج او فکري جوړښت هم تر پښتون کښته او ضعیف نه و. عفت او ناموس داري او پاک ژوند له پښتني اخلاقو څخه دي نر او ښځه دواړه پاکه لمن لري او عشق ئې هم په عفت کښي وه، د ښادي او بيبو) نقل زموږ د وگړو په او عاشقانه شهر. تر هر څه اثر ناک او اغېز لرونکی دي هم د پښتونوالي روح نه سي مغلوبولاي ښادي خو پر بيبو مین ؤ، او بيبو هم دده په مينه کښي ليونۍ وه، مگر ددوي عشق هم د عفت په سيوري کښي و او بيبو تر وا دِه. ښکاره کول لوی پیغور او ناوړه گانه ځکه نو چی یو وخت ښادی له بیبو څخه خوله غواړی، بیبو دا خواست نه منی او ناره پر کوي :

 چی دا ښادی هلک ؤ، ما ئې تل اودې څړۍ 

 اوس چی دا ښادی را لوی سو نو له ما غواړی خولگی 

ښادی د خپل خواهش په بېځایه توب پوهیږی، او سخت پښېمانه کیږی او له ډېره خجالته او عاشقانه غیرته له وطنه ورکیږی، دی غواړی چی ځان دـ کـه پـغوره وباسی نو کل پرېږدي او ځي. ښادی ولاړ، ورک سو کھول ئې پریښو بیبو خو دده په مینه کښی سوځېدله، د فراق او بېلتانه په لمبو کښی مکوټ سوې وه، یو ورځ چی د بکوا پر دښت کاروان تیریږی نو د بیبو خپل مین ښادی. ور په ياديږي وگوري په څه آرمان ناره پر کوي :


کاروانونه د بکوا پر دښت تیریږي

 کاروانونه د بکوا پر دښت تیریږي

 ښادی جان ورسره نسته

 په دا نور کاروان مينه نه ماتيږي 

زما آرمان ښادي مي بايلو

 وگوره ! یوه مینه چی د خپل مین سره دونه مینه لری، او بهله ده ئې په چا مینه نه ماتیږی بیا هم دده بېځایه خواهش منلای، ځکه چی د پښتونوالی څلی د دواړو په نظر کښی تر عشق دي هم درانه اوست. پښتو داسی ډیری قصې لری لکه : آدم خان او درخانی - مؤمن خان او شیرینو _ جلات خان او شمائله _ موسی خان او گلمکی - توردلی او شاهو او نوری چی ټولی دغه قصی د خلکو دی روحیاتو او اجتماعي نفسياتو رني هنداردي(۱۶)