پښتو او زړه فارسي (فرس قديم)
د مورخينو په اصطلاح زړه پارسي يعني فرس قديم Old Persian هغه ژبه ده، چه پخوا په خاص ایران "پارس" کي ويله کيده، او د مخامنشي دورې رسمي ژبه وه، د دوي نوشتې او دفاتر او ډېر ليکونه ټول په دغه ژبه دي، پاچهانو په دغه ژبه خبري هم کولې، مگر اوس د دغي ژبي آثار بیله ځينو ليکونو چه پر ډبرو پاته دي، بل څه نسته. له دغو ليکونو څخه د ژبو پوهانو فقط د زړې پارسي۴۰٠ الفاظ موندلي دي، چه په ميخي خط کښلي سوي دي.
زړه پارسي زند ژبي ته ډيره ورته وه، لکه زند ٢۴ توري لري، اما لږ څه تر زند ساده ده، په دغه ژبه چه ډبر ليکونه په ايران کي سته، د هخامنشي دورې د مؤسس، کوروش(۵۵۹ -۵۲۶ ق، م) له عصره شروع کیږي، او په درو څلورو ژبو په ميخي خط کښلي شوي دي، يعني يو مطلب هم په زړه پارسي هم په آسوري هم په عيلاي ژبه نوشته سوى دي.
که څه هم زړه پارسي له پښتونخوا څخه لیري په پارس کي پيدا سوې وه، او باید له پښتو سره ډيره نزدې نه وي، مگر بيا هم ځکه چه ريښې يې له اوستا سره نښتي دي، او د باختر له سرچينې څخه اوبه خور مومي نو به ضرور لغوي قرابت سره لري.
په لاندو کرښو کي زه د زړې پارسي، يو څو کلمات له پښتو سره مقابله کوم، کم چه له هغې ژبي څخه اوس پاته او ما ته معلوم دي، له دغي مقابلي څخه به ښائي د قدیمو ژبو روابط، د پښتو سره تاسي ته ښکاره سي: ۱- اورمزد: چه په اوستا کي اهوره مزدا دي، او د دې کلمې شرح دمخه ليکلې سوې ده، چه لومړي جزو يې د پښتو اور دي، د ایران د زړې پارسي په ډبر ليکو کي هم (اور مزد) ضبط سوې ده.
۲- منه: يعني (آدم، سړی) چه دمخه د دې کلمې ریښه په سنسكريت او ويدا کي د (منو) تر عنوان لاندي در وښووله سوه، او پښتو ئې تر اوسه هم ژوندۍ ده.
٣- آبي: يعني (اوبه، آب) چه د پهلوي آو او د اوستا آپ هم ور نزدې دي.
۴- هو: يعني ښه چه په سنسكريت کي (سو) دي او د پښتو ايجابي (هو) اوس ژوندۍ کلمه ده.
۵- دروكا: يعني دروغ چه په اوستا کي درواغه او په سنسكريت کي دروه او په پهلوي کي دروغ و په اوسنۍ پښتو کي درواغ او دروه دواړه ژوندي دي.
٦- وسپا: يعني اسپ، چه په سنسكريت کي (اشوه) او په اوستا كي (اسپه) او په اوسنۍ پښتو کي (آس - اسپه) دي. چه شرح ئې دمخه هم تیره سوه.
۷- يوترا: يعني پسر. دا کلمه د استخر د داریوش په کتیبه کي د زوي په معنا راغلې ده. چه په اوستا کي هم (يو تهره) او په سنسکریت کی (پتره) او په پهلوي کي پور= پوس= پوش وه.
د پښتو (پوت) هم په دغه معنا دي، چه دمخه ئې ذکر وسو.
۸- پیسو pisu: يعني پيس، دا کلمه په پښتو کي هم تر اوسه (پیس) ده، چه په عربي دا مرض برص بولي او په اوستاكي (پئیسه) او په پهلوي کي (پسک) وه.
٩- پمون pamon: يعني گرک، چه اوس په پښتو کي پم يعني گرگ او پمن گرگين سته.
۱۰- نامكا namka: یعنی نام، دا کلمه په سنسکریت کي (نامن) او په اوستا كي (نامن) او په پهلوي او پارسي (نام) ده، په پښتو کي (نوم) بولي، په زړه پارسي کي (نامکا) وه، په هخامنشي كتيبو كي د يوې مياشتي نوم
(انامكا) و، يعني بې نومه.
۱۱- مرگا marga: يعني مرغ دا کلمه په سنسكريت کي مرگه (جاندار و چارپا) او په اوستا کي مرغه او په پهلوي کي مروک وه. په زړه پارسي کي مرگازانا د یوې میاشتي نوم و، چه د ایران په زړو کتيبو كي ذكر راغلي دي. مرگا يعني مرغه او (زنا) يعني زوول. ځکه چه دا میاشت د مرغانو د زوکړي وخت و، نو په دغه نامه ياده سوې ده. د پښتو مرغه (پرنده) او (زوول) دغو قديمو كلمه ته نژدې دي.
١٢- وياخنا vyakhna: دا هم په زړه پارسي کي د يوې مياشتي نوم و، چه په اوسني پارسي ئې اسفند بولي، کلمه داسي معنا لري: وى يعني بي، اخنا يعني يخني او ساړه. لومړي جزو ئې هغه د پښتو (يه) = د سنسکریت (۱) دي چه په زړه پاسي کي (وى) هم و. دوهم جزو ئې (اخنا) دغه اوسني د پښتو (يخني) کلمه ده، چه اوس د سرما او زمستان په معناو مستعمله ده.
دا کلمه په اوستا کي (ايسي) ده، چه (س) په (خ) اوښتي دي، او په سنسکریت (يخ) د بريښيدلو په معنا و، چه د يخي صفت دي، او د سنسکریت (ج) په اوستا کي په (س) اوښتي و.
له دې لنډي مقایسې څخه چه فقط په يو څو لغتو کي وسوه، د پښتو نزديوالي له هغي زړې پارسي ژبي سره هم ښکاري، او دا څرگندوي، چه زړې پارسي هم باختري عناصر درلوده.