32

سعادت نامۀ افغانی

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین


دا په پښتو ژبه د پښتنو تاريخ دی، چي مؤلف يې سعادت خان د هدایت الله زوی و او ښايي چي د پېښور د خليلو په تپه کي تيار سوی وي. دا کتاب سل کاله دمخه په پېښور کي چاپ سوی دی چي په آخر کي يې داسي کښلي دي : "سعادت نامه افغانی مطبوعه ۱۸۶۶ مطابق ۱۲۹۰ هـ. دا کتاب د پېښور د جېل چاپ خانه کي د مير اکبر د اروغه په انتظام د مسټر هنری بکټ قایم مقام انسپکتر مدارس صوبه سرحد په اجازت چاپ شو".

 ښاغلی روشن خان د يوسفزو یو سترگه ور لیکوال چی دغه نسخه یه ه يې ليدلې ده داسي ليکلي چي: دا کتاب د تواريخ رحمت خاني د لفظ لفظ تاييد کوي، او د تالیف وخت يې تر تواريخ رحمت خاني وړاندي ښکاري، د يوسفزو حالات په تفصيل ليکي په کاټلنگ کي د يوسفزو او د لازاکو جنگونه شوي دي، دا کتاب يې په تفصيل بيانوي، او پښتو یې د خليلود تپې له محاورې سره برابره ده.

دلته د نمونې په توگه دغه څو کرښي را اخيستلي کيږي : "پېښور ته راغلي پښتانه ټول درې کوره دي، او بعضي قبيلې د دې دريو قبيلو سره يو ځای اوسي، چي دوی ورته حصه لکه د ورور ورکړې ده، خو دغه همسایه دي، دا لويي کورونه درې دا دي :

اول :- خيښي

دوهم :- غوري

 دريېم :- کرلاڼي"