32

قادر داد

د پشتو ادب په تاریخ کی قصیده پښتو پخوانی قصايد ، دریم څپرکی

همله دغی ډلی څخه قادر داد د محمد زمان زوی د روښان پیر له کورنۍ څخه تر ۱۱۱۸ ق پوری ژوندی و، چې پلار یې هند ته فرار سوی او هلته به مړوی.

دی هم اوږدې عرفانی غزلی لری چې کله کله یی دغه غزلی د قصيدې درشل ته هم قدم ږدی.

د ورکی خزانې مؤلف (۱ ر۳۹۵) د ده څه نظمونه را خوندی کړی دی چې د روښان پیرد ادبی مکتب یو ورك پلورا روښانه کوي.

 قادر داد د روښانيانو په صف کې د كريمداد بنگښ ترڅنگ (مگر وروسته) د دريدلو حق لری. ځکه چې په کلام کې یی شعریت تر واصل، د روند ښکاری. عمومی موضوع خو يوه ده، مگر کله کله هنر هم پکی ځایږی او سری و یلای سی، چې غزل یی د شعر ښکلاوی لری، لکه: 

چې مدام په زړه کی خیال لری و جنگ ته

څوك به څه وايي دې مست شوخ و شنگ ته

چې پر ې آه دعا جزا نو اثر نکه

د نرمۍ خوی به څه ستا یی و سنگ ته

لکه زه چی د هجران په اور گداز شوم

خدای دې هسی ساعت پیښ نکه پتنگ ته

اندیښنې لکه خارونه رالگیږی

په ارام می اړخ نه لگی پالنګ ته

عاقبت به ستا د غم حصار ته پريوزم

چی ارتا و دی کړم د مینی و گړنگ ته

د تمهت درسته رقیب کړه په ما تشه

د غضب توره په لاس گرځی وڅنگ ته 

رقیبان د کوڅی سپی شوه قادر دا ده 

مدام غاپی د دیدن وږی ملنگ ته

(ورکه خزانه ۱ر ۱۱۳)


د قادر داد د کلام په نمونو کی یوه اوږده قصیده هم سته چې په دې ډول شر وع کیږی:

ابتدا چې د حمل په درست جهان شی

زمکه سبزه زرغونه هم کوهستان شی

رنگا رنگ گلونه گل شی په چمن کی

 ډيرعا لم يى و  ديدن ته نگران شی

چې زپلی د خزان ښايست بيا مومى

آه سرد بیرون له جس په سندان شي ( الخ)

د تشبیب په سينگارولو کی د ده قدرت د غونی دی مگر په تخلص او گریز کی څه له شاعرانه مهارته کار

اخلی او پر هنر ځان خپل عرفانی او تلقینی مطلب ته نزدی کوی:

عندليب په ډير هوس تر گلو گرځی

مړاوی گل په پریشانۍ کی خندان شی

له ماضی فراقه ژاړی و چمن ته

ترس می نه له مستقبل غم د هجران شی

دا اټکل یې هومره نه دی په خاطر کی

چې به بيا دا زما جمع زړه پریشان شی

نه به زه ترتله اوسم په جهان کی

نه به پاته جور دا هسی گلستان شی

يا به زه وړاندی له گله جدا کيږم

يا به وړاندی ترما پیښ پر گل خزان شی


په دې ډول دی ورو ورو ځان مقصد ته څرمه کوی او د خزان مناظر، د گلو مړاوتوب د پاڼو رژيدنگ، د سمسورو باغونو خمسوری تصویر کوی. خو په پای کې وایی:

بی و فا دنیا به پاتی شی له واړو

په ارمان به منی ولاړ شیفتگان شی

له د ارا له سکندریی وفا نکړه

څه امید په دغه بی وفا دوران شی

اورنگ زیب ولی پادشاه تر دنیا تیر شو

چې د عدل یی تعریف په هندوستان شی

چې دا هومره نصیحت کړم با ورو کړه 

چې ځان ته وايم تش مذکور د دیگران شی

همه واړه عيب وينم پخپل ځان کی 

که بهانه په خوله دا نور نور آدمیان شی

هیڅ مړی به غلط نه ځی قادر داده

که پیرو د انصاری با یزید روښان شی