32

احمد خان د (مجمع التواريخ) ليكوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا تاریخ هم د مخزن له ماخذو څخه دی، او د نعمت الله په لاس کي ؤ او داسي يې ستايي : "و معدن اخبار احمدی که فصاحت شعاز و بلاغت دثار احمد خان بن بهیگخان کنبوله در سنۀ یکهزار و بیست تصنیف نمود و مجمع التواريخ نام نهاده و الحق که تواریخ باین خوبی بنظر در نیامده است..." نعمت الله وايي چي: دغه تاريخ د پښتنو احوال لري او ما اقتباس ځني کړی دی اما اوس د دغه کتاب کمه قلمي نسخه نه ده معلومه، خو د نعمت الله له قوله يې پېژنو او داسي معلوميږي "چي معدن اخبار احمدی" هم نومید.