زراتشترا، سپین تمان او بلخ

افغانستان د تاریخ په رڼاکې

د اسلامي دورې په ډېرو تاريخي او ادبي متنونو کې څو څو ځله د بلخ او زرتښت د نوم يادونه شوې، داسې يو شمېر ختیځ پوهان شته، چې د هغه د زېږېدنې ځای آذربایجان راښيي، مګر يو ډېر شمېر کسان شته، چې وايي نوموړی په بلخ کې زېږېدلی او پخواني اريايي د باختر د سيمې ديني قوانين رسم او رواج د ده له خوا منځ ته راغلي تر کومه ځایه چې د زرتښت د نسب او نيکونو په هکله له څېړنو او د او پستا له شهادتونو څخه څرګندېږي داسې ښکاري، چې د (کاتا) ويونکي نیکونه نسل په نسل په باختر کې اوسېدل او د زور بلخ په ډېرو نجيبو کورنيو کې شمېرل کېږي. همدارنګه د یوې درنې کورنۍ د سوابقو په لرلو او د خپلو نو و افکارو د تبلیغ او اصلاحاتو په راوړلو او همدغه شان له باختري وزيرانو سره د خپلوۍ اړیکیو دی برقرار ساتلی د زردښتي دين د تبليغ او د پاچاهی دربار د ټاکنې په ځای کې، چې دغه تبلیغ په هغه ځای کې صورت نیولی هېڅ څوك او هېڅ یوه پخوانی او اوسنی منبع شك نه لري، ځكه چې ټول په دې متفق دي، چې يو د عبادت کولو دين چې اصلاً دا قانون د مزدیسنا) په نوم يادېده په بلخ کې د ګشتاسپه په دربار کې د زرتشترا له خوا څرګند شو. له (کاتانو) نـــه

څرګندېږي په هغه سیمه کې چې خلک يې لکه د کوچیانو په څېر په صحرا کې ګرځېدلي او ژوند ژواک یې هم لکه د کوچیانو وو او اريايي دين هلته رواج او سابقه درلوده او خلکو مختلفو څيزونو ته عقیده درلوده او ډېر معتقد وو ، فديي او قربانۍ ته یې ډېر از رښت ورکاوه، زرتښت هلته خپل دین ظاهر او څرګند کړ مدققینو وروسته تر مطالعو دا و موندله چې دا سيمه د هندوکش په شمالي سيمو کې د بخدي باخترش او يا د بکتریان سیمه ده. لکه څرنګه چې د کشتاسپه په عصر او دربار کې د نوي دين په موضوع خبرې کوو، نو بايد پوه شو چې د زراشترا معاصر پاچا کشتاسپه څوک و؟ او چېرته يي سلطنت در لود؟ زراتشترا په اوستا کې له ویشتاسپه) سره داسې خبرې کولې، چې فکر کېږي ګواکې له یو ژوندي پاچا سره ګړېږي. ځيني شرقي او غربي څېړونکي د ګشتاسپه په ټاکنه کې تېروتي دي هغوی گشتاسپه د داریوش پلار ویشتاسپه بولي. اوس نو پخپله د داریوش په اعتراف چې وايي پلار يې اصلا پاچاهي نه ده کړې او او پستا قطعا د هخامنشي نسل نه پېژني، نو ویلی شو، چې ویشتاسپه د زرتښت معاصر دی او زرتښت د هغې پاچاهی ملاتړی دی چې پایتخت يې بلخ، له باختر نه تر سیستانه یې حکم چلېده او د بلخ د اسپه) شاهي کورنۍ غړی و چې اوېستا هغه د لوی کی ویشتاسپـه پــه نوم ياد کړی دقیقي د بلخ پیاوړی ژوند او ناکام شاعر د ګشتاسپه دربار نه د زرتښت د لارې پېدا کولو په باب داسې وايي:


 چویکچند گاهی برآمد برین - درختی پدید آمد اندر زمین 

زایوان کشتاسب تا پیش کاخ درختی کشن بیخ و بسیار شاخ 

همه برگ او پندو پارش خرد - کسی کز چنان برخورد کی مرد 

یکی باک پیدا شد اندرزمان - بدست اندرش مجمر عود و پایان 

خجسته پی و نام او زردهشت - که اهریمن بدکنش را بکشت 

به شاه جهان گفت پیغبرم - تراسوی یزدان همی رهبرم 


وړاندې مو وويل، چې د ګاتها) له لارښونو نه څرګندېږي، چې زردښت په سیمه کې نوی دین اعلان کړ، چې هلته خلك زيات شمېر ارباب الانواعـــو ته عقیده درلوده دا همغه د ويدي عصر آريايي ارباب الانواع دي، چې په

د زردشت د پلار نوم اپوروش د نیکه نوم بي (سپیشمان، او د غور نیکه نوم يې (هیچت اسپه) و، چې له هغه نوم څخه يېک کورنی نوم اخیستی دی د هغه د نیکونو په نوم کي د راسپه له كلمي خخه خرگند ېږي، چيد بلخ له مشهوري اسپه کورنی سره اړیكي لسري او د بلخ له يسوي نجيبي تولني سره اړوند ېږي د همد غو اریکیو پر اساس وروسته شردي، چي ددپن تبيلغ يي وکر او اصلاحات پي راوړل د اسپه کورنی له وارثینو سره يسي يې يې خپلوي وكره. همدارنگه د بلخ د پاچاگشتاسپه د وزیر جم اسپه د ورور وفراشترا لور يي خانته واده گړه او خپله خوانه لور پورچیست يي د بلخ د پاچا وزير اجم اسپه ته ورکره دا ټول اړيکي داسي ثابتوي، چي زرتشترا نسل په نسل په بلخ کي اوسهدلی، په همدغه بار کي پیدا شوى او همدلته يي تبلیغ پیل کری او بالاخره په همدغه نار کي د تورانیانو دپوي حملي په ترخ کي وژل شوی دی.