32

فارسی اخبارات و مراسلات

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

د شرقي هند کمپنۍ چي د اتلسمي سدۍ څخه بیا تر نونسمي سدۍ پوري د خپلو استعماري غرضو لپاره په افغانستان کي کوم جاسوسان یا خبریالان مقرر کړي وو او هغو به د دې ځای د رسمي او اقتصادي او اجتماعي احوالو رپورټونه خپلو مرکزونو ته ورکول داسي مواد خورا ډېر دي چي د دې سيمي د تاريخي واقعو هنداري دي.

د ډهلي په ملي ارشيف کي چي څه مواد سته له هغو څخه ۲۳۱ هغه خطونه دي چي له۱۷۷۶ څخه تر ۱۸۰۳ م پوري د د کمپنۍ او د هندوستان او افغانستان په روابطو پوري اړه لري. او دغه مجموعه ډاکتر پرماتماشرن په ۱۹۶۶ م کال له ډهلي يونيورسټي څخه خپره کړه چي فارسي متن يې ۵۲۲ مخه او مقدمه او فهرستونه يې ۱۰۴ مخه دی، نقشې او تصاویر هم لري. 

په دغو سندنو کي د افغانستان د تېمورشاه او شاه زمان د وختو ډېر پاخه اطلاعات سته چي زموږ تاريخ ښه را روښانه کوي او د دې عصر پر سياسي اوضاعو باندي كافي رڼا اچوي.