دولتی تشبثات
تر استقلال را وروسته د افغانستان په دولتی تشبثاتو کې د هنر او صنعت لپاره دغه اقدامات په کابل کي سوي دی:
(۱) د افغانستان د صنایعو د تشویق لپاره یوه نظامنامه په ۱۳۰۲ ش ۱۹۲۳م خپره سوه.
(۲) په ۱۳۲۸ ش ۱۹۴۹ م د تشویق صنایع اصولنامه.
(۳) په ۱۳۳۴ ش ۱۹۵۵م د زراعتي بانك او لاسي صنايعو اساسنامه.
(۴) په ۱۳۳۴ ش ۱۹۵۵ م د سینما، تیاتر او فلم اخیستلو دموسساتو لایحه.
(۵) په ۱۳۳۸ ش ۱۹۵۹م د معارفو د تجارتي صنايعو اساسنامه.
(۶) د ۱۳۴۰ ش ۱۹۶۱ م په حدودو کې د پوهنې وزارت يو د ميوزيك مسلكي مكتب هم جوړکئ، چې د زاړه او نوي موسيقي اصول پکښې ښوول کېږی.
(۷) په ۱۳۴۴ ش ۱۹۶۵ م د تیاتر د هنري موسسې اساسنامه.
(۸) په ۱۳۵۲ ش ۱۹۷۳م په کابل کې د افغان نندارې موسسه د کابل د چمن په سیمه کې د سینما، تياتر، ميوزيك، رقص او نورو تمثيلي هنرونو لپاره جوړه او اساسنامه يې خپره سوه، چې اوس ځينې فلمونه هم جوړوي او د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د هنر په رياست پورې اړه لري.
(۹) په ۱۳۵۴ ش ۱۹۷۵ م د لاسی صنایعو د انکشاف مړکز جوړ او اساسنامه يې خپره سوه.
(۱۰) د ۱۳۴۰ش ۱۹۶۱م په شاوخوا کې یو د صنایعو مکتب د پوهنې وزارت تاسیس کړئ، و چې تر اوسه هم چلېږي او په پروګرام کې يې د رسامۍ، نقاشۍ، مجسمه سازۍ، رنګمالۍ، معمارۍ، نجارۍ، تزیین او حکاکۍ زده کړه داخله ده.
(۱۱) د د غلام محمد میمنه ګی په نامه يوه دمستظرفو صنایعو موسسه له ۱۳۵۰ ش ۱۹۷۱ م را په دې خوا د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کی د هنري روزنو کار کوي.