شېخ امام الدین د (تاریخ افغاني) ليکونکی
شیخ امام الدین محمد عنایت الله د شیخ کبیر بالا پیر زوی او د شېخ قاسم لسمی دی چي د شيخ كبير له (۱۲) زامنو څخه دی ډېر شهرت لري، د دوشنبې په ماښام غره د محرم (۱۰۲۰ هـ) د پېښور په بدنۍ کي وزېږېد، مور يې تاج بي بي د ملک دروېز لور او د خليلو له مشهوري کورنۍ څخه وه. شیخ امام الدین هم د خپلي کورنۍ د نورو خلکو په ډول علمي او روحاني نفوذ وموند او د چهارشنبې په ماښام ۲۳ د محرم (۱۰۶۰ ه) له دنیا څخه ولاړ او په پېښور کي ښخ سو.
دې شېخ يو تاريخي کتاب (تاریخ افغاني) د پښتنو پر احوال او تاریخ په پاړسو ولیکه، چي قلمي نسخه يې د کابل په ارگ کي وه، د کتاب له مقدمې څخه ښکاري چي شيخ امام الدین سترگور مؤرخ دی او د خپل کتاب تر ليکني دمخه يې د پښتنو ډېر مهم تاريخي كتب لوستلي او د خپل کتاب د ماخذ په ډول يې استعمال کړي دي.
هغه کتب چي د شېخ امام الدین ماخذ دي او د خپل "تاریخ افغاني" په مقدمه کې راوړي دي دا دي : روضه الاحباب، مجمع الانساب، اصناف المخلوقات، تواریخ ابراهيم شاهي د مولانا مشتاقي، د خواجه احمد نظامي تاریخ، د شېر شاه احوال چي شیخ عباس سرواني کښلي دي، اسرار الافغاني له دغو کتابو څخه ځيني ماته معلوم او ځيني ورک دي.