هزار سم
د تيږو له لرغونې دورې څخه تر اسلامي دورې پورې د کاروانونو د پخوانی لارې په اوږدو کې چې بلخ يـې لــه باميانو او کابل سره تاړه د هغې په شمالي برخه هندوکش په شمال کې مو ډېره مهمه نقطه درلوده چې د هغی اهمیت جغرافيايي موقعيت د کاروانونو د لارې بېلوالي . د سمڅو پاتې شونې د (مکالیـت شـتـه والــى هـغــه غـــتـي ډبرې، چې پر ځمکه به يې ښخولې او د بشر د پخوانيو ودانـيــو نښې نښانې دي د تيږو د دورې د کار وسایل او د رنګـه لـعــــاب دارو تيګرونو ټوټې څرګندوي. دا نقطه هزار سم)) نومېږي او څرنګه چې (ســــم) د (ســــمـوچ) لندون دی کولای شو هغه ځای ته هزار سموچ یا زر سمخی ووایو. هزار سم) د جغرافيايي جوړښت يوه فرعي دوره ده، د خلم چې د. د درې په ښکتنۍ برخه کې واقع او دهغې كارواني لارې پــر ســــر ده ، چې له مخي مخکې مو یاده کړه. رستم دوه مهم بودايي مرکزونه په شمال كي د ايبك تخت یا سمنگان او د هندوکش په جنوب کی بامیان هغه منځنی نقطه ده، چې د دې ستر غره د لړۍ په زړه کې ځای لري. هزار سم» دهغه سمڅو نوم دی، چې د دې درې ابادي د يـــو بودايي ښار په تو که خاطري را يادوي، چې تر اوسه د درې په اوږدو کې کتــار ، کتار پاتې دي او د بودايي خلکو د اوسېدلو استوګن ځايونه وو ، چې د هغې زمانې د ځينو رنګه انځورنو نښې نښانې اوس هـم پـه ځـيـنـو سـمـځـو کـې له منځه نه دي تللي.
هزارسم) له بودايي عصر نه وړاندې ( د لومړۍ پېړۍ له پیل نه د اوومې زيږدي پېړۍ تر نيمايي وروسته هم استوګنې او ودانۍ درلودې او دهغو دورو پاتې شوني اثار يې د څيړنې وړ دي. د ایتالیایی لرغون پیژن ونکي پلاوي له څېړونو څخه ه چې د ۱۹۴۱م کال د مني په موسم کې يې هلته ترسره کړې وې داسې څرګندېږي، چې هزار سم او د هغبي فرعي درې د تيږو له لرغونو دورو څخه تر اسلامي دورې د مغلو له يرغل څخه دمخه د هندوکش له مهمو او آباد و مرکزونو څخه ګڼل کېده. د هغو مطالعاتو له مخې، چې په غارونو کې په ژونــد پورې اړه لري د پاله او لي تيك دوره يا لرغوني دتیرو دوره (هزارسم) يــا (قره کمر د دواړو ساحې د جغرافيايي موقعيت د نزدېوالـــي لـــه مـخـــي او همداشان پــه لـــوړو ساحو کې د غارونو د موقعيت له مخې ډېر سره ورته والی لري او د چاقوګانو په شکل او د تېرې نوکې لرونکې وسيلې او يـــو ډول وړو نسبتاً گرد و غاښورو وسيلو شته والی د. پلیستوین» د تیرو پر لرغونې دورې ژوند پورې اړوندې نښې نښانې دي. ايتاليايي پلاوي عقيده لري، چې د هزارسم ګارې د دې دورې د خلکو داستوګنې او د حيواناتو د ښکار لپاره ډېرې مساعدي او برابرې وي، ځکه چې دا غارونه په لوړو برخو کې پراته وو او اوسېدونکي يې د حېواناتو د یو ناڅاپي بريد نه په امن کې وو او د ښکار لپاره سارايي ژوي په نږدې څلورو خواو کې ډیر لږ پېدا کېدل. د د غارونو په نژدې لمنو کې ځينې ځانګړې د کار وسیلې لکه د یو څيز يا ځای د سوري کولو لپاره وسيله، د هډوکو يا لرګيو د پرې کولو وسيلې ليدل کېږي، چې کېدای شي د تيږو په نوې دوره پورې اړه ولري او د دوی د فراغت له دورې سره يې اړه او ارتباط هم لري نه ښکاري. له دې څخه داسې معلومېږي، چې په هندوکش کې ښکاري اوسېدونکي د تيږو لرغوني دورې تر تېرولو وروسته له لوړو غارونو څخه ښکته راغلي او د درې په منځنيو هغو ځايو کې چې اوبه کول او خړوبول يې اسان وو په کرونده بوخت او خپل ژوند یې پیل کړی دی. د ايتاليايي پوه په ګروهه هزار سم له هغه وخته د يو واړه کلي يا ښار بڼه غوره کړه، چې کاروانونو د هندوکش په دواړو خواو ځانته لارې پرانستې او د غرونو په زړونو کې مرکزي اسيا او دهند شمال او جنوب خواته وخوځیدل د هزارسم)) په موقعیت مو وړاندې د کاروانونو د لارو بېلوالـــي تــــه نغوته وکړه، له هزار سمه رستم تخت ، سور کوتـــل، بغلان او قندوز پــه لوري لارې همدارنګه له رستم پلاز څخه يعني له سمنګان څخه خلم، بلخ او له هزار سمه د بامیانو او کابل پر لور هم لاري تللي وي. دا او همدا راز نورې لارې د درو په کړلېچونو او د هندوکش پ. کوتنـــو تــــرې شوې او د کاروانونو له هغو پخوانيو لارو سره، چې د هند او چين ترمنځ وي يو ځای كېدلي. ایتالیویانو (هزارسم)) د بودیزم په دوره کې د یو لوی ښار په توګه پېژندلی، چې د وړو فرعي درو په ګډون يې (( . (۳۵۰۰۰۰) مربع متره پراخوالی درلود. لکه څرنګه چې په مختلفو دورو کې دژوند نښې نښانې لکه د طبيعي غارونو په بڼه (مکالیت) یا دهغو سترو طبيعي ډبروپه ډول، چې توږل شوي او د دايرې په شکل په ځمکه کې ښخې دي، همداراز هغه سمڅې چې شم ـ يـې سلګونو او زرګونو ته رسېږي او هغه له تيږوجوړې شوي سترې چاردیوالی او کنډرې او بالاخره د ختيو پخې ودانۍ ټولې دلته موجودې دي دتيږوله لرغونې او اوسنۍ دورې نه نيولې د جستو تر دورې پورې د ژوند ټول پړاوونه او تر هغې وروسته د کروندې تر وخته او بيا تر هغې، چې د کاروانونو لار خلاصه شوه له هغه مهاله د بودایی دین نر خپرېدو او بيا تر اسلامي دورې پورې، دا ټول هله مطالعه کولای شو. چې د چنګيز يرغل د هغه ځای ښکلا او پرتم نسکور او رنگ کر.