32

د خپروونکي یادښت

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

پښتنو د تاریخ په اوږدوکي د خپل تاریخ د روښانه کولو لپاره هڅي کړي، تاریخونه يې لیکلی،ادبی تذکرې یې لیکلي، ادبیات یې روزلې، د خپل هیواد او حتی سیمي په کچه یې د هغوی د جغرافیایې موقعیت او پولو د روښانه کولو په باره کي آثار کښلي دي. 

ده هڅي له ډیري اوږدې زمانې راپیل سوي دي، د اړوندي موضوع په باره کي په لسگونو او سلگونو تاریخي او ادبي کتابونه لیکل سوي دي.

خو ! بدبختانه زموږ هیواد تل د پردو یرغلگرو تر ناروا یرغلونو لاندي راغلی دی چي د دغو یرغلونو په اوږدو کی د دې هیواد تاریخ او فرهنگ ته هم نه زغمونکی زیانونه اوښتی، زموږ تاریخي او ادبي آثار ورک سوي یا یرغلگرو د ځان سره وړي او حتی داسي هم پیښه سوې چي کتابونه څه د کتابو او لیکولو نومونه هم دغو خړو سېلابي سېلیو د ځانه سره وړي دي.

خو د دي هیواد او تاریخ زېږوونکي اولس وروستنیو پوهانو د خپلو مشرانو پر پله پل ایښی او د دغه ډول پټو د موندني لپاره یې لیڅي رانغښتی وې او دي، چی د سر په لیکه کي یې د هیواد د نامتو تاریخ لیکونکی، ادبپوه او جغرافیه پوه پوهاند علامه عبدالحي حبیبي (رح )نوم راځی. چي تر ډیري اندازې په دې برخه کي بریالی سوی او توانېدلی دی چي زموږ د  تاریخ او ادب ډیری تیارې روښانه کړي.هغوی د زیاتو شمېر نورو لیکلو او چاپي آثارو په لړ کي یو هم د "نومورکي مؤرخین" په نوم کتاب دی، چی ۱۳۸ تنه نومورکي تاریخ لیکونکي او یا هم د هغوی کتابونه را پیژني.

د دې چاپ کړي کتاب د نه پیدا کېدو او مهموالي له امله په کندهار کي د "لوی احمدشاه د(رح) بابا علمي او کلتوري مرکز" او "رشاد خپروندويه ټولني" وپتيل چي دا کتاب د دوهم ځل لپاره چاپ او د تاريخ څېړونکو او مينه والو ته وړاندي کړي.

 خدای دي وکړي چي د دې کتاب په بیا چاپېدو سره ځوان تاريخ ليکونکي او د فرهنگ مینه وال خپلي را پيل کړي هڅي بشپړي او گړندۍ کړي.

په همدې هیله

د لوی احمدشاه ب(رح) اباد علمي او کلتوري مركز او رشاد خپرندویه ټولنه


د افغانستان او پښتنو د تاريخ ځيني مؤرخین

 زما د یادداښت په کتابچو کي دا (۵۰) کاله ځيني کتابونه یا د نومورکو تاریخ ليکونکو نومونه سره راټول سوي وو، چي کله کله به ما په خپله له هغو یادونو څخه کار اخیست او د بل چا لپاره د گټي وړ نه وو.

يوه ورځ ښاغلي زلمي هيوادمل ماته وويل چي دغه يادداښتونه که سره راټول سي او د یوه کتابگوټي په توگه چاپ سي، نورو ته به هم گټور وي او فایده به يې عامه سي.

ما هغه گرد سره راټول کړل او ده ته مي وسپارل چي دا دی د ده په همت خپرېږي. خداي دي خپلي ښې او ښادۍ د ده په برخه کي، چي په داسي کارو کي زيارونه گالي.

کابل - جمال مینه

عبدالحی حبيبي

ا جدي ۱۳۵۹