32

اسرار الافاغنه

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا کتاب په پښتو ژبه صابر د خضر زوی کښلی و، چي دغه خضر د شاه قاسم سلیمان مرید و، مسټر ډیر سټارټ د ایشیا ټک ریسرچز د دوهم ټوک په ۷۰ مخ کي ليکي چي دغه کتاب بیا له پښتو څخه خير الدين نومي ليکوال په فارسي ژبه خلاصه کی. (تاریخ افاغنه (۲/۸۹).

 په لوړ بيان کي خضر د شاه قاسم مرید و، لکه چي د دغه رسالې په درېیم عنوان کي ويل سوي دي دغه شيخ قاسم سليماني د شېخ قدم زوی او د شېخ  متى له علمي او روحاني کورنۍ څخه و چي په ۹۵۶ ق زېږېدلی او په ۱۰۱۶ ق د هند په چنار گړه کي مړ سوی دی، نو که د اسرار الافاغنه مؤلف خضر د ده معاصر او مريد وي نو د کتاب د تالیف وخت د ۱۰۰۰ ق کال شاوخوا اټکل کولای سو. خو د دغه کتاب پښتو یا فارسي نسخه ماته نه ده معلومه.