32

د (نادر نامې) ناظم

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

د دې مؤرخ نوم نه دی راته معلوم، خو دوني ويلای سم چي دی اصلاً د خراسان ؤ او د ده نیکه قاسمي شاعر دی، چي د مشهور مستشرق پروفیسور براون انگلیس په قول یې د فردوسي د شهنامې په ډول اشعارويلي او قلمي نسخه يې د انگلستان د کیمبرج په دارالفنون کي سته.

د نادر نامي ناظم د قاسمي شاعر لمسی او د احمدشاه بابا معاصر دی چي يو کتاب يې د (نادر نامې) په نامه د خراساني نادر افشار په شرح حال کي په (۱۷) زره بيته د حسین خان فراهي په امر منظوم کړی دی چي دغه حسین خان د احمدشاه بابا له خوا د خراسان حاکم وو. دا کتاب د اعلیحضرت احمد شاه بابا د په نامه د (۱۱۷۲ هـ) د لومړۍ خور په میاشت پای ته رسېدلی دی.

 د نادر نامې ناظم د هوتکو د سلطنت او داحمدشاه بابا د نيکونو احوال مفصل ليکي او بيا د احمد شاه بابا د د حیات ډېر وقایع ذكر کوي. د دې کتاب یوه قلمي نسخه کي زما څخه وه د بلي نسخې درک نه لرم، پاړسو شعر يې خوږ او د قدر وړ دی.