32

کاوه Kava

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، څلورمه برخه

کاوه، کاوي، کوي، كاويا، کي په اوستائي دوره کي ډيره مشهوره کلمه ده او دا يو مجلل عنوان و چه د قديم مشرانو ته وركول كيدي، مثلاً كاوي يا كواني يا كياني د بلخ د مشهورو پاچهانو د کورنۍ نوم دي او په اوستا کي دا عنوان د ویشتاسپ سره ذکرکیږي، چه د زرتشت حامي پاچا و. دغسي دا لقب د ډیرو اوستائي نومو سره راځي لکه کي خسرو، کیقباد او نور.

کوي، كاوي، په ويدا کي هم راځي، او هلته د دانا معنا لري او ځئي ئې د پيشوا او پيغمبر په معناو اخلي، او

ارباب انواعو ته هم دا عنموان استعمال شوی دي. په سنسكريت کي کاويه شاعر او سرود ويونکي ته وايي. په دې ډول تاسي ته ښکاری چه د کاوه کلمه له ویدا او اوستا څخه ژوندۍ وه او د دانا او سردار او روحاني مشر په معناو راتله، د پښتو په پخواني ادب کي هم دغه کلمه مستعمله وه او ظاهراً داسي ښکاري چه د نجات او هوښيارۍ مفهوم ئې درلود مثلاً شيخ رضي لودي د شيخ حميد لودي ورور تر ۴٠٠هـ دمخه له ملتانه د سليمان غرو ته د اسلام د تبليغ لپاره راغلي و، دلته ئې وارويده چه د ده وراره نضر ملحد شوي دي، نو ئې يو شعر وروليږي چه يو بيت ئې دا دي:

             نصره! نه مو یې له کهاله          

             لودي نه يې په کاوه

دلته ښايي چه کاوه دا معنا ولري، چه په دانائي او پوهي او نجابت او سرداري کي داسي نه يې لکه لودي، چه په دغه کلمه کي کټ مټ هغه ويدي او اوستائي زوړ رنگ سته او دا ښکاره کوي چه دغه ريښه پخوا هم په دغه لست کي وه.