د ژبو ویشنه
ژبه
ژبه هغه ږغونه دي، چه د دغو په وسیله هر اولس د خپلو مقاصدو تعبير کوي، يا هغه اصطلاحي ويناوي دي، چه د یوه قوم پر ژبه جاري وي، په عربي ئې لسان یا لغت بولي، او له يوناني لوغوس څخه به جوړ شوي وي، چه معني ئي کلمه ده او په اروپائي اصطلاح ئی لانگوج language بولي.
د دي ږغونو انواع د ملتو په اندازه مختلف او هم ډير دي، نو ځکه پر نړۍ ډيري او ډول ډول ژبي پيدا شويدي، او هر اولس ته خپل ږغونه آسان او نور پردي ږغونه ورته گران دي.
لوړي ژبي او کښتي ژبي
هغه ږغونه چه انسان ئې تر خوله را باسي ډول ډول دي، او بيا هم د ږغو مرکبات متفاوت دي، نو چه د ملتو د خولو ږغونه او بيا ئې هم مرکبات ډير دي، ځکه ژبي هم پر دنیا ډيري دي، د ژبو پوهانو د نړۍ ژبي په ډول ډول ويشلي دي، يوه مشهوره ويشنه ئې دغه لاندي ده، چه پروفسور اډیلنگ ته ئې نسبت کیږي، دی وايي، چه ژبي د سموالي او تهذيت په درجه دوه ډوله دي:
۱ - گښته ژبي
چه لغات ئې د بيان لامله کښته، او الفاظ ئې خورا لنډ او يوه يوه هجا دي د اسم او فعل او حرف فرق ئې نه كيږي، له یوه لفظه به ئې د نورو مستقلو الفاظو په نښلولو سره، فعل، حرف جوړيږي د جنوبي افريقا د زنگيانو او د امریکا د هنديانو او د شمالي او شرقي ايشيا او د چين ژبي له دغي ډلي څخه دي.
٢- لوړي ژبي
هغه ژبي دي، چه لمني ئې ډيري پراخي او ارتي دي، او هر راز تعبیر چه انسان ورته اړ وي لري ئې، او د الفاظو هجاوي ئې هم ډیري دي، د متمدن عالم ژبي له دې ډلي څخه دي، او دا هم پر دوه ډوله ويشلي کيږي.
الف اوښتونکي (متصرفه) ژبي
چه د تصرت او اړولو او اشتقاق قابلیت لري په کلماتو پوري ئې دمخه ملحقات نښلي او رووسته هم، يعني ځيني نخښي لري، چه د کلمې دمخه راځي، او په عربي ئې "سابقه" او په اروپائي اصطلاح prefix او په پښتو ئي (مخني) بولي.
دغسي ځيني نوري نخښي هم په دغو ژبو کي شته، چه تر کلمو وروسته راځي، چه په پښتو ئې"وروستني" په اروپائي اصطلاح suffix او به عربي ئي "لاحقه" بولي، او دغه مخني او وروستني ځانله بېلي معناوي هم لري، اوښتونکي ژبي دوې مشهوري څانگي لري:
لومړۍ څانگه آريائي ژبي دي، چه زموږ د وطن آريائي نسل خبري په کوي، هر ځاي چه زموږ له خاورو څخه آريائيان تللي دي، د دوي ژبوته آريائي وايواواروپایان دې ژبوته(هندو اروپائي) Indo-Europeean هم وايي، دا ژبي شمالي او جنوبي څانکي لري، شمالي ئې: د اروپا آريائي ژبي دي لكه لاتيني Latin، يوناني Greek ، سلتي Celtic، اسلاوي Slavic، توتونیک Teutonic. جنوبي ئي د ايشيا آريائي ژبي دي، لکه سنسکريټ، ژند، پښتو، پاړسو.
دوهمه څانگه: سامي Semantic ژبي دي، چه پخوانيو متمدنو قومو لکه بابل، آشور، فنيقه ويلې. سامي ژبي دا ډلولنه لري:
آرامي: د بابل زړه ژبه ده. چه سرياني او كلداني ئې څانگي دي.
عبراني: چه تورات په دې ژبه دي، او اسرائیلیانو آرامي او کلداني سره گډه کړه.
عربي: په سامي ژبو کي خورا ښه او مشهور ژبه ده چه عربي ملتونه ئې وايي او د اسلام او قرآن مقدسه ژبه بلله كيږي، حبشي ژبه هم د عربي څانگه ده.
ب: نا اوښتونکي (غير متصرفه) ژبي:
دا ژبي کلک او جامد اصول لري، چه په بناء کي کورټ تغير نه راځي، او د ځينو ادواتو په نښلولو سره اشتقاق ځيني کيږي، چه دغه اداوات ځانله معنا هم نلري، او اصول ئې بې اوښتلو پاتیږي. تورانۍ ژبي چه يوه ئې تورکي ده، او هم مغولي ژبي چه تنقاسي، اوغراني، اوزبکي ئې څانگي دي، ټول نا اوښتونکي ژبي گنلي کيږي.