سامانه Samana
دا کلمه په ريگويدا کي ډيره راځي او د یوې میلې نوم و چه په ارت ميدان کي به کيده او ټول طبقات، ښځي او نر، گوچني، لويان گرد پکښي حاضریدل.
غيږ بازانو به غيږي ايستي، ورزشکارانو به لویي کولې، سپرو به هم خپل هنر ښکاره کاوه ریښیانو به اشعار ویل. دا میلی به کله د شپې کله د ورځي اجرا کیدې، او د مظاهرې او نمایش عملیات به کیدل.
دا میلې تر اوسه په قندهار او نورو ښارو کي سته، په پسرلي په مني په ژمي مخصوص ځايونه لري او خلق پکښي ټوليږي، په مياشتو مياشتو دوام کوي، لکه پخپله میلې چه پاته دي، نوم ئې هم په پښتو کي پاته دي مگر لږ څه معنوي تحول ور پيښ شويدي.
په قندهار کي سامانه تظاهر، نمایش په فخر سره څرگندوني ته وائي، مثلاً فلاني ساماني كوي، يعني تظاهر او نمایش کوي، او ځان ښکاره کوي، سامانه گر متظاهر او نمايشي سړي ته وايي، په سامانو تلل، يعني په کبر او خود نمائي تلل، مثلاً يو شاعر وائي: "راغي ابو جهل کافر نبي ته په سامان" دا لږ معنوي تحول علت هم لري ځکه چه د آریائیانو میلې هم د تظاهر او نمایش او سامانو ځايونه وه، هلته قوت، هنر، حسن، جمال ټول خلقو ښکاره کول، حتي پيغلو میړونه هم هلته ټاکل، زلمو به ځانونه سينگارول، گویا دا میله هم په حقيقت کي يو نمایش، او په دغه اوسنۍ معنا "سامانه" وه چه اوس هغه د ميلې مفهوم له دې کلمې څخه تللي، او فقط هغه اصلي يعني "نمایش او تظاهر" پکښي پاته شوي دي. ځکه چه سامانه له آريائي اجتماعي مظاهرو څخه وه، نو تر اجتماعي تشكيلاتو لاندي راوړله شوه