32

په پښتو ادب کښی د مېرمني برخه

پښتو مقالات

 پښتنه مېرمن د پښتنو د ټولنی او اجتماعی سازمان شمزۍ وه، د کهاله ترتیب او د کور اداره ټوله په مېرمنی اړه لرله. د نارینه و او زلمو کار زراعت، مالداری، حرفت، او د وطن دفاع وه. خو د نیاز پر وخت مېرمنی په دغو کارو کښی هم برخه درلوده، په کښت کښی به د مېړو سره اوږه پر اوږه ولاړه وه، د مالدارۍ د محصولات او لبنیاتو څخه هم به روز می شود. دغه پښتنه مېرمن د وطن د دفاع پر میدان له مېړو او زلمو سره توره په لاس ولاړه وه. 

پوهنه او ادب خو هر وخت د امن او سلامتۍ په غېږ کښي روزل کیږي مگر د پښتنو تاریخي سرنوشت داسي کړ کېچن ؤ چي د دوي پېړۍ پېرۍ د آزادۍ په جنگ او وطني دفاع کښي تېري سويدي :نو لکه پښتنو چي د پوهني او ادب او آرټ پالني ته وخت او فرصت  فرصت نه درلود، پښتنه مېرمن هم د زمانې ناخوالو او د تاريخ ظالمو څپو کښي.


هسی سره را نښتې وه چی د لوستنی او پوهنی وسایل ئی کورټ نه لرله او ددې کورنی چاپېر له دغو شیانو څخه تش و خو بیا هم که د پښتو مدون او نامدونی ادبات ته ځیر ادب سوه نو د پښڕخى م او داسی ښکاری چی دې مظلومی ډلی، د پښتو ادب په روزنه کښی هم لاس درلود او کله کله له مېرمنو څخه هم د پښتو ادب پر ​​آسمان روښانه استوری ځلېدلی دی. 

لندى :

 د پښتو ادب یو نامدون او بالکل عوامی قسم، لنډۍ او ټپې او ځنی نارې دي چي دغه ډول ادبي تخليقات ددې ژبي يوه خاصه او ډېره قيمتي پانگه ده، او كه څوک وغوا ملي چي. ه خاصه توگه د دوی د ادب دغه ښکلې برخه مطالعه کی د لنډیو په جوړولو او ویلو کښی د مېرمنو برخه ډېره لویه او درنه ده د پښتو ادب دغه غوره او سپېڅلې پانگه مشخصاً نیمی د مېڐ او قری. ښتنو مېرمنو د جنگو پر میدان او د مینی او عشق پر مرحلو کښي ويلي دي. د لنډيو شاعر معلوم نه وي، خو د پښتنو د لوي ملت صنعتي قريحه خلاقه ده، او هغه لنډۍ چي د کومي مېرمني له خوا ويلي سوي هغه د ټولو مېرمنو دي. وی . د مېرمنو په لنډیو کښی هر راز مضامین وی : د مینی له دردناکو څخه حکایت کوی او مینه مېرمن خپل احساس پکښی ځایوی او د عشقی شاعرۍ بهترین مظهر گڼل کیږی. پښتنه مینه پېغله خپل لالی د زړه په وینو روزی د مینی په دردناکه دنیا کښی ټول حواس خپل پیښو یی مین ته متوجه وی خو سره له دې هم باور نه لری چی د مینی له سمسوره باغه به گل ټول کی نو د محبوب د مقام لوړتیا او خپله نارسایی او د مینی په دنیا کښی خپل زیار او سعی داسی تصویر کوی :

 پاس په کمر ولاړه گله !

 نصیب د چا ؟ او به زه درخېژومه 


پښتنه مینه د عشق په لار کښی ربړوونکی دردونه او زړه چوونکی گرومونه لری مگر د پښتونوالی فطری مصرف داده، چی سړی تحمل او حوصله ولری او د زمانې ناخوالی ئایی مات نه کړی، نوځکه ددغو آلامو سهنه کوي او وايئ:

 پټ به د زړه دردونه تېر کړم 

بیدرده یار ته به و نه وای حالونه

 په بله لنډۍ کښی پښتنه پېغله خپل بېل سوی آشنا ته داسی د وفا دارۍ پېغام ورکوي :

 پر هندوستان خوشحاله گرزه !

 زه به دا توری سترگی استا په نوم ساتمه

 د شرق شاعری د رقیب او غماز په غندلو ډکه ده، او د غندنی داسی اغزه کړی وې چی په خطی دھوانو کښی به د رقیب کلمه چپه دڵه پھله کېد، ​​دڵه پھله کېد. ې رقابت های مختلف مناظر تصویر کیږی، مثلا : یووه پښتنه پُغله خپل اشنا د چنار ترو ني لاندي بیده ویني نو وایي: 

 د ځانه و واخلی چناره ! 

مین پر مادی، خوب تر تا لندی کوینه 

د باغوان رقیبانه حسادت او د بلبل تمنا په دې لنډۍ کښی د رخی یو بل منظر ښیی:



بلبل به خدای په گلو موړ کړی !

 باغوانه ! استا نیمگړی نیت می ژړوینه

 پسر دلي په ښکلي او زړه خوزوونکي موسم کښي چي پهغلي د گلو په رنگين گلشن کښي نکا کوي او غريب مين ته هيڅ اعتنا نه لري، نو مين ورته وايي. : 

پسرلی استا له کبره خوار سو

 په زرغونو ختو دي مات کړه ژړ گلونه

 مگر پښتنه پڐغله د وفادارۍ په احساس او د ميني په جاذبه کښي داسي ځواب ورکوي : 

پسرلی راغی گلان دېر سول

 د اوربل گل به خپل آشنا لره ور وړمه

 په پښتني ادب کښی د عشق ،اظهار لکه پارسی ادب غوندی نارینه او عاشق کار نه دی او پښتنه مېرمن په لنډیو کښی ځدونه عاشق حق ورکوی چرونی په آزادۍ سره ښکاره کی و گورئه ! یوه مظلومه پېغله په څنگه الفاظو خپل درد او الم د خپلو اوښکو په خونین داستان کښی څرگندوی :

 پر مخ مي مه واه ظالمه ! 

د اوښکو ډکی سترگی چاته واړومه ؟

 پښتنه مېرمن یوازی د عشق په دنیا که د خپل مشترک هنر مظاهره نه کوی، بلکی لنډۍ د حمایت از توپ میدان د وطنی گټو دپاره هم استعمالوی او موږ پخپل ملى تاريخ کښي داسي وقايع مومو، چي يوې مېرمني تره توپکو سیستمه ثابته سوده او ځوانانو هر کله دغو ادبی ټوټو په اروېدنه د قربانۍ میدان ته ور دانگلی دي


پښتنه پېغله د جنگ پر میدان د خپل مین زلمی سره اوږه پر اوږه ولاړه ده او داسي ورته وايي :

 پام کوه وار دي خطا نه سي !

 د گلو څانگه دي په سر ولاړه ايمه 

د میوند په جنگ کښی چی پښتنو د خپل وطن د ساتنی دپاره سرونه پر اورغوی کښېښول یوې پښتنی پېغلی خپل گران مین، دغه دملی دفاع ډگر ته په ډېر افتخار واست ملاح او دھ. داسی پېغام ورکړ :

 پر ایوب خان مي سلام وايه ! 

دا دی جانان می کومکی در ولېږنه

 پښتنې مېرمنی خو خپل جانان وطنی جنگ ته واستاوه، مگر پخپله هم ورسره وه :

 هلک به ولی توره نه کا

 تر نيمايي مورچله زه ورسره ځمه

 دلته د عشق او وطن مقابل سوه، خو پښتنې وطن پالی په دغه وطنی جنگ کښی د خپل مین قربانېدنه تر شکست او بې ننگی خوښه کړه :

 په تور توپک ویشتلئ راسې !

 بې ننگۍ احوال دي مه راځه مينه

 پښتون زلمی بریالی له وطنی دفاعی جنگه راستون سو، نو ميني دبي پېغلی دده استقبال داسی وکړ:

 دخیره راغلی ! په خیر راسې !

 چی د دښمن په مخ کی خړ نه سوې مینه

په دې ډول د پښتنې مېرمنی برخه په پښتو عوامی ادب کښی ښکاره ده

 په تېرو کرښو کښي مي د پښتو په عوامي ادب او لنډيو کښي د اوتنو مېرمنو برخه بيان کړه د عوامي ادبيوه بله برخه هم د قصو نارې، او د اتڼي غاڐي او د پښتنو ديغي چري. ي نارې او سندری د مېرمنی له خوا ویلي سویدي.

 د پښتنو په عشقی قصو کښی خو مېرمن د یوه پهلوان په دود ځانته موقعیت او مقام لری، لکه د فتح خان او رابیا یا مؤمن او شيرينو يا ښادي او بيبو يا ادم خان او درخانۍ او په نورو قصو نفاق صغه مے کرد. قصې په نارو کښی په ادبی ښکلی او خواږه ډول سره تصویر کوي.

 نارې:

 په عشقی قصو کښی عموما دوه تنه پهلوانان مین او مینه موجود وي او قصه د دوی پر کردار باندی گرزی را گرزی مین هم ږغونه او نارې لری، خو د مینی نارې ډیری لطیفی او له ارمانه ډکي وي. 

اتڼ دپښتنو پخوانی قومي دود دئ او کله چي زلمي او پېغلي د اتڼ په مستۍ کښېوزي ، نو د میني اورهم ورسره تودیږي ، او دلته زلمي دمیني نارې په خواږه ږغ سره وایي ، او دپېغلو له خوا ئي غبرگون هغسي دنڅا او تغنی په مستو څپو ګښي ورکول کیږي مثلا یو مین زلمی د اتڼ په ناره کښی خپله مینه د بوری نجلۍ داسی پر غور وهي :


آتن مي د بوري نجوني وهينه

 پر ملا کږه وږه سي

شاباس ئې د نامه غوټۍ وهينه

 د بوری پېغله چی دا ناره اوری ، نو د کندهار زلمی ته د مینی اعلان داسی ورکوي :

 امرت په ونه توره کندهاره !

 زلفي مي اوږدې سوې

 اوږدې زلفی به څو کرزم بی یاره

  او بوسه ، د ولي غاړه اوبوسه

 پر یار می سلام وایه

 دا گل مي د سينې ورلره يوسه

 اتڼ او ځواني او ښادي او مينه خوځوونكي او احساس پاروونكي حالونه دي، پښتنه پېغله د ميني او نڅا په مستۍ کښي د عشق او تجاذب حالت په دې ږغ کښی ښکاره کوي :

 شاباس می د ډبری وهل کیږي

چی زما د غومبر ږغ سي

 ځوانان لکه کوتری را توئیږی 

کله دا رغونه د مېرمنی د کورنۍ حال او د فامیلی جوړښت احوال هم تصویر کوی او سړی کولای سی چی د پښتنو مېرمنو د کور او کهول حال پکښي وگوري، مثلا :

سور كور مي و پوتي ته دي اوډلي

دخسر زامن مي ډېر دي

ما ئي سرغنه پکي نیولئ

 په قصو او عشقي داستانو كښي هم د مېرمني برخه او ددې ويناوي د خاصي دلچسپۍ او توجه و دي او د ميني د دنيا نازك حالات په ادبي كښي كښي څرگندويه، مثلاً ادم خان. داسی پېغام ورکوي :

 درخانۍ مېرمن ملوکي !

 چی په درست جهان دی لاړی د حسن کوکي

 آدم استا کتو رنځور کړ

 که ورکوزی کړې د دواړو زلفو څوکي

 درخانۍ ددې نارې غبرگون د خپل انتظار او درد په بیان سره. داسي کوي : 

په دا نیم پلنگ یم ناسته

 نیم پلنگ می گوره تا وته پرېښی

 چی ته زلمی رانغلی، آدم خانه !

 د اوربل وېښته می ژاړی گوښی کوښی

 د ښادی او بیبو داستان هم د پښتو په عوامی ادب کښی نا هېرې خودونکی ذخیره ده په دې قصه کښی دبیبو نارې او ڕغونه خاصه جذبه، او کشش اوحرارت لري او دي پښتني میني دخوږمن زرگي  ټوټې په دغه ږغو او نارو کښي نغښتي دي.

 هغه وخت چی ښادی د سفر په نیت روان دی، او بیبو کوښښ کوی چی راوې گرزوی نو وايي

 ښادی جان گرزوم نه پاتی کیږی

 ښادی جان گرزوم نه پاتی کیږی

 سپینه خلگی که ورکومه

 ښایسته ښادی می هم نه راضی کیږی

 دلته مینه د ښادی د زړه نرمولو او تَرَفَه دَ را گرزوله پُره لَه یوه بله. سادگي او د سپېڅلي احساس آغزي ښي ښكاري :

 چلم به ډک کړم دلونگو

 دا ژړی پیزوان به پاس پر چلم کښېږدم

 نو به یوسم دا چلم

 او سپینه خوله به د ښادی په مخکی کښېږدم

 د پېغلی له خوا د سپنی خولی اهداء خپل مین ته خاص لطف لری، او د مینی د دنیا یو ډېر رقیق او په زړه پوری حالت دی، چی. فقط عاشق مزاجه خلق ئې په خوند پوهيږي.

 ښادی بالاخره ولاړ او د بیبو سعیه ناکامه سوه، د بېلتانه په تیارو کښی یوازی پاته سوه، زړه ئې لوگی سو نوئي پر مور داسي ناره وکړه.

 مورکی ورسه بابک خبرکه !

 زړه مي ډوبيږي و را لگيږي 

ښادي جان ورک سو، نه را ستونيږي 

چي ښادي نه وي نو ژوند هيڅ نه وي بيبو ته !

 ارمان ارمان ښادی می بایلو !

 د بیبو د مینی لمبې نه سړیږی او هر کاروان چی د بکوا پر دښت تېریږی، بیبو د خپل گران ښادی په تلاښ د هغه استقبال کوي خو  ښادی نه راځی، او د بیبو د عشق نغری لا تودیږی، او د زړه انگار پسی مشتعل کیږی، د یاس او نامیدۍ احساس سره داسی ناره له خوږمنه زړه را باسي.

 کاروانونه د بکوا پر دښت تيريږي 

کاروانونه د بکوا پر دښت تېريږي 

ښادی خان ورسره نسته

 په دا نور کاروان مینه نه ماتیږي

 زما ارمان ! شادی می بایلو !

  دا نارې او ږغونه د پښتنو د تعبیر او د احساس د تصویر لپاره له عامی محاورې څخه کار اخلی او په ترکیب او وزن او تغنی کښې خاص قوت او خوند پروت دی.

 د ځینو مسریو تكرار خاصه معنی لری، مثلاً په لوړه ناره كښی د کاروانو تسلسل د بکوا پر دښت د مینی د تلاښ تسلسل او دوام راښئی، او دا چی بیبو د خپل مین د بازگښت په ارمان د هر کاروان مخی ته وزی او نامینده راځی، د عشقی د محرومیت یوناک درد او زړه. سوځونکی تصویر دی.

 همدغه د تعبیر قوت او د وینا سپېڅلتوب هغه وخت ښه ښکاری چی ناره په یووه مبهم بیان او شرط کښی سره شرو سی او ددې نارې خوند فقط اهل زبان ته ور معلوميږي.

 مثلا گل مکۍ یوه بله پښتنه پېغله مینه گران مین موسی جان ته داسی خطاب کوی او د افق مصوری هم د خپل وښکلا ته شعر رابولی :

  که سرې سوې، سرې سوې

 د آسمان کنارې سرې سوې

 موسی پښه اخله اخله سپرېږه؟


چی په زړگی می د مرگی خوله خپرې سوې ! په دې ډول د پښتنی مېرمنی برخه د عوامی ادب په قصو او نارو کښی هم مهمه ده، او موږ گورو چی د پښتو ادب په تخلیق کښی د مېرمنی ذوق او احساس او ددې هنري لياقت څوني دخالت لري

 مدون ادب : 

بي له عوامي ،ادبه د پښتو په مدون او كتابي ادب كښي هم مېرمن سمه برخه لري او موږ گورو چي د پښتو په نظم او نثر كښي د مېرمني پالونكي او بركتي ​​لاس خپل كار كوي، اوپله قريحه ئڐ گليحه کښي روزي. د پښتو د مدون ادبی بیشتر برخه اوس زموږ له لاسه وتلې او ضایع سوې ده، مگر داسی ښکاری چی مېرمنی له پخوا څخه په ادبی حرکاتو کښی لاس لاره او کوم وخت چی محمد هوتک خپله سرخه راس کتاب ښتنو مېرمنو شاعرانو لپاره و اکله او د همدغه مرحوم مؤلف مشکوره سعیه ده چی اوس موږ د پښتو په ادبي تاريخ کښي ځيني فاضلي مېرمني پېژنو.

 زرغونه کلکه : 

د محمد هوتک په روایت زموږ د پښتو ادب په تاریخ کښی د مېرمنو د ادبی اثارو دوره قدامت پنځو سوو کلو ته رسيږي او ډېره پخوانۍ شاعره چي موږ پژنو تخمي نو زرغونه پس از ده اوندہ. دا مېرمن عالمه شاعره او د ښه خط لیکونکې وه، د کندهار په تاریخى پنجوایی کښی اوسېده، د ملا دین محمد.


د کاکړ لور او د سعدالله خان نورزی ماینه وه دې مېرمنی په ۹۰۳ ه کال د شیخ سعدی مشهور فارسی بوستان په پښتو منظوم کړ نو کله چی پښتو ادب د اخلاقی شاعرۍ تاریخ لیکل کیږی، زرغونه کاکړی در لو په. د زرغونې کاکړی نور اشعار او آثار اوس نه دي پاته، خو محمد هوتک ئې له پښتو بوستانه دغه یو حکایت رانقلوی، چی د زرغونې د کلام فصاحت او سلاست ځنی ښکاري :

 اوس د حضرت سعدی له بوستانه اصل فارسی حکایت و گورئ:

 شنیدم که وقت سحرگاه عید

 زگرما و آمد بیرون بایزید

 يكي طشت خاکسترش بیخب

ر فرو ریختند از سرائی بسر

 همیگفت شولیده دستار و موی

 کف دست شکرانه مالان بروی

 که ای نفس ! من در خور آتشم

 بخاکستری روی در هم کشم؟ 

بزرگان نکردند در خود نگاه

 خدا بيني از خویشتن بین مخوا 

بزرگي به ناموس و گفتار نیست 

بلندي به دعوی و پندار نیست

 تواضع سر رفعت افرازدت 

تکبر بخاک اندر اندازدت

 (کلیات سعدی، ص (۲۴۱) 

اوس د زرغونې ترجمه وگورئ :

 اورېدلې مي قصه ده

چی له شاتو هم خوږه ده

د اختر په ورځ سهار

بایزید چي ؤ رویدار

له حمامه راوتلی

په کوڅه کي تېرېدلی

ایرې خاوری چا له بامه

راچپه کړلي ناپامه 

مخ او سر ئې سو ککړ 

په ایرو په خاورو خړ

بایزید په شکر کښوسر

دخپل مخ په پاکېدوسر

 چی زه وړ یم د بل اور

چي په اور کي سم نسکور

 له ایرو به څه بد وړمه؟

یا به لږ شکوه کومه

 پوهانو ځان ایرې کړ

له لوینی ئي ځان پري کړ

 څوک چی ځانته گوری تل

خدای ته نه سي کړای کتل

 لویی تل په گفتار نه ده

لو خبره په کار نه ده

 تواضع په دي سر لوړ کا

تکبر به دی تل ځوړکا


 رابعه :

 د پښتو یوه بله قدیمه شاعره رابعه ده چی د محمد هوتک په قول د بابرشاه په زمانه کښی په کندهار کښی و او دغه تذکره نگار ئې یووه رباعی په پته خزانه کښی ضبط کړه. د رابعې د ژوند او کورنی هیڅ حال دغه مؤلف نه لیکی خو دغه یوه منقوله ئې هم د معنی او هم د لفظ له پلوه ډېره قیمتی ده او داسی ښکاری چی رابعه یوه پخه او فکوره شاعره و اوه حدود ۹۲۰ . شعراؤ د انسان په ژوندانه کښی د درد او مینی برای موضوع باندی ډېر او ډول ډول مضامین پیدا کړي دي، مولوی بلخی ويلي وه :

 از شبنم عشق خاک آدم گل شد

 صد فتنه و شور در جهان حاصل شد

 صد نشتر عشق بزرگ روح زدند

 یک قطره از آن چکید و نامش دل شد


عراقی د درد او مینی فلسفه پخپل شاعرانه منطق کښی داسي انغښتي وه : 

نخستین باده کاندر جام کردند

 ز چشم مست ساقی وام کردند

 بعالم هر کجا درد دلی بود

 بهم کردند و عشقش نام کردند 

د تفکر په همدغه لړ کښي رابعې يوه رباعي ويلې ده او ډيري ارتپلي معناوي ئې پکښي ځاي اصلي د صوفيانو او اشراقي پوهانو داسي فكر دي، چي انسان الهي ويله و روحه مبداء څ تلاښ کوی او دا دنیا د بلتانه او د درد او گرومه ډک کوردی، نو ځکه د ژړا او نفیر یوه مسلله او نه شلېدونکی سانده د نیستان په دود دلته او هلته اروېدله کیږی او د مولوی بلخی. په قول : 

کز نیستان تامرا ببریده اند

از نفیر مرد وزن نالیده اند

هر کسی کو دور ماند از اصل خویش

 باز جوید روزگار وصل خویش

 کز نیستان تا مرا ببریده ان از نفیرم مرد وزن نالیده ان رابعي همه ي د بلتانه د سوي او گرومه ډكه دنيا او د انسان گرفتاري او بايد په يوه رباعي كښي داسي څرگند كړي

 آدم ای زمکی و ته راستون کا

 په و د غم ئې سوى لړمون کا

 دوزخ ئې روغ کا پر مخ د زمکی

 نوم ئې د هگه دلته بیلتون کا


(پته خزانه ۱۹۵ ) په لومړی بیت کښی د الم اصالت عقیده چی وروستنی ځنی پوهان لکه شوپنهاور او د پسمیزم د مکتب شاگردان د هغې پر خوا دی، ښکاره سوده او دوهم بیت له مبداء فیاضه د فکر انسان فراق او را دوست دارم. کښي له نورو خواوو څخه را وارد سوي او ځاى ئې نيولى دي مگر د پښتو د ملي تفکر اصلي اجزاء نه دي.



 نېکبخته:

 په پښتو مېرمنو شاعرانو او پوهانو کښی بله قدیمه ښځه مېرمن نېکبخته د شېخ الله داد مموزی لور او د اشنغر اوسېدونکې وه، چی ددې د ژوندانه والدین دپلی ۹۶ ه حدودی دی، اوخ شیخ الله داد. دا مېرمن د متی زو مشهوری عرفانی او علمى کورنۍ ته ور واده سوه. مېړه ئې شېخ قدم او زوی ئې هغه مشهور شیخ قاسم افغان دی، چی په هند کښې په ولایت او کرامت ډېر شهرت لاره او د اکبر مغولی پاچا په قصر کښی تزل اچولی و. نېکبختی په (۵۹۶۹) کال په پښتو ډېر مواعظ او پندونه نظم کړل چی هغه یو کتاب سو او نوم ئې ارشاد الفقراء پر کښېښود، داکتاب د محمد هوتک په لاس کښی ؤ، او ڐو هخه. یحت نظمونه رانقل کړی دي چي د پټي خزانې په ابزار ئې موږ پژنو. د نېکبختي پلر گنۍ او خسر گۍ دواړه د پښتو علمي او عرفاني کورنۍ دي او ډېر تاليفونه او کتابونه له دوي څخه پاته دي چي د شيخ امام الدین متی زی په تاریخ او د نعمت الله په مخزن کښې ذکر راغلی راځي. د نېکبختي له زهد او تقوا او عرفاني مقامه څخه ښکاري چي پښتنو مېرمنو يوازي په مادي کارو کښي حصه نه درلوده، بلکي په معنوي دنيا کښي ئې هم د نورو رهنمايي کوله.


 نازو توخى : 

دا مشهور او پوهه مېرمن د پښتنو د یوه لوی مشر سلطان ملخی توخی لور وی او په ۱۰۶۱ ه د کلات په تازی کښی زېږېدلې وه. نازو د علم او ادب او توری خاونده ښځه و او د خل پلار د ریاست په قلمرو کښی په شجاعت او سخاوت مشهوره وه لوست ئې پخپل محیط کښی د یو علماء څخه کړی د پلار ئا د خپل حکم په او پتون. نامتو مدافع و، او نازو ئې د هوتکو یوه مشهور مشر ښالم خان ته ورکړه چی ددې له نسله د پښتنو مشهور وطن خوا قاید ارواښاد حاجی میرویس خان وزېږېدی او دغه لوی ملی مشر د نازو په غې. محمد هوتک ددی لویی پښتنې مېرمنی ډېر محامد لیکی او وایی چی نازو انا عابد ه او صالحه ښځه وه او دې خپل زوی ته د وطن د آزادۍ او کندیو کارو د کولو درس ورکئا اوی حاجی پیهروی خان چی۱۱۱۹.په کندهار کښٍي د وطن د آزادۍ غورځنگ وکړ، او د پردو قوا ئې پخپل تدبیر او مېړانه محو کړل نو ده وویل دا هغه لوی کار ؤ چي زما مور ماته سپارلی و نازو انا د پښتنو مېرمنو يوه لويه او د قدر وړ ښځه ده او ددې مېرمني د عظمت لپاره فقط دا خبر کافي ده چي ميرويس خان غوندي لوي او ملي قائد ئې پخپل غيږ کښي روزلي دی. نازو د پښتنو د قیادت په لویو کورنیو کښي تربيت سوئ وه ، پلر گنۍ ئې د توخو محلي امراء وو او خسر گنۍ ئې د هوتکو د لوئی شهنشاهی مؤسسان وه او د پښتنو تاریخ هیڅکله ددې د نامتو زوی حاجي ميرويس خان خدمتونه او فداکارۍ او تدبیر او سیاست مداری او وطن خواهي نه هېروي.

 محمد هوتک وایی: چی نازو انا د علم او ادب خاونده وه، دې د. ادبي پښتو دوان هم درلود چي دوه زره بيته ؤ او ډېر ښه نکات ئې لرل، خو افسوس دئ چي زموږ د ملي ادب دغه گرانبها کتاب اوس ورک دئ، او موږ له دغه افتخاره زماني محروم کړي یو. د نازو په کرکتر کښي موږ د قيادت پوهني، زهد، وطن دوست د نفيس ذوق آثار په ښکاره وينو او دې مېرمني ته په ملي تاريخ کښي لوړ مقام ورکوو، ځکه چي زموږ د ملي تاريخ یورون. لکه میرویس خان د همدې پښتنې له پلوه راځلېدلی دی. د نازو ادبی مقام او هنری لیاقت هم د کتلو و دی، محمد هوتک په پته خزانه کښی د نازو انا فقط یوه رباعی د خپل پلار له خولې رانقل کړیده خو دغه رباعی هم د نازو د ادبی هنر او دغه رباعی، هم معنی او. مفهوم له پلوه ښه شعر دی هم د صنعت په ښکلا مزین دئ، د تخیل رنگینی او بداعت پکښی ښکاری، سلاست ئې په لوړه پوړۍ کښی : دئ نازو وايي:

 سحرگه وه د نرگس ليمه لانده

 څاڅکی څاڅکی ئي له سترگو څڅېده

 ما ويل څه دي ښکلې گله ! ولي ژاړي ؟

 ده ویل ژوند می دی یوه خوله خندیده

 پته خزانه ص ۱۷۹


انسان د ژوندانه بنسټ ویر دی که ښادی؟ دا د بشر د دوو فکري مکتبو د څېړني موضوع ده، د بدبينۍ او تشائوم مدرسه خپل اساس پر وير او الم ږدي، مگر د خوش بينانو ډله وايي: چي ښادي او خوند او مسرت دي اصل او ويرو فرعي او ارضي حادثه ده. علامه اقبال د شرق فیلسوف شاعر دغه دواړه فکری مدرسې په دوه بيته کښي داسي خلاصه کوي : 

شبی زار نالی د ابر بهار

 که این زندگی گریه پیهم است 

درخشید برق سبک سیر و گفت

 خطا کرده خنده بکدم است

 آلمان د دوو پوهانو شوپنهاور او نیچه فلسفی مکاتب هم پر دغو دوو فکرو باندی بناء سویدی، او دا چی د بشر په قدیم تاریخ کښی د بودائیت مکتب هم د ویر پرسته ټینگ و یوه ښکاره تاریخى خبر ده. مگر راسئ وگورئ چی د بشر په دغه فکری کشمکش کښی یووه پښتنه فکوره مېرمن څنگه قضاوت کوی؟ هغه څوک چی د انسان په فکری تحول او د اقوامو د ملي او مزاجو په جوړښت کښي خير سوى دي، په دې خبره ښه پوهيږي چي د انساني فکر او پوهني د نشوونم ديژانه دھاي لکه ساختمان غده هرزيغي. شاعر یا فکور سړی له خپله محیطه الهام اخلی او د فکری پرورښت مواد هم له خپله محیطه څخه راټولوی. داسی ښکاری چی نازو انا د پښتنو په یوه پاخه فکری چاپېر کښی روزلې سوې وه، ا ودې د ژوندانه په فلسفه کښی هسی فکر کاوه، لکه د پښتونوالی په دنیا کښی چی عامو پښتنو ژوندانه ته په کوم نظر کتل.


پښتانه ژوندانه ته په بده سترگه نه گوری او دا دنیا ددوی په نظر کښی د ویر تورتم نه دی، دوی ژوند خنده گنی، او د نفی او تشاوم فکر ئې په مغزو کښی نه وی او دا چی پښتانه د زرو کلو او تاریخه ناوړو. هم ژوندی پاته سوئی، او ځانونه ئې لکه نور ملل ملل دسیسه او اخلاقو او ملی هویت له مخی د تاریخ د ناوړه جریان په مقابل کښی هم نه دي بايلی روحی او اجتماعي علت به ئې دا وي، چي دوي په ژوندانه کښي نه دي دي. او ژړا د مېړه لپاره لوى عيب او پر وير او الم بندى دوه فلسفه نه بناء كوي، او كه د دوي په ملي يا فردي ژوندانه كښي هم كله د وير او شوآخون څپې راغلي وي، هغه هم د نازو انا په ادبي. خندا ده ژوند دی حرکت دی فعالیت دی

 یاس او قنوطیت او تشائم او بدبيني اساسا د پښتانه په ژوند کښي نسته او کله چي دوي د جگړې ميدان ته د مرگ لپاره وردانگي ، همگي په آتن او سندرو او خوښۍ ورځي. نازو انا دغه د پښتنو اجتماعي روحيه په لوړه رباعي کښي څرگنده کړیده. سحرگه د نرگس ليمه لانده وي او د پرخي سپين ككي څاڅكي ئي پر ليمو لكه د اوښكو مرغلري غوندي بريښي، مگر داي تو نمايش حقيقت نه دي ژړا نه ده او موږ بايد له نرگسه سره بېه چزوه په شبه او نڅا او غوړېدلو او د ښکلا د 6 ظهور وخت دی دی یوه خوله خاندی، خو خاندی ژادی نه. د یوه فرد یا یووه اجتماع او ملت لپاره هم په اجتماعي ټولنیز ژوند دغه د نازو اینا درس ډېر مهم لری د فرد ژوند هم یوه خوله خنده ده د تعبیر ډېر خوږ او معنی دارد دی یوه خوله خنده قلت او کښی ،


سرعت ښکاره کوی مگر دلته د نفی او قنوطیت اثر نیست، باید دغه یوه خوله خنده هم غنیمت و گڼلی سی او د ملی ژوند لپاره استفاده ځنی وسی ځکه که د فرد ژوند لنډ وی د ملت ژوند خو اوږد دی او دغه یوه خوله خندا په ابدی خنده تبدیلیږی. وگوره ! نازو انا خونی فکوره او محققه او دخپل کام په روحیه پوهه ښحه وه؟ زموږ پر قوم د منفي تصوف څپې خو قرنه دمخه راغلي وي، او خلق ئې د وير او ژړا او مرگ تروتم ته وربلل مگر ددې پښتنې فكري مكتب بيل ؤ، اوستا ئې د خپل زوي اروھاښ حركت ميكند. غورځنگ او ژوند او ښادی او نشاط خپور کړ، او دا ئې ثابته کړیه چی :

 ژوند یوه خوله او یا ابدی خندا ده" :

 حلیمه خټکه :

 د خټکو د لوړی او درنې کورنۍ ادبي کارنامې او په پښتو ادب کله جي کښي د دوي درانه او گرانبها آثار معلوم او مشهور دي. د پښتو د نظم او نثر تاریخ لیکل کیږي نو د خټکو آثار هلته په لومړي پوړ کښي نه دريږي، د پښتو پلار خوشحال خان او دده زامنو او لمسو په ادب کښي داسي آثار پريښي دي چي که دغه اثر درانه کتابونه او اشعار او. به د پښتو ژبه په حقیقت کښی له ډېرو لوړو ادبیاتو څخه محرومه وای له دې کورنۍ څخه موږ د پټی خزانې په برکت یوه ادیبه او عالمه میرمن هم پیژنو چی خانوم عبدالله او خوشحال است. سکه خور وه، محمد هوتک له خپله پلاره روایت کوی چی دې پښتنې مېرمنی مروجه علوم لوستلی وه او د شیخ سعدی روحانی سړی مریده وه عمر ئې په لوست او عبادت ، تېراوه نورو مېرمنو ته به ئې درس لوست ،فاضله ،عارفه شاعره او د حافظه قرآن وه ، د مولانا دخېر مثنوی . مشکلات را به حل کول او ددې په شعر کښی د مجاز برای ځای د حقیقت رنگ ښکاری. د حلیمې له اشعارو څخه فقط یوه غزل موږ ته د محمد هوتک په همت رارسېدلې ده او دغه غزله هم ده له خپله پلاره اروېدلې وه. دی وایی چی زما پلار بنون ته تللی ؤ، هغه وخت لا حلیمه ژونده وه. محمد هوتک خپل کتاب په ۱۱۴۱ ه لیکلی دی نو داده د پلار د ژوندانه زمانه هم د ۱۱۰۰ ه حدود دی چی په دغو وختو کښی د حلیمې د ژوندانه دوره ده او داسی ښکاری چی حلیمه د خپلار. خوشحال خان تر مرگ وروسته هم ژوندی وه حلیمې له یوې غزلی څخه موږ دا معلومولای سوای، چی دې روان کلام او خوره وینا درلوده د مروج په ژبه او اصطلاح پوره آشنا و او ځنی عرفانی مطالب او د تصوف غوره مقاصد ئروی پخپلوکښي اداء کولہ لکه چي له دې غزلي ښکاره ده :

د اشنای په فکر خوښه شان سوم

هسی نه پوهېږم چی ممتاز که نورجهان سوم

 چی ئې کړمه ستا په مینه سرفرازه 

ثنا خوانه په څو رنگه د رحمان سوم 

چی مجاز می د ایاز ولاړ له زړه نه 

سربلنده تر محمود غوندي سلطان سوم .

و هر چاوته چی گورم واړه دی

 د جمال په نندارو ئی شادمان سوم

 غیر فكر می له زړه نه را بهر سو 

پر خلیل او پر عدو باندی یكسان سوم

 "حلیمی" د غماز مكر زیات له حد سو

 چی دی بېل له یاره نه كا په. گمان سوم 


زينبه هوتکه :

 یې په کندهار کښی د جی میرویس خان د ښالم خان زوی د هوتکو لوی او وطن خواه مشر او د ټولو پښتنو هغه مهربان پلار ؤ چی تر خوشحال خان وروسته آزادی خواهی او د خپل قوم دسیاسی ژوند اصلی ایښی و ؤطمو زمو. او رجالو کښی ارواښاد میرویس خان له دې جهته خاص او، لری چی دې لوی مشراخ فقط د خپل ملت د استقلال په لاره کښی مثمره سعیه وکړه، او پښتانه ئې د صفویانو د پردہ سلطہ پوره دہ پردہ سلطہ په ڪه در مقابل کښ. ئې د خپل ملت د رهنمایی او قیادت وظایف په موفقیت تر سره کړل، او خپل شخصى دواعى ئې په ملى خدمت کی گډ نه کړل، د یوه غمخور سپین ږیری او مشر په ډول ئې اداره او مشرتوب کاوه. په قو کښې د اعتماد او یو والی او ملی وحدت روح پو کی او همدغسی په نیک نامه تر آته کاله قیادت وروسته په سپین مخ خدای ته ولاړ د ارواښاد حاجی میرویس خان په کورنه کښی تر ده وروسته. لوی شاهان فاتحان پیدا سول او دده زوی شاه حسین د نادر افشار تر یرغله په کندهار کښی یو ادب پالونکی او د علم او پوهانو قدردان پادشاه ؤ

 عالمه د هوتکو په دغه درنه کورنۍ کښي موږ دوې د علم او ادب خاوندي مېرمني هم پېژنو، چي يوه مېرمن نازو د حاجي ميرويس خان مور وه او ما ددې ادبي ماثر دمخه ښاغلیو لوستونکو ته وښول بله اديبه مېرمن بي بي زينبه د حاجي ميرويس خان لور ده، چی د ملا نورمحمد غلجی څخه ئې لوست کړی ؤ، او د محمد هوتک په قول یوه هوښیاره او عالمه ښځه وه او د حکومت په کارو کښی به ئې د خپل ور حسین سره هر کله مرسته کوله په و او. د شاهی حرم ښځو ته به ئې تدریس کاوه، دې مېرمنی د خپل عصر مروج علوم او ادبی او ديني كتب ټول لوستي وه، د شعراوو پر دېوانو او اشعارو ئې پوره عبور لاره او د موذنانو او شاعرانو قدردانه و. شاه بی بی زینبو په کندهار کښی په تدبیر او عقل او کیاست شهرت درلود باید سلطان محمد کندهاری مؤرخ هم ددې مېرمنی د هوښیارۍ او پخې رای استاینه کړده. دې مشهوری مېرمنی په پښتو ادب کښی لویه برخه درلوده. د لوی ملی قاید حاجی ميرويس خان دغه پوهه لور په پښتو ادب کښي غټه برخه لري، او د محمد هوتک په قول دې مېرمني ډېر ښه شعرونه ويلي دي د حاجي ميرويس خان په اولاده کښي شادبه محمود در او. . هغه وخت چی محمود په فتوحاتو بوخت ؤ نو دده کشر ورور په کندهار کښی پاچا ؤ، او ددې زلمی پادشاه د دربار ادبی رونق او کړه وړه د محمد هوتک له نوشتو څخه ښکاری او د پښتو اوتذکره

: پته خزانه هم دده په دربار کښي ليکلي سويه او دغه ادب دوست پاچا ته اهداء سوې وه.

 ددی دربار اکثر رجال د پښتو ادب پالونکی وو، ډېر پښتو تالیفونه په دغه دوره کښی لیکل سویدی، او مېرمن زینبو هم ددغه سمسور گلستان یوه ښایسته غوتی .ده محمد هوتک وای: کنده دھور دھده دغه مرگ زینبو ډېره غمجنه سوه، او یوه مرثیه ئې د خپل وور په ږغ کښی وویله چی دغه ویرنه دی په پته خزانه کښی رانقولی مرثیه په پښتو وېرنه بولی په په له او پارسی دا صنف ز. ښتو ادب کښي له قدیمه ډېره غوره مراثی لرو په پښتو ادب کښي د مرثيې لپاره يو خاص وزن هم هست، چي مرثیه پر هغه وزن برابره ویلی سو ده شاه محمود دا مرثيه د يوې پښتنې مېرمني له خوا د خپل فاتح او بريالي ورور پر مړینه باندی د خوږمنو احساساتو اظهار دی خو د تغنی یو خاص آهنگ هم لری او د سپرو بدلو په دود د یوې ډلی له خوا ویل کیږی. د زینبو بی بی دغه شعر یوازی د خپل ورور پر مرگ ساندی نه دي، بلکه د يوه ملي ماتم افسانه او د قومي ټولني د احساس ترجماني ده زينبو يوازي پر دې خبره نه ژاړي چي دده ځوان او بريالي شهنشاه ور دنيا. د امپر من په ملی عظمت او قومی شوکت پسی ژاړی د پښتو په بایللی بریالتیا پسی ژاړی په هغه لوی مملکت پسی ژاړی چی د ایشیا په زړه کښی ئې ځای درلوده. دا مرثیه داسی شروع کیږی :


ږغ سر چي رواړه  تېرله دنیا سونا 

کندهار راوړه په ژړا سونا

زړه مي په ویر کي مبتلا سونا

 چی شاه محمود له ما جلا سونا

دا روڼ جهان راته تورتم دی نا

 زړه د بېلتون په تبغ کړم دي نا

هوتک غمجن په دې مات دی نا

 دپاچهۍ  تاج مو بر هم دی نا

چی شاه محمود تېرله دنیا سونا

 کندهار واړه په ژړا سونا 

ځوان ؤ مېره دتوري جنگ ونا

ولاړ د کام په نام و ننگ و نا

دشمن له ده په وینو رنگ ونا

 پر میدان شهر و یا پالنگ و نا 

افسوس چی مرگ دده خوا سونا

کندهار رواړه په ژړا سونا

محموده !نه یوازي خو ژاړي

 پر مرگ دي ټوله کلي کور ژاړي

خپلوان لاڅه پاچا دي ورور ژاړي

 لښکر سپاه دي پلي کور ژاړي 

پښتون دی ټول په واویلا سونا

کندها رواړه په ژړا سونا

پادشاهي پاته تاج نسکور عالمه

 چي شاه محمود سو نن په گور عالمه

دپشتون لمر ،تیاره تور عالمه

 راته دښمن به کار پيغوره عالمه

چي پاچا ولاړپښتون گدا سونا

  زینبو په دې مرثیه کښی د پخوانو شاعرانو په دود له فلکه سره هم گیلې او گزارې لری اما دا گیلې هم پر یوه قومی مفکوره بنادی د ملت د پیوند د شلېدلو غم خوری د ور د مرگه سره سره په ده هم غم. د اتحاد مرکز وران سو، او د پښتنو د عظمت بنیاد هم ورسره متزلزل سو، وایی : 

اسمانه بيا دي څه ستم كا څرگند 

وشلاوه تا چي دپښتون ووپیوند

دښمن دي بيا زموږ په وير كار خورسند 

چي شاه محمود دي کا په قبر کي بند

په كور مو وير شور و غوغا سونا

کندهار واړه په ژړا سونا

 اورم نارې د غم چي كړينه فرياد

پښتنون په مرگ دشاه محمود سو بریاد

زړونه چی تل به وو ښادمن، سوه ناښاد

دساندو و ږغ دی چی راوړینه نی باد

 ماتم زده پیر و برنا سونا

 کندها رواړه په ژړا سونا

 تر دې ځایه زموږ بحث د پښتنی مېرمنو برای ادبی فعالیتونو باندی پای ته ورسیده اوس له دې اوږدې څېړنی څخه په لنډ ډول دا خو خبري د نتيجې په توگه ښاغلو لوستونکو ته وړاندي کوم.

 ۱ په پهتو شاعری کښی د پښتنی مېرمنی برخه ډېره غوره اول قدیمه ده او په رزمی او بزمی او اخلاقی او عشقی شاعرۍ کښي تکړه ښکاري.

۲ د پښتو په نثر کښی هم میرمن ښه برخه لری، خو د نظم ذوق ئې قوی تر دی.

۳ په پښتو نامدون ادب یعنی لنډیو او نارو او بدلو کښی مېرمن پوره برخه اخلی او د عشق افسانو د ادبی نارو اکثره برخه د مېرمني له خوا ده.

. ۴. د پښتو لویو مشرانو او رهنمایانو او ملی رجالو د سیرت په تشکیل کښی د مشهورو او پوهو مېرمنو لاس ډېر غښتلی و، لکه نازو د میرویس خان مور یا زرغونه د احمدشاه بابا مور اول نو گویا افکار دوی له خپلو ادبی لیاقتونو او افکار و مظاهره دخپلو اولادو سیرت کښي را ایستي دی.(۱)