د ځينو قبيلو يادول
څرنگه چه په ویدی سرودونو کښی د آریانا د شرق او جنوب ځينى رود خانی اوسیندونه یاد شوی دی ځینی ډېرې قبېلې هم ذکر شوی دی چه مدققينو ځينی قبيلې د افغانستان او پنجاب د نننیو قبیلوسره تطبیق کړی دی او ځینی نوری مجهولې او نامعلومې دی، او څېړنه او تطبیق غواړی. او زمونږ د مملکت د اوسېدونکو او د مملکت د پخوانی تاریخ دپاره دغه موضوع د ژوندانه د ډېرو مهمو موضوعاتو څخه ده او د هغی په څرگندیدو سره به د پیړیو په تېریدلو د افغانستان د قبیلوڅانگی او تشکیلات ښکاره او واضح شی، او د وید، اوستا او د مهاباراته څلورگون کتابونه به هر یو پخپل روڼ سره په دغه مهمه موضوع باندی رڼا واچوی هر کله چه ویدی سرود ډېره پخوانۍ منشه ده چه لومړی ځل زمونږ او د ځينو هغو قبیلو په باب کښی بحث کوی چه زمونږ په مملکت کښی اوسېدلې، په دغه فصل کښی ورته په لوړ مقام قائل شوی يو چه د افغا نسان اولاده خپل نیکونه د ویدی مدنیت په صحنه کښی وگوری او دې خبرې ته ملتفت شی چه دوی د دغه مدنیت په پیدا کولو کښی څومره لویه برخه لرله باید دا وویل شی چه په ویدی او اوستائی زمانه او د ملی تاریخ په نورو لوی و دورو کښی د افغانستان د قبیلو او اوسېدونکو د تشخیص او معلومولو او بیلولو موضوع څومره چه مهمه ده هغومره اشکال هم لری مگر په هغه جنبش سره چه د وطن د تاریخی او جغرافیائی پلټنو په باب کښی پیدا شوی دی پوره باور لرو چه دغه نمگړې پلټنی او تجسسات به د مملکت د پوهو ځامنو په مرسته او د نوو تحقیقاتو په رڼا کښی ورځ په ورځ زيات او تکمیل شی.
بهاراته: د دغه بحث په موضوع کښی د شرق او غرب دوو تنو پوهانوچه یوئی فرانسوی ( وی وین دوسن مارتن) دی د (ویدی سرود د روایاتو په استناد د هند د شمال - غرب د لومړنيو اوسېدونکو او د جغرافیائی مطالعاتو) په کتاب کښی. او بل (نری پندارا کومار) د کلکتی د کالج د تاریخ معلم د (هند د آریائی کولو) په کتاب کښی گټورې پلټنې او مفيد تتبعات کړی دی. دغو دواړه کسان هر یو په داسی ډول موضوع ته داخل شوی او په هغه لږ اختلاف سره ئی بحث کړی دی چه زیاتره د دوی د هريو د مطالعاتو په رویې پورې اړه لری مگر د دوی له مطالعاتو څخه معلومیږی چه په آریائی قبيلو کښی یوه مهمه قبیله یا د کشاتریا د قبيلو نه يوه مهمه قبیله یعنی آریائی جگړ نه قبیله د (بهاراته Bharata) قبیله وه چه د غو مدققینو زیاتره هغه هند ته د هغی د راتک او د تمرکز په وروستنۍ نقطه کښی کتلی او مطالعه کړې ده او مونږ دوی د يو بل فرانسوی پوه او عالم (واله دوپوسن) سره په باختر او آریانا کښی لېدلی او له دی ځای څخه هم هغه د ځینو نورو آریائی قبیلو په شان چه نن ورځ په پنجاب کښی اوسیږی تر هند پوری رسولی شو.
(بهارت) یا (بهاراته) د باختری آریائی کتلی له ډېرو مهمو قبيلو څخه یوه قبیله ده چه د هندوکش جنوب ته د راښکته کېدو نه وروسته ځینی کورنۍ او ښاخونه ئی د ارغنداب د ناوې د لارې او ځینی ئی د (کوبها - کرومو-او گوماتی) د درو د لارو نه پنجاب ته تللی او خپاره شوی دی او په (بخدی) پوری د (بهاراتيانو) د ارتباط او له دغه ځای څخه د هندوکش جنوب ته او په آخر کښی پنجاب او د پنجاب هغې خواته د هغوی د خپرېدو د نظريې د تائید د پاره ډېر دقیق معلومات لرو. هغه لویه منبع چه په دې برخه کښی زمونږ سره مرسته کوی (مهاباراته) یا هغه لویه رزمی مجموعه ده چه د هغوی د بیلوبیلو قبيلو او کورنیو او د نامتو پهلوانانو د جنگيالی توب صحنه ترسیموی او پخپله د هغوی په نوم شهرت لری. د دغه اثر مطالعه او د هغه د خاصو نومونو په شاؤخوا کښی تحقیق که دغه نومونه د ځای نوم دی او که د سړی زمونږ د مملکت د باستانی تاریخ د پاره فوق العاده اهمیت لری او زمونږ د پخوانيو قبيلو په شاؤخوا کښی ډېره رڼا اچوی ځکه چه په حقیقت کښی د وید او اوستا او مهاباراته سرود د یو زوړ کتاب پاڼی دی چه پاڼی ئی کرار کرار زمونږ زمانو ته را نزدې کیږی، په دغه ترتیب د وید او اوستا نه وروسته مهاباراته هغه دریم مهم ماخذ دی چه زمونږ سره ډېری او گټورې مرستی کوی.
د سانسکریت منابع خاص بيا (مهاباراته) د قبیلو او کورنیو لکه د (ملا Malas) (مالاMalas) یا د (مالاوا Malavas) څخه بحث کوی چه د فرانسوی (واله دوپوسن) د نظريې له مخي د (مادا Meddas)، (ماداوا Maddavas) (مادرا Madras) او د (مادراک Madraas) سره ډېر نزدیکت لری، او دغه نومونه هم د هغو نورو نومونو سره ډېر شباهت لری چه د (بهادرا Bhadras) او ( بهالا Bhallas ) په ډول راغلی دی. د دغه مدقق د نظريې له مخې دغه ټول نومونه د ځينو نورو قبيلو او کورنیو سره زیاتره په مجموع ډول د (بهیکه Balika) په نامه یاد شوی دی او (بهیکه) د سانسکریت په ادبياتو کښې د ( بهلیکه Bahlika) په صورت هم راغلی دی.
او دغه نوم د (بلخ) د پخوانيو نومونو څخه يو نوم دی. له دغه کېله دغه مدقق او پروفيسر (پرزې لوسکى Przyluski) دغه نظریه لری چه په ډېرو احتمالاتو د پنجاب او بلخ بهلیکیان په حقیقت کښې يو شى ؤ او د بلخ نه د هندوکش جنوب ته راغلی دی او له دغه ځای نه د اندوس حوزې او د هغې نه هغى خوا ځمکو ته خپاره شول.
مهاباراته په دغه باب کښې اوس هم ډیر دقيق معلومات ورکوی ځکه چه په دغه ځای کښی ویل شوی دی چه (بهادرا Bhadra) د (مادرا (Madrasد قبیلې داستانی جده او د (ویوشیت اسوه (Vyushitaeva گډه او ښځه وه. د (اسوه) کلمه چه د دغه پاچا د نوم په آخر کښی راغلی ده هماغه (اسپه) ده، او واضحه ښکاره کوی چه دې د بلخ د اسپه د پادشاهانو د مشهورې سلالې د کورنۍ له اولادې څخه ؤ:
نو دغه مطالب چه زیاتره د (مهاباراته)په متن د بهاراته د قبیلې په رزمی مجموعه تائید شوی دی واضح معلومېږى چه د دې لويې ويدى قبيلې او له هغو نورو قبیلو کورنۍ او ښاخونه چه د دغه کتاب پاڼی او مخونه د هغوی د پېښو په ليکلو او نقلولو رنگين دي له باختر نه وتلی او د هندوکش جنوب ته راښکته شوی دی، او له دغه ځای ته هند ته تللی او خپاره شوی دی، لکه چه (واله دوپوسن) د دغو مطالبو په آخرکښی د پروفیسر (پرزې لوسکی) نظریه داسې ښکاره کوی: د هندو سيتيانو او اسکائيانو له تهاجمونو نه ډېر پخوا حتی د اسکندر له لښکر ایستلو (لشکر کشی) له په ډېره وړاندی زمانه کښې باختريان له افغانستان څخه ښکته شول او په هند کښی ئی د ځان د پاره لاره خلاصه کړه اوڅه نا څه پنجاب ئی نیولی ؤ.
(پا نی نی Panini) د صرف او نحو لوی عالم چه په څلورمه ق م پیړۍ کښی د آریانا په شرقی برخو کښی د کابل د سیند په ښکتنۍ مجرى کښى د اټک په نزدې شاؤخوا کښی اوسیده او د (بهشه) د ژبی د پاره ئی د سانسکریت کلمه پیدا کړې ده، پخپله صرف او نحو کښی د (کشودراکا Kshudrakas) او د (مالاوا Malavas) قبيلې د بهیکه یعنی د بلخيانو په ډله کښی حسابوی. (یودهیا - Youdheyas) او (ارجونایانا Arjunasana) چه د (مالوایانو) سره ئی ډیر نژدیکت درلود طبعاً د هغوی د قبیلو، کورنیو او عشیرو په شمار کښی راځی. د بهاراته قبيلې يوه بله لویه څانگه هم لرله چه په سرودونو کښی د (بهارادواجا) په نامه یاد شوې ده او یو پاچائی چه (دیواداسا Divaasa) نومید د ارغنداو په حوزه کښی یوه سلسله جنگونه کړی دی چه پخپل ځای کښی به ورځنی بحث وکړو. د (بهارا دواجا) قبیلی جنگیالی میړونه او لوی ریشییان میدان ته را ایستلی دی او د ریگ وید د سرود د شپږم جز تالیف ورته منسوبیږی د بهاراته قبیله نسبتاً ډېره قوی او غښتلی وه او هر کله چه لوی ريشييان لکه: (ويسوا ميترا -Vicvamitra) په دغه قبیله کښی موجود وو نو د نورو آریائی قبیلو نه پخوا د لوړوالی او تفوق او د اداری او قواؤ د تمرکز او د ځمکو د نيولو او فتوحاتو فکر ور سره پیدا شوی ؤ لکه چه آریائی لس گونی قبیلی د (لسو ملکانو) په مشهور جنگ کښی چه په هغه کښی (پکتیان) پکتويس پارت، (پښتانه) الینايان (نورستانیان) او زمونږ د مملکت نوری قبیلی شاملی وې او له هغو څخه به جلا بحث وکړو، د هغوی د ریشی (ويسوا ميترا) د تبلیغ له کبله سره يو او متحدې شوې. او د (سوداس) د بل يو آریائی پاچا په مقابل کښی ئی چه د هند په خاوره کښی ډېر مخکښی تللی ؤ (د بهاراته جبهه) تشکیله کړه. د بهاراته قبيلې د خپلو ټولو لویو او کوچینیو قبیلو او کورنیو سره يو څه موده د هندوکش په جنوبی لمنو او د سپین غر په شاؤخوا کښی استوگنه وکړه، او کرار کرار د (سپته سندهو) (پنجاب) د ناوې خواته مخ په وړاندی تللی دی. له دوو مهمو قضيو له مخې چه پخپله د آريائيانو په منځ کښی د دو دوه مشهور جنگونه دی چه یو ئی د آریانا په شرقی سرحدونو کښی د (لسو ملکانو) د جنگ په نامه دی او بل ئی د آریا نا په جنوب غربی خواؤ کښی د (سراسواتی) په حوزه کښی یعنی په ارغنداؤ کښى پېښ شوی دی او د (دیواداسا) پاچا په جنگونو مشهور دی، او په دواړو جنگونو کښی د بهاراته قبيلو او ريشيياتو او مشرانو او ملکانو حتی پادشاهانو گډون کړى ؤ. بيله شک او شبهی نه معلومیږی چه بهاراتیان عموماً له دوو لارو نه یعنی د کوبها د ناوی (د کابل درې) د لارې او د ارغنداو د ناوې او د بولان د درې د لارې د(سندهو) هغی خواته تللی او خپاره شوی دی.
او هر کله چه قبیله قوی او مقتدره وه نوهند ئی پخپل نوم مسمی کړ او د (آریاورته) د هغه پخوانی نوم په وزن چه په (آریانا) کښی په دغه نوم سره مانوس و هغه ځای ئی په (بهاراته ورته) یا ( بهاراته ورشا) سره یاد کړ. دغه نوم په هند او د هند په پخوانیو ادبیاتو کښی ډېر شهرت لری او کېدی شی چه دغه نوم د هغه ځای ملی نوم و بلل شی د (ورته) او (ورشه) کلمه د دقت وړده او د دې کلمی له بیان او شرحې څخه هم ځینی معلومات زمونږ په لاس راځی. د مخه مو وویل چه (ورته) په (ورشه) سره هم ویل شوې ده، دغه مسئله پوره معلومه نه ده چه دغه د تلفظ تغیر څه مهال راغلی دی، ښائی چه ډېر پخوانی نه وی او که چیری پخوانی هم وی په مختلفو ځايو او د هغو ځايو د خلکو د تلفظ په طرز پوری به ئی اړه درلوده. ښائی چه د هندوکش په شمال کښی به دغه د (ورته) کلمه او په جنوب کښی به ئی (ورشه) ویل کېدله، او یا د هندوکش په همدغه جنوب کښی په شرقی برخه کښی به (ورته) او په جنوب غربی برخه کښی به (ورشه) ویل کېدله. لکه چه اوس هم په هغو ځايو کښی د (سخت) او (نرم) آواز مثلا په (ښ) او (خ) کښی فرق موجود دی. په هر حال اوس هم د (ورشه) کلمه د پښتو د (ورشو) په کلمه کښی موندل کېدی شی. «ورشو» په پښتو کښی د څاروو د څر ځای «چراگاه» ته وائی، څرځای «چراگاه» له ډېرو پخوانيو کلمو څخه ده او معنی ئی د آریائی ژوندون په لومړيو مراتبو پورې اړه او ارتباط لری، او هغه زمانه را په یادوی چه دغه قوم لا مالداری او بزگری او زمینداری کوله.
بلکه د مالداری جنبه ئی ډېره او عمومی وه او د غواؤ پادې (کور دمونه) او گلې د دوی ډېره ښه شتمنۍ او د غواؤ او غوايانو او د نورو څارویو شمېر د دوی د شتمنۍ معیار او اندازه شمېرل کېدله، او په دغه ډول (ورشو) یا څر ځای (چراگاه) د دوی په نزد په مادی او معنوی ډول خاص اهمیت درلود. لکه چه د آریائی اجتماعی ژوندون په بحث کښی به ئی وگورو چه پنډ ځای (آغیل) او (ورشوگانو) په آریائی قبیلوی تشکیلاتو کښی څه مهم رول لوبولی دی. په هر حال د امکان نه هېڅ ليرې نه ده چه د هندوکش په شمالی برخو او د ارغنداو په حوزه کښی چه دغه دواړه ځايونه د څارویو د روزنې او ساتنی د پاره ډېر وړ او مساعد دی، (آریاورته) لومړى ځل (د آریا ورشو - چراگاه) په باب کښی استعمال شوی وی، او د هندوکش په جنوب او د ارغنداؤ په سواحلو کښی د لهجې په توپیر او فرق سره په هماغه خپل مفهوم (آریا ورشه) شوی وی، او هغه وخت چه د (بهاراته) قبیله د خپلو څارویو سره د (سندهو) حوزې ته ښکته شوه هغه ځای به ئی د خپلې (ورشو) (بهاراته ورشه) په نامه بللی وی.
پنکه جانا: دغه نوم له دوو کلمو نه جوړ شوی دی چه یوه (پنکه) د (پنځو) په معنی، او بله (جانا) د (قبیلی) په معنی ده، او یو اصطلاحی نوم دی چه د ریگ وید په سرودونو کښی ئی په پنځو آریائی قبیلو اطلاق کېده. د دغو پنځو قبيلو نومونه په کامل مشخص او یقینی ډول د ریگ وید په سرودونو کښی یوځای يو د بل ترڅنگ یاد شوی ندی له دې کبله د دغو نومونو په ټاکلو کښی مدققين هر يو جلا جلا نظریه لری د )زیمرZimmer) په عقیده دغه قبیلې دا دی: (انوAnus) (دريوهو Druhus) )یادو Yaduo)، (تورواشا Turvasas) او (پوروPuruo) مستر (مکدونل) هم په همدې عقیده دی، مگر هندی فاضل (ابيناس شاندرا داس) د کلکتی په یونی ورسیته کښی د هند د پخوانی تاریخ معلم وائی چه که چیری د بهاراته مشهوره قبیله هم په دی جمله کښی ونیول شی نو ښه به شی. سر بیره په دی دغه معلم (یادو) او ( تورواشا) یوه قبیله، او (پورو) او (ترتسو Trtsus) بله قبیله بولی.
پخپله د دغو پنځه گونو قبيلو او د ځينو نورو قبيلو ترمنځ ارتباط هرڅه چه وی څه کار ورپوری نه لرو، کوم شی چه زمونږ د مملکت د تاریخ د ویدی زمانی په فصل پوری اړه لری او مهم دی، دا دی چه (پنکه جانا) د پنځه گونو قبيلو اجزا ټول د (پکتيانو) (پکتويس) او (پارت) (پښتنو) او (الينايانو) یعنی نورستانیانو او زمونږ د مملکت د نورو قبیلو سره د (لسو ملکانو) په جنگ کښی شامل وو، او د (بهاراته جبهه)چه د مخه ورته اشاره وشوه د هغوی په طرفدارۍ سره ډېره قوی شوې وه.
مدققین د وید د سرودونو د تعبير له مخې وائې چه پنځه گون قبائل عموماً سره يو او متحد وو او يو د بل سره ئی گډه گذاره او ژوندون کاوه او په عرف او عاداتو او ځينو نورو خویونو او اخلاقو کښی ئی ځانته جلا مميزات لرل.
په دغو پنځه گونو قبیلو کښی ډېره مشهوره قبيله د ( بهاراته یانو) نه وروسته د (پورو) قبیله وه، ځينى دغه نظریه لری چه دغه دوه قبيلې يوه قبیله وه. د ریگ وید په سرود کښی بهاراته یان او (پوراوا Paouravas) یعنی د (پورو اولاده) ډېر شهرت لری. په هغه صورت کښی چه (پورو ) او (بهاراته) د يوې قبيلې ښاخونه وی نو په دی خبره کښی هېڅ شک او شبهه نه پاتې کېږی چه هغوی هم د بهاراته په شان له باختر نه د هندوکش جنوب ته او له هغه ځای نه د (سندهو) هغی خوا ځمکو ته تللی او خپاره شوی دی. (شاندرا داس) د هغوی د استو گنې ځای د اندوس په پاسنۍ او برنۍ دره او د گندهارا په غاړو څنډو کښی بولی. بهاراته او پورو د باختر آریا ئی کتلې جنگياليو او قوى قبيلو وروسته تر دې چه پنجاب اود گنگا ناوې ته ورسېدلې په دغه ځای کښی ئی لومړنی د آریائی سلطنتونه جوړ کړل، او (مهاباراته) او (پورانا) ده غوی د رزمی او عشقی داستانو په نقلولو رنگین دی. د (پنکه جانا) نورې قبلې دومره ډېر شهرت نه لرى او د (لسو ملکانو) په جنگ کښی به بیا زمونږ له نظره تيرې شی.