32

محمد امین سرپرېکړی د (جگړه د محمود افغان نیول د اصفهان) ليکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دغه مولف او مؤرخ محمد امین نوميږي، چي په قوم مراڼی کوچی او د مرغې د غونډان و، دی د خپل عمر په ۳۶ کال په ۱۱۳۵ ق د هوتک شاه محمود په لښکرو کي د ارسلا خان ناصر تر بیرغ لاندي اصفهان ته ولاړ، او د ایران د فتح جنگونه یې گرده په خپلو سترگو ولیدل، او يو کتاب يې په پښتو وکيښ.

د دې کتاب نسخه ما نه ده ليدلې، خو د ده زوی حافظ نور محمد يوه قصه د (برېښنا او خدۍ ) په نامه په ۱۲۰۴ ق کښلې وه، چي خطي نسخه يې سته. د دغي قصې په سریزه کي نور محمد داسي کاږي : "چي زما پلار د اصفهان په جگړه کي په ۳۵ کلنۍ برخه اخیستې وه، او کله چي بيرته راغی نو ده مبارک چي حال د دې جگړې په خپله لیدلی و، نو یې یو وړوکی کتاب په ژبه خوږه د پښتو کي په حال د دې جگړې کي لیکلی و، او نوم د دې کتاب "جگړه د محمود افغان نیول د اصفهان" دی. خو حق دا دی چي ډېر ښه او رښتینی بیان دی، او دا کتاب په زڼيو د پښتنو له جهته د بدلو د قومو قيمتي دی، او نر و ښځي او کم و لوی یې خواهښتي دي. "                                  

                                                                                                   (د برېښنا د قصې سريزه)

ځکه چي د اصفهان د فتح په کال ۱۱۳۵ ق محمد امین د ۳۶ کالو و، نو یې د تولد کال ۱۰۰۹ ق ټاکلای سوای، چي وفات یې د نورمحمد په قول ۱۱۷۴ ق کال په ۷۵ کلنۍ کي دی.

د محمد امین زوی نور محمد د ده له خولې وايي : "زه په دې غزا د اصفهان فتح کي ۳۶ کلنی وم د جنگ په فنونو او فتورونو کي گړندی وم". 

علاوه پر نثر او وقايع ليكنو باندي محمد امین ځيني پښتو شعرونه هم درلودل چي نموني يې تر اوسه پاته دي.