د پښتو ژبي موقعيت د ژبو په وېش کي
د اريايي ژبو وېشنه
اريايي ژبي پر دوه ډوله دي، یوه ډله يې سيتم بولي او بله ډله يې سنتم بولي. پوهانو فقط یوه کلمه د سنسكريت او لاتيني څخه اساس ګرځولې ده، يعني "سل" چي په سنسكريت کي سيتم او په لاتين يې سنتم بولي، لومړۍ ډله نون په دغه کلمه کي نه لري او دوهمه ډله يې لري چي د دې جدول څخه دغه تقسيم څرګندېږي :
سيتم | سنتم | ||
سنسکریت | سیتم | تاتيني | سنتم |
دري | سد | يوناني | هيكاتون |
پښتو | سل | انگليسي | هنډریډ |
هندي | سو | الماني | هنډریډ |
روسي | ستو | فرانسوي | سانت |
د سنتم او سیتم پر علمي اساس ټولي هندواروپايي ژبي په لاندي ډول وېشلي کېږي :
آریائي (هند و اروپائي) ژبي
ستم سنتم
سنسکریت اوستا پښتو د فرس زړه ژبه فارسي پهلوي
ارمني الباني اسلاوي
لیتواني زوړ پروس روسي
سکانډنیاوي سلتي(کلني) توتني یوناني لاتیني
ایسلینډي دنمارکي انگلیسي هلندۍ الماني ایتالوي فرانسوي رماني اسپانیوي
سویدي نروژي
له لاندي جدول څخه جدول ددغو هندو اروپايي ژبو نزدېوالی سره معلومیږي:
فرانسوي | جرمني | انګلیسي | لاتیني | اوستا | سنسکریت | دري | پښتو |
پیر میر سور فرير | وانر موتر شوستر برودر | فادر مدر سستر برادر | پتو ماته را سوردر فراتر | پیتر ماتر هو گهر براتر | پنتري ماتري سواچر بهراتر | پدر مادر خواهر برادر | پلار مور خور ورور |