د افغان نوم په تاریخ کی
دولسونو ملی نومونه :
ولس یا ملت چې په انگریزیي نیشن ( Nation ) بولی د اوسنی دینا په حقوقي او سیاسي ژبه د انسانانو لویه ډله ده چې مشترکه خاوره او یو تمدن او مشترک تاریخ او اقتصادي گډ منافع و لري او دیو دولت تر ادارې لاندې ژوند کوي او هیواد یې ټاکلی سیاسي یا طبیعي حدود لري.
داسې ولسونه د خپل تاریخ او فرهنگ او سیاسي مد او جزر او دځینو خپلو داخلی حرکی پیاوړتوبو په اثر د پیړیو په تیریدو سره خپل ملی او ولسی نومونه مومی، چې هغه نومونه کله د تاریخ په تیرو دورو کی خصوصیت او محلیت لری. مگر ورو ورو توسیع مومی او پر ټول یوه ولس باندې چې په یوه خاور کې د یوه دولت تر ادارې لاندې د خپل فرهنگ پر مرکز د مشترکو اقتصادی منافعو ترسیوری لاندې راغوڼدیږی هغه نوم ایښو کیږی. د دې نامه د اطلاق له پاره د ژبې او نژاد وحدت ضروری نه دی. بلکه ممکنه ده د مختلفو نژادو او مختلفو ژبو ویونکی خلک تر یوه ولسی نامه لاندې سره یو ځای شی او یو مملکت تشکیل کاندی. ددې خبرې نظایر اوس موږ په ټولو هیوادو کې وینو. د امریکا په یونایتد ستیت کې سپین او تور او سره او زیړو کړی چې مختلفې ژبې وایی د یوه امیریکن په نامه د یوه دولت تر سیورې لاندې ژوند کوی . دوی یو مشترک فرهنگ او مملکت ایجاد کړی دی او پر مشترکو اجتماعی او اقتصادی گټو باندې سره راټول شوی دی.
دغسې هم په بریتانیا او فرانسه او شوروی او ترکیه او عربی اتحادیه او هند او نورو هیوادو کې د انگلش او فرانچ او ترک او عرب او هندی په ملی نومو د مختلفو نژادو او ژبو او دیانو خلق سره راټول شوی او یو مشترک ملت یې تر یوه نامه لاندې تشکیل کړی دی.
دجغرافی نومونو مد و جزر :
د ځایو او هیوادو نومونه په تاریخی دورو کې یو خاص جزر او مد لری، یعنی کله یو نوم له تخصیصه څخه تعمیم مومی او پر ډیرو سیمو باندې اطلاقیږی . مثلاْ د خراسان نوم د اسلامی دورې په لومړنیو پیریو کې فقط له نیشاپوره تر هراته او جنوباْ تر سیستانه اطلاقیده مگر وروسته یې ارتوالی وموند او له دامغانه تر طخارستانه او شمالاْ له سمرقند تر الرخج او غزنی پورې ټولې سیمې لاندی کړی او عربی جغرافیاوال لکه یعقوبی از اصطخری او ابن حوقل او ابوالفداء، نیشاپور او مرو او هرات او بلخ د خراسان مشهورې څلور برخې گڼی او کابل او طخارستان او بامیان او ختل تر بدخشانه په خراسان کې بولی او د یاقوت حموی او یعقوبی په قول ټول ماوراء النهر له بخارا تر سمرقنده هم په خراسان کې داخل و او دا د جغرافی نومو د جزر او بسط نمونه ده.
افغان او افغانستان په تاریخ کی :
د افغانستان نوم ډیر قدیم دی او خورا تاریخی سابقه او جزر ومد لری، تر اوسه چې زه کومې تاریخی کتیې لرم د افغانستان نوم تر اسلام ډیر د مخه د اوسنی افغانستان پر شرقی سیمو او د قبایلو پر خاورو باندې یاد شوی دی چې په تاریخ کښې داسې څرک ایستلای شوای :
د نقش رستم په کتیبه کې : د افغان د نامه قدیمترین ذکر د ساسانی دوهم پاچا لومړی شاهپور په یوه کتیبه کې شوی دی چې څو کاله د مخه د امریکا د شیکاگو د شرقی موسسې یوه لرغون پوهاند د پاریس په نقش رستم کې وموندله.
دغه کتیبه د ۲۶۰ او ۲۷۳ م کلونو ترمنځ په پارتهی او یونانی ژبه لیکلی شوی ده او د ساسانی پاچهی شرقی برید پیښور د پشکی پوره په نامه یادوی او په دغه کتیبه کی یو نوم ( گوند یفیرابگان ) راغلی دی.
په ۱۹۴۰ م کال ښاغلی سپرنگ لنگ د لندن په آسیایی مجله کې پر دغه کتیبه یو مضمون خپور کړی دی، وایی چې ایگان دغه اوسنی افغان دی او د دریم شاهپور ساسانی پاچا ۳۰۹ – ۳۷۹ م په عنوان کې هم اپه گان لیدل کیږی چې هغه اول ابگان به بیا اپه گان او افغان شوی وی.
د هندی منجم په کتاب کې : تر دې وروسته موږ د افغان نوم په یوه هندی کتاب بریهت سمیهتا کې وینو ( یوولسم فصل ۶۱ مخ او شپاړسم فصل ۳۸ مخ ) چی دغه کتاب یوه هندی منجم وه ره هه می هیراد شېږمه مه مسیحی پیړی په اوایلو کې لیکی دی.
دغه منجم هم اوه گانه – آوه گانه د پهلو او هیاطله وو په بحث کي یادوی او موسیو فوشه فرانسوی محقق د خپل کتاب چې د هند قدیمی لارې له باختر ترتکسیلا پورې نومیږی د ۲۵۲ مخ په ۱۷ نوټ ( د پاریس طبع ۱۹۴۷ م ) کې دا خبره را برسیره کړی ده.
دهیون تسنگ په سفرنامه کی :
دافغان د نامه دریم پخوانی ذکر د هیون تسنگ چینی زایر په سفرنامه کي د دی، دا چینی بودایی راهب د جون په شلمه په ۶۴۴ م د کابل – لغمان او فلنه (بنو) له لارې او پوکین ته راغی او له دغه ځایه د جون په ۲۵ ورځ غزنی ته لار جنرال کننگهم د هند په پخوانی جغرافیا ( د لندن طبع ۱۸۷۱ م ) کې لیکی چې دغه اوپوکین د افغان د کلمې مصرف چینی شکل دی او په هم دغه ځای کې یوه بل چینی زایر فایان د میلاد په ۴۰۰ کال یو ځای ( لو-هی ) په نامه یاد کړی دی. او باید دا نوم ( روه ) وی چې د هند مؤورخان و د افغانستان لپاره راوړی دی، او د خوشحال خان دلمسو تر عصره لا د اباسین راپدې خوا سیمه (روه) بلله کیده، کاظم خان شیدا ویلی و:
په هندی ادایی وکړی په ماچارې
زه شیدا په زړه ساده دروه افغان یم
کننگهم وایی چې ددغه ځای د خلکو ژبې د هیوان تسنگ په قول له هندی ژبې سره لږ شباهت لاره نه له دې جهته ویلای شو چې دغه خلک هندیان نه وو بلکه افغانان وو ځکه چې پښتو په ځينو اصواتو او لغاتو کې د هندی ژبو سره هم اړه لری.
له دغی تاریخی څیړنې څخه ښکاره شوی چې د افغان نوم تر اسلامی دورې د مخه څلور تاریخی سنده لری :
۱- د نقش رستم په ساسانی کتیبه کې تر ۲۶۰ م کال وروسته : ابگان .
۲- د دریم شاهپور ساسانی په عنوان کې تر ۳۰۹ م کال ورورسته : اپه کان .
۳- د هندی منجم په بریهت سمهیتا کې تر ۵۰۰ م کال ورورسته : اوگانه.
۴- د هیون تسنگ په سفرنامه کې ۲۱۰ جون ۶۴۴ کال : اوپوکین.
په اسلامی دور کی :
د عربو فتوحاتو په کتابو او قدیمو تاریخو کې د افغان نوم نه دی راغلی، ځکه چې د عربو فتوحاتو په لومړیو پیړیو کی د اوسنی افغانستان شرق څنډو او پښتنی قبیلو سیمو ته نه وو رسیدلی او د هیون تسنگ او – پوکین خو اوسنی پختیا او د سپین غره لمنی تر اباسینه پورې وې، اما په اسلامی دوره کې موږ یو قدیم ترین سند لرو چې زموږ د وطن په جوزجان کې په ۳۷۲ هـ کال لیکل شوی دی. دا کتاب حدود العالم نومیږی او د درې ژبې قدیمه جغرافیه ده.
د مؤلف نوم نه دی معلوم مگر دغه کتاب د ابوالحارث محمد بن احمد د جوزجان د امیر په نامه لیکل شوی دی چې د خراسان فریغونیانو د شاهی کورنی څخه و او په جوزجان اوسنی سرپل او میمنې کې سلطنت لاره. دی د افغان نوم په همدغه اوسنی شکل داسې ذکر کوی : « سول – دهیست بر کوه با نعمت واندرو افغانان » ( ص ۴۵ ) ځای وایی – بنیهار : جاییست پادشاه او مسلمانی نماند و زن بسیار دارد از مسلمانان و از افغانان از هندوان ( ص ۴۶ ) دغه ځایونه خو د په حدود العالم کې د گردیز سره یو ځای د هند په ناجیت کې ذکر شوی دی چې په اوسنی پختیا او ننگرهار کې یا یدوی نو اوسنی سول خیل بللای شو چې اووه لس کیلو متره د مقر شمال شرق ته یو کلی دی او بنیهار هم ښایی چې پښتنې قبیلو د سیمو وبنیروی چې په دغو خواو و کې افغانان میشته وو او دی.
په دې ډول د اسلامی دورې افغان ذکر دغه دی چې زر کاله پخوا جوزجانی کې دی او بیا د سلطان محمود په عصر کې د دربار منشی ابونصر محمد بن عبدالجبار عتبی په تاریخ یمینی کې د افغانیه ذکر د شرقی افغانستان د غرو کې کړی چې دوی د سلطان په جنگی لښکرو کې هم شامل وو هم د دغه عصر یو بل عالم او منجم ابورریحان بیرونی : ( متوفی ۴۴۰ هـ ) پخپلو تألیفاتو کې لکه کتاب الهند قانون المسعودی التفهیم او نورو جغرافی او علمی اثارو کې افغان او افغانیه یادوی او تردې وروسته نو د افغان نوم د یو قوم په ډول په اکثرو فارسی او عربی کتابو کې وینو او ابن اثیر په الکامل کې دوی ابغان بولی چې د کرم په وادی او کرمان کې پراته وو او په ځینو فارسی کتابو کې املا اوغان هم ده .
د افغانستان نوم :
د عربو جغرافیاوالو او مؤورخان و د فارسی ژبې قدیمو لیکوالو د افغانستان کلمه له ده رواړې مگر د دوی له نوشتو څخه ښگاری چې افغان او افغانیه د کوږک له غره څخه بیا تر باجوړه په غرو او رغو کې اوسیدل او د ننگرهار او پختیا سیمې د دوی تون و او د افغانستان د اوسنی سیمې اکثره برخه د خراسان په نامه بلله کیده.
لومړی پلا چې په تاریخ د افغانستان نوم وینو هغه یو کتاب دی چې تاریخ هرات نومیږی او په ۶۱۸ هـ کال سیف ابن محمد مشهور په سیفی هروی لیکلی او په کلکته کې چاپ شوی دی.
وروسته نو د هند د مغولو په زمانو کې هم د افغانستان کلمه په اکبرنامه او نورو کتابو کې وینو مگر دغه افغانستان هم د کوږک غهره څخه بیا تر باجوړه چې شرقاً یې برید اباسین و او ننگرهار او پختیاهم پکښې شامل وو لکه چې ما د مخه ویلی دی جغرافی نومونه جزر او مد لری کله ارتیږی او کله کوچنی کیږی نو د افغانستان نوم هم د احمدشاه بابا له جلوسه سره توسیع وموندله، هراته تر اباسینه او له آمو څخه تر ترخه دریا به پورې د ده مملکت مرکزی سیمه وه او دغه هیواد ټول په توسیعی توگه افغانستان بلل کیده او تراوسه هم زموږ د مملکت رسمی او تاریخی نوم دغه دی او ټول هغه خلک چې دلته اوسی دوی د افغان په نامه یادیږی او دغه د دوی د ملیت سمبول دی.
دوی که پښتو وایی یا فارسی یا که په نورو لهجو ږغیږی، ټول افغانان بلل کیږی او بې له لسانی یا دینی یا نژادی توپیره، ټول په دې مملکت کې د ژوند برخه لری او په مساوی اخوت او ملی ورور گلوی ژوند سره کوی او دغه د دوی ورور گلوی له قدیمه دغسې ټینگه او کراره راغلی ده او جغرافیی او تاریخ او اقتصادی منافعو پر اساس کلکه ولاړه ده او دغه خلک د افغانستان په سیمه کې د یوه دولت تر سیورې لاندې نه بیلیدونکی تشخیص او وجود لری او د یوه ملی وحدت پر موقف سره راټولیږی.
د تاریخ او جغرافیی اثر :
د افغانستان په وجود او د افغانی ملیت په تشکیل کې علاوه پر سیاسي او اجتماعي او اقتصادي عواملو د تاریخ او جغرافیی اثر هم مهم دی . موږ وینو چې دلته د افغانستان په زمکه کې تر اسلام د مخه هم پياوړی دولتونه موجود وو او د دې سیمې خلکو یو خاص فرهنگ او تمدن درلود پر دوی چې له شرقه او غربه یا له شماله کوم اجتماعی او سیاسی جریانونه راغلی وو هغو ټولو دلته یو خاص رنگ او ډول موندلی و او ددې ځای فرهنگ او ارټ او ژبو او ادبیاتو همدلته مقامی او ملی شکل غوره کړی ؤ.
تر اسلام راوروسته دلته مقتدر دولتونه جوړ شول، بلخ او سیستان اویست او غزنی او هرات ښارونه د ایشیا د تمدن مراکز وو، د سیاست او فرهنگ له دغو مراکزو څخه د گنگا له غاړو بیا تر دجلې پورې وړانگی خپریدی او هم دغه تاریخی جریان و چې د مغولو تر تاراکو وروسته بیا هرات او کندهار او کابل د سیاست او تمدن مرکز وو او د طاهریانو او سامانیانو او غزنویانو او غوریانو د اقتدار او سیاسی تشکیلاتو باقیمانده ونې بیا زرغونی شوی او د افغانستان اوسنی دولت یې د تاریخ د قدیم جریان په حکم بیا وزیږاوه چې د څو زرو کالو یو تاریخی واقعیت بیا ژوندی شو. په دې کار کې د جغرافیایی وقوع کیفیت هم دغه جغرافی واقعیت هم د تاریخ له جریانو سره مل و او په اتلسم قرن کې بیا دلته د افغانستان په نامه بو مملکت موجود کړ او د افغانی ملیت بنسټ یې پر هغو تاریخی واقعیتونو باندې ټینگ کړ.