32

ملي مشر خوشحال خان

د خوشحال خان خټک مرغلری

د خوشحال خان پلار شهباز خان خټک په ۱۰۵۰ هـ کال چي عمر یې پنځوس کاله و په یوه جنگ کي د يوسفزو تپي او په پنجشنبې اول د شوال وفات سو د پلار تر مرگ وروسته د خوشحال خان دری نور کوچني ورونه وو جميل بیگ شمشیرخان میرباز خان مگر دی د مشرتوب له پلوه د قوم په خانی او سرداری و ټاکل سو او ټوله اولس په مشرتوب و مانه شاه جهان مغولي پاچا هم دی د پښتنو خان کی او د مشرتوب فرمان دده په نامه له ډهلي څخه صادر سو، شاه جهان چی د خوشحال خان قدر او احترام په ښه ډول کاوه او په مغولي دربار کي يي ډېر نفوذ او اقتدار درلود، د اجمیر په جنگ کي چي د تارا ګډه کوت هیڅ چا نسوای فتح کولای توريالي خوشحال خان دا کوت مات کړ. او په لاهور کې د شاه جهان له حضوره څلور لکه روپی انعام ورکړه سو او د دوه نیم لکو روپو پتی و روبخښل سوا. خوشحال خان که څه هم د مغولي دربار تر اثر لاندي و او د مغولی پاچهانو په اطاعت بی خان مکلف گانه مگر ده د خپل قوم په منځ کي بشير استقلال درلود او د مغول مربي توب يي هیڅکله د خپل قوم له پاره نه خوښاوه شاه جهان هم فقط د پښتنو آرامي غنيتمت ګڼلي او د دوی داخلي آزادي بي نه ور ورانول، خان پخپله وايي :-

دهغه دور پاچا و 

قدردان شاه جهان 

د پلار خای بی و ما راکړ

 به اولس سوم حکمران 

که د توري که د ورکړي 

هیچ مي پري نښو ارمان 

واړه دېرش زره ختك دي 

درست زما دي په فرمان

 درست حبك حما به دور 

نامور سو به دوران


مگر تر شاه جهان وروسته چي د ده زوی اورنگزیب عالمگیر خپل پلار بندي کړ او نور ورونه یې یا مره یا مغلوب کړه او په ١٠٦٩ هـ كي پاچا سو ده د خپل پلار طرفداران او درباریان ټوله ورکول نو خوشحال خان خټک د پښتنو ملي مشر هم چي د شاه جهان له ملګرو او مقربانو څخه و او اورنگزیب ببریدی چي مبادا دی به د شاه جهان د خلاصی کوښښ وکي نو يې وغوښته چي پښتانه مخذول کړي او خان هم ورك كړي. پښتانه خو طبعاً آزادي غوښتونکي دي او بل چاته سر نه کښته کوي او پر خپل استقلال مين دي خاص بيا خوشحال خان چي يو صحیح پښتون سردار و نو اورنگزیب خودی به قوت سره نسوای ماتولای له دغه جهته يې دروه او ټپټال ورسره وکړ. او خان يې په غوره ژبه او احترام خپل دربار ته وغوښت له بلي خوا يې د ده خپلوان هم د خانی او منصب په ژمنه او رشوتو او روپو و غولول چي خان د پاچا دربار دهلي ته ورواستوي، خوشحال خان که خه هم ډېر پوه او تجربه کار سری و مگر د پاچا په عهد او قول او د خپلوانو په اصرار و غولیدی او یوازی پیښور ته ولاړی د پیښور حاکم د مغولي دربار په نفوته دي بندي کړ، او تحت الحفظ بي دهلي ته واستاوه خوشحال خان د روژې په منځ کي د ١٠٧٤ کال دهلی ته ورسېدی او دا د پښتونخوا د بن خوشنوا بليل هلته د مغولو به بند کي تر څلورو کالو پوري بندي پاته سو که خه هم د ده قوم به اتفاق د ده د خلاصی له پاره ودرېدل او غوښته یې چي مسلح حرکت په دې باب كي وكي، مگر خان دوى منع کړل او له جنګه يې وګرځول. خوشحال خان خپل د بند حوادث په یوه حبس نامه کي چي (۲۲۰) بينه ده ويلي دي او په خپل بند کي يې د وطن په بېلتون كي ډيري سوخوونكي

ناري او غلبلي وهلي دي :

 د هیواد یاران می هر زمان ياديږي 

چي يې مخ په خوب کي ووينم وویاړم 

خوشحال خان څلور کاله په ډهلي او رنتهبور كي بندي و وروسته تو ایله سو اما هره ورخ به دربار ته حاضرېدی او د وطن د تک اجازت یی نه درلود په دغه حال كي داسي شكوه كوي (٤) د رجب ١٠٧٧ هـ ) :-


هره ورځ ورتله دربار ته

 گوره دا خه مشقت دی 

ديل حکم پرې زندان سي 

چي پر خپل حکم عادت دی

 نه شیرین خواره یاران سته

نه د چا سره صحبت دی


په پای کی خوشحال خان په اگره کي په ملگري د خپلو خپلوانو فرصت و موندی او خپل وطن ته راغی، دلته نو بيرته خپل قوم پر ده راتول سو او په وارو وارو يې د مغلو سره سخت او لوی جنگونه وکړل او د پښتنوالي هوډ يې تر سره کړی او پښتانه یې د خپلي آزادی د ساتني له پاره د مغولو په مخ کي ولاړکړه مګر د يوې خوا د هند د دربار رشوتونو او روپی او د بلي خوا د خان د زامنو او خپلوانو نفاق دی و کار ته نه پریښو


زه غليم د اورنگزیب یم

سر په غره په بیابان

زه په ننگ د پښتانه یم

دوى نيولي مغولان


مغولیه دربار ډیر مبالغ د پښتنو د بې اتفاقی او د خان د ناکامی له پاره وشیندل او د خان زامن یې له ده څخه پر خلاف کړه خوشحال خان غوښته چی دوی د پښتو ننگه او هود پر ځای کړي مگر دوی د مغولي دربار په رشوتو او روپو له ده سره ملګري نه کوله او پخپله عياشي بخت وه له دغه سببه نو خان پخپل کلام کي هر ځای د دوی له لاسه


شکوه کوي:


زویو می خوی د خټکو نور کړ

ځما به نقش بی پوری اور کر

وخت د ګیني د نام و ننگ و

بدو زامنو راڅخه خپور کړ


خوشحال خان په دغه وخت کي چي د مغولو قوا د ده په بيرته نيو لو بخت وه هری خواته ددوی په مقابل کښ سفرونه او تبليغو نه کړي دي خوچه به پانکی اورنگزیب پخپله ناچارسو د ده مقابلي ته راووت


اورنگزیب پاچا زړه ډك په لاهور راغی

گوره کانده به خوک وران خوک به ودان سي


خوشحال خان تقریباً دوه کاله د مغولوله امپرا طوریگ سره دمرانی مقابله وکړه دوه کاله پخپله اورنگزیب داتک پر غاره ورته پروت


اورنگزیب راته یوکال وسو چه پروت دی

به صورت حیران پریشان په زره افکار



په پای کي چي د مغولو پاچا ، په قوه د پښتنو له ما تولو څخه عاجز سو نو يې د ريو په زور پښتانه سره بېل کړه . او د خان زامن او خپلوان بی پرده راولاړ کړه :-


خزانې د هندوستان دي راخوري سوي

سره مهران دی ننو زی به کوهسار


خوشحال خان هرځای له خپلوانو او زامنو څخه شکوه کوي او د مغولو د کامیابی او بري ذريعه هم دوی گڼي


به بل غشي بل توبك ويشتلى نه يم

که ویشتلی یم خوبیا پخپل ټوپك يم

د خوشحال خان سوانح توله به مشقت او تکلیف لړلي دي د مغولی دربار د رقابت او مبرخی تاب په هغه وخت کي بي له دغسي مېړه او ټینگ پښتونه بل چانه درلود دا ورنگزیب حکم د آمو له غاړي تربحر هنده پوري جاري و او د مغولو د جهانگیر حرص او شهوت د پښتنو آزادي هم محو کوله او ني غوښته چه دغه سپېڅلی او غیور قوم پخپلو غرو کي آزاد وي ، نو يي د خان و زوی بهرام ته د خانی تطمیع ورکی چه خان گرفتار کړي خوشحال خان چي اوس نو سپین پریری اوزور سوی و، خپل مشر زوی اشرفخان متخلص به هجری ئې د قوم خان کر مگر بهرام خان اشرف خان ونیولی او په ۱۰۹۳ هـ كي يې د مغولو په لاس ورکړ چي لس کاله په بیجاپورکي بندی و او آخرهم هوري مړشو. دلته نو بهرام خان د مغولو د لښکرو په قوت و غوښته چی خپل پلار ونیسی سره د دغه چي خان خورا زور و د (۷۷) کالو و مگر گرفتاریی نه کړ او افريدي ته جنى ولاړ او انزوا یې غوره کړه په ادبي ژوندون کي يې د کتاب او قلم په ملگري د خپل حیات اواخر تبرول او د پښتنو په لويو غرو کي يې د ادب او علم به ربا ژوندون کاوه :-


پسله بند دی دا عزم

د خوشحال د خاطر جزم

یا نیولی مخ مكي ته

 یا مغلو سره رزم

يا يو کنج د غره نیولی

نمونځ روژه د لوستو بزم