32

محمد امین گلستانه د (مجمل التواريخ) ليكوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

ابوالحسن محمد امین د مجمل التواريخ بعد نادریه مولف دی د دولسمی سدۍ په منځ کي د پارس اوسېدونکی و، چي د نادر شاه افشار د سلطنت او وروستیو واقعو بيان يې په مجمل کي کښلی او دا کتاب لومړی پلا په ليدن کي په ۱۸۹۱ م کال چاپ سو، چي په ب په فارسي ژبه و آن سکارمن چاپ کی، او بیا د دغي طبع له رويه په تهران کي په ۱۳۲۰ ش د مفيدو تعلیقاتو سره چاپ سو. دغه کتاب د هوتکیانو او سدوزو او نادر افشار او زندیه شاهانو پر احوال باندي مفصل معلومات لري، او محمدامين د دې عهد یو مؤرخ گاڼه سي.