ریگ او رشي Rig-Rishi
د ويد شرح او تطبيق مو لوړ ولوست، او دا هم در معلومه ده چه ریگ ویدا Rig Veda د ويد د كتاب مهمه او لومړۍ برخه ده اوس به راسو دې ته چه د رگ rig کلمه څه معني لري او په پښتو کي ريښه سته که یه؟
لکه دمخه چه هم ویل شويدي، د رگ ماده rich ده چه د البيروني په قول د رج rij مجموعه ده، او رج يو ډول نظم و چه د قربانيو پر وخت په درې ډوله ويل کيدي، لومړۍ په ساده ډول، دوهم داسي چه پر هر لفظ باندي دريږي، دريم ډول چه تر ټولو ښه دي، جمله جمله ویل کیدي، او دمخه جمله بیرته ور سره تکراریده بیا نو بله جمله ور سره يو ځاي کيده.
اوسني پوهان وايي چه رگ د ستايني او حمد و ثنا معناوي لري، او دا کلمه په سنسكريت کي هم په دغه معنا ده، مگر که موږ دقیق سو داسي تحليل کيږي:
گ،ج ،چ او بيا ش ټول تالوئيز حروف دي يو له بله سره اوړي، هغه ريج rij چه البيروني راوړي دي، يقيناً د رگ rig معروف ډول دي، په سنسكريت کي ريج riju سم اوسیده او دغسي هم په ښو اخلاقو ستايلي او د ښو خويو څښتن ته وايي ريچا richa د ويدي روحانيونو يوه مخصوصه ډله وه، او ريشي rishi يا rikhi د آريائي اقوامو روحاني مشران وه، چه پر څو ډلي ويشلي کيده لکه مهاريشي، ډويا ريشي، راجا ريشي او دغسي هم رگهـ raghu د هند د يوه مشهور شاعر کالیداس د يوه شعر نوم دي.
که موږ وگورو دا ټول نومونه نژديوالي او ربط سره لري (رج ،رچ ،رش ، رگ) ټوله له يوې کورنۍ څخه دي، او دا ټول د ريشي rishi کلمې ته منسوبيږي، ريشي په پخوانیو آریائی اقوامو کي د مشر او بادار او رهنما او شاعر او روحاني مقام درلود، او د ويدو برخي هم دغو ريشې گانو ته منسوبي دي، مثلاً يوه برخه د يوه ريشې په نامه ده، او بله د بل. او هندوان دا عقيده لري، چه دغو ريشې گانو ته د ويدو د مضامينو الهام كيدئ، او د دغو روحانينو له ارباب انواعو سره ټینگه رابطه درلوده. په ويدو کي د ډیرو ریشوگانو نومونه هم راغلي دي، او داسي ښکاري چه هر قوم به ځانته ريشي درلود او هر ريشي د خپل قوم رهنما ،روحاني ،شاعر، خطيب بلل كيدي، او هر وخت به ئې خپل قوم ته د قربانيو او عباداتو د وختو دعاوي او سندري نظم كولې. د حمد او نثا مضامین به ئې په شعر کي ويل، دا سندري او دعاوي چه سره ټولي شوې، نو د ويدا كتاب ځيني ترتيب شو، او هره برخه ئې د هغه ريشي په نامه وبلله شوه، چه هغه دغه سندري او دعاوي نظم کړي وې، یا دا چه د آریائیانو په عقيده ده ته ئې الهام شوي ؤ. نو ريشي هغه رج rij یا رگ ته منسوب دي چه معنا ئې ده ستايونكي، ثنا گوي، شاعر د ښو اخلاقو څښتن. نو ریگ ویدا، رج ویدا دا گرده له يوې ریښې څخه را وتلي شيان دي، او معنا ئې ده د ستايني، د حمد او ثنا او د ښو اخلاقو او سموالي پوهنه.
اوس به نو راسو پښتو ته: زموږ په ژبه کي داسي کلمې سته چه تر اوسه هم ژوندۍ دي، او د دغي كلمي سره ښکاره خپلوي لري: لومړۍ کلمه ده ”رشه“ يعني خلق او ارثي سجبه مثلاً وايي: دغه ئې د پلار او نيکه رشه ده، يعني د پلار او نيکه خلق او سجيه ئې دغه ده؛ دوهمه کلمه ”رشا“ ده، دا د هغه چا صفت کيداي شي چه قولاً او عملاً معتمد وي، او ویسا پر کيداي شي، مثلاً زلمي خان ډير ريشا سړی دي يعني معتمد مطلق دي، او د ښه خلق خاوند دي، په دې ډول له څخه ريشا ريشي صفت يو جوړ شوی دي، دريمه كلمه "وراشه" ده چه د خبري او وينا معنا لري، وراشه ئې نده زده، د هغه چا حال بیانوي، چه نه ژبه لري، نه وينا. حميد مومند وائي:
خندا وه په عاشقۍ راپوري خلق
چه خندل مي د پند گویو په ورشو
معلوميږي چه نامعقولي او بدي خبري ته وراشه نه وايي بلکه ښيې وينا او د گتي خبري ته وراشه ويله کيږي په دې ډول سړي ويلاي سي چه د ريشي آريائي کلمه له پښتو رشه، رشا، وراشه سره ډیر نژديوالي او خپلوي لري، ښائي چه کوم معنوي تحول ور پیښ شوي وي، مگر د دغه سره هم ډیر بیلتون نه سره لري، د رشي خاوند ريشاوي او وراشه هم لري، د ورشې خاوند تل د رشي څښتن او ریشا سړي دي، دا ټول سره لازم او ملزيوم دي، د آريائي ريشي کلمې په طبيعت کي هم دغه ټول صفات پراته دي، هر ريشي د ښه خلق خاوند، او معتمد او د ښې وينا خاوند و، د ويد سندري د ده الهامات وه، او هغه به ئې لوستلې، نو هر ريشي شاعر هم و، يعني "وراشه وال" و، او په دې ډول د دغه پخوانۍ او تاریخي کلمې ریښې په پښتو کي تر اوسه سته.
او ريكويد Rig Veda چه رجوید هم ضبط شوي او رج، رچ او رش هم کيداي سي، ريښه ئې دغه رشي rishi ته را رسيږي او معنا ئې داسي کولاي سو: منظوم ويدا، د ريشي ويدا، د ښو خويونو او ښې وراشې علم.