32

نقاشي او رسامي

په شلمه پیړی کی دافغانستان هنر

په شلم قرن کې د هرات د هنري مكتب ډېرې سپکې اغېزې په افغانستان کې پاته وې، ځينو هنرمندانو په شخصي ذوق نقاشي، رسامي کوله. په غزني، کابل او هرات کې ځينې هنرمند دکانداران وو، چې قلمدانونه، د لاس لکړې، رنګینې تختې او صندوقچې به يې په ګلانو او ډول ډول رنګونو سره ښکلې جوړولې، خو رنګونه به کله پخواني اصیل معدني او کله به جوهري مصنوعي وو. 

د کتابو د وقايو او پاڼو اوځینو خطي قطعاتو په تزئین کې به هم کله کله د هرات، بخارا، یا کشمیر د وروستني منياتور په تقلید ځينې پاڼې رنګین کېدلی، خو هغه قدیم اصالت او ښکلا يې بايللي وو.

د نقاشی په څانګو کې رنگ آميزي، تذهیب، منياتور، ګلکاري، پر فلزاتو يا ډبرو نقاشي، د خونو د دیوالو انځور کول، د کوټو د چت او دروازو نقاشي او په فلزي یا د لرګي په تختو ښکلول او مسطح کول رواج وو.

له وروستيو نقاشانو څخه یو میرزا رضا هروي و، چې د امير شهنواز خان په امړ يې د امیر دوست محمد خان او سلطان احمد خان د جنگ صحنه کښلې ده (د هرات موزیم) بل د ده شاګرد میرزا باقر کابلي په هرات کې اوسېدئ، چې زوی يې استاد عبدل هم تکړه رسام و، محمد عظیم ابکم هم د میرزا رضا څخه نقاشی او رسامي زده کړې وه، چې ځینې رسمونه يې په سراج الاخبار کې چاپ سوي دي( مړ کابل د ۱۳۰۰ ق حدود ۱۸۸۲م). 

د میرزا باقر نور شاګردان دادي: حاجی فخرالدین هروي (مړ هرات ۱۳۱۸ ش ۱۹۳۹م).

 میرزا فقیر د رضا  ورور ( مړ هرات ۱۳۰۴ ش ۱۹۲۵م)

میرزا سکندر د رضا بل ورور( مړ هرات ۱۳۱۵ ش ۱۹۳۶ م ).

تر استقلال بیا موندلو را وروسته چې په ۱۲۹۸ ش ۱۹۱۹ م د افغانستان مستقل دولت د امان الله خان او نورو پوهو آزادیخواهانو په لارښوونه تاسیس سو، په نوو اصلاحاتو کې د پوهنې او هنر روزنې ته هم یوه هڅه وسوه. په ۱۳۰۰ ش ۱۹۲۱ م د وزارت معارف لپاره یوه نظامنامه خپره سوه، چي د دغه وزارت د تدريساتو په څانګه کې یو د نفیسو صنایعو د مکتب مدیریت هم ومنل سو (ص۴) او دغه مدیریت ته د صنایعو د روزنې وظایف وسپارل سوه، د ابتدايي او رشدي مکتبو او دارالمعلمین په پروګرام کې تر لسم صنف پورې رسامي او لاسي چارې (صنايع يدي) داخل سوه او د رسامۍ د بشپړو زده کړو لپاره غلام محمد خان میمنه ګي چې په رسامي کې يې مهارت درلود، جرمني ته واستول سو چې هلته په نوي ډول خپل فن تکميل کي. 

په ۱۳۰۲ ش ۱۹۲۳ م چې دغه پروفیسر کابل ته راغئ، نو د ده په لارښوونه چې په برلین کې يې رسامي او رنګه ليتوگرافي ډېره ژر او په لوړه درجه زده کړې وه، د کابل په لندنۍ کوټۍ کې ((مکتب صنایع نفیسه)) جوړ سو، چې د رسامۍ، تزئین، رنگمالۍ، معمارۍ، نجارۍ، حکاکۍ څانګې يې درلودې او په ۱۳۰۵ش ۱۹۲۶ م له المانه څخه یوه رنګه مطبعه هم پر زياته سوه، چې په همدغه کال دغه دستگاه وسوځله سوه.

د افغانستان تر اغتشاش وروسته په ۱۳۱۱ ش ۱۹۳۱م بیرته دا مکتب ژوندی سو، چې دخیاطۍ، بسته کارۍ، زرګرۍ، مهندسۍ، غالۍ اویلو، لیټوګرافۍ، قالب سازۍ، نقاشۍ څانګې پکښې زياتې سوې او څلور صنفه يې لرل. دغه مکتب په ۱۳۲۵ ش ۱۹۴۶ م تعطيل سو، چې وروسته يې په ۱۳۲۷ ش ۱۹۴۸ م ځای د تخنيك مكتب ونيو.

پروفیسر غلام محمد خان په رسامۍ او نقاشۍ کې ډېر شاګردان وروزل، څو چې په کابل کې د ۱۳۱۴ ش په قوس کې (= دسمبر ۱۹۳۵م) وفات سو.

د شلم قرن په هنرمندانو کی شیخ محمد رضا خراسانی (خطاط، نقاش، عالم) د خزاين السكوك او رياض الالواح مولف لوی هنرمن و (مړ کابل ۱۳۲۰ ش ۱۹۴۱م) چې په لومړي کتاب کې يې په ۱۹۰۷م  د افغانستان اسلامي مسكوكات ولوستل او کټ مټ يې په دې کتاب کې رسم کړل. په رياض الالواح کې يې په ۱۹۰۸ د غزني د قبرو او بناوو نوشتې کټ مټ رانقل کړې (د کابل عکسي چاپ ۱۹۶۷ م). 

د دې عصر بل هنرمن پروفیسر عبد الغفور برېشنا دئ چې په ۱۳۰۵ ش ۱۹۲۶ م د رسامۍ او نقاشۍ د زده کړې لپاره برلن ته لېږل سوئ و، په ۱۳۰۸ ش ۱۹۲۹ م  وطن ته راغئ، ده په مکتب صنایع نفیسه او دولتي مطبعه کې ډېر شاګردان وروزل، چې غوث الدین رسام او غلام علی امید، سید جلال او نور ډېر هنرمندان له دغې ډلې څخه دي او د دوی په قلم ځينې رنګه یا تور مهم تابلوگان پاته دي. استاد برېښنا په ۲۶ جدی ۱۳۵۲ ش ۱۹۷۳م په کابل کې ۶۶ کلن وفات سو. 

په ۱۳۵۰ ش کال د اطلاعاتو او کلتور د وزارت په چوکاټ کې یو د هنر ریاست جوړ سو، چې د مستظرفه صنایعو موسسه يې يوه برخه ده او اوس د غلام محمد میمنه ګي په نامه ياديږي. دغه رياست د نندارو هنري کارونه هم پر مخ بیایي.