32

نواب محبت خان د (رياض المحبة) ليكوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

نواب محبت خان د حافظ رحمت خان زوی ؤ چي د خپل پلار د شهادت پر وخت (۲۴) کلن او ددې کورنۍ یو نوموړی پښتون سردار او امیر دی. دی لکه خپل پلار د علم خاوند او په عربي او پاړسو او اردو او پښتو كي شاعر او ليکوال ؤ خو متاسفانه د ده اشعار د (۱۸۵۷ م) په اړ و دوړ کي تلف سوه په سنسکریت کي يې هم ډېر مهارت درلود. د ده ځني اردو او پارسي او عربي اشعار تر اوسه محفوظ دي. ده پاړسو مثنوی د (اسرار محبت) په نامه کښلې او یوه پاړسو ژبی قاعده او صرف  او نحو  یی لیکلې چي (امدنامه) نومیږي محبت خان په ۱۳ د صفر (۱۲۲۴ هـ) په لکهنو کي وفات او د وزیر باغ سره کشور کنج ته نژدې ښح سو. د ده له پاړسو اشعارو څخه دغه دي چي استادي یې ځني ښکاري:

گر کشش من اثری داشتی

یار بسویم گذری داشتی

آنکه جهان را به نگه زنده کرد

کاش به ما هم نظری داشتی

زیستمی بی تو اگر مثل تو:

ما در گیتی پسری داشتی

دانه مهر ار بدلش سرزدی

نخل امیدم ثمری داشتی

گر رخت از پرده برون آمد

شام "محبت" سحری داشتی

دا بیت هم د ده دی :

زسرگذشت "محبت" از هر که پرسیدم

به عارض اشک پیاپی چکید و هیچ نگفت

محبت خان ډېر فنان او سلیم الطبع سړی ؤ په موسيقي کي يې هم ښه معلومات درلودل داسي ښکلی ؤ چي خلک به ورته اریان وو، غلام حسن مؤرخ چي د ده معاصر دى داسي ليکلي دي : ما په خپله د حافظ رحمت خان کورنۍ په لکهنو کي ولیدله، محبت خان په صورت او سیرت د سردارۍ وړ دی، خو افسوس چي سفله پروري زمانې دوی اوس په بلا کښي ایستلی دی.

خلاصه : محبت خان د دې کورنۍ نوموړی سردار ؤ چي د مغولي وروستني پاچا جهاندار شاه له خوا يې د (نواب ظفر الدوله باز جنگ) لقب درلود. نواب محبت خان یو خورا مهم کتاب په پښتو کښلی دی چي نوم يې د (ریاض المحبه) دی، دا کتاب راورټي لیدلی او داسي يې په موږ پېژني چي : "د سرجارج بارلو په خواهښت په (۶ - ۱۸۰۵ ع  ـ۱۲۲۰ هـ) کښلی سوی او (۷۰۰) پاڼي دی چي کوچنۍ صفحې لري د پښتو مهم لغت دي او د افعالو گردانونه لري". د راورټي له دغه بيانه ښکاري چي رياض المحبت د پښتو يو لغوي او گرامري کتاب دی مگر یو ځای په خپله راورټي ځني مهم تاريخي مطالب له دغه کتابه رانقل کوي، او داسي معلوميږي چي په دغه کتاب کي محبت خان د پښتنو تاریخ هم کښلی ؤ، دغه برخه چي راورټي د دغه کتاب له پښتو مضمونه په انگريزي ترجمه کړې ده، د پښتنو احوال دي د سلطان محمود او غزنویانو په دوره کي او د دې خبري علل يې بیان کړي په هند کي ولي پښتانه (روهيله ) بولي. د حیات حافظ رحمت خان ليکوال چي د دې زمانې پوه سړی دی او په خپل کتاب کي يې د دغه خاندان ټول احوال مفصل کښلي دي فقط دوني وايي: "چي محبت خان یو خورا مفصل قاموس هم کښلی ؤ مگر نوم يې ښايي چي نه ؤ ور معلوم".