د «بلهيکا» یا «بخدی» سرودونه
پخوانی او نامعلوم سرودونه : د آریائی سرودونو مجموعه چه د وید څلور کتابونه ئی جوړ کړی دی او ډېره پخوانۍ برخه ئی (ریگ وید) دی هغه منظوم آثار دی چه د هندوکش د جنوب د سيندو نو په سمسورو سیمو کښی د آریائیانو د اوسېدلو په زمانه کښی ویل شوی دی او کرار کرار د آریانا او ماورای سندهو د شرق، جنوب او غرب خواته د مهاجرتونو سره خپاره شوی دی، او د (ریگ وید) نوې برخې او ویدی درې نور کتابونه د (هفت دریا) اوسنی پنجاب په خاوره کښی میدان ته راوتلی دی. سره د دې په هغو کښی د سند د لمر پرېواته خوا د اوسېدونکو او خاوری ډېر زیات یادگارونه موجود دی. په هر حال سمدستی د دغو مقصدو نو سره څه کار نلرو ځکه چه هغه حدود به وروسته بیان کړو چه سرودونه پکښی ویل شوی دی، له دې کبله په دغه مقصد پیل کوو چه: دغو سرودونو ته یعنی د هغو څلورو کتابونو مجموعی ته چه وویل شول (معلوم سرودونه) ویل کېږی ځکه چه په هر کیفیت سره چه وو خوله په خوله زمونږ تر زمانی پورې رسېدلی دی. هغه شی چه په دې بحث ئی وایو یو دادی چه آریائی سرودونه یواځی همدغه منظوم آثار ندی بلکه د یو لوی ادبی ثقافت د يوې دورې نماينده او یادگار دی چه پخوانی شواهد ئی بیخی له منځه تللی دی لکه چه پخپله ویدی سرودونه بیا بیا دغو مطلبو ته اشاره کوی . که څه هم په پوښتنه او پلټنه ویدى مجهول اشعار په لاس نه راځی مگر سره د دې په آریانا کښی د ویدی ادبیاتو د تاریخی مراتبو په لحاظ ئی یادول او ذکر کول ډېر مهم دی. ځکه چه هغه مملکت او ځمکه چه مجهول سرودونه پکښی ويل شوی دی هغه د آریانا خاوره خاص بیا د بلهیکا یا د ښکولی بخدی برخه ده. د مطلب ټکی دادی چه مجهول سرودونه د ویدی زمانی او د اکسوس (باختر) په حوزه کښی د آریائیانو د استقرار او اوسېدلو د زمانی تر منځ میدان ته راوتلی دی او پخپله له دې نه څرگندیږی چه باید مجهول سرودونه ټول په آریانا کښی او زیاته برخه په ئی د هندوکش په شمالی حصه کښی منځ ته راغلی وی د مخه مو وویل چه (سرودونه) په حقیقت کښی هغه روحانی منظومې وې چه د آریائیانو له خولې څخه وتلی دی، او هر کله چه آریائیانو په بخدی کسی د مها جرت د شروع کېدونه پخواهم د طبیعی عناصرو ستاینه او توصیف کړی دی نو له دې کبله طبعاً حکم کېدلی شی چه لومړی ټوټه نظم او شعر د هندو کوه په شمال کښی ویل شوی دی او هر کله چه مها جرت شروع شوی نه ؤ نو اثرات ئی نورو ځايونه خپاره نه شول.
همدغه ډول هغه سرودونه چه د هندوکش د شمال یائی د جنوب په نورو برخو کښی د مهاجرت په آوائلو کښی پیدا شوی او ویل شوی دی له هغو نه هم د قدامت له کبله کوم شواهد نه دی پاتی شوی او همدغه سبب دی چه د ریگ وید په سرودونو کښی چه د معلومو اشعارو ډېره پخوانۍ برخه تشکیلوی د کابل سوات، کرمی او گومل او د نورو سیندونو نوم یاد شوی دی.
که چیری د (ریگ وید) د سرودونو متن په غور سره وکتل شی نو ډېری ادبی مرحلی به پکښی و لېدل شی په هغه صورت کښی چه یواځی د (ریگ وید) متن مختلفی دوری ښکاره کړی نو دا طبیعی ده چه د هغه نه پخوا خامخا نورې دورې هم وې، او ادبی ذوق دومره روزل شوی ؤ چه د (ویدی) سرودونو د پيدا کېدو دپاره ئی لاره برابره کړی وه (دوت Dutt) پخپل تالیف کښی چه دهند آریائی کول (The Aryanis ation of India نومیږی په ( ۵۴-۵۵) مخ کښی لیکی چه د « ریگ ودا» د متن لوی اختلافات پخپل ځای د ادبی مفقود و اوورک شوو سرودونو د يوې پراخې دوری یو کوچنی یادگار دی، او هغه څرگند تغیرونه چه په (ویدی) دوره پخپله د سرودونو په ژبه لېدل کېږی دا خبره ښکاره کوی چه د ویدی دوری د سرودونو نه پخوا خامخا یوڅه نور زیات سرودونه هم موجود وو چه له بده مرغه ورک شوى دى او مونږ ته رسېدلی ندی لکه چه د (ریگ وید) متن په دې باره کښی شهادت ورکوی اود (پخوانيو پوهانو) او د (هغو پخوانیو سرودونو) جملې چه په نوې بڼه او لباس میدان ته راوتلی دی) او هغه سرودونه چه په پخوا نیو زمانو کښی ترکیب شوی دی. هره یوه جمله پخپل ځای په ښکاره اوڅرګند ډول بیان کوی چه ادبی دوره یواځی د (ریگ وید) د منظومو په ویلو سره چه د (ویدی) دورې دېر پخوانی ادبی آثار دی شروع شوې نه ده بلکه پخوا له هغې له بله لویه دوره هم و. چه د ویدی دورې آثار به د هغی نمونه یا یادگار و بلل شی.
(د پخوانيو پوهانو) جمله که څه هم لنډه او خلصه ده مگر ښکاره مفهوم او معنی لری او واضح وائی چه د ويدې زمانی نه پخوا په آریائیانو کښی ریشییان او د هغه وخت پر متد اولو او روا جی علومو لکه مذهبی قوانین، د قربانی مراسم، اشعار او سرودونه، د اولاد او کورنۍ د روزنې او د څارویو د تر بيې او ساتنې اصول، د جگړې او نور فنونه، پوه او هوښيار خلک موجود وو. د دې بلې (پخوانیو سرودونو) جملې څخه چه په نوې بڼه ئی ځان ښکاره کړی دی، دغه مقصد څرگندېږی چه پخوانی سرودونه د (ریگ وید) دمنظومو د تر کیب په زمانه کښی بیخی له زړونو څخه وتلی او هېر شوی نه وو، بلکه په پوره اندازه په حافظو کښی ساتل شوی وو چه د (ویدی) زمانی د ادبی سبک تغيرونو ځینی په بله بڼه واړول.
د «آرترمکدونل» د نظریې له مخې هغه ټول سرودونه چه د (ریگ وید) کتاب ورځنی جوړ شوی دی په څو سوو کلونو کښی میدان ته راوتلی دی، که چېری د شعراؤو د ویناوو سبک او د تخيل طرز ئی او د هغو ادبی مدرسو او نورو جداوالی ا و تفرقه چه تمیز ئی پکښی راوستی دی تر نظر لاندې ونيول شی نو ويل کېدلی شی چه د ریگ وید د ټولو سرودونو پیدا کېدو او ظهور د څو سوو کلونو نه پخوا هم وخت نیولی دی. هر کله چه د «ریگ وید» سرودونه یعنی د ویدی معلوم سرود ډېرې پخوانۍ برخې له باختر څخه د هندی او فارسی څانگو له جدا کېدونه وروسته منځ ته راغلی دی، او د هغو د پيدا کېد و او ظهور ځای لکه چه وروسته به ولېدل شی د هندوکش د جنوب او جنوب شرق ناوې او لمنې دی. بیله شک او شبهې نه ويلی شو چه ورک شوی او مجهول سرودونه چه په دې ځای کښی زمونږ د بحث موضوع ده د هندوکش په شمال کښی په (ښکولی بخدی) آریائی پخوانی کښی میدان ته راوتلی دی او حق لری چه د (بخدی سرودونو) یا (د بلهيکا د سرودونو) په نامه ئی و بولو.
سره د دې چه د (بلهيکا یا بخدی سرودونه) په لاس کښی نشته او هغه د ورک شوو او مجهولو سرودونو په نامه بولو، د هغو په اصل و جود کښى مونږ څه شک او شبهه نه لرو، او سربیره د ویدی سرود پر څرگندو اشاراتو نور عقلی، نظری، او عملی دلائل موجود دی چه د هغو له مخی بخدی د آریائی سرودونو ډېر پخوانی کانون بللی شو او دغه ځای ته د ډېرو پخوا نیو آریائی سرودونو د ظهور نسبت کولی شو، او سربیره پر هغه زیات مشابهت چه د گاتیانو او د اوستا د نورو برخو او د ویدی سردونو تر منځ د ژبی له حیثه موجود دی. د ادبی اصطلاحا تو، د بیان د شیوو، د تخیل د طرز، او د وينا د موضوع له حيثه هم ډېر نژدیکت لېدل کیږی. که چیری ویدی سرود آریائی ادبی منظومې او ډېر پخوانی ادبی مظهر وی او د هندوکش له جنوب څخه شروع شوی او د لمر خاته (سندهو) خواته خپاره شوی وی، د هغو او د اوستا د متن ترمنځ چه د ۱۰۰۰ ق م کال په شا ؤخوا بخدی کښی پیدا شوی دی چندانی شباهت نه پاتی کیږی خامخا د ویدی له دورې نه پخوا د هندوکش په شمال کښی ډېر سرودونه او منظومې میدان ته راوتلی دی او اصطلا حاتو، د بیان طرز، او د وينا سبک د ريشيبيانو او منورې طبقې په روحیاتو کښی ریښی ځغلولی او ټینګی کړی وې چه پر اوستائی سرودونو ئی تاثیر وکړ. له بلې خوا څرنگه چه د ویدی آریائی سرودونو یوه برخه ورکه شوې او په لاس نه ده راغلې، د اوستائی سرودونو پخوانۍ برخه هم مجهوله ده، او که چېری د (ویدی) او (اوستا) دغه دوه ورکې شوې برخې په لاس کښی وای نو حقائق پخپله څرگندېدل، او د (وید) د ورکو شوو او معلومو برخو او د اوستا د معلومو او ورکو شوو برخو ترمنځ به هیڅ جدائی او بیلوالی نه لېدل کېده مگر څه چاره چه حتی د بخدی د ادبی نبوغ دریمه ممیزه نمونه یعنی د دقیقی بلخی د شاهنامې یوه برخه هم ورکه شوې او په لاس نه ده راغلې.
(آرترمکدونل) چه د مخه مو د ده نوم یاد کړ وائی چه: (د ریگ وید) د پخوا نيو برخو شا عرانو خپل ړومبنی همکاران یاد کړی او د هغوی د پوهې او احاطی مقام او اندازه ئی ستائلې ده. دوی غوښتل چه د پخوانیو سرودونه او منظومې ټوټی نوی کړی، او په دې هیله او آرزو ئی د خپلو نیکونو او پخوانیو شاعرانو اشعار یاد کړی دې. د دغو پاسنیو بیاناتو له مخی معلومیږی چه له باختر او د آریانا د نورو ځايونه د شرق او غرب خواته د هندی او فارسی آریائی څانگو د تگ او مهاجرت د زمانې نه پخوا زمونږ د مملکت په شمال کښی ادبی دوره تېره شوې ده چه هغه د (بخدی یا بلهيکا د مدرسې) په نامه بللی شو، او زیاتره ورک شوی او مجهول سرودونه د هغې دورې ثمره وه. په دی دوره کښی چه د لومړنیو حدود و تحديد ئی يو مشکل کار دی او د هغی په آخر کښی آریائی قبیلې د آريانا په ټو لو خواؤ او کنجونو کښی خپاره او څانگی څانگی شوی او گاونډيو ملکونو ته د تگ د پاره تیارې وې، پوه، هوښيار او نامتو ریشییان د آریانا په شمال کښی موجود وو، چه د اشعارو د و یلو په فن کښی ئی ښه قریحه او پوره مهارت درلود او د (ریگ وید) د دورې شعراوو په افتخار سره د هغوی یادونه کوله او د هغوی د ویناوو او آثارو د سبک نوی کول ئی خپله د زره آرزو گڼله له دغو پاسنیو بیاناتو څخه چه پخپله د (ریگ وید) د سرودونو د متن د ځینو نکتو په یاد گیرنه مستندی داسې معلومیږی چه د (ریگ وید) دوره تقریباً د ادبی نوی والی یو ډول دوره وه او ښائی چه د پخوانیو شاعرانو د یادگار او د هغوی د وینا د هغه سبک او طرز د ژوندی کولو آرزو چه د آریائی نیکونو له افتخاراتو څخه شمېرل کېده د دې باعث شوی وی چه د (ریگ وید) د دورې شاعران وروسته تر دې خپلې منظومی او اشعار د کورنۍ په کانون کښی وساتی او پلار ئی زوی ته د کتابت تر زمانی پوری انتقال ور کړی او په دې کښی شک نشته چه د (ریگ وید) د زمانی د شعراوو نه پخوا په آریائیانو کښی زبر دست او مقتدر شاعران موجود وو. مگر دغه معلومه نه ده چه ولی د هغوی آثار د ویدی سرود ونو په شان پاتی شوی ندی خو قدامت او پخوانی والی ئی یو علت کېدلی شی مگر د (ریگ وید) دوره هم پخوانۍ ده که چېری وویل شی چه ښائی د (ریگ وید ) د زمانی نه پخوا آثار کم او محدود وی او د خلکو له یاده دې وتلی او هېر شوی مگر دا هم صحيحه نه ده ځکه لکه چه ولېدل شول د (ریگ ويد) د دورې آثار بی (د پخوانۍ ادبی دورې د عظمت) له نښې نه بل شی ندى له دې کبله ځینی دلائل او موجبات په نظر کښی نیولی او ویلی شو چه د (ریگ وید) د سرودونو شاعرانو یو ډول (ادبی رينسانس) شروع کړی او دغه عزم ا و اراده ئی کړې ده چه نور خپل منظوم آثار چه په عین زمان کښی مذهبی قوانین، کورنی اصول، د قربانۍ مراسم، د عشق سوی نارې پکښی پرتی دی پرې نږدی چه له منځه ووځی، او د کورنۍ پلار او مشر کوشش و کړی چه خامخا د (معنوی میراث) په عنوان هغه لطیفی ادبی ټوټی خپل اولاد ته منتقلی کړی د (ریگ وید) د زمانی شعراوو نه یواځی د خپلو آثارو د ساتلو د پاره ټینگ اقدامات وکړل بلکه د خپلو نیکونو د پخوانيو اشعارو او د وينا د سبک د ژوندی کولو او نوی کولو په لاره کښی ئی هم لوی گامونه واخستل او څو چه ئی د لاسه کېدل تر هغه ځای پوری چه حافظو مرسته کولې شوه په دې لاره کښی ئی کوششونه وکړل مگر تر کوم ځای پوری چه پخپله د ریگ وید سرودونه شهادت ورکوی په دغه لاره کښی ښه موفقیت د هغوی په نصیب نه شو بیله دې چه په مبهم ډول ووائی چه په پخوانیو زمانو کښی زمونږ په نیکونو کښی پیاوړی او نامتو شاعران موجود وو د پخوانیو شعراوو د سبک د تعقیبولو په باب کښی طبیعی اقدامات شوی او احتمال لری چه د (ريگ وید) د سرودونو د ډېرو پخوانيو کلماتو د ترکيب، جورښت او د لیکنې او نگارش په سبک کښی په پلټنه او تتبع سره دغه مطلب تر يو حده پوری په لاس راشی ځکه چه پخپله د ریگ وید د سرودونو مجموعه هم د کلماتو د شکل او جوړښت او د لهجي او آهنگ په لحاظ د ډېرو ادبی دورو نماینده ده چه وروسته به ورځنی بحث و کړو.