خان عبدالغفار خان او د پښتون مجله
کله چي په دنيا کي لومړنی جنګ په (١٩١۴) کي شروع سو نو په هندوستان کي د آزادۍ له پاره ډېر مؤثر حرکتونه ورسره پیدا سول. د هندوستان آزادي غوښتونکو خلکو د کانګرس او خلافت او مسلم لیګ په نومو سياسي ډلي جوړي کړي وې او په ټول هند دكي مسلمانانو او هندوانو په ګډه د خپل استقلال له پاره سياسي شديده مبارزه په ډول ډول روانه کړې وه، په دغه سياسي حرکت کي د سرحد پښتنو هم پوره برخه لرله.
او لومړی پلا خان عبدالغفار خان او د ده ملګرو په پښتنو کي د اجتماعي اصلاح له پاره يوه ډله د "مجلس اصلاح الافاغنه" په نامه جوړه کړه، چي په پښتنو کې د اصلاح او اجتماعي سمون له پاره يې کوښښ کاوه او وروسته دغه ډله د يو سياسي ګوند په ډول تبديله سوه، چي نوم يې د خدايي خدمتګارانو ګوند و. دې سياسي ګوند د هندوستان د نورو سياسي ډلو په همکاري د آزادۍ په تحريك كي قوي لاس لاره او د سیاسي فعالیتونو سره سره يې د پښتو ژبي خپرولو ته هم توجه وکړه. د خدایي خدمتګارانو رسمي ترجمان یوه پښتو مجله وه، چي د اتمانزو څخه په پښتو خپرېده. دې مجلې پښتو ادب ته ډېر ښه خدمتونه وکړل، په پښتو کي د ساده نثر ليکلو او د اصلاحي او سياسي شعر لیکلو ور يې پرانيست او ځيني اصلاحي ډرامې يې هم په پښتو ادب کي زياتي کړې. د دې مجلې په ليکلو کي په خپله خان عبدالغفارخان یو بهترین ساده لیکونکی او سياسي او اصلاحي ليکوال ګڼل کيږي، چي علاوه پر سياسي تاريخ د پښتو په ادبي تاريخ کي هم مهم ځای لري. عبدالغفار خان د خپل نثر ليکلو اساس پر هغه معیار ایښی دئ په کوم چي پښتانه په خپلو دېرو او حجرو کي خبري کوي. د عبدالغفار خان په نظر کي ليکنه او ادب فقط د خپل اصلي مقصد له پاره چي هغه د خلکو پوهول دي استعماليږي او د ده د ليك مقصد صرف دا دئ، چي په خپل اصلاحي او سياسي فكر عالم خلك وپوهوي. نو ځكه دى تل په داسي ژبه ليکنه کوي چي په کومه ژبه دی په حجره کي د پښتنو سره ږغیږي، د ده نثر داسي ساده او روان او به بي تكلفه دئ، چي هر پښتون ښه په پوهېدلای سي او هم د دغه سبك په تعقيب ډېر نور ليکوال راوتلي دي، چي نور پښتو اخبارونه او مجلې يې نشر کړي دي، لکه (ازاد پښتون) چي ميراحمدشاه نشراوه، یا د خیبر مجله چي د اسلاميه کالج څخه خپرېده، یا (ستړی مه شې) مجله چي سید راحت زاخيلي خپروله.
په پښتونستان کي چي تر اوسه پوري د نثر لیکلو طرز او ډول روان دئ هغه د عبدالغفار خان او د ده د ملګرو لکه ماسټر عبدالكريم مرحوم او قاضي عطاء الله خان مرحوم کړې لار طی کوي.
د عبدالغفار خان مسلسل مضمونونه چي د "زه په جیلخانه کي" تر عنوان لاندي خپرېدل ډېر خواږه او د واقعيت نګارۍ ښه مثالونه دي، دی شاعر او خیالپرست لیکوال نه دئ، مګر د اجتماع د ژوندانه واقعیتونه د یوه ریالیسټ په ډول په ساده ژبه ښه لیکلای سي او هر وخت ادب د ژوند له پاره استعمالوي.
د ده د نثر یوه نمونه دا ده :
اکثره خلك پوه دي مګر د حکومت داسي مدحه خوانان اوس هم شته چي انګرېزانو ته عادلان او رحم دلان وايي، زه د داسي وروڼو د سترګو پرانستلو دپاره یوه تازه واقعه لیکم :
تقريباً دوې مياشتي به کيږي چي يوې سرکاري لارۍ چي په هغې کي د پولیسو کپتان د سپايانو او يوه تحصیلدار سره سپور و. دې لارۍ بالامانۍ سره زموږ یوه پښتنه خور په ګاډۍ ووهله او في الحاله مړه شوه وائي چي د دغي لارۍ د ډرايور نه ډېرو خلکو اورېدلي دي، چي ويل ئې : ما خو لارۍ تېزه نه وهله مګر د پولیسو کپتان او تحصیلدار زه مجبور کړم او ده ويل چي تېز يې بیایه پروا مکوه كه څوك ترې لاندي شي. په دغه وخت کي چي لارۍ زموږ دغه مظلومه خور ووهله نو يو څو خدايي خدمتګاران راغلل او لارۍ يې ودروله او وې ويل صبر وکړئ چي د دې واقعې د تحقیق دپاره څو سرکاري افسران راشي هسي نه چي دوی لاړ شي او سبا دغه ملزمان د دې نه انکار وکړي او بل چا ته بې ګناه ضرر ورسيږي. نو دا صفا ظاهره خبره وه، چي د خدايي خدمتګارانو دا څه جرم نه و، داسي خو همېشه موږ وينو چي چيرته لارۍ څوك ووهي نو لارۍ او د هغې سورلي تر هغه نشي تلای چي سرکاری افسر نه وي راغلی، مګر دلته د خدايي خدمتګارو او دوی ته د خدايي خدمتګارۍ نوم لويه ګناه وه. پدې وخت کي کمیشنر ته تليفون و شو هغه راغلی او د راتلو سره يې بې د پوښتني چي اصله واقعه څه ده څه مصيبت پېښ شوی دئ په خدايي خدمتګارانو سترګي راښکلې چي تاسي زما لارۍ ولي درولې ده، هغوی ورته په جواب کي وايي چي ته خو د لارۍ غم اخیستی يې مګر دلته زموږ یوه بې قصوره خور د اجل ښکار شوه لاكن ډپټي کمیشنر ته زموږ د خور مرګ څه ښکارېده دا خو څه فرنګۍ نه وه، چي د هغه زړه ته پرې څه صدمه رسېدلې وای دا خو يوه غریبه پښتنه وه نو که مړه شوه څه خبره ده.
مختصر دا چي د دغي مظلومي د مرګ الزام خو په هیچا رانه غی البته دا قدر انصاف وشو، چي خدايي خدمتګار ته د قيد سزا ورکړه شوه.
ما ته ښه په ياد دي چي يو ځل په مردان کي د یو خان د موټر لاندي یوه بوډۍ او کڼه فرنګۍ راغله او مړه شوه نو هغه مقدمه لوى جج (قاضي) ته وړاندي شوه او تر هغه ځايه ورسېده او په اخر کي د ډېر تکلیف او د زرګونو روپو د خرڅېدو نه علاوه د هغه خان څخه په زرګونو روپۍ د هغې فرنګی د مرګ معاوضه واخيستله شوه. نو هغه وخت خان خلاص شو، حال دا هغه فرنګۍ د کټوالي په سبب مړه شوې وه او دلته خو د يوې پښتنې ویني بربادي توی شوې او د هغې چي چا همدردي کوله نو هغوی ته بې قصور و تشریفاتو د قید سزا ورکول شوه دا دئ د غلامۍ او آزادۍ فرق.
فخر افغان د پښتون مجلې څخه