اریایي كور
د ژبې د ورته والي له نظره
يو له هغو مهمو موندنو څخه چې د ۱۸ مې پېړۍ په دویمه نيمايي کې وشوي د گلر کور کشف دي، چي يو شمبر اریایی قبایل په تمره هغه،. ، چي په لرغونو دوروگی په هند، ایران او نورو گاونليو هېوادوتو کی تبت شوي دي لكه د ورونو په خبر خوا پةه خوا او د پوي کورنی د قرو په شان يو ځای او و اوسبدل. ۱۷۶۱ کال ته د دي مفکوړي د پبدا کپدو او د دوی د یو مرکز موندنې نسبت خکه کولی شو،چې پردغه كال يو تن فرانسوي مبلغ، چې انگیتل دوپرون نومېد له فرانسی نه هند ته راغلی او هلته يي وروسته له ډېرو پلتنو او څېړنو او له پارسي پوهانو سره تر تماس نیولو وروسته د اوېستا متن مطالعه کر او ۱۷۷۱ کال کې د لومري ځل لپاره د هغی ژباره د اروپا علمي ټولنې ته وړاندې کړه، په نتيجه کې دې علمي تولنو. وكتل، چې د دې كتاب د ژبې يعنې (زند) او په هند کې د پخوانی سنسګرېټ د ڑبي ترملخ ورته والی موجود دي همدغه گال ته نژدی به ۱۷۶۷ كال هم يو تن فرانسوي پوه، چې د رکوروډو) په نوم شهرت لري يو مكتوب يېد فرانسې د ادبياتو او ادبي اثارو د سياتني اکاډيمۍ تـه ولیکه او د لومري
ځل لپاره یې د سنسګرېټ يوناني او لاتيني كلماتو ترمنځ د ورته والي موضوع ښکاره کړه. د اوستا د ژباړنې او څرنګوالي او له سنسګرېټ سره يې د ژبې د ورته والي یو پلو ته او د اروپايي پخوانیو ژبو له يوناني، لاتيني او بيا يې له هندي سنسګرېټ ژبې سره ورته والی له بله پلوه د اروپا په علمي ټولنو کې عجيبه غږ پورته کړ، چې په پای کې يې يوه بې ساري او حيرانونکې موضوع منځ ته راوړه او هغه اروپايي پوهان، چې د د اسيا په برخه کې څېړنې کوي نوموړي موضوع ته لا ډېر متوجه شول. په دې وختونو کې د سرویلیم جونز انګرېز له خوا د بنګال اسيايي شاهي (انجمن یوه ټولنه په کلکته کې تاسیس شوې وه ، چې د تاريخي څېړنو په لړ کې يې افغانستان ته هم ډېر خدمتونه کړي دي، پر ۱۷۸۶ کال د نوموړي انجمن موسس، چې ډېر کلونه يې د ریاست دنده پر غاړه درلوده د يوې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه، چې د سنسګرېټ، يوناني ژبو ، لاتيني او حتى جرمني او سلتي ژبو تر منځ ډېر نژدېوالی او ورته والی موجود دی. څو کاله نور هم د دې ختيزو او لوديديزو ژبو د نژدې والي په هکله کانفرانسونه ورکړای شول او بيانيې واورول شوي ترڅو چې د ۱۹ مې پېړۍ په پیل کې په علمي دلايلو (فیلولوژي) ثابت شو، چې دا نژدېوالی او ورته والی خامخا شته او کومه نتیجه چې ترې تر لاسه شوه دا وه ، چې د سنسګرېټ زند ، يوناني لاتيني، جرمني او سلتي ژبو ويونکي يو د بل خپلوان دي او لکه د يو کور د غړو په شان چې یو ځای اوسېږي دغه ژبې به هم يو ځاى اوسېدلي وي. تر دې وروسته پوهان د هند ، جرمن یا اريايي قومونو د ګډ کور د پېدا کولو په لټه کې شول، چې بيا يې پدې برخه کې بېلا بېلې نظريې ورکړي چې دلته د هغو نظريو له سپړنې نه تېرېږو. په دې کې شک نه شته، چې د دې اريايي ګډ کور په باب د لويو قومونو په مفهوم د هند او جرمن په اړه بېلا بېلې نظريي موجودې دي او په لومړي قدم کې دا دواړه يو له بل نه لرې پرتې سيمې له مرکزي اسيا او د قطب شمال له نژدې سيمو څخه نيولې د خزر تر غاړو ، د قفقاز غرونو او د دانیوب او بالکان تر څنډو او نورو ځايونو کې پرتې وې، چې هره یوه نظريه په دلايلو ولاړه ده. که چېرته د دې ګډ کور ساحه لږه را کوچنۍ کړو یعنې د هغو خلکو د کور په پلټنه کې شو، چې په پخوانيو لومړيو متونو کې يې خان د (آریا) او (ایریا) په نوم یاد کړ او یا په بل عبارت د هغو اريايي قبایلو د ګډ کور پلټنه وکړو چې په افغانستان، هند او ایران کی تیت شوي په هغه صورت کې به د مسئلې حل ته متفق او ډېر ورلند شو، ځکه چې دغه ډله اريايي قبايل له ژبې ورته والي پرته ډېرې کيسي، اسطوري حماسي ادبيات او نور ډېر مشترك څيزونه لري او سربېره پردې (ويدي) او اویستایی ادبیات داسی پارچې لري چې تر ډېره ځایه د هغو ګډه مبداء سره نژدې کوي، په دې کې هېڅ شک نه شته چې د افغانستان خاوره د دوه هېوادونو هند او ایران په منځ کې واقع ده او په دې کې هم شك نه شته، چې همدا اوس کم ترکم په شلو اريايي ژبو د همدغې خاورې د غرونو په بېلو بيلو څانګو کې خبرې کېږي، چې يو شمېر يې سنسګرېټ اویستایي ژبو پورې اړوندې او نښلي او حتى داسې لهجې هم شته، چې تقریباً په مساوي ډول له واړو شاخونو سره ژبنی پیوستون لري. نو لکه څرنګه چې مکس مولر فرانسوي خپل نظر څرګند کرد باختر سيمې د هندوکش شمال پلو ته د آمو د سیند سیمه او که تردې يې په پوره او پراخه مانا ووایو د سر دریا او د آمو د سیند ترمنځ پرته سيمه هغه ځای دی چې کولای شو دسنسګرېټ او زند د ژبني ورته والي له نظره د هغې ډلې قبايلو شريك كور مبدا يا مركز وګڼو ، چې په افغانستان، هند او ایران کې خواره شوي دي