د استا ټوکونه
د پښتو ادبیاتو تاریخ
، څلورمه برخه
د ساسانياونو په دوره کي له ۲۱۱ ع تر ٦٢٩ ع پوري چه زرتشتي دين رسمي گڼل کيدي ټول د اوستا کتاب ۲۱ نسکه (کتابه) و چه د دینکرد په اتم او نهم فصل کي تفصيل راغلي دي، نسک په اوستا كي نسکو ذکر شوي او معني ئې دفتر او جنگ او مجموعه ده.
دغه یویشت نسکه پر درې برخي ویشل کیږي چه هره برخه ئې اوه نسكه ده، لومري برخه ئې گاتها Gatha يا گاسان Gasan بولي چه د عبادت مسایل او مذهبي اصول دي، دوهمه برخه ئې دات Dat بولي چه خاصه ده په اجتماعي او معاشرتي قوانينو پوري، دريمه برخه يې هدهه ماتهرا Hadha-mathra ده چه الهيات او فلسفه او گډوډ بحثونه دي.