32

اشرف خان هجری

د پشتو ادب په تاریخ کی قصیده پښتو پخوانی قصايد ، دریم څپرکی

اشرف خان هجری کله کله ځان روهی هم بولی، د ختکو د کهول يو پوخ او پیاوړی قصیده سرا دی. د ده په قصیدو کی د وطن د بیلتانه درد او سوی پټ پروت دی او دې بیلتون د ده کلام ته خاص اثر او رقت او د آتشينو احساساتو تودوالی او د وطنی اشعارو خاص رنگ او آهنگ ور بخښلی دی. د دکن په منفا کی د روه دغه شیرین نوا بلبل هسی درافشانی کا: 

ما هجری ته ئی هجران دکن لمبه کړ

ځکه تل د يار له غمه در افشان يم

هجری د هنر دوست او فنان ذوق خاوند ؤ، په يوه اوږده قصیده کی د هنر لوړ مقام او د پښتو شاعرانو هنری منزلت ټاکی او په انتقادی نظر د دوی هنر تجزیه کوی دا قصیده داسی شروع کیږی چی په ادبی اصطلاح ئی مقتضيه يا محدوده بولـله گڼلا سوای، ځکه چی کوم نسیب يا تشبيب نلری:

د مردانو بډائى علم و هنر دی

آرایش د گلرخانو په زیور دی

د هنر پیشه زیور د زیر کانو

هرچی فخر په دولت کاندی بقردی

د هجری په نظر کی آرټ او صنعت پدی نړۍ کی یوه لا يزاله پدیده ده او په داسی حال کی چی نور اعتبارات

نیستی کیدونکی دی، فقط هم دغه صنعت  د نړۍ ښکلا ساتی او خپل اثر جاویدان پریږدی. دی وائی:

په اقبال د دهر ځای د غرور نشته

د بقا زوال ئی ژر لکه دیگر دی

په هغه یار فرزانه کله نازیږی

چی ئی نن په غیږ کی یو سبا دیگر دی

مهين يار تر علم نشته په دنیا کی

په دوه داره مدعا لره رهبر دی

كه عالم په علم جوړ ملک ئی بوله 

بلکه لا تر پرښتونه نکوتر دی

دلته هجری د شاعری فن ته ورگرزی او داسی ئی ستائی:

هر صفت چی خالق ايښی په بنده دی

تر همه و گویا ئی والا گھر دی

هیڅ تمیز به ئی ونه شی له حيوانه

خو په ژبه آل ممتاز د يو البشر دی

گویائی اگر چه کسب د انسان ده

ولی هر چه سخنور هغه بهتر دی

که سبب ئی گویائی د زبان نده

سکه په څه بلبل په طیرو کی سروردی

دلته هجری د خپل قوم د هنری فعالیت لږوالی ته ملتفت کیږی او دغه تریخ حقيقت په داسی ډول اعتراف

کوی چی د ده نقاد نظر ځنی ښکاری:

پښتون ذات چی رب پیدا کړ له ازله

دود د علم و هنر په کی کمتر دی

که همه قوم پره کړی سر له سره

دا حکمت په څو مكانه مقرر دی

هجری د خپل پلار په استادۍ او فنی مهارت ویاری او ځان ئی مستقیماً خلف او شاگرد گنی او وائی:

اولا به د استاد له حاله وايم

چی ٹی شعر جهانگیر لکه قمر دىء

په پښتو ژبه چی شعر چا بیان کړ

د همه وو نظم ستوری دی، دی نمر دىء

څه خوبی د هغه نمر وائی مهجوره

چی ئی نوم د هر نیولی سر په سردیء

ټول ئی وسپاره په ما سريرد نظم

هغه نمر چی نن د خاورو په بستر دی

نن حريف د ځواب نه وينم په دور

نه می یو له مړو په شعر برابر دی


زه محتاج د شاهد نه یم په دا قول

په راستی می دا غرا شعر محضر دی

كه څوك خيال د جدل کا زما له نظعه

دغه گوی، دغه میدان، دغه احقر دی

زیبا شعر هسی زړه د «هجری» یووړ

لکه زړه دسفله وړی سیم و زر دی

د ھجری په کلام کی د پخوانو قصیده گویانو اغيزى لفظاً او معنا ښی ښکاری. تاسی د مخه ولوستل چی شیخ اسعد سوری د پښتو پخوانی بولونکی یعنی قصیده سرا د امیر محمد سوری پر مرگ څنگه له فلکه سره گلې مانی کولی؟ او څنگه ئی د هغه ویرنه یعنی رثا په مهارت ا و فنی لیاقت سره ویلی وه؟ اوس د هجری یوه شکوه هم و گوریء چی د هغه زاړه فکر او بلاغت بڅرکی ښه پکی ځلیږی او د منظر نگارۍ او استعا رې

کمال ځنی ښکاری.

هسی چاری په انسان ولی سما كا

چی یی کار همه په څټ د مدعا کا

کیفیت ئی مشابه له بازیگر و

نوی نوی مخ له غيبه هويدا كا

ماه و مهر جوړه مهرې د حقه بازو

په ماښام یوه په خوله بله پیدا کا

توره شپه گویا پرده د نیرنگیو

و هر چاته روزانه بازی نما کا

سره مهره په لپو ونیسی تیاره شی

 بیا عطسه د شپۍ مصدره د سبا کا

زمکه سره لکه شهپرشی د مورانو

چی پیدا له فمه زاغ د زرو ها کا

د مراد باده څرگنده کا سړی ته

بیائی زرور ځنی پته په جفا کا

نه به یار و یار ته وبخښی قسم دی

نه به څوك ځنى حاصله تمنا کا

بیا به کله د رخو و كا سينگارونه

چی لېمه د حسن سترگی یې جلا کا

نه به بیا آدم شمله په څيره کيږ دی

 چی د رخو ئی سینه یخ په تماشا کا

د گردون هسی روش دیء له ازله

دوه مین په زجر تل سره سوا کا

هر زمان چی خنجر و کاږی د قهر

 له گدایه برابر لو ی ا مرا كا 

د فاضل په فضیلت کی رقت نشته

نه ئې توره لږ ادب د اوليا كا

د اویل به ارمان کېږدی په وگړی

که قرأت ئې په منبر با ندی ملا کا

چی آخر وفا له مرده مونده نشی

مرد هغه چی په حیات همه ترشا کا  

«هجری» دردی پیوسته د حقیقت کړ

کیفیت ئی کاڼی زړه هم په ژړا کا

و گوریء د شاعر په فکری چاپېر کی تل د زمانې سیاسی او اجتماعی اوضاع اغېزه من وی.

د اسعد سوری او د خوشحال خان د زوی رثائی قصيدې هم و یرنی او شکوې دی.

خو هغه وخت د پښتنو سیاسی عظمت د فکری استقلال اوپرځان ویسا او د ورحی تینگار او صلابت مؤيد ؤ. په ویر اوماتم کی هم شاعر له دنيا څخه فرارنه کاوه، او د يأس او قنوطیت څپو نه لاهو كاوه، مگر د هجری عصر خو د مغولو د پردۍ سلطې او اقتدار د لوړتيا وخت ؤ، د لته د پښتنو ملی مرکزیت د دوو غښتلو شاهنشاهیو تر منځ ترى تم ؤ او خوشحال خان غوندی پیاوړی سردار او د آزادی د جنگ نومیالی مبارز او اور ژبی شاعر تر خاورو لاندی سوی ؤ، نو ځکه د هجری په کلام کی یو د یأس او نومیدی رنگ ښکاری. په کوم ځای کی چی اسعد سوری او خوشحال له خپلی و یرنی او شکوې څخه هم د ژوند او قومی افتخار لپاره نتیجه را باسی، هجری دملی مړینی په گروم او ویر کی دنیا اوما فيها ته شاکوی، اووائی:

«مرد هغه چی په حیات همه ترشا کا ».

دا دیء د بل واکی او بدبختی لوی نښان چی زموږ په قومی شاعری کی د کور گانیانو له مظالمو اوجفا وو څخه پيدا سوی ؤ، او پښتنو درې سوه کاله د دغه اجنبی تاړاکه سره مبارزه کوله. مگر سره د دې چی د دغی د ورې په ادبی آثارو کی ډیری د گرومه ډکی انگازی پاته دی، خو پښتون مهجور شاعر بيا هم خپل وطن او د ملی ژوندون او افتخا مرکز نه دی هېر کړیء لکه چی هجری وائی:


که نصیب بنده بند کړی په د کن دی

دامنگیرئی همیشه عشق د وطن دىء

دزړه بازئی تل د روه په زمکه گرزی

که « هجری» په د کن ناست خالی بدن دی