32

وروستنی تاریخی جریان او زموږ ادب

د پښتو د نوي ادب لارې

له دولس سوه پنځوسم هجری کال راپدی خو په یوه پیړی کی د پښتو ادب لوی او ښتون و مو نداوددی بدلون ارسببونه پښتو ادب ته یی نوی جوله (قیافه ) وکړی ده په لاندی ډول ښودل کیږی (۱) . په دی وخت کی داروپا دمد نیت صنعتی دوره پیل سوی وه او پر هندوستان باندی دانگر یزا نو استعمار بشپړ سوی و هندوستان ته دنوی مد نیت او صنعت اغیز ی دادسیدلی وی دا نکریزا نو حکومت په هندوستان کی داداری او څارنی او امنیت نوی دودو نه او لیاری دود کړی وی او ټول هندکی یی دتگ راتگ لاری او داور گاډی پټلی جوړی کړی وی نوی فکر اود مد نیت نومی دو دو نه او نوی پوهنی او ښوونځی په ټول هند کی منځته راغلی وو . جراید او مطلوعات هم په انگریزی ژبه او هم د هند په ژبو خپریدل. چاپخانی اود کتابونو دخپرو لووسیلی هم ډیری سوی وی انگریزان له دغسی یوی قوی مدنی رغاو نی سره داباسین غاړو ته راور سیدل دوی د پښتو نخوایو ستر فرهنګی مرکز یعنی بیښور هم ونیو او په اتلس سوه نهه دیر شم کال یی په افغانستان هم یرغل وکی دلته نو ددغه اجتماعی او سیا سی کیفیت اثرو نه د پښتو پر ژبه او ادب اوثقافت باندی راغله په نثر کی ړوانی او له گردود سره برابره لیکنه چی خوشحال خان یی بنسټ ایښی وښه دود سو او ځینی پښتو کتابونه یا اخبارونه هم پدغه ډول منځته راغله . نظم هم په هغه پخوا نی قالب کی وده وکړه او ځینی نوی سبکونه هم دود سول.

(۲) داروپا د مدنیت او صنعتی غور ځنګ اغیزی پر پښتو نخوا باندی دایران له خوا او دشما لی روس له خوارا غلل تجارتی تگ راتگ سیاسی اړیکی له روس او ایران سره پیدا سوی او دشمال له خوا هم دروس داور ګاډو پټلی تر بخارا او خیوا پوری راورسیدی دلته نو له هری خوا څخه داسی قوی اغیزی پښتو نخوا ته متوجه سوی چی د پښتنو فکر او ادب یی هرو مرو دټینګ اغیز لاندی راووست نواو س موږ وینو چی په پښتو ادب کی د نوی فکرو او نوی مدینت اغیزی پیدا کیږی خلک د هیواد او آزادی اودنوی ژوندون په فکر کی لویږی او کله چی د نو لس سوه څوار لسم کال په شاو خواکی لومړنی عمومی جنگ پیل شو نو دلته پر شرقی ټولو ملتو لکه هندوستان ، ایران ، دولت عثمانی او عر پو باندی دارو پا استعمار چیا ن یاسیده سیا سی لاس بری وواو یا داچی دغه هیوادونه یی تر اقتصادی او کلتوری اغیزی لاندی راغلی وو . نو په ټولو هیوادو کی دداخلی آزادی فکر پیداسو او لومړی پلا سید جمال الدین افغان له کونړه و پاڅیده ، ده هندوستان ، ایران ، مصر او ترکیه کی داسی یو فکر پیدا کړچی دغه بیده ملتونه یی راو ښودل . اول : داچی بیده ملتونه باید دپردو له استعماره څخه ځانو نه آزادکی .

دو هم دا چی دغه مظلوم ملتونه له داخلی استبداده څخه ځانو نه وژغوری او داسی حکومتونه جورکړی چی هغه حکومتونه د خلکو د دموکراسی حقوقو ساتونکی وی او دغه 

خلک و کړای سی چی خپل ملی قوتونه د ځان د نیکمرغی د پاره په کار واچوی د سید جمال الدین دغه تبلیغ وو چی په هندوستان د آزادی ډیر پراخ سو او هغه پښتا نه چی د افغانستان په ختیځو خواوو کی دا انگریزانو د استعمار تر اثر لاندی سوی وو. په هغو کی د آزادی خوا هی او وطن پرستی نوی جذبه راوړه له . اودغه اثر چی د پښتو ادب په نثر او نظم کی د فکر له پلوه نوی تحول راوست.

(۳) په دی وروستی دوره کی د پښتو په نظم او نثر دوا ړوکی ، د ژباړی حرکت هم پیدا سو ځینی کتابونه له اردو او انگریزی څخه او ځینی هم اله عر بی او فارسی څخه په پښتو ترجمه سول . مثلا : نعمان الدین کاکاخیل دابن بطویه (سفرنامه ) او قاضی عبالقادر در پیښوری، عسکری نومو نه او صطلاحات له انگریزی څخه په پښتو ترجمه کړه . غلام محمد پوپلزی چی دچارسدی او سیدونکی و دمولا نا حالی اردو مدو جزراسلام یی په پښتو منظوم کړ او منشی احمد جان د افغانستان تاریخ له انگریزی څخه په پښتو راوا ړاوه دتر جمی دغه حرکت ووو چی د ځانه سره یی نوی فکرو نه اود نوی مدنی ژوند اساسو نه هم راوړل او پښتو ادب ته یی نوی ادبی تحول ورـ وباخنیه . پدی ترجمه کی شاعران او لیکوال دوا ړه مجبور وو 

چی پداسی ژبه خبری و کی چی لوستونکی یی په مطلب ښه پوسی نوله دی جهته هم نظم هم په نثر کی روانی او شگفتگی موجوده شوه خلک خپل قدیم تاریخ ته متوجه سول اود اروپا د مدنیت او د ژوند د نوی فلسفی فکرو نه  هم په نثر کی واردسول او هغه فکری انقلاب چی دنو لسم قرن مله ملی او قومی نهضتو نو سره راغلی و د پښتو ادب ته یی هم نوی ښکلا ،نوی مفکوره او نوی تعبیرونه ور وبخښل .

(۴) پدغه دوره کی ځینی شاعران او لیکوالان داسی هم و چی دوی داستانی ادب ته توجه وکړه چی په خلکو کی مشهوروو . ددی ډلی مشهور استاد ملا نعمت اللهع د نو اوسیدونکی وچه ډیر کتابونه یی چاپ سو یدی د دی ډلی بل شاعر ملا احمد جان د پیښور او سیدونکی و چی ډیر داستانو نه یی پنظم لیکلی دی . بل ددې ډلی شاعر احمد په قوم اخوندخیل دی چی څو کیسی یی چاپ سویدی ددی ډلی ادبی اثرو نه د تاریخ او مفکوره له پلوه  کوم ارزښت نه لری فقط ژبنی او نظمی ارتښتو نه یی دیادو لووړدی .

(۵) پدی دوره کی ځینی کتابونه نه د تعلیم او ښوونی په مقصد هم لیکل سویدی . په افغانستان کی د پښتو دزده کولو له پاره ځینی داسی کتابونه ولیکل سول اود پښتو ژبی قواعد او گرامی ته هم توجه وسوه .

د پښتو دلو مړنی لوست کتابونه د کابل په مدرسه ،حبیبه کی مرحوم مولوی صالح محمد کندهاری ولیکل او بیا په پیښور کی هم دغسی نور کتابونه چاپ سول چی د حرکت هم دـ

پښتو د ژوندانه له پاره ډیر ګټورو . کوم کتابو نه چی د دینی ښوونی دپاره  په پښتو لیکل سوی دی هغه هم په دغه ډول کی دا خل دی لکه د ملا عبدالباقی افغان تبیین الوا جبات یا د دوست محمد خټک تفسیر بد ر منیر او بحر العلوم یاد فیض محمد لوگری روضه المجاهدین یا د کا می دمراد علی صاحب زاده تفسیر یسیر.

(۶) پدی دوره کی د شعر او ادب یوه بله عامی او وګړ نی ډله هم سته چی د پښتنو په کلو او بانډوکی نالوستی شاعران هم سته دی 

او دوی د خلکو په عامه  ژبه شعر وایی او کله کله د ملی تاریخ ځینی ستری پیښی اود ملی پهلوانا نو کار نامی په خپل شعر کی څرگندوی . داډله شاعران یقینا دعا مو خلکو د فکر او ژبی اوخلا قو نمایند کی کوی . دغه ډول ادب د پښتو سوچه ځانګړی شعری وزنونه او ادبی بحرونه هم راښیی او موږ په پښتو ژبه کی په سوو داسی ملی او گړنی شاعران لرو لکه محمد جی ، خدا رحم ، عبدالودود توکل ،کمال ، نوروز ، ملامیران ، او نور ددی ډلی شاعری بی تکلیفه ارتجاعی او ساده ده دری د ژوندانه بیلای بیلی پیښی په ساده ژبه دعوا مو دفهم سره برابروی اود ملی ژوند پټ اړخونه  لوڅوی .

مثلا کله چی په اول جنگ کی انگر یزانو د کابل ونیو دلته نو دغسی یو وگرنی شاعر د خلکو د زړه درد په یوه بدله کی تصویر کی او وی ویل:


خالقه لایزا له 

بی شریکه بی زوا له 

ایمان می خطا مه کړی 

فرنګ ورک کړی له کابله زاری می نشته بله 

 

وگوریء پدی شعر کی د عامه احساس څنګه نمایند کی سموی ده چی تر ایمان وروسته یی وطن په یاد دی اود پرتگی ور کیدل له کابله څخه لومړنی دعا ده  د افغانستان په بل ملی جنگ کی یوه بل وګړنی شاعر د پښتو میر منو اشتراک په غزاله داسی بیان کړیدی : چایی پلو لیدلی نه وو – اوس د جمرود پرغاړه ځی سر تور سرو نه پر کابل جنگ دی.

دا خلک چی داسی شعرونه یی ویل ټول پښتانه وو. دوی له خپله هیواد او خپله سیاسی مرکزه سره څونی مینه در لوده . د جمرود د پښتنو مستوری پیغلی به د جنگ میدان ته وتلی داو لی ؟ چی پر کابل جنگ و اوداد دوی سیاسی او ثقافتی مرکزو . پدی ډول دنو لسم قرن تاریخی جریان په پښتو ادب کی داسی اثرو نه کړی دی.