باختري اوستا او نوې اوستا
باختري اوستا هغه کتاب وو، چه زرتشت په بخدي کي وکيښ او د هغه وخت باختري پاچا گشتاسپ د ده دین ومانه او ټول د زردست قوانین ئې د غويو پر څرمن وکښل، او هري خوا ته ئې وليږل.
یو پخواني مورخ پلینیوس Plinius د هرمپوس له كتابه په لومري ميلادي قرن کي داسي ليکي چه لومړني اوستا دوه مليونه اشعاره وه، مسعودي عربي مورخ تر ٣۴٦هـ دمخه په مروج الذهب كي هسي ليکي: چه اوستا پر دوولسو زرو د غويو څرمنو باندي ليكلې وه ، محمد جرير طبري متوفي ٣١٠ هـ وايي: چه اوستا پر دوولسو زرو د غويو څرمنو باندي ليکلې وه، شهنامه وايي د اوستا ۱۲۰۰ فصله پر زرينو تختو کښل شوي وه، تنسر د ايران يو روحاني سړی و، چه ۱۷۰۰ کاله تر اوس دمخه ژوندي و په یوه خپل خط کي هسي کاږي: چه اسکندر زموږ د دين له كتابه دولس زره د غوئي څرمني وسوځلې له دغو رواياتو څخه د اوستا ضخامت لږ څه څرگنديږي که څه هم مبالغه لري اما دا خو ښکاره ده چه د مخامنشیانو په عصر کي اوستا ٨١۵ فصله او ٢١ کتابه یا نسکه درلوده. تر اسکندر وروسته چه بیرته داکتاب سره ټول شو ٣٤٨ فصله ئې لاس ته راغله چه پر ۲۱ کتابه ئې وويشه. يو انگليسي عالم وسټ West دغه ساساني ۲۱ کتابونه ٣،۴۵۷،۰۰۰ کلمې تخمین کوي، چه اوس ئې ۸۳،۰۰۰ کلمې موجودي دي، يعني هغه اوستا چه په ساساني دوره کي تر اسكندر وروسته ټوله شوې وه، بيا هم په اسلامي دوره كي تلف سو او اوس ئې فقط يوه ربع پاته ده.
له دې بيانه هسي ښکاري چه د اوستا کتاب ډيري صدمې ليدلي، او څو واره له منځه وتلي او بيا سره ټول شوي دي، او ډير نوي نوي مضامين وروسته هم پکښي داخل شوي دي، يعني دا يو كتاب دي چه پر پخواني حالت ندي پاته. ډارمسټټر فرانسوي عالم ډيري برهمني او پهلوي او او بودائي او يوناني اغيږي او عناصر په اوستا کي ښيئي نو لکه د مضمون او محتویاتو له پلوه چه اوستا سره اوښتې او نوي مواد په گډ شوي دي، دغسي هم د ژبي له خوا د زړې باختري اوستائي نمايندگي نیسي کولاي، او دا يو محرف كتاب دي، چه اوس ئې لږ برخي په نوي شکل پاته دي.