فرشی گلونو !
درکوچه های سرخ شفق
، معاصر
وخاندي فرشی گلو نو وخاندي .
. . . . .
خاندي نور گلونه نو بهار وښی
خاندي د پسرلی په شنه سهار کښی
تاسی په اها ړ کښی
مرغزار کښی
وخاندي فرشی گلو نو وخاندي
تا سی تورو شپو کښی
نه غوړيږي
توره ترو ږ می کښی
نه خند يږي
اوس سپینه ر نا کښی
راسپړيږي
وخاندي فرشی گلو نو وخاندي .
اوس چه لمر ختلی
په آسمان باندي
نور بخښی گرمی ښندي
جهان باندي
ژوند شور اوړڼا ویشی
انسان باندي
وخاندي فرشی گلونو وخاندي
اوس چه خلک
خوب نه پاڅیدلي دي
لار د ترقی کښی
خوځیدلي دي
زیار باسی
په کار او زيار ښاغلی دي
وخائدي فرشی گلونو وخاندي
اوس چه کارگر
زیار باسی او کار کوي
اوس چه کرگر
بيړه او تلوار کوي
اوس خدمت د گلو چه مالیار کوي
اوس چه شاعر
لته د گلزار کوي
وخاندي !
فرشی گلونو !
وخاندي !
وخاندي !
گلونو ! !
له رڼا سره
زمکی سره
لمر سره
دنیا سره
هم دخدمتگارو له وینا سره
و خاندي !
فرشی گلونو ! !
وخاندي !