سجع او موازنه
پخوانو لیکوالو به کله په جملو کی د سجع او موازنی په ډول کلمات راوړل چه د پارسی نثر په سامانی او غزنوی دوره کی دا رعایت لږ و، مگر وروسته چی فنی نثر د عربی په تقلید پیدا سو، دا کار ډیر مبتذل او عام سو. بيهقى هم کله داسی اشجاع لری، د مثال په ډول: فصلی خوانم از دنیای فریبنده، بيك دست شکر پاشنده، و بدیگر دست زهر کشنده.د سلیمان نثر که څه هم مسجع نه دی خو لکه بیهقی او نور کله داسی موازن او مسجع کلمات لری او لكه چی وويل سوه، د افعالو په پای پوری یونه د ترنم لپاره نښلوی، چی مسجع هم سی دا جملی هم دغسی رنگ لری: او مراقد اولیا او واصلینو می پلټل او په هر لوری می کاملان موندل. یا په جوبله کی ملکیار دا پاړکی وویل، چی غازیان و پاریدل او په څير د زمريو ور توی سول. دا د سلیمان په نثر کی ځنی داسی اثرونه نه سته چي د پارسی د سامانی او غزنوی دوری سره نژدی كيږى او كوم ادبی جریان چی تر ده دمخه دری څلور قرنه په منځنی آسیا کی موجود و سلیمان له هم هغه څخه متاثر ښکاری. اما دا زموږ استنتاج او څیړنی فقط د ده د کتاب پر یوه څو مخو باندی سوی دی، په کامل ډول د هغه عصر د نثر عمومی ممیزات نه ښوولای، البته که بل يو منثور اثر له دغه عصره، زموږ په لاس کی وای نو به مود حتم او يقين په ډول څه ویلی وای. له دی جهته هم له دغه بحث او پلټنی تکمیل هغه وخت ته پریږدو، چی د پښتو نثر نوری زړی نمونی پیدا سی. او ښایی چی دا کار زموږ آیندگان پای ته ورسوی. او دغه اوسنی ارمانونه او منتج معلومات یا نقض کی یا تایید.